مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې څه تېر شول؟


شفیع وردګ


د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس تېره ورځ د کابل پر وخت ۲:۳۰ بجو د بریتانیې او افغانستان په کوربه توب د ۷۰څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون په لندن کې پرانیستل شو.
د افغانستان له لوري د کنفرانس پرانیسته د اجراییه‌رئیس ډاکټر عبدالله پر خبرو وشوه. وروسته په نوبت سره د هېوادونو او خیریه بنسټونو استازو د افغانستان څخه د ملاتړ تعهدونه نوي کړل. د روسیې استازي ضمیر کابلوف په خپلو خبرو کې وویل: « بې له امنیته هیڅ کار نه کیږي موږ به د افغان سرتیرو په تقویت او روزلو کې مرسته وکړو.» همدرانګه د چین، جاپان، پاکستان، جرمني او لسګونو نورو هېوادونو استازو له افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو ټینګار درلود او ټولو د افغانستان د اوسني دولت څخه د خپلو هېوادونو ملاتړ وښود. نړیوالو خیریه بنسټونو هم د لندن کنفرانس مهم ګډونوال وو دوی وویل چې د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته افغانستان سقوط کوي.
د پاكستان صدراعظم، نوازشريف دې كنفرانس ته په خبرو كې وويل: «موږ له ولسمشر غني سره د افغانستان او پاكستان په اړه د ګاونډيتوب يو نوى دور خلاص كړى. موږ دې پايلې ته رسيدلي يو چې تروريزم زموږ ګډ دښمن دي.»
کنفرانس ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم راغلی وو، هغه هم د افغانستان د ملي وحدت حکومت څخه د خپل قوي ملاتړ تر څنګ، زیاته کړه: «د افغانستان د ملي وحدت نوی حکومت زموږ له ټینګ باور او کلک ملاتړهبرخمن دی. موږ افغانستان د سیمې پر یوه ځواکمن هېواد بدلوو، موږ بهبیا افغانستان هیر نه کړو، نه پرېږدو چې بیا افغانستان نړیوالو ته د یو تهدید سبب شي.».
د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کیمرون د دې کنفرانس یو بل مهم ویناوال وو، هغههم له افغان دولت څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړاعلان کړ، هغه په خپلو خبرو کې وویل: «موږ به د افغان سرتیرو په روزنه کې بشپړه مرسته کوو». بلخوا نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو هم له افغانستان څخه هیلې درلودې مثلاً  صدراعظم ډېوېډ کیمرون وویل:« هیله‌من یم چې افغان دولت به ښځو ته په قضا کې واک ورکړي».
دا کنفرانس د افغانستان په وخت تر ماسختن ناوخته پورې دوام درلود چې د اختتامیه وینا د اشرف غني راغی، هغه د خپلو خبرو په سر کې له نړیوالو مرسته کوونکو مننه وکړه، هغه د ۲۰۱۴ کال په اړه د بهرنیانو هغو اندېښنو ته هم اشاره وکړه چې ګواکې په ۲۰۱۴کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به جوخت افغانستان سقوط وکړي، غني وویل چې افغانانو ثابته کړه چې دوی کولای شي لوی کارونه وکړي، دوی په ۲۰۱۴کال کې ټاکنې وکړې او دا ټولې اندېښنې یې رد کړې.
ولسمشر د ملي وحدت د حکومت په اړه وویل: «د اذربایجان له ولسمشر سره د ناستې په وخت کې ډاکټر صیب عبدالله وویل چې له ولسمشر غني سره دومره همنظره یم چې اوس دې ته حیران یم چې موږ ولې په ټاکنو کې یو د بل پر وړاندې دریدلې وو. " ولسمشر غني نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د فساد په مخنیوي او ملت ته د یو ځواب ورکوونکي دولت په جوړولو کې به هڅې کوي او په دې چاره کې د مرستې غوښتونکی شو.
ولسمشر وویل: زموږ د ښځو ستونزه؛ هغوی ته په یوه دوه ورځني روزنیز پروګرام ورکولو سره نه حل کیږي، تاسو (نړیوال مرستندویان) زموږ ښځو ته د خپلو بازارانو دروازې پرانیزئ چې زموږ ښځې هلته خپل تولیداتوپلوري او پیسې پیدا کړي، موږ سره مرسته وکړئ چې ښځو ته ځانګړي پوهنتون جوړ کړو.»
ولسمشر له نړیوالو څخه د افغان ځوانانو په اړه هم د مرستې غوښتونکی شو: «د افغانستان اکثریت د ۳۰ کالو څخه ټيټ عمر لري، نړیواله ټولنه باید افغان ځوانانو ته د مدیریت او زده کړو په برخه کې فرصتونه وړاندې کړي.»
د افغانستان ۳۶ سلنه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي، ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په هغه طرحه کې دې ورسره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره جوړه کړې ده. ډاکټر غني په حکومتي تشکیلاتو کې د موازي ادارو په له منځه وړلو ټينګار وکړ او له نړیوالو یې په دې چاره کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په آخره کې ولسمشر وویل:«موږ پر خپلو ستونزو اوس ښه پوهیږو، موږ منو چې په فساد شته، نور تاسو موږ ته مه وایئ چې فساد درکې دی، له تاسو غواړو چې د دې ستونزو په له منځه وړولو کې راسره لاس یو کړئ.»
کنفرانس د کابل پر وخت د ماسختن تر ناوخته دوام درلود چې وروسته په یوه خبري کنفرانس سره پای ته ورسید. ولسمشر غني ورسره ګډ ټیم د دې کنفرانس څخه هیله من ښکارېدل.
د لندن کنفرانس د توکیو کنفرانس  په دوام دی چې په ۲۰۱۲ کال جاپان کې جوړ شو،  هلته له افغانستان سره د ۲۰۱۲-۲۰۱۵ پورې د  ۱۶ میلیارد ډالرو مرستې اعلان شوی و، چې ۸ میلیارد ډالره یې یوازې د امریکا وه خو افغان چارواکو د لندن کنفرانس کې ونه ویل چې د دې مرستې څومره برخه یې تر لاسه کړې ده. که څه هم د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس کې د شویو ژمنو پر بیا نوي کولو سربېره د راتلونکو څلورو کلونو کې لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د ۱۶ میلیارد ډالرو ژمنه هم وشوه، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چې په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د تازه نړیوالو مالي مرستو ژمنې نه دي شوې؛ ځکه د کنفرانس هدف دا و، چې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه وهڅوي، تر څو خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري واضح نه کړه چې تر ۲۰۱۷پورې به څومره نوره مرسته کوي، هغه وویل چې د افغانستان لپارهبه د اوباما اداره له كانګرسه د فوق العاده مرستې غوښتنه وكړي.
پوښتنه داده چې د توکیو ناسته کې هم له افغانستان سره په همدومره کچه مرستو اعلان وشو اما د عامو افغانانو په ژوند کې هیڅ بدلون رانغی، نو څومره به د لندن کنفرانس اغیزمن او بریالی وي؟ دې پوښتنې ته لندن میشتی افغان ډاکټر خسرو سنګروال داسې ځواب وايي: دا چې د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس څومره بریالی یا اغېزناک و، د اوسني حکومت د هرې بلې وعدې او پرېکړې غوندې وخت ته  سخته اړتیا لري.  که څه هم د لندن کنفرانس نه په څو ورځو کې د پایلو تمه ناسمه ده، خو هیله کیږي چې لږ تر لږه د بودیجې په څېر په حادو مسایلو  کې یې اغېززر جوت شي. حقیقت دا دی چې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ثبات څرنګوالی هغو پرېکړو پورې تړلې ده چې افغانستان کې دننه کېږي. نه په لندن کې.»
د دې کنفرانس یو ګډونوال او د اقتصادي چارو کارپوه ښاغلی عتیق نوشیر دا کنفرانس خورا بریالۍ او د افغانستان په ګټه بولي. خو ځينې نور افغانان په دې نظر دي چې دا د تېر په شان یو تکراري کنفرانس دی چې د عامه خلکو په ژوند، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان ثبات کې یې کوم رغند کار ونشو کولای، په دې اړه د امنیتي چارو کارپوه لندن میشتی افغان نقیب وردګ وايي: (زه دې کنفرانس ته زیات هیله من نه یم چې د افغانستان په اقتصاد ښه کولو کې به زیات موثر وي، افغانان باید وپوهیږي چې بې له خپل کار و زحمت څخه بل څوک موږ نشي ابادولای.»
کارپوهان وايي چې نور د افغان دولت د ادارې کار دی چې څنګه کولای شي له دې مرستو اغیزمنه ګټه واخلي او د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو کې ترې استفاده وکولای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery