مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-06   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

وطن مه ورانوی !!!

زرلښته پاڅونوال
 
د جنګ او سولی د جریانونو مطالعه د سیاسی تاریخ برخه ګڼل کیږی. خو د دی په څنګ کی د سیاسی ګوندونو او ډلو سیاسی نظرونه او د سیاسی اختلافاتو موضوعات ئی هم یو جز دی.
زموږ په هیواد کی د عامه ذهنیت یوه لویه برخه په دی عقیده ده چه سیاست او ګوندونه د اعتماد او باور وړ شیان نه دی. داسمه خبره هم ده ځکه چه د ګوند او سیاست په نامه زیاتره وختونه د ځینو خود غرضو اشخاصو او وړو، وړو ډلو لخوا د خپلو شخصی ګټو لپاره د خلګو په ارادو تجارت کیږی او تر دغه شعار لاندی په ملی او اسلامی ارزښتونو لوبی شوی او کوی ئې. دا مارکیټ اوس هم زموږ په ټولنه کی ښه ګرم دی.
اوس چه تر هرڅه دمخه زموږ په هیواد کی د یوی تلپاتی او عادلانه سولی منځ ته راتګ یو حیاتی او ضروری ټکی دی او د هغه تر سیوری لاندی امنیت او مصونیت تامین کیدای سی نو دا چه په هیواد کی تپل شوی جګړی زموږ هرڅه بنسټونه متعزر او د خطر سره مخامخ کړی دی افغانانو ته لازمه ده چه د هیواد د لاپسی بربادی مخه ونیسی، نه داچه د خپلو شخصی او سیاسی مخالفتونو پر بنسټ د امنیتی چارواکو پر مخالفت د میډیا له لاری تبلیغات او تبصری وشی.
زه دچا ستایونکی او یا غیبت کوونکی نه یم هر څوک چی ښه وی د هغه پر ښه والی څوک سترګی نشی پټولای او که څوک بد وی د هغه پر بدی ستاینی نشی کیدای ځکه زموږ ښاریان د ښو او بدو په وړاندی اوس ډیر حساس دی .
افغانانو هر ډول تیری کوونکو او یرغلګرو ځواکونو ته د خپلو سرونو په قربانی سخت جواب ورکړی دی، خو د سیاست په ډګر کی د دښمنانو د توطیو او شیطانی پلانونو په شنډولو کی ناکام او د بهرنیو استخباراتی کړیو ښکار سوی دی.
څو شپی مخکی مو پر میډیا باندی د کندهار د امنیت د خرابوالی په اړه یوه تبصره ولیدل خو کاشکی د کندهار د امنیت په اړه د واقیعیتونو د په نظر کی نیولو سره تبصره سوی وای.
د اشخاصو یوه وړه ډله چه په کابل کی ناست او د کندهاری ولس په نمایندګی کله نا کله پر میډیا راښکاره شی بیله دی چی د کندهار د امنیت په اړه معلومات ولری د خپل ځان د سپیناوی او نورو ځانګړو اهدافو په موخه څرګندونی کوی دوی غواړی زموږ د ښاریانو ذهنونه مغشوش او د لوړپوړو چارواکو ذهنیت د کندهار په اړه خراب کړی. دا ډله فکرکوی چه پر میډیا باندی په احساساتی خبرو به د خلګو نظر بدل کړی، خو داسی نه کیږی د خلګو په ذهنونو کی دوی هغه څوک دی چه پخوا وه، د دوی د کړنو او ویلو تر منځ تل تغیر موجود او لیدل سوی دی.
دغه محدود شمیر کسان چه یا پخپله د بهرنیو استخباراتی شبکو او یا مافیایی کړیو سره تړاو لری او یاهم د همدغه کړیو د نورو غړو په لمسون آګاهانه یا غیر آګاهانه تبصری کوی. دوی اصلا نه غواړی چه په هیواد کی سوله، امنیت، مصونیت او عدالت خپلی ریښی ټینګی کړی، دوی د کندهار ښار د امنیت د خرابوالی په اړه وائي چه ګواکی د پخوا په پرتله د کندهار ښار امنیت خراب سوی دی په داسی حال کی چه تیر څلور کلونه د هغه څخه ده دمخی په پرتله د دوی د کندهار امنیتی وضعه هیره سوی او یایی نه ده تحلیل کړی.
په کندهار ښار کی د تیرو څلورو کلونو په لړکی د پخوا په پرتله د قول اردو د منسوبینو، ملی امنیت او په ځانګړی ډول د امنیه قوماندانی ملی او سرحدی پولیسو زیات زیار ګاللی او هم ئي ډیره قربانی ورکړی ترڅو کندهار ښاریان په یوه ډاډمن حالت کی وخپلو ورځنی چارو ته رسیده ګی وکړای سی.
څلور کاله وړاندی د کندهار ښار په دری کیلومتری مالجات کی د مخالفو مسلحو قوتونو مرکزونه او محکمی موجودی وی همدارنګه پنجوائی ، ارغنداب، ‌ژیړی، شاولیکوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کی د مخالفینو قرارګاوی موجودی وی، په ښار کی د چاودنو او ځان وژونکو بریدونو زیاتوالی، د محذره موادو قاچاق، اختطاف او غلاوی هغه څه وی چه د کندهاریانو ژوند ئي تهدیداوه خو کله چه جنرال عبدالرازق د کندهار د امنیه قوماندان په توګه و ټاکل سو د ده د بی ساری فعالیت په نتیجه کی د پیښو ګراف ورځ تر بلی راټیټ سو دا ځکه چه جنرال عبدالرازق په ځانګړی وظیفوی مسولیت پخپله د مالجات او ولسوالیو په جګړو کی د قوماندی څخه علاوه د ملی پولیسو او خپلو سرحدی قوتونو او ملګرو په مرسته په پوره میړانه جنګیدلی او د کندهار ښاریانو ته ئي د قول اردو د منسوبینو او ملی امنیت د اداری سره په همږغی او مرسته تر ډیره د ژوند ډاډمند فضا رامنځ ته کړی.
اوس نو که د را وروسته څلورو کلونو امنیتی لاسته راوړنی د تیرو حوادثو او پیښو په پرتله د ملی امنیت او امنیه قوماندانی د جرمی او جنایی پیښو د ګراف سره مقایسه شی زما په نظر دا به لویه جفا او بی انصافی وی چی څوک ووائی چه د امنیت د سمون لپاره په کندهار ولایت کی کار نه دی سوی.
د دی بریاوو سره سره اوس هم لږ و ډیړ امنیتی ننګونی سته دا ځکه چه دښمن هم بیغمه نه دی ناست هغوی هم هره ورځ د مختلفو تاکتیکونو له مخی نوی نوی طرحی جوړه وی او تخریبی اعمال سرته رسوی د ماینونو ښخول، په لویو ښارونو کی ځان وژونکی بریدونه او هدفی ترورونه د ځان د اظهار وجود په موخه په دی را وروستو کی یی خپل نفوذ په یوه اکاډمیک مرکز کندهار پوهنتون کی د شهید پتیال ترور او د هغه د قاتل تیښته همدارنګه د حاجی میرویس نیکه د لیسی د مدیر شهید حاجی وحیداالله ترور او د قاتلینو تیښته هغه لاملونه دی چه د سیاسی او شخصی مخالفتونو لپاره د تبصرو زمینه برابره وی.
موږ کندهار شاریان هیله مندیو چه ژر تر ژره د دغه ډول هدفی ترورونو د مخنیوی په موخه درګونی امنیتی ځواکونه یو داسی امنیتی تدابیری پلان او میکانیزم جوړ کړی تر څو د مخالیفو او دښمن د ډله یز او انفرادی ترورونو د فعالیت مخه ډب کړی.
تبعری، سیاسی او شخصی مخالفتونه هغه څه دی چه ټولنی ته بدبختی او بدمرغی په وجود راوړی، د ټولنی نیکمرغی او سعادت د روڼ اندو فکری ودی او سالم تفکر ته اړتیا لری د ټولنی د روشنفکرانو او منورو استعدادونو وظیفه ده چه د عمل او فکر په یووالی، د هیوادوالی په ګډ زیار او رښتینو هلو ځلو د تل لپاره د هیواد د سولی، امنیت، مصونیت، عدالت او سمسورتیا په برخه کی همکاری او نه ستړی کیدونکی زیار وباسی. همدارنګه ټول چارواکی وجدانی او ایمانی مسولیت لری چی د سولی، امنیت او مصونیت لپاره د هیڅ ډول زیار او هاند څخه ډډه ونه کړی.
زموږ په افغانی تولنه کی سوله، امنیت او هوسایند هغه وخت په ښه توګه منځ ته راتلای سی چه د ټولنی هریو شخص په پوره صداقت او اخلاص په هیواد کی د سولی او پرمختیا په برخه کی فعاله برخه واخلی.
                        په هیواد کی د همیشنۍ سولی،
                        امینت او هوساینی په هیله
                        زرلښته ( پاڅون وال)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery