مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغانیت او ملي هویت سره ښکاره د ښمنې!

 

احمدشاه ملګري‎

له عیانه څه بیان، د نړۍ ګڼ شمیر ولسونه په رڼو سترګو ګوري چې د تیرو نږدې ۳۶ کالونو راپه دیخوا د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د وینو لښتي بهیږي، هیواد د خپلو ولسونو او پرګنو په وینه کې ډوب د ورکیدو ګړنګ په پوله ولاړ د خواږه ژوند وروستې سلګۍ وهي۰ په داسې تاریخي پړاو کې د ټولو افغانانو او په تیره بیا د پوهانو ملي وجیبه او اسلامي فریضه داایجابوي ، چې د افغاني ټولنې د سلامتیا او د تولنې د ټولو میشته ولسونو او پرګنو د عادلانه هیلو د تر سره کولو په خاطر په ټولو ورانکارو کړو وړو لویه ډبره کښیږدي او په ګډه ټول خپله لار د هیواد د ژغورلو او د ټولنیز یووالي د ټینګښت لور ته پرانیزي۰
 خو ډیر د خواشینې ځای دي، چې ځیني تالي څټي نا عاقبت اندیشه ګوډاګیان د روسانو، ایراني او تورمخو پنجابیانو د شیطاني او پلیتو اندیښنو او افکارو تر تاثیر لاندې تللي ا و په دغسې حساسو شیبو کې د افغانانو تر منځ د بیلتانه اور ته پکی او لمنه وهي۰
 د ښاغلې پوهنوال محمد اسمعیل یون ((بیاهم افغانیت او ملي هویت)) تر عنوان لاندې لیکنه د لر او بر پښتو برښنا پاڼه کې خپره او نه پټیدونکي ترخه حقایق يې په ډاګه کړي۰
 ځینو نورو افغان لیکوالانو د لوستونکو پاملرنه د ښاغلې پوهنوال یون لیکنې لوستلو ته ور اړوي، او له بلې خوا له ټولو افغان لیکوالانو او په څه پوه منورینو څخه هیله څرګنده کړي چې، د کړیدلي، ځوریدلي،او ځپل سوي افغان ملت په خاطر په دغه حساس پړاو او شیبوکې هغسې لیکنې خپرې کړي چې، د کړیدلې افغان ملت د ننې نکبت باره ورځې غم په کې خوړل سوي وي۰ ښاغلې پوهنوال یون خپله اوږده ترخه او پر منطق او استدلال ولاړه لیکنه په لاندنیو څو کرښو کې رالنډوي:
 ((تذکرې سره بايکاټ اونه اخيستل هم حل لاره نه ده اودا کار تر ټولوزيات خطرناک دی، اصلاً د افغانستان دښمنان غواړي، اکثريت افغانان مايوسه او نهيلي کړي چې تذکرې وانه خلي او يوازې د دوی لاسپوڅي تنظيمونه او د هغو پلويان برېښنايی تذکرې ترلاسه کړي، دې سره به هغوی په راتلونکو ډول ډول ټاکنو کې د خپلې خوښې اشخاص بريالي کړي او بيا به خدای مه کړه د افغانستان د نوم د ورکولو لپاره هم له همدغه (دام) څخه کار واخلي چې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې يې غوړولی و اود دولت مشر اشرف غني نږدې شپېته ورځنۍ نيم واکه واکمنۍ کې يې ترې هدف ترلاسه کړ، نو که موږ غواړو د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو توطيې شنډې کړو، نو بايد زوړ، ځوان، صغير او کبير، ښځه او نر د تذکرو د اخيستلو هڅه وکړو، که څه هم په دې تذکرو کې واکمن ښامار زموږ ګران او ملي هويت (افغان) تر ستوني تېر کړ، خو هر افغان زلمی بايد مومن خان شي او د هر ښامار له ستوني د خپل هويت جوهر بېرته راوباسي او دا کار هله کېدلای شي چې موږ همدا بې هويته تذکرې واخلو؟ د جبري زهرو د يو ګوټ په شان يې تر ستوني تېر کړو. او بيا وروسته د منطق پر ژبه همدا بې هويته تذکرې د ملي هويت پر تذکرو بدلې کړو. کله چې مو راتلونکو ټاکنو کې د ولسوالۍ له شورا نيولې تر ولسمشرۍ پورې خپل رښتيني استازي وټاکل، نو بيا به له قانوني لارو څخه له عادي لاسپوڅي وکيله نيولې، تر دولت مشره او حکومت مشره پورې ټولو سره حساب اوکتاب کېږي۰ ))
د ښاغلې پوهنوال یون لیکنې زه هم دی ته وپارولم چې ترخه حقایق په ډاګه کړم ۰ د افغانستان د ټوټه کیدو او د پښتنو پر وړاندې اقلیتونه تاوتریخوالو ته هڅول کومه نوی خبره نه دی بلکې ډیر اوږدتاریخ لري۰ د روسانو د لومړي کودتا وروسته د هغه وخت د خلکو دیموکراتیک ګوند د قومي جوړښت پر بڼسټ د تره کی ، ببرک کارمل، او طاهر بدخشی په منځ کې په ټوټو وویشل سوو۰ او له هغې ورځې راپه دیخوا دغو افغان ضد او د پلیتو افکارو خاوندانو په پښتنو پسې ستوغې سپورې ولیکلې او په ټوله هڅه یې اقلیتونه د پښتنو او پښتو ژبې پر ضد شخړو ته وهڅول، په لاندې تفصیل:
پخوانې شوروي اتحاد د سرو لښکرو په مټ د افغانستان تر اشغال وروسته سر بیره پر انسان وژنې په هیواد کې د وروڼو قومونو تر منځ یې د بیلتانه هر اړخیزه پراخه تفتین هڅې پیل کړي، او وروڼه قومونه یې د ژبې ، نژاد، ملیت، ‌مذهب او حتی سمت په نامه یو له بل څخه بیل او د افغانستان د ټوټه کیدو لور ته لار پرانیسته۰ د روسانو دغه زړه مکاره استعماري پالیسي په افغانستان کې د ځینو معلوم الحاله مزدورانو له لارې مخ په عملي کیدو سوو، او دا هڅې تر نن ورځي پورې رواني دي ۰ کله چې دوهم شاه شجاع ببرک کارمل د کریملن د سیاسي لوبو پر سټیج کښینول سوو، په لومړي قدم کې یې د قوم او ژبې د بیلولو لپاره د سرحدونو وزارت نوم یې په اقوامو او قبایلو وزارت تعدیل او افغانان یې عملآ د ملیتونو په نامه یو له بل څخه جلا او شپږ معینان چې په شپږو ملیتونو پورې تړلې وو، د نوموړي وزارت لپاره وټاکل او دغو شپږو معینانو د شپږو ملیتونو نماینده ګي کوله۰ روسانو انګیرله چې د پښتنو غوڅ اکثریت به د روسانو د تیري په وړاندې لاس په عملې جګړه پیل کړي او داسې اټکل یې کاوه که چیرته کابل د سقوط له خطر سره مخامخ سي نود روسانو په لارښوونه به د تهدید په ژبه مزدور کمونست رژیم پایتخت له کابل څخه مزار شریف ته ولیږدوي او افغانستان به د ګاونډیو هیوادونو تر نفوذ لاندې پر دریو برخو وویشي۰
 د کمونست رژیم د وخت ګوډاګي صدراعظم مختوري سلطان علی کشتمندد حقیقت انقلاب ثور ، د لمریز ۱۳۶۷ کال د لیندۍ میاشتې د نهمې نیټې په ګڼه کې یوه اوږده مقاله خپره کړی وو۰ په یاده لیکنه کې مختورې کشتمند لیکلې ،چې د ملي ستم لاندې د ډیرو ملیتونو حقوق تل تر پښو لاندې سوي او د ملي مسایلو د حل لار یوازې دا بولي چې باید هر ملیت په خپلواکه توګه خپل مناسبات د ملي خود مختارۍ په درلودلو سره په فدرالي دولت کې د داوطلبانه اتحاد په چوکاټ کې وټاکي۰ کشتمند د خپلې زهرجنه لیکنې کې زیاتوي چې، د خلکو دیموکراتیک ګوند او حکومت د ادارې واحدو د ایجادولو زمینه د ملي خصوصیاتوپر بڼسټ مهیا کوي او لیکې چې په دې لار کې یې لومړي ګام اخیستي او د نورستانیانو لپاره یې د نورستان په نامه جلا ولایت تشکیل منظور کړي، او زیاتوي چې د هزاره نشینو سیمې د ولایاتو د ایجادولو لپاره چې په غیر منظقي توګه په ډیرو ولایاتو کې ویشل سوي تیاري نیول کیږي او د ملي مسئلې د حل درخشانه نمونه تیرې کونکي متجاوز شوروي اتحاد په ګوته کوي۰
 همدارنګه دلارو شهرستاني د زیږیز ۱۹۸۸ کال د اکتوبر په میاشت کې یوه لیکنه په نیویارک کې د یګصدوپنجاه سال اپارتاید در افغانستان ، تر عنوان لاندې خپره او داسې لیکي: ((این پیام را بخوانید و تکثیر کنید و به هموطنان فارسی زبانان در ایران، افغانستان، هند، و پاکستان بفرستید۰ افغانستان کانون تبعیضات نژادی، لسانی، مذهبی، اقتصادی و منطقوی است۰ این تبعیضات که در مجموع میتوان آنرا اپارتاید پشتونی نامید توسط شاه هان غاصب پشتون در افغانستان رشد و نمو کرده و به یک سیستم تمام عیار ایدیالوژیک سیاسی اقلیت حاکم پشتون تبدیل شده است۰ پروژه انکشاف ننګرهار، پکتیا، و وادی هلمند برنامه های مهم اقتصادی پشتون شاهی ګفته علاوه مینماید، که از داکتر نجیب الله حاکم نژادپرست ګرفته تا حکمتیار و ظاهر خان همه و همه در پی راه و وسایلی اند که آپارتاید پشتونی را مسلط سازند۰۰۰۰۰۰۰ همه آن مناطقی را که کوچی ها ګرفته و یا پشتونهای که توسط محمد ګل خان مومن در صفحات شمال با زور شمشیر جابه جا شده بودند یکی پی دیګر آزاد شده و دیګر نشانی از پشتونها در آنجا نیست۰۰۰۰۰۰۰ دایزنګی، اورزګان، زاولی، دایچوپان، بامیان، قره باغ، غزنی که در دوران امیر عبدالرحمن خون آشام اشغال و به پشتون ها واګذار ګردیده بود برای همیش از سکنه پشتونها خالی شده است۰ ۰۰۰۰۰ این جنګ از یګ طرف جنګ ضد روس و ماهیت استقلال طلبانه را دارد و از جانب دیګر در ابعاد وسیع یګ جنګ ملی هست که زوال سلطه سیاه آپارتاید پشتونی را در تیوری و عمل اعلان میدارد))۰
 دبریژنیف په لاس جوړ سوي دوهم شاه شجاع او ملي خاین ببرک کارمل د صوبدارۍ په وخت کې یو کتاب په اوزبکي ژبه چاپ سو او د نوموړي کتاب د چاپولو په ویاړ د انیس په جریده کې داسې یوه جمله خپره سوو: ((بعد از این اکثریت بی فرهنګ، فرهنګ اقلیت ها را به طرف زوال و نابودی بورده نمیتوان))۰
 د پورته لیکنو ورته ډیر نور تحریک آمیزه عبارات او شیطاني روایات چې د وینو بوی ترې پورته کیږي د افغانستان د مظلوم اکثریت په ضد لیکل سوي او خپاره سوي، خو د پورته لیکنوله یادولو څخه زما اصلې موخه په هیواد مینو او د سلیم عقل خاوندانو پاملرنه د موضوع حساسیت ته اړول وو او بس۰
 په هر حال دا لیکنه د نورې تبصره ته اړتیا نه لري، خو سمدستې په ګران او واحد افغانستان مینو وګړو او په تیره بیا د پښتنو غوږ ونو ته دا خبره رسول غواړم چې، که چیرته د معلوم الحاله افغان دښمنه څیرو مخه و نه نیول سي، دا ویره سته چې د پردیو د ګټو لپاره یو ځلې بیا د پښتنو ګریوان ته لاسونه ور اوږده شي او هیواد موتجزیه سي ۰ نه پوهیږم چې له دې وروسته د نه یو موټي کیدو لپاره به زموږ عذر څه وي؟؟
 د بنده په اند د ننې ستونزې د حل لپاره په یواځې توګه مبارزه، او د مظلوم ولس آه ، فریاد او مظلومیت په هکله یوازې د لیکنو خپرول هیڅ درد نسې دوا کولي۰ حق څوک له چا څخه په زاریو، ننواتو، مرکو او جرګو نه سي اخیستي ، بلکې حق اخیستل کیږي۰ که د لیونتوب ځای راسي سړي باید لیوني سي او که د میړنتوب ځای راشي سړي باید میړني سي۰ په درناوي
 احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery