مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-15   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دهيوادوالواوچارواکوسره دزړه خواله !

حبيب الله غمخور
نن مې يوه دوست چي پرون يعنې داکتوبر پر ۱۳ له افغانستان څخه تر سوېډن دمالمو ښار پوري رارسېدلی وو وليد . زما دغه دوست نه يوازي داچي دعالي تحصيلاتو اودافغانستان په سياسي اوټولنيزو چاروپوه کس دی او هلته ېې په مختليفو برخوکي کارکاوه ځکه نو داوسنی افغانستان په اوسنيو سياسي لوبواوچلونوډير ښه پوهيږي . دازما دوست يوازي په مختليفو ژبو پوهېږي اوپدې ژبوورته ليکنه اوژباړنه ساده ده او کله ،کله دهمدې پوهاوی له لاري خپل دژوند اقتصادي چاري پرمخ بيايي . خوددې ټولو سره ، د هغو ځانگړو خوصو صياتو له مخې چې نوموړی یې لري زموږ دهيواد وتلی اوپياوړي عالم مرحوم نوميالی صاحب ياد دې په خير وي ، تل يې هغه ديوه غريب انسان په توگه دلته په اروپاکي دژوند کولوته هڅاوه ،ترڅوپه افغانستان کي ددولتی فساد له ډنډ نه په امان کي پاته وي .دوستان یي وايي که ئې سياسی سوداگري کولاي اويا ئې رشوت اخيستلاي يانوري معاملې ترهر چابه دډيرو شتمنيوخاوند واي . نوموړی دټولي علمی اوژبنی پوهي سره ملت اوهيواد ته ژمن دي، ځکه له افغانستان څخه پسله يوې لسيزي کار اوژوند کولونه وروسته ، څو مياشتي پخوا ديوه بکس سره چي په هغه کي دڅو ټوکو کتابونوتر څنگ دغاښو کريم ،برس اوداسي نورشيان وه سويډن راغلي . زمادغه دوست درې اونۍوړاندي بيا افغانستان ته دخپلو شخصی کارونولپاره ولاړ . نن مي هغه چي پرون راغلی وووليد .له هغه نه مې دسفر دخاطرروپوښتنه وکړه . دهغه دسفر خاطرې چي ډيري جالبي وي راته بيان کړې .وروسته مي ترې وپوښتل ،ته خو هلته وي اوپه تودو حالاتوکي وی؟ څه فکر کوې چي څه به کېږې ؟ هلته عامو خلکو اودنظر خاوندانو څه ويل ؟ اوراتلونکې یې څنگه ارزوله ؟ په جواب کي ئې راته وويل ،هلته خلک اوډير دنظر خاوندان خوشحاله وه ،ځکه ډاکتر اشرف غنی ددولتی ادارې دعلمی اومسلکي پوهی پر بناد دجوړېدولپاره په کار مصروف ليدل کېده . اوډاکتر عبد الله پدې پوه سوی وو،چي ډاکتر اشرف غنی دولتی سيستم او اداره د تحصلي اومسلکی پوهی اووړتيا پر بنياد جوړوي . چي هلته به په دولت کي دمقام دتر لاسه کولو لپاره دټاکنوپه بهيرکي دمنډو ترړو اودچا خبره دپيسو دلگښت مسله مطرح نه وي .ځکه خوډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله لخوادغوکسانوته چي دټاکنو په بهير کښی یې ددوي په خبره ډير پيسې لگولي ورته وويل سی چي تاسو داپيسې دمقام لپاره اوکه دملت دښېرازي لپاره لگولی دی؟ زه ددي دوست له ارزوني اومعلومات سره قانع سوم . دخپل دې دوست سره دزړه خوالوقيصه پردې خبره رانغاړم چي موږ نه دډاکتر اشرف غني او نه هم ډاکتر عبدالله نه پر دولتی دندو دغير مسلکی اوپه تيره دوبلتی اداره کي په رنگا رنگ فسادونوککړو کسانونه گمارلو هيله لرو . دوي دواړه اوپه کل کښي ددوي لخوا حکومتی ادارې دټولو چارواکونه ملت داغوښتنه لري چې ددوي لخوا په دولتی چاروکي ټولو افغانانوته په يوه سترگه وکتل سی . سکنی اوميرېزی ،ملاتړی اوسيال مسله مطرح نسي.دولتی دندي هغوته ورپغاړه سي چې مسلکی وړتياترڅنگ دکاري تجربې اوپاکو لاسونو څښتن وي . دغه کسان چي وايي موږ دټاکنو په بهيرکي تاسو دي مقام ته رسولي ياست بايد پدې پوه وي چي ټولي منډي ترړی یې بايد دولس دښيرازی لپاره وي نه دمقام ترلاسه کولو اويادمصرف سويوپيسو دوه يادرې چنده بيرته ترلاسه کول . دلته مي د بلجيم دفرهنگی ټولني دمشر حاجي امين باوري هغه خبره راپيدا سول چي کابل ته تر رسيدو وروسته ئې ليکلې وه: موږ چي دډاکتر اشرف غني لپاره موکامپاين کاوه هغه مو تر ارگ پوري ورساوه . پوهېږم چي تر موږ به تاسو ډير پوه اوعلم کسان ياست ،داپه تاسو پوري اړه لري چي دراتلونکي دولتي اداري مديريت څنگه کولاي سي . البته ماونه کړاي سول چي دحاجي امين باوري دا خبري ټکي په ټکي رانقل کړم . خو پر يوه ټکی دټولو زورېدلو افغانانو سره موافق يم چي دولتی څوکۍ ،نه بايد دتنظيمی ،دټاکنيز کمپاين ،ژبنۍ ،منطقوی ،قومی ،تنظيمی اوسياسی اړېکو ياداچي اوس موډ ده چي په انگليسی پوهېږي اويا يي په غرب کي تعليم يا تحصيل کړي وټاکل سی .معيار يوازي بايد مسلکی پوه ،تجربه ،سياسي صداقت ،اوملت پالنه وی . اميدواريم چي ډاکتر واشرف غنې دولتی پوستونوته دټاکلو لپاره دا علمی اومسلکی وړتيا اوددي ترڅنگ ملت اوملي پرمختگ ته ژمن توب اصل په نظر کي ولري . دخپل دې له افغانستان څخه راغلي دوست له خبرو داسي پوه سوم چې ډاکتر اشرف غني دې ټکوته جدي متوجه دی ، دچاپلوسانو اومعامله گرو په ټولو حرکتونوپوهېږي.خو هغه يوه خبره چې ما ډير پخوا ستاسو سره شريکه کړې وه وکړه ،ويې ويل ،دا ډيره مهمه ده چي په افغانستان کي ټول هغه چي ځانته وطن پرست اوددي زوريدلي ملت خواخوږی بولي ددي نوی رازېږېدلي حاکميت سره چي مشری یې ډاکتر اشرف غنی پر غاړه لري هر اړخيزه مرسته وکړي .داسې مشوري او وړانديزونه ورته وسې چې موخه یې يوازي دملت ښېرازي اودافغانستان روښانه راتلونکې پکښي رانغښتې وي . ددې ترڅنگ ددي لپاره کار وسی چي دا دولتی سيستم دهغو لخوا وران نسی کوم چي دډاکتر اشرف غني اويا ډاکتر عبد الله دټاکنيزبهير لپاره یې دخپلو گټو دحمايي اوساتني په موخه هلي ځلي کړې وې .ددوي ترمنځ اختلاف ديوه په گټه ندی اونه هم دهغوپه گټه دی کومو چي ددوي دواړونه په جلا, جلا بڼه حمايت کاوه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery