مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کامه ورانه شوه او بيړاګان اوس خبر شول!!!

پاچا - کليفورنيا- امريکا


۱۹ ډسمبر ۲۰۱۴
د امريکا د سنا راپور: سي ـ آی ـ اې مشکوک تروریستان شکنجه کړي
د امریکا د سنا د مجلس  د استخباراتو د جرګه ګۍ مشری ډاين فاينسټاين د سی شنبی په ورځ یو راپور خپور کړ چی وايي سي آی اې مشکوک تروریستان شکنجه کول او د تحقیقاتو داسې لارې چارې یې استعمالولي چې د امریکا د ارزښتونو په خلاف وي."
دا څو ورځي کيږی چی د امريکا د نيويارک ټايمز او نورو رسنيو د سی - آی- اي (CIA) د مامورينو بشری ضد جنايات چی د بنديانو په مقابل کی يی تر سره کړېدې خپاره کړل.  د دوې په اصطلاح د غه کسان د امريکا پر ضد د ترهګريزو عملياتو په ترڅ کی نيول شوي وو. دا بنديان غير له کومو ترهګريزو لاسوندونو او اسنادو په درلودلو سره د امريکا په  پټو (مخفی) زندانونو او په ځانګړی ډول د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډيرو هيوادونو کی ددوي په نظامی اډو کی د ميزبان دولت له اجازی پرته جوړ شوي وو. د تحقيقاتو په جريان کی به د(CIA) مامورينو دغه مشکوک بنديان د انسانی کرامت پر خـلاف د ربړ او تعذيب سره مخامخول. ددی شکنجو او عذابونو مختلف ډولونه وو چی د امريکا د پخوانی ولسمشر جارج بش، د هغه مرستيال ډيک چينی، د دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ، د سی-آی-ای پخوانی مشر جارج ټينن او نورو جګپوړو مامورينو يی د اجرا آمر صادر کړي وو. دا بايد له نظر څخه و نه غورځول شی چی په افغانستان کی د شمالی ټلوالی ډير خبيثان او وطن پلورونکي لکه ډاکټر عبدالله عبدالله، يونس قانونی، قسيم فهيم، ربانی، رشيد دوستم، عطا نور، ايوب سالنګی، احمد ضيا مسعود، بسم الله محمدی، جنرال داود داود، امرالله صالح،  عبد البصير سالنګی د پروان ولايت والی، اسماعيل خان، ،محقق، کريم خليلی او ډير نور کسان هم شامل دي.
دلته به په هغه زندانونو چی امريکايی ځواکونو د نړۍ په نورو هيوادونو کی درلودل بحث نه کوو، خو يواځی په افغانستان کی امريکايی زندانونه چی په کابل، بګرام، لوګر، مزاری شريف، جلال اباد، خوست، پکتيا، پکتيکا، کنر ولايت، د لغمان ولايت په ګمبيری دښته کی، هرات، کندهار، هلمند، ارزګان او نورو ولايتونو کی يی  درلودل خبري وکړو. په دی زندانونو کی په زرهاو بيګناه انسانان بدون له کوم مشخص جرم څخه چی زياتره يی پښتانه وو بندی وو، دا پښتانه بنديان به  د شمالی ټلوالی او شورای نظار د جواسيسو لخوا امريکايانو ته په لاس ورکول کيدل او يواځی دا تور پری لګيده چی دا طالب او يا هم د طالبانو خواخوږی دی. بس امريکايان خو ليونيان دي ديته نه ګوری چی دا واقعيت دی او که نه، بس د شمالی ټلوالی هر راپور به امريکايانو ته د کاڼی کرښه وه.

که چيری د افغانستان او د افغان ولس ديارلس- څوارلس کلنی غميزی ته د نړۍ د معتبرو رسنيو لکه ورځپاڼو، ټيليويزونی چاينلونو، مجلو، غونډو، کنفرانسونو، ويډيو ګانو، اډيو ګانو ... او نورو بيشميره خپرونو په رڼا کی لکه د ائينی (هنداری) په شکل وګورو نو همدغو نړيوالو رسنيو د امريکا په اصطلاح د ترهګرو؟؟؟ سره د ناوړه او غير انسانی چلند په هکله په کراتو کراتو په ميليونهاود کاغذونو پاڼي توري کړي دي چی د همدغو رسنيو په ارشيفونو کی موجودی دي او که تله (ترازو) راواخلو او همدغه کاغذونه چی د امريکا پوځي کارکوونکو، قرارداديانو، د سی- آی- ای بی بنده باره لوچکانو او اوباشانو لخوا د بنديانو سره په نا روا سلوک تورن شويدي، نو ددغه کاغذونو وزن په په زرهاوو کيلوګرامو، پونډونو او ټنونو ته ورسيږی. دا خبري د هيچا څخه پټي او مخفی نه دي چی امريکايانو د بنديانو په مقابل کی  دغه ناوړه او غير انسانی چلند کړی، کوی يی او په راتلونکی وخت که  به هم دغه ناوړه عمل ته ادامه ورکوي.
اوس خبره داده چی ولـی د امريکا د پارلـمـان د اسـتـخـبـاراتـی کـمـيـټی اداری لخوا چی مـشره يی (سناتوره فاين سټاين) ده، او د کليفورنيا د ايالت د معتبرو ديموکراتانو څخه بلل کيږی په اصطلاح د ترهګرو بنديانو!!! سره  د ناوړه چلند په هکله د سی - آی- ای د تحقيقاتی پروګرام په اړه داسی لانجمن راپور خپور کړ؟؟؟ ددی سوال جواب به داسی وی:
د ۲۰۱۵ کال په اخر کی په امريکا کی ټولټاکني (انتخابات) کيدونکي دي، دا مريکا  په پارلمان کی اوس جمهوری ګوند (جمهوريخواهان) مطلق اکثريت لری، اوس ديموکراتيک ګوند ددی راپور په خپرولو سره غواړی چی د امريکا د جمهوری ګوند چی پخوانی ولسمشر جارج بش يی يو برجسته غړی دی  او د مسلمانانو  او د اسلامی نړۍ سر سخت مخالف دی، جمهوری ګوند بدنامه کړی او د ۲۰۱۵ کال په انتخاباتو کی د امريکا ديموکراتيک ګوند ته د کاميابۍ زمينه برابره کړی نو ځکه يی داسی يو لانجمن راپور خپور کړ. يو متل دی چی وايی "پيشو د خدای لپاره موږک نه نيسی". که يو څوک ددی راپور په خپرولو باور کوی نو دا به يو حماقت وی.
دلته د عراق د ابو غريب زندان په هکله چی د (CIA) د مامورينو لخوا د بنديانو سره کوم ناروا سلوک شويدی هغه به د هيچا هير نشی. همدغه د ابو غريب د زندان ناروا سلوک پخپله د امريکايانو لخوا په رسنيو کی خپور شو چی د ټولی نړۍ د با وجدانه انسانانو غوني زيګ شول او ددغی غملړلی پيښی تصويرونه او جنايات به هره ورځ د ټيلوويزون پر مخ نړيوالو ته ښودل کيدل خو وروسته د يو څه وخت څخه ددغه ناروا سلوک په هکله نه د سی- آی- ای او نه د امريکا کوم  بل کارکونکی نه د امريکا او نه هم نړيوالی محکمی   ته د  سزا ورکولو لپاره راښکل شو، بلکه لا نور يی هم و نازول. زما په آند دا يوه سياسی شعبده بازی ده چی د امريکا د عامو وګړو، د نړۍ د خلکو او په ځانګړی ډول د اسلامی نړۍ د اذهانو د معشوشولو لپاره د امريکا د حکومت او رسنيو لخوا د يو څه وخت لپاره پر مخ بيول کيږی او کله چی امريکايان خپل اهداف تر لاسه کړل بيا به د هغه چا خبره "نه چرګه وی او پرګه".

د امريکا بل منفور زندان چی ګوانتانامو نوميږی د نړۍ هر وګړی د هغه د نوم سره اشنا دی. دا چی د ګوانتانامو په زندان کی  د امريکا د سی –آی –ای  د کارکوونکو لخوا په بيګناه بنديانو باندی څه تير شوي او لا تيريږی د ټولی نړۍ خلک په ځانګړی ډول نړيوالی رسنۍ ښه پوره خبر دي. که په دی هکله يواځی د ملا سلام ضيف چی د طالبانو په وخت کی په اسلام اباد کی د افغانستان سفير و او بيا همدغه پاکستان پرته له ډيپلوماتيکو آدابو هغه يعنی ملا سلام ضعيف د امريکا د سی - آی- ای مامورينو ته وسپاره او ډير کلونه يی د ګوانتانامو په زندان کی تير کړل، ملا ضعيف خپل ياداشتونه د يو کتاب په شکل چی ډير دردوونکی او تريخ واقعات پکی ليکل شويدي خپور کړ چی د مطالعی وړ دی.
يو متل دی چی وايی "ټول پټی يی وخوړ لا اوس هم وايی چی مږه (موش) ده". د امريکا د پوځيانو او په ځانګړی ډول د سی- آی- ای د بيرحميو او فجايعو په هکله چی په اصطلاح د ترهګرو بنديانو په مقابل کی يی ترسره کړي دي ټوله نړۍ خبر وه او ده، خو د افغانستان واکداران اوس خبر شول، دا ډيره د افسوس خبره ده. افغانستان يو اشغال شوی هيواد دی او ټول تصاميم د امريکايانو لخوا نيول کيږی چی اوسنی ژوندی مثال يی د امريکا د باندنيو چارو وزير جان کيری  لخوا د ډاکټر عبدالله عبدالله مقررول دي. دا د نړۍ په کوم کتاب او قانون کی دې چی په انتخاباتو کی بايلونکی کس دی د ولسمشر د اجرايوی رئيس (صدر اعظم) په توګه وټاکل شی. کله چی د ولسمشر اوباما په مقابل کی ميټ رامنی انتخابات بايلودل نو حتی د امريکا په کابينه کی هغه (ميټ رامنی) ته يوه کوچنۍ وظيفه هم ورنکړل شوه، معاون خو لا په ځای پريږده، خو هم دغه جان کيری ډاکټر عبدالله عبدالله د ډاکټر اشرف غنی سره په دوهم مقام کی ځای پر ځای کړاود ولسمشر اشرف غنی لاسونه يی تر شا وتړل. شمالی ټلواله د امريکا، ايران، روس، پاکستان او اروپايی هيوادونو جاسوسان دي او يواځی د همدغو هيوادونو د منافعو لپاره کار کوی، نه د افغانستان او نه هم د افغانستان د ولس په قصه کی دي.
داسی ويل کيږی چی دا راپور (۶۷۰۰) شپږر زره اوه سوه پاڼي دی، خو يواځی (۵۰۰) پنځه سوه پاڼې يی په رسنيو کی خپريږې او نوری پاڼي يی ځکه مطبوعاتو ته نه راووځی ځکه چی ډير سری او مخفی اسرار لری چی د امريکا د ګټو سره په ټکر کی واقع کيږی، ديته وايی د بيان آزادی په امريکا کی.
هغه راپور چی د د بنديانو څخه د (CIA)  د مامورينو د تحقيقاتو په اړه د امريکا د پارلمان د استخباراتی جرګه ګۍ لخوا خپور شوی او د امريکا د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کی يی ځينی برخی نشر شويدی، د پارلمان د استخباراتی کميټی لخوا په (۲۰) شلو فقروکی ورته اشاره شويده چی سی ـ آی- ای، د بنديانو څخه د تحقيقاتو په وخت کی په نظر کی نه دي نيولي.

دغه شل (۲۰) مادی چی د متحده ايالاتو  د استخباراتی جرګه ګۍ لخوا ورته د نيوکی ګوته نيول شويده په لاندی ډول ژباړل کيږی:
۱. "داستخباراتی معلوماتو د راټولولو لپاره د تحقيق په دوران کی د (سی-آی-ای) لخوا کومه مؤثره تګلاره په نظر کی نه وه نيول شوی."
۲." د(سی- آی- ای) مامورينو به په غلطو معلوماتو باوراو تکيه کوله."
۳." د سی-آی-ای د کارکوونکو سلوک (د بنديانو په مقابل کی.ژ) ډير ظالمانه او وحشيانه وو."
۴." د هغه بنديانو د ژوند شرايط چی د (سی-آی-ای) په بند کی وو ډير ظالمانه او شديد وو."
۵." (سی-آی-ای) ته به هميشه او هميشه نادرست او غلط اطلاعات ورکول کيدل."
۶. "(سی-آی-ای) به هميشه د سنا (پارلمان) د غړو د نظارت او ليدنی څخه ډډه کوله."
۷. "(سی-آی-ای) به هميشه د سپينی ماڼۍ د کارکوونکو دتفتيش په مخ کی خنډونه جوړول."
۸. "(سی-آی-ای) به د ملی امنيت د ماموريت په مقابل کی ډير مغلق او پيچلي موانع راپيدا کول."
۹. " کله چی به پلټونکو (هيآت ) غوښتل چی د بنديانو څخه ليدنه وکړی د  سی-آی-ای  د دفتر دمامورينو لخوا به يی هميشه مخنيوی کيده."
۱۰." (سی-آی-ای) به هميشه د رسنيو سره په محرم او پوښلي ډول په تماس کی وو او د معلوماتو په خپرولو کی د يو بل سره ملګري او هم اهنګ وو."
۱۱. "د عملياتو په وخت کی (سی-آی-ای) هيڅ وخت کومه تياری اويا امادګی نه درلودله."
۱۲." په دی موده کی د (سی-آی-ای) ټول پرګرامونه د نواقصو او نيمګړتياو څخه خالی نه وو."
۱۳. "(سی-آی-ای)  به خپل ټول عمليات په ډير شدت سره پر مخ وړل."
۱۴. "د (سی- آی-ای) د تحقيقاتو تخنيک چی د تشد د او تيری څخه ډک وو هيڅ وخت د تائيد وړ نه وو."
۱۵. "(سی-آی-ای) هيڅ وخت د هغه بنديانو چی ددوي سره په بند کی وو کومه جامع او دقيقه شميره نه درلوده."
۱۶. "(سی-آی-ای) په پوره اندازه پخپلو ارزيابيو کی ناکامه شوه."
۱۷. "د(سی-آی-ای) کارکوونکي د هر ډول جواب ورکولو او مواخذی څخه برخوردار وو."
۴

۱۸. "د(سی-آی-ای)  په اړه هر ډول نيوکي، اعتراضونه او انتقادونه که هغه داخلی وو او يا هم (خارجی) د منلو وړ نه وو."
۱۹. "د (سی-آی-ای) دا رويه په هيڅ ډول د تحمل وړ نه ده"
۲۰. " (سی-آی-ای) د متحده ايالاتو موقف په نړيوله اندازه زيانمن کړ."
د تاريخی بيلګو پر بنسټ ټول  استخباراتی سازمانونه ډير بيرحمه دي، خو د امريکا استخباراتی سازمان، پوځيان او زياتره دولتی مامورين چی دا اوسنۍ جګړه يی د خپلو ګټو او منافعو لپاره پيل کړی ده، ډير بيرحم دي. دوي هيڅ يو قانون که هغه پخپله د امريکا په اساسی قانون کی ليکل شوی وی او يا هم کوم نړيوال قانون لکه د جنيوا کنوانسون وی احترام نه کوی په ځانګړی ډول دامريکا د قلمرو څخه د باندی د جګړی په ميدان کی. د امريکا پوځيان او د سی- آ ی- ای مامورين ډيـربی وجـدانـه، بيرحـمـه، قسی القلب، بی بندوباره، اوباش، پست، نمک حرام، بی ناموس، رزيلان او ... دي.
په درناوی
پـــا چـــا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery