مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-06   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دولس غوښتنه !

حبيب الله غمخور
په افغانستان کي له سياسي گوندونو،مدنی ټولنو،علمی اوسياسي خپلواک شخصيتونو،دحقوق پوهانو ټولنې اونوروفرهنگی سازمانونه دافغان ولس غوښتنه . تيره اونۍ دافغانستان اوسنی جمهوررئيس ډاکتراشرف غني دنوروقوانينوترڅنگ دهفوس شميرنې اوتذکرودوېش له جنجالودک قانون لاس ليک کړ . سره له دې چې ددې قانون پرخلاف هغه وخت چې دې له ملت نه بيگانه پارلمان فيصله کاوه ديرتاوده بحثونه اولاريونونه وسول ، غوڅ اکثريت هيوادوالوپه تذکره کي دافغان دکليمې داسيته کېدوسره مخالفت څرگندکړ . ددغه ملي مخالف پايله وه چې ښاغلي کرزی ددې قانون دتوشيح نه په يوه ابله بهانه ډډه کول ،ځکه هغه پدې ښه پوهېده چې ددې قانون توشيح نه يوازي داچې دهمدې اساسی قانون چې همدا اوس په هيوادکي نافذ دی له مفرداتوسره مخالف اودده پرخلاف يوملي نفرت رازېږي اوافغانان په چانگړې توگه پښتانه ددې سره ترورستۍ شېبې مخالف کوي اودويته دمنلو وړنده .دا ځکه شې شمالي تلواله دخپل تعصب اوقومي سوداگري داصولوپربنياددافغان کليمه يوازي پښتنوته مخاطبه اوپه تذکره کې دملي هويت په توگه دهغې ليکل ئي دپښتنو ديکه تازه حاکميت بېلگه وبلل،ځکه خودشمالی ټلوالي يومشهور پښتوندښمنه معلم عطاپه ډاگه وويل که په تذکره کي افغان نويشته زه هغه تذکره نه اخلم . نه پوهېږم چې اوس دايوه وړه ډله به پردې پښتنوداڅنگه ومني چې په تذکره کي دافغان کليمه نه وي . سره له دې چې پدې ټول پوهيږي چې د افغانیت کلمي پر وړاندي مخالفت د اساسی قانون څخه ښکاره سرغړونه ده،ځکه داساسي قانون څلورمه ماده حکم کوي چي د افغان کلمه د افغانستان د ملت هر وګړي باندي اطلاق کیږي . زموږدولس غوښتنه ستاسونه په کلکه داده چې دخپل ملي انساني اوټولنيز رسالت سرته رسولوپه موخه دډاکتراشرف غنی ځخه په کلکه غوښتنه وکړی ،ولی یې داډول قانون لاسليک اوتوشيح کړ؟ پداسي حال کښي چې دهمدي اساسی قانون له مخې ولسمشر د افغانستان د لومړي مسول شخص په توګه دقانون پر پلي کېدودنظارت مسوليت لري . اوهمدې اشرف غنی د لوړي دمراسمو پر مهال د اساسی قانون د ساتني او ملي ارزښتنو څخه د ننګي په موخه لاس پر قرآن شريف کښیښود او قسم يې یاد کړ چي دقانون اوملي ارزښتونوننګه به یې کوي .ايادې ته ننگه اودقانون دپلي کېدوڅخه دفاع ويلاي سو ؟؟؟ ډاکتراشرف غني داملي دنده لری لکه پرنورومسائيلوچې دده په خبره له ولس سره سلا اومشوره کوي پردې مسله هم ددې هيواد دغوڅ اکثريت غوښتنې ته غوږ کښېږدي ،کنه ددې قانون په زورپلي کول به ديوه بل ملي ناورين اودهمدې فرمايشي په اصطلاح ملي وحدت دحکومت پرخلاف دملي نفرت احساس غښتلي اوپه يوه ملي مقاومت به بدلېږي ،نه بايد دیو شمیر سياسي سوداگرو اوملي وحدت ددښمنانو په خوښه افغانیت او ملي ارزښتونه د سیاسی معادلاتو قرباني سي . دټولوناوړه پايلومسوليت به دهمدې ډاکترصاحب اشرف غني اودپښتنودمخالفينوپرغاړه وي .وسلام
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery