مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د لښکرګاه ښارد دوولسم ټولګیوفارغانو داقتصادي وضعیت په پرمختګ کي دریاضي موضوعاتودکارونی اندازه معلومول

 
دکابل د ښووني اوروزني پوهنتون
دماسټری پروګرام مرکز

دلښــکرگاه ښــار د دوولســم ټولگیـوفارغانو داقتصـادي وضعیت په پرمختگ کي دریاضي موضــــوعاتو دکارونـــي اندازه معــــــلومول
(دماستری تیزس)
څیړونکی: محمد قاسم عادل
لارښود استاد: پوهاند دوکتور ظاهر وهاب
کال - 1393 هـ. ش

 


بسم الله الرحمن الرحیم

 


د لښکرګاه ښارد دوولسم ټولګیوفارغانو داقتصادي وضعیت په پرمختګ کي دریاضي موضوعاتودکارونی اندازه معلومول

 (دماستری تیزس) 

څیړونکی: محمدقاسم عادل

  تا یید ونکي:                 نوم                                       امضاء

لارښود استاد:  محترم پوهاند دوکتور ظاهروهاب            .................
د دفاع دکمیټې غړي:
1.     پوهندوی دوکتورعبدالهادي ستانکزی               .................
2.   دوکتور حبیب الله وجدي                                   ................
3.    پوهندوی محمد عتیق مموزی                          ................

مننلیک
پرځان یې لازم بولم ترڅودخپل ځان له خوا دمنني او احتراماتو مراتب دخپل محترم لارښود استاد  جناب پوهاند دوکتور ظاهر وهاب او دکمیټې ومحترمو اعضاوو ته محترم پوهندوی دوکتور عبدالهادي ستانکزي، محترم دوکتور حبیب الله وجدي،  او محترم پوهندوی محمد عتیق مموزی ته  چې ددې تیزس دلیکلو او تکمیلولو په لارښونه کي یی زماڅخه دهیڅ ډول همکاری دریغ نه دی کړی او په خپل پوره مهربانی او لارښونه یې زموږسره همکاري کړېده وړاندي کړم.
 

 

 

 

 

اهــــــــــــدا
دغه تیزس خپل دقدر وړ عالم او دپوهي څښتن پلار، مهرباني اوزړه سواندي مورته چې زماسره یې په پوره مهربانی، ترحم اوزړه سوي په هرډول حالاتواو شرایطوکي ددې څیړني  په ترسره کولو اود تحصیلې دورې په سرته رسولو کي همکاري اوزمینه سازي کړیده او زه یي دخپل تشویق او توجو څخه برخه من کړی یم اهدا کوم.                                               

 

 

 

 


لړلیـــک
 عنوانونه                                                                               صفحه                  
لنډیز........................................................................................... الف
سریزه.............................................................................................1
مخینه..............................................................................................8
مواد اودکار طریقه............................................................................27
پایله .............................................................................................33
مناقشه..........................................................................................45
نتیجه گیري....................................................................................56
دمراجعو لړلیک...............................................................................61
ملپاڼي ( ضمیمې).............................................................................62

 


لنډیز
          دغه څیړنه د لښکرګاه ښارد دوولسم ټولګیودفارغانو داقتصادي وضعیت په پرمختګ کي دریاضي موضوعاتودکاروني اندازه معلومولو په اړه ده. ددې څیړنې په لاره اچولو موخه د دوولسم ټولګۍ دفارغانو په اقتصادي پرمختګ کي دریاضي څخه دګټي اخستلو اندازه معلومول او همدارنګه دریاضیکي موضوعاتو دارزښت په اړه څیړنه او ده هغوۍ رابطه داقتصادي او مالي چاروسره معلومول دې چې ایا نوموړي موضو عات په څه اندازه مهم او په اقتصادي او مالي مسایلو کي داخل دی.                                                                  
داڅیړنه د مختلط روش ( کمي، کیفي) په اساس دلښکرګاه ښار په مرکز کي دهغه تجارانو سره چې د دوولسم ټولګۍ څخه فارغ شوي په لاره اچول سوی ده. څرنګه چې څیړنه په اقتصادي او مالي چارو کي دریاضي موضوعاتو دکارونی اندازه معلومول دي د کاري ساحي دپراخوالي او ډیرښت له کبله ضرورت لیدل کیدی چې باید په زیاته اندازه د کمي طریقې څخه کار واخستل شي. څرنګه چې په نوموړي څیړنه کي مصاحبې ته هم ضرورت لیدل کیدی ترڅود څیړني دمشمو لینونظریات هم دموضوع   په اړ وند څر ګند شي، نو د کیفي روش څخه هم کار واخستل شو.
دڅیړني په پایله کي په لاس راغله چې ریاضیکي معلومات په اقتصادي موضوعاتو کي دګټي اخستني وړ دي او همدارنګه د دوو لسم ټولګۍ فارغانو نظر ورکړی چې د ریاضي   مو ضوعاتو څخه داقتصاد په پرمختګ کي ګټه اخستل کیږي او مهم رول لري. 
الف
ســریزه
     درياضي څخه په اقتصاد کي ګټه اخستنه د نورو اجتماعي علوموپه پرتله  ډیره ده، سره ددې چې رياضيکي مسايل داقتصاد دعلم په پيژندلو کي ګړندۍ مرسته کوي  او داقتصاد علم داجتماعي علومو په منځ کي درياضي سره ډيره اړيکه لري. لکه چي فرانسوي عالم او اقتصاد پوه لیون والراسل (۱۹۱۰ م) کي دریاضي مفاهیموڅخه داقتصاد په پرمختګ کي کار واخیست، هغه وخت چي داقتصاد په علم کي دریاضي څخه کار اخستل رواج شوه داقتصاد علم له فلسفي څخه بیل او مستقل شو.  فعلي رياضيات په اقتصادي نوشتو کي، چې پنځوس کاله مخکي دپرمختللي رياضياتو په نوم تلقي سوي وه اوس هم په اقتصاد کي دبحثونو دتشريحي ژبي په نوم يادېږي. څرنګه چې د دي څیړني موضوع هم د لښکرګاه ښارد دوولسم ټولګيو فارغانو داقتصادي وضعيت په پرمختګ کي درياضي موضوعاتودکاروني اندازه معلومول دي، نو د دي موضوع په اړه څیړنه څکه مهمه ده. چې تراوسه ددې موضوع په اړه د هلمند په ولايت کي کومه عملي څیړنه  په کار نه ده اچول سوي، تر څودا په ډاګه کړي چې ايا درياضي علم دنوي ځوانانو لپاره دژوندانه چارو په سمون اواقتصاد په پرمخ تګ کي کوم خاص او مهم رول لري او که يې زده کړه ددوۍ لپاره يوه بي مفهومه مفکوره ده. ځکه رياضيات دمکتب په دوره کي د ښوونکو او زده کوونکو لپاره زيات د پاملرني وړ او داساسي مضامينو څخه شميرل کيږي؛ او زده کونکي يې د زده کړي لپاره تر نورو مضامينو زياته هڅه کوي نودا بايد څرګنده شي چې آيا رياضيات د مکتب ددوري څخه وروسته دفارغينو داقتصادي وضعيت په پرمختګ کي څومره دګټي اخستلو لووړ دي. حال دا چې په  په هلمند ولایت کي زيات شميرځوانا ن دمکتب څخه ترفراغت وروسته ددې پرځاي چې لوړو زده کړو ته مخه کړي دتجارت او اقتصادي معاملوسره لاس او ګريوان کيږي. دفاميلونو يې هم دا توقع وي چې بايد ددوی لپاره دعوايدو يوه منبع جوړه سي.  داچې رياضيات ددوولسم ټولګۍ څخه دفارغه کسانو په اقتصادي وضعيت کي څومره مرسته کوي يوه مبهمه موضوع وه چې دا کار خپله د دوو لسم ټولګۍ دفارغانو لپاره يو مشکل ښکاري. نو زما په نظر دا يوه څیړنیزه مسأله او يو خاصه تعليمي ستونزه ده. له دې وجهي څخه چې درياضياتو دزده کولو مفيديت اودکاروني دځايو نو په اړه يې دزيات شمير زده کوونکو سره سوال موجود او دا ورته يوه ناحل سوې موضوع وه، چې ایا دریاضي څخه د اقتصاد په پرمختګ کی په کومه کچه کار اخستل کیږي او همدارنګه دریاضیکی مسایلو دکارولو او تطبیق کولو په اړه ور ته سوال پیداوو. ریاضي دیوه وچ او میخانیک مضمون په ډول په ښوونځيو کي تدریس کیدل. زده کونکو ته دکتابونو او علمي تحقیقاتو په مرسته د ریاضي څخه په اقتصادي چارو کي استفاده کول نه وه واضح سوي. دهلمند په ولایت کي په دې اړه یو علمي څیړنه نه وه سوی. ځکه ما خپل تحقیق د لښکرګاه ښار د دوولسم ټولګیو فارغانود اقتصادي وضعیت په پرمختګ کي د رياضي موضوعاتو د کاروني اندازه معلومولو ترعنوان لاندي دلښکر ګاه په ښار کي ترسره کړ. دڅیړني څخه په لاس راغله چي ریاضي داقتصاد سره یو تړلی مضمون دی. داموضوع به په خپل تیزس کی پیشنهاد کړم، باید په آینده کي دریا ضیا تو په چاپ کي داسی موضوعا ت راوړه سی چی دروز مره ژوند سره ربط ولری او همدارنګه عملي او تطبیقي مثالونه ولري او خاصتآ داقتصادي موضوعاتو سره زیات تړاو ورکړل شي.     

 

 

   دڅیړنې مسأله
    اکثره ښوونکي او زده کوونکي دې موضوع ته ځانګړې  پاملرنه  نه کوي چی ایا هغه زده کوونکي چې له ښوونځيو څخه فارغه کيږي داقتصادی ستونزو او لوړو زده کړو ته دموقع دنه مساعده کیدو له امله دوۍ سم دلاسه  په تجارت او اقتصادي مسايلوکي بوخت کيږي؟ ايا دوۍ په خپلو اقتصادي موموضوعاتو او حسابونو کي له رياضياتو څخه کوم چې دوۍ دمکتب په دوره کي لوستلي يا زده کړي دي په کومه اندازه ګټه اخلي؟ ايا د دوۍ لپاره يو په درد خوره مضمون دی او که نه ؟ او که وي په څه اندازه به د دوۍ لپاره موثروي؟ حال دا چې دا خپله يوه مهمه تعليمي اوتربيتي مسأله ده. حال دا چې ورځ تربلي اقتصادي موضوعاتو او د مکتبونو دشاګردانو رول په اقتصاد کي پياوړي کيږي او همدارنګه دوۍ دمکتب په دوره کي په زياته اندازه رياضياتو ته توجه هم کوي؟ ولي د رياضياتو اړيکه يا تړل داقتصادي مسايلو سره دتوجه وړ نه بولي؟ چې په حقيقت کي دملک بنيادي او پرمختګ لار هم اقتصاد ته رشد ور کول او په ماهرانه او علمي ډول يې هراړخيزه مطالعه دارزښت منو کارونو څخه شميرل کيږي. همدارنګه د دوولسم ټولګیو دفارغانو د اقتصاد پرمختګ او د دوۍ داقتصاد په پر مختګ کي دریاضي موضوعاتو دګټي اخستني موضوع دتوجه وړ او له مهمو مسایلو څخه ګڼل کیږي.
خوکه چيري ښوونکي دې مسئلې ته توجه وکړي چې رياضيکي مسايل داقتصاد سره په څه اندازه تړاو لري؟ او دزده کوونکولپاره په روزمره ژوند کي په کومه اندازه دګټي اخستني وړدي؟ نو داکار به له يوې خوا د ریاضي مضمون دشاګردانو لپاره په زړه پوري کړي او دبلي خوا به ددوۍ لپاره دامضمون په عملي چاروکي دتطبيق وړ وي او وبه کولاي سي چې په ښه ډول سره دامضمون په خپلو ورځنیو عملي چارو کي وکاروي. داچې ولي ښوونکي ودي موضوع ته چې څنګه کولاي سو رياضيات په عملي ډول وکاروو، په روزمره ژوند کي یي تطبیق کړو او رياضيکي مسايل داقتصاد سره څومره تړاو لري توجه نه کوي يوه مهمه تعليمي مسأله ګڼل کيږي. بنآ په دي څیړنه کي دلښکرګاه ښارد دوولسم ټولګيو فارغانو داقتتصادي وضعيت په پرمختګ کي درياضي موضوعاتو دکاروني اندازه معلومولو موضوع انتخاب او په دي اړه څیړنه ترسره سوه.
 دڅیړنې ارزښت
    ددې څیړنې ارزښت په دي کي دی چې دا اوس زده کونکو اوښوونکوته درياضياتو دکاروني په اړوند په اقتصادي مسايلوکي معلومات موجود نه دی او درياضي څخه استفاده کول دوۍ په ښه ډول نه دي احساس کړي. ددې څیړني داجراکيدو وروسته به ټولو داقتصادي چارو کارکونکو، شاګردانو او استادانو ته داجوته سي چې رياضيات د دوۍ دژوند يوه پراخه حصه په برکي نيسي. درياضي دارزښت او اهميت په اړه به ورته جوته سي چې ددوۍ دژوند ټولي چاري درياضياتو په علم پوري تړلي دي اوکوم موضوعات چې دوۍ په روزمره ژوند کي ور سره مخ کيږي هغه ټولي اقتصادي چاري درياضي سره تړلي دي.
ددې څیړنې نتايج به وکولاي سي چې درياضياتو د مضامينو دعملي کاروني او خپله دریاضي د مضمون ارزښت وښونکو اوزده کوونکو ته واضح کړي ترڅو په آينده کي  دشاګردانو لپاره دامضمون په زړه پوري سي او ددوۍ پرزده کړه به تاثيرولري. ترڅوپه اينده کي وکولاي سي ددې مضمون دنظري زده کړي ترڅنګ دعمل په ساحه کي هم تطبيق کړي او همدارنګه به د دوولسم ټولګۍ فارغانو ته روښا نه سي چي په اقتصاد کي دریاضي څخه ګټه اخستل کیږي. 
دڅیړنې موخې
     ددې څیړني اصلي موخې په لښکرګاه ښار کي د دوولسم ټولګۍ دفارغانو په اقتصادي
پرمختګ کي درياضي دمضمون څخه داستفادې کولو اندازه معلومول دي. ولي دې موخي ته رسيدل  هغه وخت ممکن دي، چې دڅیړني ټول ممکنه شرايط مساعد او دڅیړني په ساحه کي ټول موانع له منځه ولاړ سي او هيڅ ډول مشکل موجود نه وي ترڅو  د څیړني مخنيوي وکړي او په ساحه کي عملآ دڅيړنې لپاره اقدام وسو؛ دڅیړنې د شامیلینو څخه اطلاعات را ټول کړل سوه او په پایله کي هغه ارقام تحليل او تجزيه سوه، نو په همدې ترتیب دڅیړني موخې په لاس را وړل سوي.
عمومي موخه
دلښکرګاه ښارد دوولسم ټولګيوفارغانو داقتصادي وضعيت په پرمختګ کي درياضي موضوعاتو دکاروني اندازه معلومول دي.
فرعي موخې
1. داپيداکول چې د دوولسم ټولګۍ دفارغانو په اقتصادي رشد کي رياضي څومره داستفادې وړ ده.
2. دامعلومول چی په پولي او اقتصادي چارو کي درياضيکي معلوماتو څخه دکار اخستلو اندازه څومره ده.
3. په پولي او اقتصادي چارو کي درياضيکي مهارتو او معلوماتو څخه  دګټي اخستني دکچي معلومول.
   دڅیړنې پوښتنې
 لومړی کلدي پوښتنه
- ترکومه  حده رياضيکي معلوماتو ستاسو داقتصاد په پرمختګ کي مرسته کړي؟
     فرعی پوښتنې
1. د رياضيکي مهارتونو څخه ګټه اخستل په اقتصادي مسايلو کي ستاسو سره ترکومه حده مرسته کوي؟
2. په اقتصادي معاملو کي درياضي څخه په استفادې کولو سره څومره وړ تیا ترلاسه کیږي؟
3. درياضي علم او معلومات داقتصادي موضوعاتو سره څومره تړاو لري؟
     دوهمه کليدي پوښتنه
- د فارغانو اقتصاد درياضي په مرسته ترکومه حده پرمختګ کړی دی ؟
فرعی پوښتنې
1. فارغان څومره خپلي معاملي درياضي په مرسته ترسره کوي؟
2. دفارغانو داقتصادي وضعيت ترقي څومره درياضي سره ربط لري؟
3. رياضي څومره کولاي سي چې دفارغانو اقتصادي چاري ګړندۍ کړي؟
     دريمه کليدي پوښتنه
- رياضيکي علم او معلومات په اقتصاد کي څومره د تطبيق وړ دي ؟
فرعی پوښتنې
1. په اقتصادي چاروکي درياضي څخه استفاده کول څومره مؤثريت لري ؟
2. پرته دریاضي څخه به دفارغانو په اقتصادي چارو کي څومره ستونزي وای؟
3. ولي دریاضي څخه پرته دفارغانو اقتصاد پرمختګ نسي کولای ؟
    څلورمه کلیدی پوښتنه
- فارغان دریاضي دلږ پوهیدو په صورت کي له کومو ستونزو سره مخامخ کیدای شي؟ 
فرعي پوښتنې
1. ترکومه حده دریاضي په مرسته اقتصادي ستونزي حل کیدای سي؟
2. داقتصادي چارو په کومه برخه کي د ریاضیاتو څخه ګټه اخستل کیږي؟
3. دکومو لاملونو په وجه دریاضي څخه ګټه اخستل ارزښت لري؟

 

 

 

 

 


مخــیـنـه
    څرنګه، چې دڅیړنې موضوع ( دلښکرګاه ښارد دوولسم ټولګيوفارغانو داقتصادي وضعيت په پرمختګ کي درياضي موضوعاتو دکاروني اندازه معلومول دي) نو په دي اړوند کومي څیړني ونه ليدل سوي داچې په هلمند کي ترسره سوي وي ترڅو معلومه سي چې ايا د دوولسم ټولګۍ دفارغانو په اقتصادي پرمختګ کي رياضي کوم رول لري که نه؟ ولي کولای سو، چې دځيني کتابو نو څخه کوم چې په اقتصاد پوري تړلي او رياضيات يوه خاصه اړيکه او رابطه ورسره لري يعني په اقتصاد کي دريا ضيکي موضوعاتو کارونه اوهمدارنګه د ځیني نورو اقتصادي کتابونوڅخه چي داقتصاد په علم پوري تړلي دي کار واخستل سو،  ددي څخه  په ګټي اخستني، دا څیړنه غنی او بشپړه سوه، چې په لاندي ډول يې د ځيني موضوعاتو يادونه کيږي.
     محيبي کريمه (۱۳۹۲) وایي چه که چيري دوه يا څونفره داقتصادي کارمندان خپلي سرمايې سره يو ځاي او په تجارت پيل وکړي کومه نفع يا تاوان چې د تجارت څخه حاصليږي د دوۍ د سرمايو په نسبت د دوۍ په منځ کښي تقسيم کيږي چې په نامه د مشارکت يا ديږي. په مشارکت کي لاندي څو حالته وجود لري. هغه حالت چې د شريکانو سرمايې مساوي وي اما وخت د شراکت يې فرق ولري پدغه صورت کي نفع او تاوان د وخت په نسبت تقسيم کيږي. بعضي او قات دسرمايي او د شريکانوپه منځ کي دکاروخت يود بله سره فرق لري په دي حالت کي نفع او تاوان نظر و سرمايې اودکاروخت ته تقسيم کيږي. مثال : احمد او محمود په سهميه سره د ۴۸۰۰۰ او ۶۴۰۰۰ افغانۍ په مشترک ډول سره سرمایه په کار اچوي که چيري دوۍ ۲۴۵۰۰ افغانۍ ګټه وکړي د هريوه فايده معلومه کړۍ . نسبت د سرمايو د دوۍ ۳او۴دي اوس ۲۴۵۰۰ افغانۍ د دوۍ د سرمايو پرنسبت تقسيم کیږي. په لمړي قدم کي د سرمايو نسبتونه یعنی ۳ او ۴ سره جمع کیږی چی مجموعه دنسبتونو يي ۷ ده. اوس دهغوۍ ګټه پر حاصل دنسبتونو یعني ۷ ويشو وروسته دتقسیم یي حاصل دهر یوه دسرمایی په نسبت یعنی ۳ او ۴ کی ضربوو چي په نتیجه کی به داحمد ګټه ۱۰۵۰۰ افغانۍ او دمحمود ګټه ۱۴۰۰۰ افغانۍ سي.  یوه د ټوکرانو دوکاندار (بزاز) ته یو مشتري (رانیونکی) را غي غواړي چي دنوموړي بزاز څخه یوه اندازه ټوکران را نیسي داسړي غواړي چي ۱۲ متره تکه واخلي که تکه متر په ۳۰۰ افغانۍ وی نو دنوموړي سړي څخه باید دا دوکاندار څو افغانۍ واخلي؟ څرنګه چي ددی موضوع دحل لپاره یوه اندازه ریاضيکي عملیات (ضرب، او تقسیم ) ته ضرورت دی نو وروسته دعملیاتو داجرا څخه به دنوموړي سړي څخه دا دو کاندار ۳۶۰۰  دري زره شپږ سوه افغانۍ واخلي. واضح خبره ده کومه ګټه چی په پورته معامله کي نوموړو د اقتصادي چارو کار مندانو کړي ده  د دوۍ په منځ کي دریاضي دعلم او معلوماتو په اساس وویشل شوه نو روښانه شوه چي دا کار خپله داقتصاد په پیشرفت او پرمختګ کي دریاضي رول او ونډه ثابتوی اوهمدارنګه دامعلومه سوه که ریاضي داقتصا دي موضوعاتو سره ملګري نه وی نو هغه چاري په جلا او مستقل ډول پرمختګ نه سي کولاي. ولي که چیری دنوموړو تجارانو ریاضي نه واي زده نو دوۍ به نه شواي کولاي چي خپل په منځ کي خپل پولي حسابونه تصفیه او دهر یوه ګټه یا تاوان معلومه کړی چي په نتیجه کی همدا ریاضي ده چي ددوۍ اقتصادي چارو ته بقاور اودوام ور بخښي.
      دنن ورځي ریاضیات چي څوکاله مخکي دپرمختللو ریاضياتو په نوم تلقي سوي وه هغه ریاضیات دنن ورځي  داقتصاد دعلم دتشریحي ژبي په نوم یادیږي. ریاضیات داقتصاد په ټولو برخو اوښا خو کی مهم رول او ونډه لري. نن ورځ به ډیر کم اقتصاد دانان موجود وي چي وکولاي سي دریاضیاتو دکاروني څخه دبحثونو په تشریح او اقتصادی مسایلوکی خاصتآ داقتصاد په نظري موضوعاتو کي چي په حقیقت کی په دغه رشته کی داقتصاد سنجولو او بررسي کولو پایه ده ځان دریاضي څخه بي ضرورته وبولي.  بنا پردي اقتصاد ریاضیا تي نه سي کولاي چي داقتصاد دنورو عمومي بخشونو په څیر دریا ضي څخه دیوه جلا او مستقل، بین المللي علم په ډول د اقتصاد په برخه کي څرګند کړي. بلکي دهغه څخه باید داقتصادي مسایلو او پد یدو دتحلیل او تجزیه کولو دوسایلو په توګه کار واخستل شي.
        په اقتصاد کي داقتصادي ریاضیاتو اهمیت او ارزښت: په اقتصاد کي د ریاضيا تو څخه استفاده کول، الف-  ریاضیکي اصطلاعات اوعبارات په اقتصادي محاسباتو کي دقیق والی راولي خو ډیرکم لاره ورکونکي دي. ب-  دریاضي ژبه کولایسي چي ډیر مغلق او پیچلي اقتصادي بیانونه، بحثونه درک او اسانه کړي. ج-  ډیر اقتصا دي متغیرونه د کمي ماهیت لرونکي دي چي دریاضي وعلم ته ضرورت لري او دریاضي دعلم په مرسته تحلیل کیداي سي.  د- یو اقتصادي انسان په حقیقت کي یو ریاضي دان دی ددی علم په مرسته او دریاضي دکاروني په صورت کي کولای سي چي په اقتصادي تصمیم نیونه، داقتصادي ارقاموپه تحلیل او تجزیه کي، اقتصادي ریاضیاتي  مقایسه کولو کي  داقتصاد سنجوني سره او داسي نورو اقتصادي مو ضو عاتو کي کار تري واخلي. ذ-  دریاضیاتو کارونه په اقتصاد کي دریاضیاتو دعلم دپراخوالي او توسعي سبب سوي. ر- دریاضیاتو کار ونه په اقتصاد کي ددی سبب سوي چي اقتصاد دانان دخپل اقتصادي نظریاتو دارا یه کولو لپاره دریاضي څخه کار اخلي  نو ځکه ریاضي د اسبابو او وسایلو په توګه معرفي کوي. اقتصادي ریاضي په اقتصاد کي یوه جلاښاخله ده داقتصاد سنجي یا اقتصاد سنجوني په نامه مګر ریاضیات اقتصادي د اقتصاد په علم کي لکه کوچنی اقتصاد یا لوي اقتصاد جلا بخش نه دی بلکه اقتصادي ریاضي دیو تحقیقي اسبابو او ابزار په شکل او داقتصادي نظریو د اریه کونکي ژبی په نوم یادیږي.
چي دپور ته تشریحاتو څخه دریاضي دعلم ارتباط داقتصاد دعلم سره په ډاکه څرګندیږي او دا ښيي چي داقتصاد دعلم او اقتصادي چارو پیشرفت او پرمختګ په جلا ډول ممکن نه دی؛ ځکه دا دوه علمونه یو د بل سره تړلي دي؛ خاصتآ ریاضي څخه د اقتصاد جلاوالي بي مفهومه او بي معنا دي یعني که داقتصاد دعلم او اقتصادي معاملو سره ریاضي ملګري او یو ځای نه وي نو هغه اقتصادي چاري به له سقوط سره مخامخ وي، ولي که سقوط نه وي نو رشد او زیات پرمختګ په اندازه چي ښایی، نه شي کولای.
 http://fa.wikipedia.org/wiki
        موحد، حبیب الله اوسمسور، حکمت الله(۱۳۹۰) یواقتصادی کارمند دګټي لپاره یوموټر رانیوی د موټر بيه ۱۲۰۰۰ دالره ده. ديو کال ګټي اخستني څخه وروسته د موټر بيه کي   ٪ ۱۰ کمښت راځي او د دوهم کال په تيريدلو سره د موټر په بيه کي ٪ ۱۵ کمښت راځي. نو معلومه کړۍ چي نوموړي تا جر به دوه کاله وروسته څو تا وان کړی وي؟ څنګه چي د لومړي کال تنزيل ٪ ۱۰ دی نوترریا ضيکی  عملیاتو وروسته ليکلاي سو چې ۱۲۰۰ ډالره دلومړي کال تنزیل دی چي دموټر دقیمت څخه منفي کړل سي دموټر بیه دلومړی کال تیریدو څخه وروست ۱۰۸۰۰ ډالره کيږي. او د دوهم کال ۱۵ فیصده تنزيل محاسبه کولو وروسته۱۶۲۰ ډالره  د موټر پاته قیمت یعني ۱۰۸۰۰ څخه تفریق شي نو د دوهم کال په تيريدو سره به د موټر بيه اصلي قيمت په لاس راشي په نتيجه کي ويلي شو چې وروسته تر تيريدلو د دوهم کال به د موټر بيه ۹۱۸۰ دالره وي چي کله یي دموټر دلومړی قیمت څخه منفي کړو نو وینو چي دي تجارپه خپله معامله کي ۲۸۲۰ ډالره تاوان کړی.
    د ۲۰ کارتنه شيدو د رانيولو له پاره ۷۰۰۰ افغا نۍ د ٪ ۴ فيصده کميشن په ورکولو سره محاسبه کړۍ د کميشن دورکولو مخکي او وروسته د پيسو مقدار معلوم کړۍ. د کميشن څخه په استفادې سره چي یوه ریاضیکی موضوع ده و پورته سوال ته په دي ډول سره ځواب ویلای سو. کله چي داتجار وخپل مشتري ته په هرو سلو روپو کي ۴ افغانۍ کمیشن ورکړی نو د ۷۰۰۰ افغانیو ۲۸۰ افغانۍ کمیشن کیږي کله چي ۲۸۰ افغانۍ د۷۰۰۰ افغانیو څخه منفی کړو نو نوموړی تجار به دخپل مشتری څخه ۶۷۲۰ افغانۍ واخلي. دپورته مسئلي دحل څخه وروسته روښانه شوه کومه ګټه یا تاوان چی په پورته معاملو کي نوموړو د اقتصادي چارو کار مندانو کړي دي  ددوۍ په منځ کي دریاضي دعلم او معلوماتو په اساس روښانه شوه چي دا کار خپله داقتصاد په پیشرفت او پرمختګ کي دریاضي رول او ونډه په ښکاره ډول ثابتوی. ولي که چیری دنوموړو تجارانو ریاضي نه واي زده نو دوۍ به نه شواي کولاي چي په خپل منځ کي خپل پولي حسابونه تصفیه او دهر یوه ګټه یا تاوان معلومه کړي، په نتیجه کی همدا ریاضي ده چي ددوۍ اقتصادی چارو ته دوام ورکوي.
     رياضي اودهغې اوسني ډېرمفاهیم دبشري ټولنې دپیلي دوسره سم منځ ته راغلي. یانې کله، چې دځمکې پرسردانسان ژوند پیل شودهمغه وخت سره سم حساب اوشميرنه هم پیل شوه. ځکه چې دا دژوند هغه اړتیاوې دي، چې له آدمه تردې دمه انسان ورته اړتیالري. هغه وخت چې علومواوفلسفې په یونان کې وده اونمووکړه ریاضي هم په همغه وخت کې دیو علم په توګه دیوناني پوهانو اوعلماوو لخوا تدریس کیږي اوریاضي دومره مهم اوضروری علم وو، چې په هرچایې زده کړه لازمه ګڼل کي ده. آن تردې چې ارسطودخپل ښونځي په دروازه نوشته کړي وو، چې «هغه څوک زموږتدریس ځای ته راځی، چې ریاضی يي نوی زده» په اسلامی عصرکې هم ریاضي ضروري علم وو، چې دنوروعلوموترڅنګ به وړوماشومانواوزده کوونکوته تدریسي ده. بیاکله چې دعباسي خلافت په «مرحله» کې هرعلم ځان ته خپله اصلي بڼه غوره کړه دهرعلم اصول اوقواعد وضع شول، دریاضي په برخه کې هم د ډېرو مسلما نانوعلماوولخوا څيړنې وشوې، اصول اوقواعد یې کښي ښول شوه اودنورو علومولکه علم تفسیر، علم حدیث، فقه، فلسفه، نجوم، جغرافیه ... په کتارکې ودرېده. داسلامی نړۍ په ډېروبلکه په ټولوعلمي مرکزونولکه د بغداد، یمن، کوفې، بصرې، سمرقنداوبخاراکې تدریسي ده اوپدې ډېرعلما اوپوهان شهرت لري، چې دهغوڅخه محمد خوارزمي اوابن ماجه نومونه یادولای شو اودمحمد بن موسی فورمول خولاترننه دهمده په نامه شهرت لري. نوپه دي اړه سوال پیدا کیږي چي ایا داڅنګه علم اوڅومره مهم دی؟ ریاضي هغه علم دی، چې په اعدادو، ارقامواوشمیرلوپورې اړه لري اود اهمیت په هکله یې لاندې معلومات وړاندې کوو. رياضي دطبيعت ژبه اودهغه معنوي انځوردی چې د ډېروعلومولکه طبيعي علوم، ټولنيزعلوم او اقتصاد، ارواپوهنه، دفلک اونجوم علم، دميراث علم اودېته ورته نوروعلوموسره نه بلي دونکي اړيکي لري اوپه ډېروځايونوکې يوپربل تکيه کوي. دساينس اوتکنالوژۍ په برخه کې ټول هغه اختراعات، ابتکارات اونوښتونه، چې تردې دمه دبشريت په برخه شوي دي پدې ټولوکې درياضي لويه اورغنده ونډه موجوده ده. همدارياضي ده، چې دانساني ژوندسراوپاي يې معلوم کړي، دانسان ژوندته يې پاملرنه کړېده دانسان له زيږېدوڅخه ترمرګه يې دهغه ژوندمعلوم اوبرخوویشل شوی لکه ثانیه، دقيقه، ساعت، ورځ، اونۍ، مياشت اوکال لس کاله یا لسیزه یا دوه لسیزې...  اودهمدې په مټ سړی کولای شی دخپلوستونزو اندازه ګیري وکړي چي تر دي اندازي دستونزو دحل لپاره کارول کږي. څرګنده ده، چې دپوهي دلواوپوهولويواځنۍ وسيله ژبه ګنل کيږې، چې دژبې په وسیله دټولنې عادتونه، رواجونه، کلتوربیان واڅرګندېږې دابه ناسمه نه وي که ووایو چې رياضي دټولنې ژبه اومنطق بلل کيږې، ځکه که چيرې دکوم بل هيواد سړي ېوې داسې ټولنې ته لاړشي چې نوموړی دهغوۍ په ژبه نه پوهيږې اوله ده سره ترجمان هم نوي نوداشاري په کولوسره ديوشي اخيستل کولي شي اوهغه قیمت ورته ورکوي کوم چې له اخيستونکي څخه مطلوب دی. دايواځې درياضي په اشاره سره کولی شي اوهمدارنګه د مروجوپيسوپيژندنه هم درياضي په وسيله سره کولاي شي لدې څخه معلوميږې، چې رياضي د افهام اوتفهيم ژبه، اودپرمختګ ژبه ده ديني معنوي چارې ټولې درياضي په وسيله سره په وړاندې ځي په ديني لحاظ سره ويلاي شم، چې کله د وخت پيژندلونيټه معلومه کړې نوبايددرياضي په وسيله سره يې معلومه کړواوکه غواړو دلمانځه درکعتونوشميره معلومه کړو، نودرياضي په مرسته يې معلومولی شو. د بيلګې په توګه دسهارڅلوررکعته لمونځ دي دوه، يې فرض اودوه يې سنت، خوکه له رياضي څخه کاروانه خيستل شي درکعتونوشميره او تعداد به څنګه وپيژندل شي اوکه درکعتوشميرراته معلوم نه شي دالمونځ به څنګه قبليږې؟ همدغه ریاضي ده چې رکعتونه یې پيژنو، دلمانځه وخت معلوموو، اوپدې سره لمونځ هغومره سم راځی څنګه چي اسلامي شریعت امرکړی دی. که خبره په اسلامي احکاموکې لږنوره هم ورداخله کړو دروزې مبارکي وخت اوموده، دحج وقت اوموده، دزکات اندازه او دمیراث ویشل چي يوه شرعي لاراواحکام غواړي  داټول په ریاضي سره معلوميږې. یواځې دریاضي په مټه کولای شو دغه احکام په سمه توګه اداکړو.  لدې ټولوڅخه څرګندېږې، چې درياضي زده کړه ډېره اړينه ده ځکه دشریعت ټول احکام پدي سره معلوميږې اوددې ترڅنګ ریاضي دټولنې ژبه ده، ځنې پوهان بيا وايې، چې رياضي د فرايضوڅخه ګنل کيږې اوځنې نوربيادټولنې دطبيعت ژبه ورته وايې، چې پدې هکله نوميالۍ رياضي پوهه ګاليله وايي:    « رياضي دطبيعت ژبه ده، چې انسانانو دپيداکيدوله پيله لدې سره آشنا يي پيداکړېده اونن سبا، چې دساينس اوتکنالوژۍ په نړۍ کې کوم اکتشافات شوي دي، داټول درياضي په نيغه مرسته ترسره شوې دي.»
http://sporghay.com
    حلیمزی، سراج الدين (۱۳۹۳) ګټه اوتاوان په هره معامله کي چي داخستلو قیمت دخرڅلاو دقیمت څخه کم وي نو ددوۍ تر منځ تفاوت ګټه ده، برعکس که داخستلو قیمت د خرڅلاو دقیمت څخه لوړ وي نو ددوۍ تر منځ تفاوت دتاوان په نوم یاديږي. مثلآ که دیوه جنس قیمت ۴۰۰ افغانۍ وي او د خرڅلاو په وخت کي د نوموړي جنس څخه ۵٪ ګټه ترلاسه شي نو په نوموړي جنس کي به څو ګټه تر لاسه شوي یي؟ څرنګه چي دذکرشوي جنس په هرو سلو افغانیو کي ۵ افغانۍ ګټه ترلاسه شوي ده نو په څلور سوه افغانۍ کي ۲۰ افغانۍ ګټه کیږي نو په نتیجه کي ویلای شو چي وروسته دخرڅلاو څخه په جنس باندي ۴۲۰ افغانۍ چوړي سوي دي. څرنګه چي په پورته معامله کي دجنس دګټي دمعلومو لو لپاره دریاضي د فورمولونو څخه کار اخستل شوی دی نو دا معلومه شوه چي ټولي اقتصادي معاملي دریاضي څخه پرته پرمختګ نه شي کولای.
      ویلای شو  چي درياضي له پوهې پرته نه شوکولاي د طبيعت په اسرارواو رازونوپوه شو. نوله همدې کبله وايو چې ریاضي دټولوعلوموترمنځ د ارتباط کړۍ ده اوپه اوسني عصرکې دعلم اوپوهې هرې درسي برخې ته د لاس رسي يوازنۍ لاره ده. رياضيات داعدادو او ارقاموعلم دی درياضي په وسيله دهرڅه اندازه معلوميږې اوهمدارنګه کولاي شودطبيعت هرډول تغيراتواوبدلونولپاره درياضي په وسيله فورمولې جوړې کړو اودساينس په اختيارکې يې ورکړو. څرګنده ده چې ټول اعداد، کميتونه، شکلونه، جسمونه اوديته ورته مفاهيم درياضي په ژبه ښوول کيږې اوتشريح کيږې اوساينس درياضيکي قوانينو، پيژندلوپرته دهيڅ شي تحليل اوشننه نه شي کولاي. رياضي دژونددټولوچارودحل لاره لري اودټولنې هروګړی ورته ضرورت لري اوځینې نوربيا درياضي څخه پرته ژوند نشي کولي په لاندې کرښوکې ریاضي ته دټولنې دوګړو اړتیاوې ذکرکوو چې هريود خپل وضعیت سره سم درياضي علم ته ضرورت لري، د بيلګې په توګه:  بزګردرياضي څخه په استفادې سره دامعلوموي چې څومره تخم په يوه معينه ټوټه ځمکه کې وکري، کله اوبه ورکړي اوڅومره وخت وروسته يې بيرته حاصل ترلاسه کړي. اوپه همدې ترتیب په رياضيکي مفا هیمو سره دخپل کارپايلې اوګټې معلوموي. تجاراوهټیوال خپلې ورځني راکړې ورکړې، ګټه او تا وان د رياضي په مرسته تر سره کوي او معلوموي. او خپل جنسونه چې کله پلوري او يا يې اخلي دهغوي محاسبه درياضي په مرسته ترسره کوي. انجینر د نقشی په سکښته او طرحه کې په لوړه کچه له ریاضي څخه ګټه اخلی؛ یواځی دریاضي علم دی چې له هغه سره دیوې نقشی په سکښته، طرحه او اندازه کولو او اړونده اړتیاوو او حسابولو کې مرسته کوي. دیوې ښکلی ودانۍ هره برخه د ریاضي له خوا محاسبه کیږی او د ودانۍ خاوند انجینر ته دخپل کار پایله په لاس ورکوي. ډاکتر او روغتیا پال دبدن تبه، درد، فشار، دزړه ضربان او داسې نور د ریاضي په مټه معلوموی او د ځان له پاره بشپړه پایله تر لاسه کوی او دهمدې معلوماتو په رڼا کې ناروغ ته ددرملو اندازه، ارزښت او وخت ټا کي. موټر چلونکی هم دموټر دتیلو لګښت، دموټر سرعت اومسافه او دې ته ورته نور څیزونه دریاضی په مرسته معلوموي. ترکاڼ هم دخپل کار په هره شیبه کې دریاضي مفاهیمو او اعدادو ته اړتیا لری. په همدې ریاضي سره دروا زه، کړکۍ، المارۍ او دمیزاړخونه او داسې نورو ته براورد کوی. په دښته او بیابان کې شپون ریاضي ته اړتیا لری تر څو دخپلې رمې شمیره معلومه کړی، خپلو میږو، پسونو او بزو اندازه معلومه کړي اوخپله مزدوري معلومه کړي. باغبان دخپل باغ د مساحت معلومولو، دونو شمیره، د اوبولو وخت، له باغ څخه لاسته راغلی میوې او د هغو پلورنه او داسې نورټول د ریاضي په وسیله ځانته معلوموی. دسوداګر او اقتصادي کار مندانو ټول کار له ریاضي سره تړلۍ دی د پانګې له اچولو له پیله آن تر سوچه ګټې تر لاسه کولو پورې ټول حسابونه په ریاضي پوري تړلي دي. سوداګر او تاجر ته باید دا معلومه وی. چې څومره پانګه یې اچولی، واردات، صادرات او تولیدات څومره دی. څومره اندازه ګټه یې تر لاسه کړی او څومره زیان او تاوان ورته اوښتی. تجار او داقتصادي چارو کار مندان دریاضي سره دومره زیاتي او نه بیلي دونکي اړیکي لري چي دسوداګریز ژوند ټول موضوعات یي په همدي ریاضي پوري تړلي دي. حتا که دتاجر او اقتصادي چارو کار مندان ده ریاضی په مفاهیمو او معلوماتو بلدیت ونه لري، په تجارت کي یي دزیات نقص احتمال موجود دی، ځکه دوۍ نه شي کولای چي خپله ګټه او تا وان په ښه ډول سره معلوم او محاسبه کړي او په دي باندي دوۍ تر هغه وخته مطمین نه دي چي ایا په ګټه کي مخته دي او که په تا وان کي روان دي تر څو دریاضي په اړه معلومات ونه لري. که لدې څخه لږ نور هم ورتیر شو وبه ګورو چې دا لوتکی پیلوټ هم هر څه په ریاضي حسابوی. نور خو یې لا پر ځای پریږده آن هوایی کرښه یې هم په ریاضيکي مفاهیموولاړه ده. قصاب هم په خپل ورځینی کار او بار کې په لوړه پیمانه ریاضي ته اړ دی د ریاضي په وسیله دخپل کار ورځنۍ ګټه او لګښتونه معلوموی.
     لنډه دا چې هیڅ داسې څه نشته چې ریاضي دي په هغه کې ونډه ونه لري. دښوونکو له پاره دریاضي زده کړه خورا مهمه او دارزښت وړ ده، ښوونکی په هره برخه کې چې تدریس کوی باید د ریاضي په هکله پوره معلومات ولری، ښوونکی دخپل کلنی، څلورمیاشتني او ورځنی درسي پلان په جوړولو کې ریاضي ته زیاته اړتیا لری.  دبیلګي په توګه هغه باید دکال درسي ورځی معلومي کړي، رخصتۍ او نوري هغه ورځی چې درس نه په کې ویل کیږی منفي کړي، بیا ددرسي کتاب پاڼې وشمیرې په اونۍ کې درسي ساعتونه معلوم کړي اودهردرسي ساعت اندازه معلومه اودهغې په رڼاکې دځان لپاره کلنۍ درسي پلان جوړ کړي یامیاشتنۍ پلان جوړکړي. دخپلوزده کوونکووړتیااولیاقت اندازه کړي اوهریوه ته دخپلي وړ   تیاسره سم نمري ور کړي.  پدې سره دخبرولمن رانغاړو، چې ریاضي خورامهم اوجامع علم دی، له نوروټولوعلوموسره نيغې اړیکې لري اوډېرعلوم دریاضي پراساس ولاړدي اوریاضي یې مهمه برخه ده له بلې خوا ریاضي په ورځني ژوندکې ډېره مهمه اوهرسړی دخپل وضعیت سره سم ودې علم ته اړتیالري. هيڅوک داسې نشته اونه داسې ورځ شته، چې په هغې کې دریاضي اودهغې له مفاهیموڅخه استفاده ونه شي. له همدې ځایه وایو، چې ریاضي په پوهنیز ډګرکې ډېرمهم مضمون دی لومړی باید ښوونکي په ریاضي صحي پوه شي اوبیایې زده کوونکوته په عملي ډول وښیي هغوی له ریاضیکي اعدادو، ارقامو اومعادلو سره په عملي ډول آشناکړي اوداټول مفاهیم یې په ذهن کې په عملي دول سره کښینوي. http://sporghay.com
    دوديال محمد بشير (۱۳۹۱) اسانه محاسبه  پر عايداتو باندي د مالياتو قانون، د افغانستان اساسي قانون د حکم له مخي نافذ شوی دی. د مالياتو د قانون په لمړۍ ماده کي په دي هکله داسي ويلي شوي دي.  لمړۍ ماده دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون د دوه څلويښتمي مادي دحکم له مخي د مالياتو د ټاکني او د هغود ورکولو په هکله وضع او جوړ شوي دي په دغه قانون کي د هيواد ټول اتباع ، تشبثات ، موسسات، شرکتونه او نور د ماليې په ورکولو مکلف ګنل شوي دي ، په دي شرط چې د ماليې د ورکولو د شرايطو لرونکي وي.
د ماليې د اخستو په هکله ښکاره خبره ده چې ماليه د کال په ترڅ کي اخستل کيږي ، په دي هکله د مالياتو قانون داډول حکم کوي.  دريمه ماده: پرعايداتو باندي ماليات په هرمالي کال کي دهر شخص، سهامي شرکت، محدودالمسوليت شرکت او نور حکمي اشخاصو د ماليې وړ عوايدو څخه اخستل کيږي. دیا ر لسمه ماده: لاندني ترلاسه کيدونکي عوايد د ماليي د ورکولو تابع دي. معاش، مزد، فيس، کميشن، دټولو تجارتي او صنعتي معاملاتو دعوايدو مجموعه .
د منقول او نا منقول ملکيتونو دخرڅلاوڅخه ترلاسه شوي عوايد. پولي تکيت، د ونډو ګټي، کرايه، حق الامتيازونه، جوايز، مکافات، د قرعه کشی او بخشش ګانو له وجهي عوايد. د تضامني شرکت له عايد څخه د شريکانو ونډه. د کار، پانګي او نورو اقتصادي فعاليتونو څخه ترلاسه شوي عوايد. موږپه پخوانيو بحثونوکي وليدل چې د ماليي ورکول د يوهيواد د اقتصادي بنسټ د پياوړي کولو لپاره د هغه د اوسيدونکو او اتباعو يوه مهمه دنده ده.  په قانون کي د ماليي ورکول په ډير څرګند ډول سره ښودل شوي دي او پدغه کار باندي ډيرتاکيد شوي دي. یومامور ۲۴۰۰۰ افغانۍ معاش لري چي ۱۲۵۰۰ افغانۍ دنوموړي مامور په معاش کي دمالیي څخه معاف دي دپا ته روپو دمالیي مقدار څوکیږي؟ څرنګه چي دمالیي وړ معاش ۱۱۵۰۰ افغانۍ دي او په هرو سلو روپو کي لس دولت ته ور کول کیږي نو دټو لو روپو مالیه ۱۱۵۰ افغانۍ ده. په نتیجه کی پورته قضيه دریاضي دعلم په مرسته حل اوفصل شوه چي داکارخپله ددي خبري دښه ثبوت دلیل کیداي سي چي ریاضي دپولي او اقتصادي مسایلود حل لپاره یوه ښه او مهمه وسیله ده نو ویلای سو چي داقتصاد پرمختګ د ریاضي
 په علم پوهي او مهارتو نوپوري تړلي دی.
        کارل فرید ریک، ګاوس Gaus الماني عالم او لوۍ ریا ضي پوه چي دده د ډیروتحقیقاتو او لاسته راوړنو له سببه ورته دریاضي پلارهم ویل سوی دی اوهمدارنګه ګاوس  Gaus ته د «شاهزادهٔ ریاضي ‌دانان» لقب ورکړسوی وو همدارنګه ګاوس  Gaus ریاضي ته د «ملکهٔ علوم» نوم ور کړی وو. ګاوس  Gaus  په ۱۷۷۷ کي په ښهریاتو کي زیږید لی دی دده په وینا د موریي دده دتولد دقیقه ورځ نه وه پیاد فقط دومره پو هید له چي د چهار شنبي ورځ وه. ویل کیږی چي د ده سرشاره هوش او هوښیار توب هغه وخت روښانه سو چي ګاوس  Gaus دري کلن وو او پلار یي خپل مالي محاسبات دکاغذ پرمخ کول او اشتباه ور څخه وشوه او دده په خوله یي صحیح کړه. یوه بله قصه چي د ګاوس  Gaus دتیز هوش په اړه ویل سوي دي دده استاد او لار ښود په مدرسه کي دشاګردانو دسرګرمۍ لپاره وهغو ته وویل چي د ۱ څخه تر ۱۰۰ پوری عددونه سره جمع کړی ګاوس  Gaus ډیر کوچینی وو په څو ثانیو کي یي درست او سم جواب ور کړ او دریاضي دیو حیرانونکي عملیي څخه یي کار واخسته چي دنن ورځي داقتصاد دعلم په ډیرو برخو اودمالي مسایلو په محاسباتوکي دا ریاضیکي عملیات په زیاته اندازه کارول کیږي. پورته معلومات ددي څرګندونکي او داثبات دلیل دی چي ریاضیات د اقتصاد په پرمختګ کي زیات رول لري.
http://mathematicsrole.blogfa.com
دوست، محمد انور (1382) که په اروپاکي د علوموانکشاف او پرمختګ په نطر کي ونیسو، لیدل کیږي چي په وسطي قرن کي  ټول علوم دیوه مجموعي علم په توګه تر مطالعي لاندي نیول کیده. ددي خبري عمده علت دا وو چي هغه وخت علومو انکشاف نه وو کړی، دهرعلم ساحه محدوده وه. ولي دوخت په تیریدو سره علومو انکشاف وکړ او دهر علم په ساحه کي جلا متخصصین په وجود باندي راغله. انسان مجبوره سو چي په یوه معینه ساحه دعلم ځان مصروف کي. اوهمدارنګه دهرعلم په ساحه کي دهغه علم میتودو هم انکشاف وکړ، هغه وخت چي علوم دیوه واحد علم په څیر ترمطالعي لاندي نیول کیده، هغه وخت انسان مجبوره وو چي دمختلفو علومو میتودونه هم زده کړي. څرنګه چي علوم دمجموعي حالت څخه په جلا جلا علوموتقسیم شو نو ددي وجهي لازمآ دهر علم لپاره جدا میتودونه په وجود راغله. داروپا په قاره کي دلومړي ځل لپاره (ماکس ویبر) په ۱۹۲۱ کي په خپل یوه علمي مقاله کي (علم دمسلک په حیث) دتخصصي علومو نظریي ته انکشاف ورکړ. حقیقي علوم چي دتجربوي علومو په نامه هم یادیږي عبارت دي له فزیک، کیمیا، بیولوجي، ملي اقتصاد، تصدي اقتصاد او داسي نور. داقتصاد علماوو اقتصاد داجتماعي علومو یوه رشته بللي، او هغه یي په خاص نظم سره پر ملي اقتصاد او تصدي اقتصاد تقسیم کړي دی چي یو دبل تکمیلونکي او پوره کونکي دي. دانظم له یوه طرفه په اجتماعي علومو او دبل طرفه په طبعي علومو پوري تعلق لري. پس ویلای سو چي تصدي اقتصاد دحقیقي علومو یوخاص نظم دی. دتصدي اقتصاد علم هغه حقایق او پدیدي تشریح او توزیح کوي چي په داخل کي دتصدي وجود لري دعلمي او عملي معیارو نو په مرسته طرح ریزي شوي وي. کورن دورفر Korn dorfer (۱۹۷۴) تصدي اقتصاد تدابیرو او وسایلو په حیث پیژني، چي دیو منظم پلان له مخي دبشری احتیاجاتو درفع کولو په خاطرپه کار وړل کیږي. دپورته تعریفونو څخه معلومیږي چي تصدي اقتصاد خپل په زات کي په هیڅ یو له اقتصادي نظامونو څخه موخه نه ده.  بلکه دملي اقتصاد و نها ئي موخي ته درسیدو و سیله او د بشري احتیاجاتو دپوره کولو او رفع کولو لپاره دی. وسایل او تدابیر په مفهوم د تصدي دتولید عوامل، دبشري کار قوه، دکار وسایل، دکار مواد او داسي نور دي چي دهغوۍ دترکیب په مرسته شیان، خدمات او حقوق ایجادیږي.
د اقتصادعلم د انسان دسوکالۍ او هوساینې علم دی، چې د نا محدودو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د محدودو اوکمواقتصادي زیرمو او امکاناتود اغیزمن ټاکلو او ویشلو دنده په غاړه لري اقتصاد د پیسو د ګټې، یا پانګې او ثروت علم دی.  په بل عبارت داقتصاد علم هغه علم دی چې د وګړو او موسسو ( سودا ګریزو اوصنعتي) راکړې ورکړې، تولیدي او مالي چارو او اړیکو څخه بحث کوي د اقتصاد د علم په تعریف کې کمښت او ټاکل دوه اساسي او بنسټیز مفهومونه دي چې د دې علم ماهیت ټاکي په نړۍ کې د زیرمو او امکاناتو لږوالی د ټولو وګړو که نیستمن دی او که بډای، اقتصادي ستونزه ده، نو له دې کبله انسانان د خپلو مخ په زیاتیدونکو بیلابیلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر سمو او اغیزمنو ټاکنو ته اړ دي. په دې توګه داقتصاد علم د انساني نه پوره کیدونکو اړتیاوو او غو ښتنو د پوره کولو په خاطر، د موجودو لږو امکاناتو او زیرمو څخه اغیزمنې ګټې اخیستنې، تولید او ویش علم دی. هره ټولنه پرته له دې چې څرنګه اقتصادي نظام یا سیستم لري په اقتصادي ډګر کې له دې لاندې دریو پوښتنو سره مخامخ ده دهغې د ځواب ویلو د څرنګوالي د نظام ماهیت ټاکي. کوم کالي او خدمتونه تولید شي او له هریوه څخه څومره تولید شي؟ داخدمتونه څرنګه تولیدشي؟ دا کالي او خدمتونه څرنګه وویشل شي؟ ایکونومیاکلمه په لرغوني یونان کې یوازې د کورنۍ دنظم ورکولو بحثونه وه ده ارسطو په اثاروکې داکلمه دهغې پانګې (ثروت ) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له سودا ګریزو هڅو څخه به لاسته راوړل کیدې. اقتصادي مسئلې د ارسطو په نظریاتو کې د دولت او ټولنې په هکله دهغه د عمومي فلسفې سره ګډې اویوځای دي اقتصاد ټولنیزه پوهه ده چې د نورو تولنیزو علومو یا پوهنو له څانګو لکه تاریخ ، سیاسي علوم ، ټولنپیژندنې او ریاضي سره نږدې اړیکې لري .داقتصاد دعلم بنسټ په واقعي توګه د ( اقتصاد دعلم پلار ) ادام سمیت( 1723ـــ 1790) کال د ( ملتونو د پانګې ) دکتاب په خپریدو سره کیښودل شو، ددې اثر په خپریدو سره داقتصاد علم له سیاست او فلسفې څخه بیل او خپلواک شو تر دې دمخه د اقتصاد علم د فلسفې او سیاست دیوې برخې په توګه مطالعه کیده .دملتونو دپانګې د کتاب له خپریدوڅخه نږدې 150 کاله وروسته په 1936م کال کې جان مینارد کنز ( 1946م ) ( د اشغال عمومي تیوري ) کتاب په خپرولو سره د اقتصاد علم ته وده او پراختیا ورکړه. دیوه هیواد هغه اقتصادي هڅې ( تولید او خدمتونه ) چې د مالیاتو د ورکولو څخه تښتې په خاطر په ملي حسابونو کې ونه شمیرل شي، پټ اقتصاد بلل کیږي. د پر مختللو صنعتي هیوادونو حسابونه چې د غښتلو احصایوي معلوماتو درلودونکي دي، ثابتوي چې په منځنۍ توګه د هیواد دننه، خالص تولید د پام وړ سلنه یې پټ اقتصاد جوړوي.  
http://khost-web.net
شهیدي، نذیر احمد (۱۳۹۳ ) دتصدي اقتصاد علم چي د علم اقتصاد افعله یا علم اقتصاد فعالیت ګاه په نامه هم یادیږي، دڅلورو ساحو در لودونکی دی چي عبارت دي له تهیه، تولید، فروش او مالي امور. په دي ارتباط داجتماعي ارګان فعالیت ګاه ده او دانسانانو داقتصادي اهداف دفعالیت ګاه دتولیدي عواملو دترکیب په مرسته داقتصادي پرنسیپونو په اساس په غاړه لري. دتصدي اقتصاد داقتصاد دعلم مشکلات په جلا ډول تر مطالعي لاندي نیسو دهغه دستونزو دحل دنده په غاړه لري چي په دي صورت کي دیو خاص نظم درلودونکی وي. دپورته تشریحاتو او توزیحاتو څخه نتیجه کیږي چي دتصدي اقتصاد علم خپله تصدي دیو اقتصادي واحد په څیر، اجتماعي او تخنیکي راهنمایي کوي، خاص او ټاکلي میتودونه دتولیداتو دزیاتوالي او بشري احتیاجاتو دپوره کولو په غرض لري. هغه شیان او خدمات چي دبشر داحتیاجاتو دپوره کولو لپاره کار ول کیږي نسبتآ محدود دي، ولي په مقابل کي دبشر اح

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery