مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دپکتيا دژورناليستانو دخپلواکې ټولنې په تخنيکي ملاتړ دولسي مبارزې ورکشاپ جوړ شو !


عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
دولسي مبارزې يا عدم تشدد په پار او دې اصل ته دپام او ځوانانو ته دولسي مبارزې دورزده کړې په موخه دپکتيا ولايت دژورناليستانو خپلواکې ټولنه کې څلور ورځينی ورکشاپ جوړ شو .
پدې ورکشاپ کې په هغو مسايلو خبرې وشوې چې دځوانانو اړتيا وه او ځوانانو ته داورزده شول چې دټوپک څخه دقلم لاره غوره ده او خپلې سيالی بايد دسوله يېزې مبارزې له لارې پرمخ بوزي .
دهمدې پروګرام روزونکي احمدالله ارچيوال ګډونوالو ته په مصال کې مهتما ګاندي ، نلسن منډيلا او خان عبدالغفار خان راوړل چې دوی خپله مبارزه پداسې اند او فکر کوله چې هغه دسولې لاره وه نه دتشدد . نوموړي وويل چې اوس هم دې اړتيا ده چې خپل رقابتونه دهمدې لارې پرمخ بوځو ،
ارچيوال وويل چې د انګریزي استعمار پر ضد د فخر افغان باچاخان هراړخیزه مبارزه د هیچا نه هم پټه نده هغه د نن  نه نږدې سل کاله وړاندې د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ په پښتنو غږ کړی وو تر څو د خپلو حقوقو لپاره په سوله ایزه توګه سیاسي مبارزه وکړي چې  په دی مبارزه کې هغه په زرګونو پښتانه په خپل غورځنګ کې له ځان سره ملګری کړل او پخپله باچا خان او دده ملګرو کلونه کلونه زندانونه وګالل اوشکنجی یې تیری کړی .
که چیرې پښتنوطبیعتًا د سیاسی مبارزې لپاره یواځی په تشدد عقیده درلودی نو بیا ولی د باچاخان په اواز پورته کیدل او دده سره ملګری کیدل.
 د باچاخان تر رهبرۍ لاندې د پښتنو سیاسی او صلح امیزه مبارزه دا په ثبوت رسوي چې پښتانه د دیموکراتیک فکر خاوندان دي ، دوی خپلې ستونزې هم په خپل منځ کې او هم د نورو سره په جرګو او مرکو هواروي، خو کله چې د جنګ ځای راشي نو بیا د هیڅ راز قربانۍ نه هم دریغ نه کوي.
په همدې مراسمو کې دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ ريس محمد شفا مشفق ، دپکتيا دژورناليتانو دخپلواکې ټولنې مشر نياز الله اصيل ، داوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکټر نعيم احمدزي او دپکتيا دولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي هم پخپلو خبرو کې داسمينار ګټور وباله او زياته يې کړه چې پښتانه هر څه لري او پر هر څه پوهېږي؛ خو هغه څه،  چې نه يې لري او نه پرې پوهيږي ، هغه په مشرانوکښې يووالى، وحدت او قناعت دى.  په مونږ کښې که څوک  يو له ، دوه بېلولى شي  له  يوه او بل سره ترې خبره نه را پورته کيږي او په دې فکر کښې وي، چې ټوله  آسيا يې پر ښکر ولاړه ده او، چې  بېلولى  يې نه شي،  هغه هم له پاخه  منه کم نه دي .
که حال همدا وي اتفاق او يووالى  به څنگه رامنځته شي ؟ پړ بايد خپله پړه ومني . مشران زمونږ  خپل که پر څلور مذهبه ږرم  هم وي،  ږرم يې نه بولي .
همدا وجه ده، چې زمونږ په منځ کښې فتنې او مرگونه  ورځ په ورځ زياتيږي او سيالان ترې  د لاسوهنې حق تر لاسه کوي. هغوى بيا پخپل مکر او چل  زمونږ  ترمنځ  واټن  پيداکولو ته لمن وهي ؛ د هر کلي او کورنۍ مشر بايد قناعت کولو ته غاړه کيږدي .
هر کله، چې پښتنو د بل د حق  لرنې درناوى وکړ  بيا به مو ورځ سميږي. که نه ؛ نو اوس ، چې  د ورځې سل پښتانه مري بيا به يې پر ښخولو ستړي  شو .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery