مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټپوریزه دپښتو ژبی یو نوی ژانر

ایمل عظیمي
     پښتوژانرونویوبله ملګرې هم  دټپوریزې په نامه پیداکړه ،دغه ژانرما ایمل عظیمي په (۱۳۹۱/۱۱/۱۹ مه )میاشتې په شاوخواکې دټپیزې،ټکوزیزې،مربع اومصرۍ له امتزاج څخه منځته راوړه په دغه ژانرکې هرډول موضوع(عشقي،تاریخي،فلسفي،علمي،رزمي،تصوفي ،اسلامي ،دیني،مذهبي،طنزي،ټولنیزه،اخلاقي...)را تللای شي،په دغه ژانرکې ټولې شپږمسرې لیکل کیږي چې اولې څلورمسرې یې په خپل منځ کې یوه قافیه ،ردیف او وزن لري ،چې نوموړې څلورمسرې (۱۱)څپېزې دي وروسته دلنډۍ (۱۳)سیلابه مسره راځي اوپه آخرآخرکې دلنډۍ د(۹)سیلابه مسرې په څیرمسره راځي چې ددیارلس څپیزې سره په یوه څیرآهنګ لري ،اوداچې نوم مې پرې ټپوریزه ایښی علت یې دادی چې مادټپورپه کلي کې داول ځل لپاره لیکلې ده .
یوڅوبیلګې یې وګورئ:     ټپوریزه
یوځل مې پریږده دې پستومټوته   له رش نه سپینودې ګردومټوته
له شات شکرونه خوږومټوته   په غوښوپټولیونومټوته
  بیاچاته نه وایم چې یارمې ځوروینه
     هغه مانه آشناکوینه
    ټپوریزه
پیزوان له تانه بهترنه ګڼمه  ځان له سیالانوکمترنه کڼمه
په سردتابله سرنه ګڼمه   ځان دې له مینې بهرنه ګڼمه
  زړه مې کوي ستایارانې ته هوسونه
     له مانه مه کړه نفرتونه
    ټپوریزه
دلب شراب راکړه جانانه زما  دمخ ګلاب راکړه جانانه زما
بوسه نیلاب راکړه جانانه زما  اوس یې جواب راکړه جانانه زما
  ته لاخپه یې زه کوم درته عذرونه
    نه کړې له کبره سلامونه
په ۱۳۹۱/۵/۲۵تاریخ مې چې کله نوې ولیکلې نونوم مې پرې ټپورۍ کیښودمګروروسته له ډیرفکراوسوچه مې یې په ۱۳۹۱/۱۱/۱۹تاریخ نوم ټپوریزه کیښود،هیله لرم ستاسې په زړه چنګ ولګوي اودغزلې په څیریې لوړوپوړیوته ورسوی ،یوه خبره چې دلته یې یادول ضرورګڼل کیږي ،هغه په ټپوریزه کې دموضوع اړول دي ،چې داکاربایدونه شي اوترپایه په یوه ټپوریزه کې یوه موضوع تعقیب شي. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery