مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

معنوی د کورنیو چارو وزیر؟؟


داسی اوازی دی چی وروسته له ۳  میاشتو  څخه ولسمشر د اجرایوی ریس سره د  ۹ وزیرانو په  خوښولو سره هوکړی ته رسیدلی . زه عواړو چی له همدی ۹ وزیرانو له  جملی څخه یی په دریو وزیرانو لکه صلاح الدین د بهرنیو چارو، معنوی د کورنیو چارو او بسم الله خان د دفاعی چارو پر وزیرانو لنډه تبصره ولرم.
ښاغلی معنوی چی د کرزی په دور کی د ټاکنو د کمسیون ریاست ور په عاړی وو ټولو هیوادوالو ته د لمر په شان معلوم دی چی د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کی یی څومره درغلی کړی وی او څومره رشوتونه یی له وکیلانو څخه تر لاسه کړی وو . همدارنګه همدغه ملا معنوی د هم هغه وخت دوه دولتی موټر چی د دندی لپاره ورکړل شوی وو تر اوسه پوری کاروی.
بل خوا که موږ د اقفانستان شرایطو ته وګورو نو د کورنیو چارو وزارت یو ډیر مهم وزارت دی باید داسی کس ورته وټاکل شی چی کورنی امنیت تر خپل ګورت لاندی راوستلای شی. نو د کورنیو چارو وزارت ته باید نه یوازی د یوه سیاسی پوست په سترګه وکتل شی باید مسلکی هم اوسی چی موږ دا دواړه صفتونه په معنوی کی نه وینو.
له دغه تولو وراخو ښاغلی معنوی ډیر متعصب کس دی ، نو پر یاده شوی چوکۍ یی ناستی د هیواد لپاره چی ملی یوالی ته سخته اړتیا لری زهر دی باید د کورنیو چارو د وزیر په صفت ونه نومول شی.
ورپسی د بهرنیو چارو د وزارت لپاره د صالاح الدین ربانی  نومول په ښکاره د هیواد سره ملی خیانت دی چی کیږی دا ځکه ښاغلی صلاح الدین مسلکی  کس ندی چی دا لویه دنده پر مخ یوړل شی. په نننیو شرایطو کی د افغانستان بهرنۍ اړیکی ډیری مهمی دی. افغانستان د نړیوالو پر اړیکو او کومکونو تکیه دی صلاح الدین ربانی دا پیټی نه شی پورته کولای.دا ځک د همدغه ښاغلی وړتیا او کړنی  ولس ته هغه وخت معلومی شوی چی د سولی د شورا ریاست ورپه عاړه وو هیڅ ډول لاسته راوړنی یی نه درلودی.
دریم کس بسم الله خان  چی د دفاع وزارت ته نومول شوی دی بی له شکه چی مسلکی  دی، ارکان عرب دی، د کار تجروبه لری. خو په نننیو شرایطو کی همدغه د دفاع وزارت ته داسی کس پکار دی چی د پورته صفتونو په خوا کی جدی هم اوسی دا ځکه  دفاع وزارت ژور بدلون ته اړتیا لری ګمان نه کیږی چی دا اړتیا د نومول شوی وزیر پوره کړلای شی. 
د ولس عوښتنه له ولسمشر څخه دا ده چی پر خپلو وعدو ودریږی تر څو یی ولس هم تر شا ودریږی، هغه دا چی تاسو ښاغلی ولسمشر موږ ته وعدی راکړی وی چی مسلکی ، پاک او با کفایته اشخاص به پر دندو ګماری. خو موږ چی همدغه کسانو ته ګورو دا ځینی کاندیدان وزیران ستاسو د وعد و بر خلاف عوره شوی دی هیله ده چی داسی کار ونه شی.
د ولس بله عوښتنه له ښاغلی اشرف غنی څخه دا  دا ده چی که چیرته تاسو ولسمشر د ولس پر رایو ټاکل شوی وۍ، نو د ولس عوښتنو ته بی  له کومی ویری کلک ودریږی ولس اوس هم ستاسو تر شا ولاړ دی. د افغانستان د اساسی قانون پر بنسټ پر مخ ولاړ شی  او که دا کار نه شی کولای هیله ده چی د ولس امانت بیرته ولس ته ورکړی نو د بیا ټاکنو اعلان وکړی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/دیسمبر/۲۱
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery