مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-23   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دسرپرستوچارواکوکمبله چې هرڅومره ژر ټولېږي هغومره دملت په گټه ده .

حبيب الله غمخور
دايوه لويه سياسی تيروتنه ده چي زموږدولتی مشرتابه دحکومت لپاره دچارواکوپه ټاکلو کي تراوسه پاتي راغلي .له هغې ورځې چې ډاکتر اشرف غني ديوه فرمان له مخې وزيران ،واليان ولسوالان اوديوشمېرنورو ادارو مسولين دسرپرست په توگه تر راتلونکی پوري په خپلو دندو وگمارل .متاسفانه دغوکسانوچې دکرزی دحاکميت واټن یې دخلکو حخه دخپلو گټو لپاره ليری کړدهمدي لنډمهاله امکان څخه دنوي دولتي حاکميت دټولو بشری پلانونواوفرمانونو پر خلاف دهمدي سرپرستۍ دولتی امکان څخه پراخه توگه اوخاصه هوشيارئ سره استفاده کوی اوديوه مرموز راتلونکی بهران اومخالفت زېږېدولپاره چي ترشابه یې همدا پاکستاني او ايراني چارواکي په ډير مهارت ولا ړوی شپه او ورځ هڅه کوي ،ترڅودانوی زېږېدلی حاکميت له يوشمېرستونزوسره مخامخ شي او ونسي کولاي په افغانستان کي ديوه ملي حاکميت دستنودټېنگيدو امکان پيداکړي . موږ افغانانوته لمر غوندی څرگنده ده ،ددي اوسنيو دولتی چارواکونه ددي طلايي مرغه اخيستل لکه الکو سرپرست لوي ځارنوال چي ورته اشاره کړې له ستونزوډک کاردی ،خو که ملي اراده اوددي ملي ارادې دپلي کولو ملي هوډ پيداسو بيا دا کار ډيرساده اودنړۍ په بېشمېره هيوادونوکي داپروسه دملت په بېساري ملاتړ پلې سوې ده ، دبشرتکامل تاريخ پرخپلو پاڼو ددي ډول کشالودحل زيات مثالونه لري . ځکه خو پدې نازکو شرايطوکي چې نوې دولتی اداره جوړه نده اوزړه ورسره خوښه نده ، دسرپرست لوي څانوال محمد اسحاق الکو څرگندونوته جدی پاملرنه پکار ده . پدې هيله چي دافغان ولس ويده احساس په رښتياسره دخپل ولس دگټو دگټلو په خاطر راژوندی سي . دلته څلور سواله بايد دقانون دپلي کېدوپه مټ جواب ومومی : ۱/ دهغه چادحاکميت په وخت کي چي داکارسوی بايد ترې قانوني پوښتنه وشی ،چې ولې ئې پر دې دې ملې خيانت باندي سترگي پټې کړي اوداغاصبين پر دولتی مقامونو ساتلي وه ؟ ۲/ هغه کسان چي دولتی اويا شخصی ملکيت یې غصب کړی او الکو وايي دا غاصبين زور واکي اوچارواکي دي دمځکو دبيرته اصترداد لپاره دهغوي په وړاندي بايد قانونی چلند وسي ،ترڅو افغانم ولس ډاډمن سی چې نوردغاصبينو لاسونه لنډ سوی . ۳/ دافغانستان د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې تر ټولو زیاته ځمکه په کابل؛ هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونوکې غصب شوې ده. دا کسان بايد پيدا اودقانونی پوښتنو اوتحقيق لپاره هغې څارنوالی ته وسپارل سی کومه چې دقانون دپلي کولو هوډ ولري . ۴/ درنو هيوادوالو ښه ئي واورۍ او څوځله یې ولولۍ چې راتلونکی بېواکه اودغلوسره ملگری لوي څارنوال ښاغلی الکو ډاکتر اشرف غنی ته څه ډول اوپه کومو پېچلوخو دهرچالپاره روښانو ټکواخطار ورکوی ؟دا ښاغلی وايي : ((هیله مندي شته چې ولسمشر احمدزی به د ځمکو له غاصیبنو سره جدي چلند وکړي: ((په دې کې شک نشته د مځکو په غصب کې زو واکان او چارواکي شامل دي؛ اوس نوی ولسمشر غواړي زورواکو سره خپل زور ووهي؛ په زور ورباندې قانون پلی کړي؛ زه هیلمن یم، هغه چا چې مځکې غصب کړې په هغو باندې قانون پلی شي .)) راسئ دښاغلي الکوددې اخطار ډوله څرگندونې پر وړاندي چې وايي ، داکارونه زورواکانوکړي خداي دي وکړی چې دهغوي پر وړاندي قانون پلي کړی .ددې بې مسوليته څرگندونوپر وړاندي دخداي (ج) اوحضرت محمد (ص) په نوم قسم يادکړوچې دډاکتر اشرف غنی ددي ډول هڅو وشاته به درېږو اودهغه لخوادټولنيز عدالت په موخه چي پکښي دافغان ولس ښېرازی نغښتې وي تر وروستۍ شېبې ملاتړ وکړو.ترڅو دا ورځ راسی چي ښاغلی الکو خداي خبرچي هغه وخت به په کوم هيواد اويابه امريکاکي وي دا خبرواوری چې دده په وينا دزورواکانواوچارواکانو دانسانيت ،افغانيت اوترهرڅه دمخه داسلام ضد حرکت کوونکی دشريعت ،اسلاميت او قانون پلي کېدولپاره محکمو ته رابلل سوی دي . ښاغلی الکو پدې مرکه کې کوښښ کړی دټولو بدمرغيو اوناخوالو،قانون څخه سرغړونو ،غصب اوفساد ټول مسوليت دده په وينا پر دولتی چارواکو اوکه هرڅه په خپل نامه يادکړو پر دې بېچاره کرزی اچوی ،چې همدا لکویې څوکاله دټولو قوانينو خلاف پر همدې مقام دسرپرست په نوم وساته .په پښتو کي يومتل دی وايي : (( ښه مکوه بد به ندرسېږي )) داهم دازادی راديو سره د محمد اسحاق الکو مرکه :زورواکي او چارواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري . د غصب شوو ځمکو د ژغورلو لپاره د نوي حکومت د هڅو له پيل سره سم د افغانستان لوی څارنوال وایي، چې په تیرو کلونو کې ترډیره زورواکانو د ځمکو په غصب کې لاس درلود. لوی څارنوال محمد اسحاق الکو ازادۍ راډيو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ چې ولسمشر اشرف غني احمدزی باید له غاصیبنو څخه د ځمکو په را ګرځولو کې په بشپړه توګه قانونی پلی کړي. ښاغلي الکو وویل، هیله مندي شته چې ولسمشر احمدزی به د ځمکو له غاصیبنو سره جدي چلند وکړي: ((په دې کې شک نشته د مځکو په غصب کې زو واکان او چارواکي شامل دي؛ اوس نوی ولسمشر غواړي زورواکو سره خپل زور ووهي؛ په زور ورباندې قانون پلی کړي؛ زه هیلمن یم، هغه چا چې مځکې غصب کړې په هغو باندې قانون پلی شي.)) ښاغلي الکو وايي، د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له څلور میلیونه جریبو زیاته دولتي او شخصي ځمکه زور واکو لاندې کړې. دښاغلي الکويوازي دغه فکت ددې هنداره کېداي سی چې ددولتی فساد ننداره پکښي وسي ،نورناخوالی خوپر خپل ځاي پرېږده ! د افغانستان ولسي جرګې هم تیر کال د ځمکو د سلګونه غاصبینو لست برابر کړی و؛ خو هغه مهال موضوع تعقیب نه شوه او مساله په خپل ځای پاته شوه. اوس د دولتي او شخصي غصب شوو ځمکو د مستردیدو په برخه کې ټولې هیلې نوي حکومت ته دي؛ چې دوی به په دې برخه کې څه کوي. ازادۍ راډیو20.10.2014
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery