مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملي یووالي حکومت د پاملرنې وړ!

سرلوڅ مرادزی

بلاخره ویل کیږي دې ورځو کې د ملي یووالی د حکومت کابینه اعلانیږي. د کار اهل ته د کار سپارل او غوره کسانو د ګمارنې په موخه، طبیعي ده چې یو څه زیات وخت ته اړتیا لېدل کېده، خو اوس چې د وخت ستونزه هم حل ښکاري، هیله ده افغانان یو داسې منلې او ښاغلې کابینه ولري!
د کاري او فعالي کابینې د نورو ارونو او ځانګړنو ترڅنګ باید په کابینه کې د ولایتونو برخې او ونډې ته هم اړینه پاملرنه وشي.
په دولتي لوړو مقاماتو او په تېره بیا کابینه کې، له یوه ولایت او بیا په هغه ولایت کې له یوه تنظیمه د زیاتو کسانو مقررول، د نورو ولایتونو د وګړو، نورو سیاسي ډلو او ازادو خلکو له استحقاق او مدني حقوقو سره زیاتی او جفا ګڼل کیږي چې د ملي یووالي حکومت يي باید په کلکه مخه ونیسي!
د ملي یووالي حکومت یو ساده مفهوم هم دا دی چې په حکومت او دولتي واک کې بې له توپیره، د ولایتونو او سیمو د ټولو افغانانو ونډه او برخه بې غشه او په وړه توګه انځور شي. که په واک کې یوازې یوه ولایت ته د پاتې نیم افغانستان او یا د څو ولایتونو په اندازه ونډه ورکړل شي او نور ولایتونه بې برخې او یا يي ونډه لږه شي او دا ونډه يي بل ولایت ته سوغات او نذرانه شي، دغسې حکومت ته نه یوازې موږ د ملي یووالی حکومت نوم نه شو ورکولای، بلکې د ملي یووالي تر نوم لاندې به مو یو ولایت او یا که منطقي وویل شي د یوه ولایت یو څو تنه سیاسي سوداګر او لنډه غر، پر ټول افغانستان واکمن کړي وي!
موږ په موجوده دولت کې د پنجشیر په نوم له یوه وړوکي ولایت څخه چې هېواد کې د نفوسو، ساحې او بیت المال ته د عایداتو له مخې تر ټولو کوچني، کم نفوسه او بې ګټې ولایت دی، دوه تنه هر یو عبدالله عبدالله او ضیا مسعود په کابینه او لوړو څوکیو باندې تیار مقرر لرو .
له دې ولایت څخه نورو کسانو ته کابینه او یا په لوړو دولتي څوکیو کې ځای ورکول به، خامخا د نورو ولایتونو او نورو افغانانو له حق او اسحقاقه څخه ترسره کیږي چې دا به لکه د کرزي د تېر دولت پشان بیا د نورو ولایتونو د وګړو د حق خوړلو په معنی وي!
هیله ده، څنګه چې د حکومت نوم د ملي یووالی حکومت دی، دغسې په دې حکومت کې د ټولو ولایتونو استازیتوب وشي او بلخوا له دغو ولایتونو څخه هیواد ته ژمن، د کار وړ او اهل کسان پر لوړو دولتي او نورو څوکیو وګمارل شي.
پورته ټکو ته په پام او د داسې اشخاصو په استخدام سره، د حکومت د ملي یووالي نوم بیا د هغه له نوم او ملي منځپانګې سره اړخ لګولي شي.
افغانان په هیڅ صورت حکومت ته اجازه نه ورکوي چې د عبدالله عبدالله او ضیا مسعوده، اخوا نور اضافه پجشیریان په کابینه او یا نورو لوړو دولتي څوکیو مقرر وویني!
دا دوه کسان هم د پنجشیر د کوچني ولایت په استازیتوب اضافي او ددې ولایت له استحقاقه زیات دي او د دوی په ټاکنه هم د نورو ولایتونو حق خوړل شویدی، خو که د پنجشیر ولایت څخه کوم بل پنجشیری بیا هم په کابینه کې وټاکل شي او شمېر يي له دې زیات شي، افغانان به يي په هیڅ صورت ونه مني او خپل کلک غبرګون به وښۍ!
د ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر ۲۰ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery