مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جناب ولسمشر؛ د ځان په څېر وزير وټاکه!

ولسمشر ته پرانستى ليک:


که څۀ هم په هېواد کې څو لسيزو جګړو ګڼ ارزښتونه راټيټ کړي او په ډېرو برخو کې يې معيار ته زيان رسولى، هېره دې نه وي چې د حکومت د لوړو څوکيو معنوي ارزښتونه يې هم راټيټ کړى دى. دغه راټيټېدل په خپله نه دي شوي، بلکې د يو شمېر نااهله اشخاصو د ګمارنې له امله راټيټ شوي دي.
جناب ولسمشر احمدزى صيب!
د ولسمشريزو ټاکنو په پيل کې که څۀ هم ګڼ نوماندان موجود وو او ډېرو اشخاصو داسې برنامې وړاندې کړې وې، چې د هېواد او وطن په خېر وې، خو دا چې ولس رايه ورنکړه، دا په دې مانا نه ده، چې د هغوى برنامې کمزورې وې، اصلي خبره دا وه، چې ولس په هغوى کې د وړاندې کړيو برنامو د عملي کېدا تومنه نه ليدله، نو ځکه يې تاسې ته رايه درکړه او باور يې درباندې وکړ.
تاسې د خپل کمپاين په دوران کې ژمنې کړې وې، چې د هر پوسټ لپاره به د وړتيا په اساس کس ګمارې. دا دى نن هغه وخت رارسېدلى چې ته به د حکومت د ښه پرمختګ لپاره نوي چارواکي په دندو ګومارې ...
جناب رييس صيب!
له څو کلونو راپه ديخوا د لوړو زده کړو وزارت په چوکات کې دنده ترسره کوم، د دغه وزارت دننه کومې کميانې او کاستيانې چې موجودې دي، هره يوه يې راته په ګوته ګوته مالومه ده، خو يوه خبره په ډاګه کوم چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لپاره تر اوسه داسې وړ شخص د وزير په توګه ندى راپېژندل شوى او که راپېژندل شوى هم وي، نو د ډېرې کمې مودې لپاره.
قدرمن ولسمشره!
موږ په هېواد کې ستا په څېر وزيرانو ته اړتيا لرو او له تا هيله هم لرو، چې داسې وزيران وټاکې، کوم چې ستا په څېر د ولس په درد دردمن وي او په خدمت، قاطعيت او جديت کې ستاسې پيروي وکړي.
د لوړو زده کړو د وزارت چوکۍ لپاره بايد داسې شخص وګمارې، چې تېر بګرونډ يې د صداقت او ريښتينولۍ بېلګه وي. نن زه ددې ليک له مخې تاسو ته د يوه داسې شخص يادونه کوم، چې کېداى شي ته يې له ما ښه پېژنې، خو دا چې له تا لرې دى، يوازينى لامل يې دا دى، چې کوم سياسي ګوند او يا کومه ځانګړې ډله ټپله يې تر شا نده ولاړه، ځکه د ده شعار لومړى ملي ګټې په پام کې نيول دي، نه ګوندي ګټې ...
ډاکتر صيب!
نن زه غواړم چې د يوه بل مافوق ډاکتر په اړه تاته څه وړاندې کړم، د هغه ډاکتر په اړه کوم چې له تا وړاندې دوه دورې د کابل پوهنتون انتخابي رييس پاتې شوى، هغه شخص چې کابل پوهنتون يې په ډېرو سختو شرايطو کې له ورانۍ وژغوره...
هغه چوکۍ چې ته پرې ناست وې، څو کاله پخوا پرې دى په انتخابي شکل ناست و او د کابل پوهنتون معنوي ارزښت يې دومره لوړ کړى و، چې د سيمې په کچه يې سارى نه درلود.
جناب رييس صيب!
زه درته نن د پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت يادونه کوم او دا يادونه په دې خاطر کوم چې د کابل پوهنتون د رياست په وخت کې د نوموړي پوهه، تدبير او بصيرت ما ليدلى و، نو په دې خاطر چې زه د لوړو زده کړو وزارت يو کارکوونکى يم، له تا هيله کوم چې په نوې کابينه کې پرې د لوړو زده کړو د وزير په توګه باور وکړه او يو ځل يې په دې منصب هم وازمايه؛ زما باور دى، چې له دې دندې به هم د تېرو نورو هغو په څېر سرې سترګې راووځي.
ډاکتر صيب!
پوهنوال ډاکتر عنايت د لوړو زده کړو وزارت له ارشد مشاورته نيولې د کابل پوهنتون، د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون، ننګرهار پوهنتون پر رياستونو سربېره په ګڼو بهرنيو پوهنتونونو کې علمي څېړنې ترسره کړي، د مافوق دوکتورا تر څنګ يې ګڼې نورې علمي تمغې اخيستي؛ نو د لوړو زده کړو د وزارت لپاره يو وړ شخص دى او که چېرې باور پرې وشي، نو ښايي پښېمانه به پرې نه شئ.
په نورو برخو کې که هر ډول وي، خو د لوړو زده کړو په برخه کې له تاسو څخه د ټولو هېوادوالو هيله زياته ده، ځکه چې ته په خپله يو اکاډميک شخص يې او د اکاډميکې ادارې لپاره به داسې کس ټاکې، چې ستاسې او د ولس هيلې او اميدونه ټول پوره کړي.
ما په کابل پوهنتون کې ستاسو رياست هم ليدلى او د ډاکتر عنايت رياست مې هم ليدلى، په تاسې دواړو کې ما هغه څه ليدلي، چې په نورو رييسانو کې نه وو او که پېدا هم شي ډېر کم به وي. تاسې دواړو د پوهنتون د پرمختګ لپاره داسې کارونه کړي، چې ډېرو په ګڼو کلونو کې ندي کړي. ته هم يو قاطع انسان يې او د ډاکتر طاهر عنايت کيسې دې هم اورېدلي؛ تاسې هم د کرزي له ادارې معاش نه دى اخيستى او ډاکتر عنايت که اخيستى، نو په هماغه ځاى کې يې د پوهنتون پر کارګرو ويشلى. تا هم د فساد پر ضد کلکه مبازره کړې او کوې يې او دى هم د فساد پر ضد دى. نوموړى چې اوس د ننګرهار پوهنتون سرپرست رييس دى، د سرپرستۍ په نږدې يوه نيمه مياشت موده کې يې چې کومې چارې او کړنې ترسره کړي، د ياد پوهنتون په تاريخ کې په يوه نيمه لسيزه کې ندي شوي. 
نو جناب ډاکتر صيب!
خبرې ډېرې او سر يې يو؛ له تاسې څخه به د ځوان کهول او روشنفکرانو غوښتنه هم همدا وي، چې بايد لومړى په وزيرانو کې چاڼ وکړې او داسې اشخاص وګومارې، د کومو چې خويونه ستا په څېر وي، که سل فيصده ستاسو په څېر نه وي، نو بايد ٨٠ سلنه ستاسو په څېر وي، که چېرې داسې کار وشي، نو زه فکر کوم چې هېواد به په ډېرې چټکۍ سره د پرمختګ پر لور ګام کېږدي. مشوره مې په ريښتينولۍ او صداقت درکړه، نور نو پرې له خپلو مخلصو ملګرو سره مشوره وکړه او خداى ج شته، چې د تمې او فساد نيت هم نلرم، د خوشال بابا په خبره:


د فساد فکر مې نشته خداى حاضر دى
خپل ساعت به تېروو عمـــر اخـــــــــر دى


د بريا په هيله دې


پوهنوال م . س . ف
د کابل پوهنتون د علمي کادر غړى

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery