مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وردګ د سولي ټغر دی



د افغانستان جمهور رئیس ته د وردګو دې ولس پرانستی لیک:
عالي جناب محترم محمد اشرف غني احمدزي ته ! السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
لکه څرنګه چې تاسوته څرګنده ده کمونستي وارسا (پخوانی شوروي اتحاد) پر خپل دور کښې د (کور، کالي، ډوډۍ) تر شعار لاندې پنځلس کاله په افغانستان کښې جګړه وکړه، دوه نیم میلیونه بیګناه خلک یی شهیدان کړل بیا یی هم جګړه بایلوله.

همدا ډول غربي ناټو (په سرکښې امریکا) یو ځل بیا د (بیا ودانولو) تر شعار لاندی د بن په معاهده کښې افغانستان د قربانۍ د خوسکي غوندې په ونډو وویشه، ملی ملکیتونه یې د زورواکو په بلند منزلو ډک کړل، د بیت المال شتمنۍ او د غربي نړۍ د مرستو په ترلیونو ډالرونه یې له هیواد څخه بهر په سنګاپور، نوي ډهلي، دوبۍ او داس نورو تجارتی مرکزنو کښې د ملی او بین المللي مفسیدونو په نومونو ‌ذخیره کړل او اداری فساد یی رامنځته کړ.

دولس کاله یې داسامه بن لادن په پلمه د افغانستان په کلیو، غرو، رغونو کښې بیګناه خلک، ښځی او ماشومان شهیدان کړل. ددین ډیوې یې وځپلی چې د افغانانو مذهبي پانګه وه ، ولس یې د تورو تیارو سره مخ کړ، بیا په ابیټ آباد کښې د اسامه ِغږ جګ شو.
اوس مهال چی دچې د نابودۍ کندې ته ټیلوهلی افغانستان ستاسو په غاړه کښې پریوت او افغان مظلوم ملت په یو ګرداب کښې راګیر دی، یو لورۍ  د پیغمبر (ص) حدیث بیانوي وایي چې: ډله یی پرې ګڼه شی نو له ډلې یې حساب شو ځکه یې مباح الدم ګني. بل لورۍ ی حرام او دحلال حکم کونکی پرې کافر باالله بولي.

جناب عالي! افغانان نور له جګرو ستړي شوي صلحه او امنیت غواړي لدې کبله د وردګو ولس وړاندیز کوي چې (الصلح الخیر) د مهربانۍ له مخې داسې زمینه برابره کړئ ترڅو دولت او دهغه مخالفین وکولایی شي د وردګو د صلحې په ټغر نیغ په نیغه په ډاډه زړونو خبرو ته یو ځای کښیني. که صلح او امنیت نه وي نو تر وژلي ورور ګومل پرېیښیي ښه ده. لکه چې غازی امان الله خان په توره ګټلی کابل پریښود پکار ده چۍ تاسو هم همداسې پالیسي غوره کړئ. مع الخیر.


د وردګو د ولس په نمایندګۍ          
غلام روحاني ننګیالی وردګ       

    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery