مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

امریکا په سوله کې خپل زیان ویني

 بســـــــــــــــمل

 که ډېر شاته ولاړنشواوپه دا نږدې ماضي کې دامریکا کړه وړه سم وڅېړونودې نتېجې ته به ورسیږو، چې امریکا لا له پخوا دنړۍ وېش او وېرولو ته ملا تړلې وه.
که دسیمې اونړۍ په کچه دامریکامغرضانه یارانې ته یوځل بیا سم ځیرشونودا به هم راته جوته شي، چې امریکا ترپایه له هیڅچا سره یارانه نه ده پایلې.
کله چې نړۍ دوه قطبي اوسړه جګړه په درزروانه وه نویوشمېرهیوادونو ته امریکا داسې پۍ (شدې)ورپرېیښې وې ته وا لنګه غوا ده. افغان مجاهدینو ته خویې دشیدوپه ځای کوچ وررسول خونن هغوی ترهګربولي ځکه خو وېیلی شو، چې امریکا له هیڅچا سره تر پایه یارانه نه ده کړې او نه یې کوي خبرداربیاهم خبردار.
کله چې د روس پښه وښوېده اود امریکا په ډول یې خپلودکابل یارانوته شا ورواړوله پدې حالت سره امریکاخپلې زاویې ته ۹۰درجې تغیرورکړ.په دې لړکې روس له افغانانو څخه دغچ اخیستلوپه فکراوامریکادافغان مجاهدینود ختنه کولو(بې وسلې کولو)په فکرکې شوه.
څرګنده خبره ده چې غټې بلاوې پخپلوغټواغراضوکې یواوبل ته پاس ورکوي مانا یوډول معامله سره کوي یوڅه ورکوي اویوڅه ورڅخه اخلي لکه څوځلې چې موږافغانان دداسې لومې ښکارشوو.
 ‍روس د کارمل، رشیددوستم اونظارشورا دلنډه غروپه مرسته دافغان وروڼوقومونو په منځ کې تورې پیشوګانې وځغلولې اوپه ترځ کې یې دملګروملتونوهغه ظاهرأدسولې پلان پرې سبوتاژاوپنچرماینان یې دواک ترګدۍ ورسول.
دهغووختونویادول دردوونکي او خورا شرموونکي دي.ددغو شرمېدلواو لوېدلو ورځوشپو په جریان کې امریکا نه یوازې یوه زره زړه سوی زموږ په یرغمل ولـس ونه کړ بلکې د جګړې په لمبو به یې لا نور تېل ورتویه کړل.
دادشیدوغواداسې لېونۍ شوه، چې هم یې غولانځ دخپلو پرونیویارانوله خولې څخه وېستله اوهم یې دشا داجوتې پښې داسې سمې ورته برابرې کړې، چې یویې په پغمان اوبل یې په چهاراسیاب وویشت هغه شیرپنجشېربزکابل خوهلته په کابل کې کجل وهل.
له هغه څخه وروسته جریان هم تاسوته مالوم دی، چې ولې اوڅنګه طالبانو واګې په لاس اوترآموپورې یې خپل بیرغ په سختوسرښندنوورپاوه څوک یې ترکولابه وځغلول اوڅوک یې د تخارپه توروسوړو ورننېستل.
داکه زموږ لپاره هرڅومره دیوې ټوټې اوواحد افغانســتان دامن اویوازینۍ حاکمې واکمني دوره وه خو دامریکايي ګټو لپاره دا یو د رکود حالت وځکه خویې له یوې خوادطالبانو په اړوند نړیوال ذهنیت تورکړی و اوله بلې خوایې دخپل ښکارلپاره لا د رباني په وخت کې اسامه بن لادین له چادڅخه ترافغانسـتانه په ځانګړي چال رارسولی وترڅوزموږد سیمې د اشغال په موخه داوسامه په پلمه زموږګران افغانستان اشغال اوزموږسیمه ترخپل کنترول لاندې ونیسي لکه کټ مټ یې چې همداسې وکړل.
دیادولوده چې په تاریخ کې د۲۰۰۱زکال دسپتمبر۹نهمه نېټه په کومه چې مسعود والوزول شواودیاد کال سپټمبر۱۱یوولسمه نېټه په کومه چې یې لوړبرجونه ونړول یوله بلې سره نه شلېدونکې اومنطقي اړیکې لري خوسپڼل یې دلته زیات وخت نیسي لنډه دا، چې مسعودهم ددې غوا یو نازولی خوسکی وخوپه ماښام کې به یې د کریملین غوا زبېښله ځکه خوخپلې سکه مور دتباهي لغته ورکړه.
د ځانمرګو پټۍ د مسعود په اولوزولوپرانستل شوه اودا دی نن یې یوشمېر دتوکو په څېرپه بهرنیواستخباراتي مارکیټونوکې هم پلورل کیږي.
لنډه، دا چې امریکا اوورسره جوخت یو لړاستخباراتي شبکې خپلو موخو ته چې ناامني او وېره وه ورسېدې ځکه خو یې د خپل دیارلس کلن اشغال په نوي پړاو کې هغه د روس په شان یوځل بیا د کارمل پلویان له رشید دوستم او د نظارشورا له یاغیانوسره ګېډۍ اومفکر یې هم دپښتنو دغولولو په موخه په تخرګ کې ورننېست ترڅوزموږ دولس زړونه مات او ډول ډول دښمنۍ رامنځ ته شي.
نو آیاامریکا به اوس په لوی لاس خپله ښکارکړې مرغۍ(سوله) اسمان ته خوشې کړي؟
 نه نه هیڅکله هم هیله ورڅخه مه لرئ.
امریکادعامه ذهنتونوداړولوپه موخه په قطرکې دطالبانولپاره دفترپرانست خوپدې لارکې یې یوګام هم په مخ وانه خیست علت یې غداري وه چې زموږ له ولـــس سره یې وکړه او کوي یې.
عجیبه ده له یوې خوا به دسولې خبرې په پیلېدووې له بلې خوابه یې دطالبانوپه مړودبولو صحنې په رسنیوکې وروښودې.
یا به یې په زوروروبموریوطالبان په غوسه کړل په وروستي ځل خوکرمی کرزی را نېغ شواودطالبانود بیرغ په پلمه یې دنوبل دجایزې ګټونکي اوباما تلې وڅټلې څوقطر وهڅوي چې دهغوی بیرغ راښکته اوطالبان خپل غبرګون وښیي همداسې هم وشول.
اوس یې نوڅنګه ومنوچې امریکا یوځل بیا دقطرپروسه راژوندۍ کوي اوسوله غواړي نه نه بیا هم نه نه.
لاس په لاس لګیږي طالبان خوامریکا له واکه وېستل اوس نوباید طالبان یوازې له امریکا سره خبره سپینه کړي نه دامریکا له ګوډاګیانو سره.
خوامریکا هڅه کوي په یو ډول نه یوډول درۍ سرې په پوړي تړلې دکابل شکېدلې اداره په خبرو کې ورګډه کړي.
دا له جنګي جنایتکارانوڅخه تنظیم شوې پوډري اداره په حقوقي لحاظ ځکه له طالبانوسره دخبرواختیار نه لري، چې له یوې خوا افغانستان داشغال په حالت کې قرار لري او له بلې خوادا درۍ سرې اداره دجګړې ددوام اوهیواد پاشلوپه موخه رامنځ ته شوې نوځکه زه په دې باوریم، چې دسولې خبرې هسې ببولالي دي سـوله دامریکاپه زیان ده امریکا په خړو اوبوکې کبان په اساني سره نیولی شي امریکاته لا ډېرمزلونه پاته دي خودامزلونه په دوو حالاتو کې لنډېدی شي:
۱ ـ دافغانانوملي پاڅون.
۲ ـ دنړۍ دوه یادرۍ قطبي کېدل.
ستاسودوخت نه نیلولپاره خپله لیکنه رالنډوم خوکه حوصله لرئ دا لاندې هراړخیزه مرکه چې له ډاکترصاحب عثمان ترکي سره شوې په دقت ولولئ ګوندې تنده موپرې ماته شي.
د هېواد له تکړه مبارز، ملي او فرهنګي شخصیت ډاکتر عثمان تره کي سره د روانو حالاتو په اړوند هر اړخیزه مرکه
 د هېواد روان حالت ستاسو په نظر کوم خوا روان دي؟
 استاد تره کی: د افغانستان په سر باندې معامله نوي پړاو ته ورداخل شوې چې په کې د سیمې او د سیمې نه د باندې هیوادونو رول مخ په زیاتېدو دی : امریکا د ۱۶تریلیون دولتي پور( له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۲ کاله ) په درلودلو سره د اقتصادي بحران سره مخ ده .
نن د افغانستان د نظامي بودجې لګښت ۶٫۵ ملیارد ډالرو ته رسیږي . ۵٫۷ ملیارد ډالر د امریکا له خوا تمویلیږي.
له ۲۰۱۵ کال نه وروسته یعنې د ناټو د جنگې ماموریت دپای ته رسېدو نه پس د نظامي بودجې کچه ، ۵ ملیارد ډالرو ته راټیټیږي. په هغه کې د امریکا ونډه تر۳٫۲ ملیارد ډالره ښکته کیږي.
امریکا د ستر نړیوال ځواک په حیث د خپل اقتصادي او سیاسي اغیز د پراختیا په موخه له ګڼ شمېر آسیایي او افریقايي هیوادونو سره اقتصادي مرستې کوي. په افغانستان کې د جګړې دوام نورو هیوادونو ته د امریکا د مرستې پوتانسیل لازیات کمزوری کوي. د همدغه واقعیت په پام کې نیولو سره امریکا دېته لیواله ده چېافغانستان په اغیزمنه توګه د سیمه ایزې همکاري په چاپیریال کې راګډ او ملي اقتصاد ته وده ورکړي. چین ته د کابل د نویو چارواکو مسافرت ، په افغانستان کې د ایران نه د پانګې اچونې غوښتنه، د افغانستان د بهرني سیاست د تګلارې یوه برخه ده چې د امریکا تر څارنې لاندې یو ټاکلې استقامت غوره کوي.
په افغانستان کې نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) د څوارلسو کلونو په اوږدو کې د ستراتژیکو الزاماتو په بنسټ باندې تر څارنې لاندې جګړه پرمخ بیایي. ناټو لیوالهده چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د ځواکونو د وتلو د اعلام له خپرېدو سره سره په ټیټه کچه خپلو جګړه ایزو تحرکاتو ته ادامه ورکړي: د امریکا نظامي حضور تر۲۰۱۵ کاله وغزول شو. د جګړې لمنه د افغانستان شمالي سیمو ته پراخه شوه. دا احتمال شته چې جګړه د افغانستان له جغرافیې نه ووزي او مرکزي آسیا متآثره کړي.
د داعش په نامه نوی اسلامي ځواک چې په پیل کې د لویدیځوالو له خوا د ستراتژیکو موخو لپاره جوړشوی و او وروسته له کنتروله ووت ، د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې د ځالو جوړولو په درشل کې قرار لري. د داعش ګواښ لویدیځوالو ته په افغانستان کې د خپل محدود نظامي حضور د دوام پلمه ورکوي.
« ن ، ن ، ا »، ګاونډیان، هندوستان، روسیه او چین هر یو غواړي چې افغان مقاومت او پاکستاني طالبان، د سیالو هیوادونو په ضد د جګړې د لاسوند په توګه وکاروي. د پردې تر شا ورسره لوژستیکي ، مالي ، تسلیحاتي او استخباراتي مرستې وکړي. په جګړه کې د مختلفو او غیر متجانسو لوبغاړو د لاسوهنې له کبله کله ناکله داسې پیښیږي چې دوست او دښمن کرښه ناڅرګنده وي.
په هر حال! دغه د مختلفو چینلونو پلان شوې استخباراتي جګړه ، « ن ، ن ، ا » ته زمینه برابروي چې د امنیت د راوستلو په پلمه په افغانستان کې د نظامي هډو له لارې خپل نظامي حضور وغزوي. خوغټ سوال دا دی چې د دوی خو یولک اوپنځوس زریز لښکر د امنیت په راوستلوکې پاتې راغی نو د نظامي هډو په دا۱۲ زره سرتیروبهڅنګه امنیت برقرارکړای شي ؟
 د لندن د غونډې برخه والو ( ۰۴/ ۱۲ ۲۰۱۴ ) د خپلو مرستو دوام په حکومتي حساب او کتاب کې له شفافیت سره وتاړه. خو له بلې خوا د غونډې برخه والو یعنې همدغو دونرانو د مخکني فاسد حکومت ځاي ناستې ته هرکلی وویل. هرکلي تشریفاتي اړخ درلود: د غونډې ګډون کونکو په واقعیت کې افغان لورې ته د مرستې دکمیت د نه ټاکلو له لارې دهغه فاسد حکومت په وړاندې خپله بې باوري څرګنده کړه چې د متحدینو د توافق نه د باندې د جان کیري په لاسوهنه جوړه شوې ده.
د لندن د غونډې په جوړېدو کې بیړه وشوه. لمړی باید له وسله والو مخالفینو سره د سولې په بنسټ باندې د اهلو صالحو کسانو نه حکومت جوړ شوی وای او ورپسې د مرستې موضوع مطرح شوې وای.
دې واقعیت ته په پام سره چې د لندن په غونډه کې د وچې وعدې پربنیاد د مرستې کمیت څرګند نه شو ، نو وېلی شوچې غونډه په وسله والو مخالفینوباندې د تبلیغاتي او سیاسي فشار د لاسوند په توګه وکارول شوه : « ن ، ن ، ا » غوښتل چې د دغې غونډې د جوړېدو له لارې مخالفینو ته د نوې تپل شوي فاسد او توپکمار حکومت د ملاتړ پیغام ورولیږي. د همدغې موخې له پاره غونډه په پراخ مطبوعاتي او مدیاتیک کامپاین بدرګه شوه.
افغان سباوون (دعوت میډیا): امریکایانو ولې په لوی لاس داسې حکومت افغانانو ته جوړ کړ چې خلک یې دوه سری حکومت بولي؟
 استاد تره کی:
د نوي حکومت په جوړولو کې د امریکا بربنډه لاسوهنه افغان ملت ته د توهین په سترګه باید وکتل شي : د نوي حکومت په جوړولو کې جان کیري او جمز کننګهم ( د امریکا سفیر ) غوښتل افغانانوته پیغام ورولیږي چې دا بهرنیان دي چې تاسی ته دولتي مشران ټاکي . پخپله د خپلواکي او دیموکراسي د ارزښتونو د پلې کولو وړتیا نلرې…
امریکا د خپل نظامي حضور په اوږدو کې په جنگي ډلو ټپلو باندې سیاسي پانګه اچونه کړېده چې نه غواړي په اساني یې له لاسه ورکړي. د امریکا د سنا وروستی راپور ښیي چې « سي آي یې » له افغاني توپکمارو سره د جنایت او قتل ګډې دوسیې لري.
جګړه ماران او جنایت کاران چې په ځینو مواردو کې سره اختلاف لري باید د حکومت برخه شي تر څو چې یوه کمزورې واکمني د بهرني دیکتاد په وړاندې داطاعت او تسلیم سرټیټ کړي.
اشرف غني زعامت ته د لیونتوب تر سرحده پورې لیوالتیا لري ( پارانویا ) . بهرنیانو د ده د شخصیت د روحي نیمګړتیاوو په پام سره ، دی د ولسمشري د پاره د دغسې واره دار کس په توګه وپیژاند چې د بهرنیانوپه ملاتړ د سیاسي قدرت د قبضه کولو په بدل د هغوی ټولوغوښتنوته تسلیم شي. د تسلیمېدو لړۍ د ستراتژیک تړون د بلا قید او شرط لاسلیک نه پیل شوه . ګومان کیږي چې دنظام د فدرالي کیدو دچینل د تیرېدو نه وروسته افغانستان دتجزيي حالت ته ورسیږي.
د بهرنیانو د پاره « ۳۴ سره » نظام ( د فدرال په کرښو وېشل شوي ولایتونه په شمیر ) د واره دارو معاملو جوګه کیداي شي.
له بلې خوا د کنترول شویو ټاکنو نه وروسته چې په کې طالبانو د انتخاباتو په بهیر کې د سعودي عرب تر فشار لاندې د غني نه ملاتړ وکړ، امریکا وېره لرله چې پېښه د طالبانو او نوي دولتي مشرتابه د رانږدې کېدو لامل وګرځي . د ستراتژیک تړون د انعقاد پروسه په ټپه ودریږي . د سولې په چاپیریال کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ شي . جګړه پاي ته ورسیږي او د امریکا د اوږد مهاله نظامي حضور منطق له منځه لاړشي . د دغه احتمال د مخنیوي په مقصد باید د اساسي قانون چوکاټ چېولسمشر ته یې زیات صلاحیتونه وربخښلي دي مات شي .
د اجرائیه رئیس د پست په جوړېدو سره اساسي قانون دیوې سترې سیاسي توطئې قرباني شو. د پارلماني ـ فدرالي نظام د پلې کولو په مقصد د اساسي قانون د نا موجه راتلونکې تعدیل چې سناتور « روهرباکر» ورپسې ناقرار و لاره خلاصه شوه .
افغان سباوون (دعوت میډیا): د نظام په کمزوري کولو کې د دوستم رول څنګه ارزوئ ؟
 استاد تره کی:

چاپ انداز دوستم د حکومت دوه سروالانو غوندې د پاچاهي دعوه لري. نو اوس باید د «درۍ سري» حکومت له شته والي نه خبره وکړو.
پالوان دوستم د حکومت په د ننه کې د « ساعتي بم » رول لوبوي. دی دنده لري چې :
په سیاسي برخو کې په جلا جلا د غني او عبدالله په تاوان د قدرت د تمرکز مخه ونیسي او په جنگي ساحه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه وروسته د امریکا د پاتي شویو سرتیرو په مټ د طالبانو په ضد ازبک ملېشو ته انسجام ورکړي.
امریکا او ناټو په اوږدمهاله سیمه ایزه ستراتژي کې نوی حکومت د افغانانو د قاومي خپلمنځي جګړې د یو اړخ په توګه په پام کې نیولی او د ثبات د ګډوډېدو په موخه دوستم ته مرکزي ونډه ورسپارل شوې ده.
افغان سباوون (دعوت میډیا): څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو په ولسوالۍ یوې خونړۍ چاودنې ۵۰ کسان وژلي او تر ۶۰ زیات نور ټپيان کړل شوي دي. په پیښه کې به د چا لاس وي ؟
 استاد تره کی:
په استخباراتي روانه جګړه کې ترڅو چې د پیښې پړه چاپه غاړه نه وي اخیستې په نېغه هیڅوک ګرم بللی نشو. د چاودنې سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده . که د احتمال نه خبرې وکړو په پېښه کې په جلا جلا د جګړې د مختلفو اړخونو د لاس لرلو منطق په ګوته کولی شو:
ــ دوستم چې د پېښې نه یوه ورځ مخکې ، پلچرخي ته نږدې په یوې بهرنۍ نظامي هډې باندي د چاودنې نه وروسته ( نوامبر ۱۸ـ ۲۰۱۴ ) طالبانو ته بد او رد وویل او د غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ. همدغه دوستم چې د وړیا جنایتونو په ارتکاب پېژندل شوی کس دی، غوښتل چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د چاودنو له لارېدښمن ته د قدرت ننداره وړاندې کړي. دوستم ښه پوهیږي چې د طالب ترنامه لاندې عامه وژنه، دی امریکائیانو ته لازیات ور نږدې کوي.
ــ « ن ، ن ، آ » د قام وژنې د پروسې د لړۍ په دوام او د خپلو سرتیرو د وروستيو تلفاتو په انتقام . د پښتون مېشتو سیمو له طالبانو سره د قامي تړاو په ګناه تل د بهرنیانو د غچ اخیستنې په موخه د « وړیا جنایت ستراتژي» غوره ځای ټاکل شوی چې په ترڅ کې يې په زرګونو غیر متحارب کسان وژل شوي دي.
ــ که طالبانو دا غوښتل چې د دوي په قول اربکیان دوزخ ته ولیږي. خو د ګوتو په شمېر د اربکیانو د وژنې په موخه ګن شمېر ملکي کسان شهیدانول نه بخښونکیجنایت ګنلی شو. له بلې خوا طالبانو په چاودنه کې لاس لرل رد او په اړه يي د څارنې وعده هم ورکړې ده.
ــ د کابل په استخباراتو کې چې د قامي جګړې داړه مارانو ، حرفوي قاتلینو ، چاقوکشانو او حرامزادگانو ځاله جوړه کړېده. د دغو استخباراتو ځینېو د پردیو په لاس روزل شوې کړیو د ژنوساید د پروگرام په چوکاټ کې له بهرنيو استخباراتو سره ګډ کار کوي او ورڅخه قوماندې اخلي.
ــ پاکستان چې د ډیورنډ د دواړو خواو پښتنو د عامه وژنې په پروسه کې د « ن ، ن ، آ » سره پټ استخباراتي تړاو لري. په پښتونخوآ کې د پاکستان د پوځ لشکر کشي لههغه کډوالیتوب سره ورته والی لري چې اسرائیلو په فلسطینیانو باندې وتاپه ( ۱۹۴۹ ــ ۹۰۰ زره کدوال ) . کونړ کې د توغندیو باران د وړیا جنایت د پروسې لړۍ ده .
په هر حال ! چاودنه د افغانیت ، اسلامیت او انسانیت د چوکاټ نه وتلې ترورستي پېښه وه .
افغان سباوون (دعوت میډیا): د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ګډ سفر افغانستان ته څومره زیان رسونکی یا ګټور بولئ چې دواړو پر یو وخت د افغانستان استازیتوب کاوه . د دې کار پیغام نړیوالو او افغانانو ته څه کېدای شي؟
 استاد تره کی:
امریکا په افغانستان کې د دیارلسو کلونو راهیسې په قومي شخړه باندې سیاسي پانګه اچولې او د قومي لږکیو په ملاتړ یې په کورنۍ جګړه کې جانب دارانه دریز نیولی دی.
د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د امریکا سفیر څو واره د معلم عطا، عبدالله او غني سره لیدنه کتنه درلوده . دغه تماسونه ټول د متخاصمو محورونو د سیاسې تشخص او د دوی تر منځ د نفاق اچولو په مقصد وو.
په بهر کې د ګوداکي حکومتي سروالانو غیر متجانس استازیتوب د امریکا د دیپلوماسي لاندې پیغام ځان سره لري : « په افغانستان کې قومي شخړه دومره زوروره شوې چې حکومت جوړول پرته د امریکا د منځګړیتوب نه امکان نلري. دا منځګړی باید متضادې قومي کړۍ « جبرآ » سره راټولې کړي. افغانان د بهرنیانو له مداخلې پرته نه سره جوړیږي.
په لنډو کې بهرنیان وېره لرې چه د « ن ، ن ، آ » په غیاب ، افغانان د خپلمنځي جګړې قرباني شي ».
د « ن ، ن ، آ » ستراتژیک بشپړ پروگرام هغه وخت د پلې کېدو چانس لري چې د کابل « غیر متمرکز حکومت » ورسره ملګرتیا ولري . نو د امریکا له نظره اړینه ده چې اتوریته د متخاصمو ډلو تر منځ وویشله شي.
افغان سباوون (دعوت میډیا): د اوسني حکومت لویه ننګونه څه ده؟
 استاد تره کی:
امنیت ، اقتصادي وده او یوه سالمه اداره جوړول د اوسني حکومت مخې ته لویه ننګونه ده . په دغو دریو واړو برخو کې بهرنیان نږدې او لرې ټاکونکی رول لوبوي :
سوله زموږ حیاتي اړتیا ده. خو سوله د هغې ترڅارلاندې جګړې سره چې د اوسنۍ سیمه ایزې ستراتژیکې لوبې یوه وسیله ده، په ټکر کې واقع کیږي. نو د سولې اوجګړې نوښت د افغانانو له لاسه وتلی دی.
د سولې کیلي د « ن ، ن ، ا » سره ده . په تآسف سره ، چې یوازې پر یرغلګرو باندې د جګړې فشار د سولې لاره خلاصولی شي. نوکه سوله غواړئ جګړې ته چمتو اوسئ…
افغان سباوون (دعوت میډیا): ولې پدې وروستیو وختونو کې امنیت مخ په خرابېدودی؟
 استاد تره کی:
د امنیت خرابېدل مختلف لاملونه لري . له هغې جملې نه :
ــ د جان کیري په لاسوهنه یو ټوپکمار حکومت جوړول چې ګن شمیرغړې یې د وسله وال مقاومت مخکني غلیمان دي.
ــ د بهرني تحکم او دیکتاد لاندې د ستراتژیک تړون لاسلیک او تصویب.
ــ د وسلوالو مخالفینو له انده د بهرنیو قوتونو د وتلو په درشل کې د جګړې له لارې د سولې په احتمالي پروسه باندې اغیز.
ــ مقاومت جبهاتو ته ځمکنيو او هوائي توغنديو رارسېدل.
ــ د جګړې د قوت الظهر په توګه د پاکستان د سیمه ایز دریز پیاوړتیا ( له چین سره لازیاته ستراتژیکه ملګرتیا . روسیې پاکستان ته د وسلې د خرڅولو هغه بندیز چېشوروي ورباندې لګولی و لرې کړ او ۲۰ « ام اي ـ ۳۵ » چورلکې یې ورباندې خرڅې کړې).
ــ د « ن ، ن ، ا » پام د داعش جګړې جبهاتو ته.
افغان سباوون (دعوت میډیا): دیارلس کاله خو د افغاني امنیتي جوړښتونو د ښه سمبال د پاره کافي وخت و. ولې نړیوال نظامي ائتلاف افغان امنیتي اورګانونه په درنو وسلو سمبال نه کړل ؟
 استاد تره کی:
دلته دوه ټکي د پام وړ دي:
ــ په عمومي ډول د امنیت اصلي ساتونکی ولس دی . تاریخي تجربې ښودلې چې که د ولسي پرګنو لویه برخه د حکومت په وړاندې مخالف دریز ولري د وسله والو ځواکونو او اربکیانو له لاسه څه نه کیږي. د شورویانو یرغل موږ ته د نږدې تاریخ رفرنس جوړوي .
د امنیت د ښه والې په مقصد باید د وسله والو مخالفینو مشروع غوښتنو ته ځواب وویل شي.
ــ امریکا او ملګرویې د پاکستان له وېرې افغان ځواکونو ته د درنو وسلو له ورکولو نه ډده وکړه : په افغانستان کې د « ن ، ن ، ا » په حضور افغان وسله وال ځواک سمبالول په سیمه کې د قواوو ستراتزیک انډول ته د هند او افغانستان په ګټه او د پاکستان په تاوان بنسټیز بدلون ورکوي. د پاکستان په وړاندې د افغانستان جنګي پوتانسیل پیاوړی کوي ، او د ډیورنډ د کرښې په الغا کولو کې افغان ولس ته د فشار بيسارې وسله ورپه برخه کوي.
امریکا اراده لري چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو او نظامي بنسټونو د شمېر د کمولو په ترڅ کې خپل ۱۳ زره ټانکونه چې د افغانانو د وژلو دنده يې پای ته رسېدلې پاکستان ته وسپاري . خو په افغانستان کې دغسې یو نر پیدا نشو چې یاد ټانکونه د جګړې د تاوان د یوې برخې په توګه ورڅخه ضبط کړي. یا لږتر لږه سپینې ماني ته عرض او داد وکړي.
په لنډه ! د امریکا په آمرانه حضور او د پردیو په واکمني کې افغانستان هیڅکله د پياوړي او مستقل وسله وال ځواک خاوند کیدای نشي.
افغان سباوون (دعوت میډیا): سعودي عربستان په کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي. له سردار داود نه رانیولې تر کرزي پورې تول مخکني حکومتي مشران په افغانستان کې د بهرنیو اسلامي هیوادونو په لاس د دیني مدرسو د جوړولو سره مخالف وو . نوي حکومت ولې د دودیز سیاست په ضد دریز ونیو؟
 استاد تره کی:
سعودې عرب په سیمه کې د ایران سره سیالي لري. بله خوا عربستان ، پاکستان او ترکیه په افغانستان او مرکزي آسیا کې د ایران د نفوذ د پراختیا د مخنیوي په اړه ګډدریز لري.
د سعودي عرب له خوا د دیني زده کړو مرکز جوړول د هغه دیني مدرسه مقابله وزنه ده چې د خاتم النبیین ترنامه لاندې دآصف محسني په مشرتابه د ایران له خواه جوړې شوې دي. دا چې اشرف خان د دیني مرکز د جوړېدوپه اړه ولې له سعودي عرب سره موافقه وکړه د سیاسي ارتشآ تورې دوسیي ته ورداخلیږو : کرزي د ایران دپیسوپه بدل کې هغه هیواد ته د تشیع تبلیغاتي هډې( خاتم النبیین ) د جوړیدو اجازه ورکړه.غني د خپل ټاکنیز کمپاین (نږدې یوملیون ډالر) د تمویل په بدل کې سعودي عرب ته خپل پور ور ادا کړ.
که اوس موږ فرض کړو چې د ترسره شوي اقدام په وړاندې قرار لرو باید هڅه وشي چې د دیني مرکز په درسي نصاب باندې دولتي کلکه څارنه وشي ترڅو حقیقي اسلام چې « تولرانس » او اعتدال ستنې جوړوي په کې محوري ځای ولري. دغه فورمول باید په ټولو دیني مدرسو باندې تطبیق شي.

افغان سباوون (دعوت میډیا): په کونړباندې د پاکستاني توغندیو د ورولو په وړاندې ولې امریکا غبرګون نه ښیي ؟
 استاد تره کی:
امریکا او پاکستان د دیارلسو کلونو راهیسې د افغانستان په قضیه کې د اختلافاتو سره سره په یو موضوع باندې چې د ډیورنډ د دواړو خواوو د پښتنو جنگی پوتانسیل کمزورې کول دي ، ګد دریز لري . پاکستان پښتونخوا ولس ته د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د بالقوه دښمن په سترګه ګوري. امریکا د پښتنو له ټولنیز قوت ، جنگيتجربې اوسیاسي تشخص نه( د پاچاهي د دعوې ) وېره لري. د امریکا له نظره د افغانستان د سهیلي سیمو د وګړو مقاومت باید مات شي ترڅو چې افغانستان یې دهضمولو وړ وګرځي . د همدغه منطق په بنست باندې امریکا د پاکستان په ملګرتیا او د قومي لږکیو په مرسته د ډیورنډ په دواړو خواوو کې د ژنوساید منظم پروگرام پرمخ بیايي . په پښتونخوآ کې د پاکستان نظامي عملیات ، په کونړ د توغندیو ورول ، د ډیورنډ په دواړو برخو کې د بې پیلوټواوبا پيلوټو الوتکو وحشیانه بموري چې په کې په زرګونه کسان ووژل شول ، ژوبل یا کډې ته اړایستل شول د امریکا او پاکستان د ګډ جنگی تکتیک بربنډه نښه ده. امریکا د افغانستان جغرافیې او طبیعت ته اړتیا لري نه افغانانو ته. د امریکا له دریزه افغانان باید له یوې خوا له بهرنيو ځواکونوسره په ټکراو له بلې خوا په اوږد مهاله خپلمنځي جګړه کې د پوه پناه کېدو په لور روان شي تر څو چه افغانستان په سیمه ایز ستراتژیک کړي د ننه د محاسبې وړ وګرځي. امریکا خپلې نظامي هډې د افغانانو د هدیرو په سر باندې جوړوي.
افغان سباوون (دعوت میډیا): امریکا لطیف الله محسود پاکستان ته وسپاره. په روانه ستراتژيکه لوبه کې دغه اقدام څه تعبیر لرلی شي ؟
 استاد تره کی:
لطیف الله محسود امریکا ته د راحیل شریف او پاکستان ته د اشرف غني د مسافرتونو نه وروسته پاکستان ته وسپارل شو. د دینه معلومیږي چه په موضوع باندې د اړخونو تر منځ توافق رامنځته شوی دی.
دغه اقدام په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو او پاکستاني او افغاني طالبانو په دریزونو باندې اغیز ایښودلی شي. پدې معنی :
ــ د « افغانستان » د پاره امریکا یوغیر مطمئن ستراتژیک ملګری ثابت شو.
پس له دې افغاني لوری نشي کولای چې پاکستاني طالبان د پاکستان پرضد استعمال کړي. خو پاکستان د تیر په څیر افغاني مقاومت د افغانستان د حکومت او د بهرنیو قوتونو په وړاندې کارولی شي.
له بلې خوا د سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.
ــ د امریکا او پاکستان تر منځ متقابلې ګټې « هندوستان » حاشیي ته وتمباوه. د پاکستان ضد طالبانو په سر د هندوستان پانګه اچونه د امریکا او پاکستان د مخالف اوګډ دریز سره مخ شوه.
ــ آي اس آي له موقع نه په استفادې سره کولی شي د « پاکستاني طالبانو » په منځ کې د امریکا ضد روحیه وپاروي او په نهایت کې د پاکستاني طالبانو د جګړې استقامت افغانستان او په ځانګړي ډول د امریکايي سرتیرو خوا ته واړوي.
پاکستان د افغاني او پاکستاني طالبانو له يووالي نه چې د پاکستان په ضد په یوه واحده جبهه سره راټول شي تل نګران و. خو اوس د امریکا له برکته دغه تشویش لرې شوی دی.
ــ « افغاني مقاومت » پدې وتوانیږي چې د پاکستاني طالبانو په همکاري د یرغلګرو په ضد خپلو جنگي تحرکاتو ته لازیاته پیاوړتیاورکړي.
په هر حال ! که منصوب ولسمشر د محسود په تسلیمیدو کې لاس ولري په ډاګه وېیلی شو چې د نړۍ دوهم متفکر سیاسي بلوغ ته ندی رسېدلی.
افغان سباوون (دعوت میډیا): د ولسمشر د فرمان له مخې د برښنایي تذکرو د وېشلو لړۍ پیل او له تذکرو نه د « افغان » کلیمه لرې شوه. پدې اړه څه نظر لرئ ؟
 استاد تره کی:
د تذکرو په متن کې د « افغان » سپیڅلې کلیمه حذفول اصلي لامل د نظام په د ننه کې قومي نا انډولي ګنلی شو: د واک په قومانده کې د افغان ضد کورنیو او بهرنیو اراذلو او اوباشانو پیاوړی حضور د دې سبب شو چې د تذکرو په کچه زموږ د هویت ، تاریخ او ملي ویاړنې په ضد توطئې ته رسمیت وبښل شي. هر هغه څوک چېپه دغه ضد ملي توطئه کې لاس لري باید د ملي خیانت په جرم محاکمه شي. له بلې خوا د دغه اقدام له لارې د اشغالګرو په لاس جوړ شوی اساسي قانون هم د توطئې ښکار شو : اساسي قانون د افغان کلیمه د افغان ملت په هرفرد باندې اطلاق کوي ( ۴ مه ماده ، ۵ مه فقره ) .
په حکومت کې واک په ناانډوله توګه د قومونو تر منځ وېشل شوی دی. د بې هویته برېښنايي تذکرو وېشل د یو نا انډول او افغان ضد واکمني له خوآچې د ملي وحدت سره بربنډه دښمني لري، حساسیتونه لازیات راپاروي او د قومونو تر منځ واټن زیاتوي.
له بلي خواپه نا امنو سیمو کې د نفوس شمېرنې مامورین خپلې چارې پرمخ نشي بیولی او په نا امني کې خلګ هم په ډاډه زړه د سرشمېرنې مرکزونو ته ځان نشيرسولی .
اوسمهال د سرشمېرنې د پاره مناسب وخت ندی. پروسه باید د یو ملي حکومت له طرفه چې د قومونو با انډول استازیتوب ولري او د امنیت په چاپیریال کې ترسره شي.
اړینه ده چې د احتجاج په توګه د دې بې هویته تذکرو له اخیستلو نه ډډه وشي.

افغان سباوون (دعوت میډیا): په استقلال لیسه کې د طالبانو د برید په هکله څه وايئ ؟
 استاد تره کی:
د لاهې حقوق او د ژنیو کانوانسیون د جګړې د اغیزو څخه په ټولیز ډول د ټول بشر او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او موسسو د خوندي ساتلو په لټه کې دی.
د ژنیو د ۱۹۴۹ م کال کانوانسیون ۴۸ مه ماده څرګندوي چې : « د جګړې خواوې باید د پوځي او ملکي عملیاتو په بهیر کې د پوځي او ملکي موسسو او وګړو توپیر وکړي. د جګړې موخې باید پوځي بنسټونه او وګړي وي ».
د جګړې حقوق د فرانسې په کولتوري مرکز باندې برید د جنگي جنایت په توګه پیژني . طالبان ضد د هنري نندارې محتوا ، برید توجیه کولی نشي.
د جګړې بل اړخ ، امریکا هم د عامه وژنې د پروګرام له مخې په منظمه توګه ملکیان د هوا او ځمکې له لارې تروحشیانه بموریولاندې نیولي دي. وروستۍ له وحشت نهډکه بموري د پروان ولایت(سیاګرد ولسوالي د سیدان په دره) کې د والیبال په میدان وشوه چې په کې ۵ تنه تنکي ځوانان( له ۱۳ نه تر ۱۸ کلو) شهیدان شول( ۱۰ـ ۱۲ ـ۲۰۱۴ ) .
له یاده ونه باسو چې فرانسې له امریکا سره د عراق په اشغال کې ملګرتیا ونکړه اوله ټاکلې مودې نه مخکې یې په ۲۰۱۳ کال کې خپل سرتیري له افغانستان نه وېستل.
افغان سباوون (دعوت میډیا): تاسو د شورویانو د یرغل په ضد د پوهنتون د مقاومت د مخکښ په توګه پنځه نیم کاله په زندان کې تېرکړل. نن هم په اپوزیسیون کې قرارلرئ. له عمره مو یوه لویه برخه په اپوزیسیون کې تیره شوه. دغه حالت به تر کومه وخته پورې ادامه ولري؟
 استاد تره کی:
د پوهنتون د ښوونکي په دنده اوږد مهالې بوختیا زه د پرنسیبونو د دفاع په چاپیریال کې ایسار کړی یم. زندان ته د اصولو د دفاع په جرم یوړل شوم . خو راته په ډاګه شوه چې زندان اصول تر پښو لاندې کولی شي خو نشي یې وژلي.
کله چې یو اند ( فکر ) د تابو بڼه غوره کړي د هغه د اغیز نه ځان لرې ساتل اسانه نه ښکاري .
په افغانستان کې په دریو لسیزوکې واکمنان په ولس باندې د بهرنیانو په زور وتپل شول. د حقونو، عدالت اواخلاقوستنې ورانې او د ملي نوامیسو په سر باندې تجارت وشو. په دا ډول شرایطو کې د اپوزیسیون له دریزه وتل د حرامخورانو او بې لارې کسانو کار دی.

افغان سباوون (دعوت میډیا): د سولې هیله مندي له واقعیتونو سره رانږدې شوې یا ورسره واټن لري ؟
 استاد تره کی:
د سولې احتمال هغه وخت رانږدې کیږي چې د جګړې د اړخونو ترمنځ د قواوو نسبي انډول رامنځته او د جګړې برلاسی مالوم نه وي. یعنې جګړه بنبست ته ورسیږي. نن دغه حالت واکمن دی. وسله وال مقاومت د سولې د داعیې په ملاتړ وار په وار خپل دریز څرګند کړی. خو تر هغه وخته پورې چې امریکا په خپل جګړه ایز دریز باندې له سره کتنه ونکړي، د سولې په موخه یو اړخیزه هسې مثبتې پایلې لرلی نشي.
امریکا د خپل اقتصادي ماشین د فعال ساتلو او په سیمه کې د ستراتژیک بدلون په موخه چې په کې د افغانستان ګټې باید قرباني شي ، اوږد مهالې جګړې ته اړتیا لري.

افغان سباوون (دعوت میډیا): تاسو د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د ډېرې اوږدې مودې همکار او مرستندوی پاتې شوي یاست او په سوونو مقالي او مرکې مو د همدې مرکز له لارې چاپ او هم د دعوت ویبپاڼې له لارې خپرې شوې دي. اوس چې دې مرکز دوه نوې ویبپاڼې په انلاین کړې، ستاسو نظر، مشوره او نیوکه څه ده ؟
 استاد تره کی:
هو! زه د شوروي ضد مقاومت او جهاد د لسیزې راهیسې د دعوت د اخبار او ویب پانې سره د فرهنګي همکار په حیث پاتې شوی یم. په لیوالتیا مې د دعوت ښکته اوپورته بدلونونه تعقیب کړي . د خوشالي خاي دی چې اوس د عوت په نوې بڼه او ښکلي انداز افغان مطبوعاتي او مدیاتیک کهول ته ورننوتی دی.
افغانستان په ناوړه حالت کې قرار لري. هر څومره چې موږ خپله چِیغه په جګه راپورته کړو هغومره د اوضاعو په بهیر باندې اغیز اچولی شو. انټرنت ، رادیو او تلویزیون د ۲۱ پیړۍ د کولتوري او سیاسي انقلابونو اومه توکي خلکو ته وړاندې کوي. توکي د ولسونو تر منځ د نظر د تبادلې په بهیر کې پوخوالي ته رسیږي او زمینه ستروبدلونونو ته برابروي.
تر اوسه پورې د شخصي رادیو او تلویزیون چلول د افغان الاصل امریکائیانو په انحصار کې وو . د اروپا افغانان له غږیزې میډیا نه بې برخې وو. ستاسو په خپرونو کې د رادیو او تلویزیون ورزیاتېدل پدې معنا دي چې وروسته له دې د اروپا افغانان د یوې ملي ، خپلواکې او پیاوړې تبلیغاتي وسیلې له لارې د افغانستان له ګټو نه دفاع کولی شي.
د دغه لوی فرهنګي خدمت له کبله د دعوت او افغان سباوون همکارانو ته مبارکي وایم او تاسو ته د خپلې قلمي همکاري د دوام ډاډ درکوم. « پاي »
فرانسه
 ۱۵/۱۲/۲۰۱۴
 ډاکترم ، عثمان تره کی
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20812

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery