مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره ! دابه دي د شهیدحشمت خان کرزي له وینو سره جفا وي .

خالدهادي

نن په ټولنیزو رسنیو کي وینو چي د ارګ څخه ځيني منابعو  تاید کړې چي د مخکني ولسمشر کرزي د کورنۍ دځینو غړو سره لکه قیوم  کرزي او محمودکرزي  سره دي په لومړي ځل مصلحت کړی دی او غواړې د دوو کلنو لپاره  د کندهار لپاره یو ځل بیا هم هغه فاسد ، شرابي او فرعون مزاجه  توریالي ویسا چي ټول عمر ئې د غلا ، چور او پاټکسالاري  له لاري  د پیسو په راټولو کي تیر سوی دی یوځل بیا پر کندهاریانو ور وتپې .
دا هغه والي و چي د شهید حشمت خان کرزي  څخه د قانون په زور د کندهار د میدان هوائې مخته  دهغه د کاروبار ودانه کلا  په دې نامه چي دولتي مځکه ئې غصب کړې ده واخستل  خو ددې پرځای چي دولت ته ئې  داخله کړي بیرته ئې خپله په کرایه ورکړله ، او پیسې ئې ترننه دده شخصي اکاونټ ته چي په عزیزي بانک کي دی لویږي .
دا هغه والی دی چي د شهید ډاکټر نجیب په وخت کي ئې د کندهار د پوهنتون سلګونه زره ډالره وتښتولې او ځان ئې کاناډا ته ورساوه  او همدا هغه والي دي چي د ولایت د مقام په څلوردیوالي کي د زراعت پوهنتون پر ریاست دوه علمي رتبې په داسي حال کي اخستي چي په میاشت کي یوځل هم ددغه پوهنتون مخه نده لیدلې .
دا هغه والي دي چي  په تیرو اتو کالو کي ئې د کندهار د مظلوم ولس  زرګونو حقوقونه ترپښتو لاندي کړي  او په چل فریب ئې  میلونه ډالره د یوڅو کسانو تجارانو ، قراردادیانو او د قیوم کرزي او محمود جان کرزي  جیبو ته پّ شراکت ور اچولي دي .

ولسمشره  !
موږ تاته یوازي د بدلون په وعده رایه درکړې ده  او ستا پر هغه خبرو چي په کندهار کي دي د شهید حشمت خان پر کاله وکړې چي  نور به مصلحت نه وي  بلکې جدیت او حساب به وي رایه درکړې ده

دا چي ته نن هر اقدام کوې  ستاسي خپل کار دي  دا به دکندهار په تقدیر کي لیکلي وي چي د غیرت او شهامت مځکه دي دیو څو بیغیرتو  او فاسدینو په منګولو کي قبضه پاته وي .  ولي دا به هیڅ کله هم په دې معنا نه وي چي د کندهار ځوانان به  دفساد سره دمبارزي  په  روان تحریک کي نا امیده سي او چپ به کښیني . موږ به د فساد او همدغه خاینینو پر ضد خپلو هڅو ته لا نوی رنګ ورکړو

خو افسوس دا به دي د شهیدحشمت خان کرزي  له ارمانونو ، هغه وعدو چي تا ورسره کړي او بلا اخیره دهغه د وینو سره چي ددغه خاینانو په لمسون په شهادت ورسیدی  یوه لویه جفا وي !

په درنښت 
خالد هادي حیدري 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery