مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هیواد کې د کرنې اوڅاروي ساتنې سکتوراوسني حالت ته لنډه کتنه

داکتر عبدالقادر« سمسور»


افغانستان داسې یوهیواد ده چې شاو خوا۸۰ سلنه وګړي یې په کلیوالوسیموکې ژوند کوی اود کلیوالوخلکو ژوند په کرنه او څاروي ساتنه پورې اړه لري چې دواړه برخې په دود یزه توګه ترسره کیږي، د نیږدې ۷۰٪ کروند ګرو دکرکیلې اوکاروسیله څاوي دي اوپه ډیروسیموکې دا یوه مناسبه تکنالوژي ګنل کیږي خو له بده مرغه د دې تکنالوژي دښه والي اوسمون لپاره تراوسه هیڅ  ډول کارنده ترسره شوی.  که څه هم د ټولې کرني سمه نیمايي برخه څاروی ساتنه جوړي خوکه له نیمې نورې برخې سره پرتله شي ډیره وروسته پاتې اوله پښولوید لې ښکاری.  دکرنې اوخوړو ادارې (FAO) د شمیرنې له مخې چې په ۲۰۰۳ م کال کې ترسره شویده (۳۷۱۵۴۰۹ ) غوایان ،( ۸۷۷۲۳۵۱  ) پسونه او (۷۲۸۰۸۶۶) وزې شمیرل شویدي، همدارنګه (۹۶۱۰۰۰۰) هکتاره کرنیزه ځمکه، (۱۷۰۰۰۰۰) هکتاره ځنګلونه او۳۰ ملیونه هکتاره طبیعی څړځا یونه په تیروشمیرنوکې ښودل شويدي، لکه څنګه چې تراوسه شاړي ځمکې تراوبه خورلاندې ندي راغلي دا شته کرنیزې ځمکې اوڅړځا یونه د ټول هیواد په کچه له ډول ډول لاندې ګواښونوسره مخا مخ دي:
1. د زورواکوله خوا په زورد ځمکونیول (غصبول) : نه یوازې سلطاني ځمکی، ورسوګانې اوڅړځا یونه بلکې شخصي ځمکې هم په کې شاملې دي
2. کرنیزې ځمکې اوڅړځایونه د ښارګوټواوکورونولپاره کارول
3. کرنیزه ځمکه د میراث له مخې په وړوټوټوبد لید ل یا ویشل 
4. دسیلابونواواورښتونوله ا مله د ځمکوتوږل اوخرابتیا
5. د نا ا مني اوبیلوبیلواقتصادی ټولنیزوفشارونوله امله د ښارونوپه لورد مؤلد ینومهاجرت    
کله چې موږ د کرنې د سکتورپه هکله خبرې کوو یوازې د طبیعی زیرموپه توګه د ځمکې، اوبواوځنګلونوخبرې ندي بلکې دا سکتور په عامه توګه له لاند ې شپږګونه اجزاووڅخه جوړده:
الف.  تولید یا محصول : دا مهم ټکی ده چې د کروند ګرواوڅاروی لرونکو له ژوند سره تړاولري چې د ښه والي اوزیاتوالي لپاره   د مؤلدینو غوښتنې دي اود یوې ملا تړکوونکې ادارې په توګه د کرنې اوبو لګونې اومالداري وزارت په تګ لوري کې چې باید تولید زیاد اوښه شي دهغه پخلی شوی ده.
ب.   د اړتیا وړموادو او وسیلې برابرولواود پورونود سیستم شته والی : د موادواو وسیلوبرابرولوپه هکله یولړګامونه پورته شوي او سوداګریزشرکتونه اوچارځا یونه میځ ته راغلي دي خود کروند ګرواوڅاروی لرونکولپاره د پورونو برابرولوکوم سیستم نشته ترڅود پراختیا لپاره اویا په اضطراري حالتونو کې د هغوی ملاتړوشي. 
ج.  څیړنې : د کرنې په دواړو ( نباتي اوحیواني)  برخوکې څیړنوته کلکه اړتیا ده په تیره بیا د څاروی ساتنې په اړوند چې کوم نسل چیرته، دکومې موخې لپاره اوڅنګه وروزل شی،  دهغوی د خوړوپه، مدیریت، دنسل اصلاح کولو، روغتیا څارنې اوبازارموند نې په برخوکې څیړنې روانې وي. څیړنې یواځې په آزموین ځایونو(لابراتوارونو) پورې اړه نه لری بلکې د څاروی لرونکواوکروند ګرو کرونده، بڼ، څړځای، غوجلې او داسې نورد څیړنوترسره کولوځای ده.  برسیره پردې با ید له بین المللي څیړنواو تجربوڅخه د اقلیمي، جغرافیایي ، اجتماعی اواقتصادي شرایطو په پام کې نیولوسره سم کارواخیستل شي .     
د.  پراختیا او رواجول:  د څیړنوتایید شوې پایلې څاروي لرونکواوکروند ګروته رسول اوپدې هکله له نورواړوندوبرخوسره دهغوی شریکول اوهمد ارنګه د هغوی د عملي کولو لپاره په ګډه کارکول د پراختیا او رواجولود برخې دنده ده خو زموږ دهیواد په کرنیزسکتورکې دا اود څیړنوبرخه دواړه ډیرې کمزورې دي چې په نشت شمیرل کیږي.    
ه.  بازارموند نه: د هرډول تولیدي سیستم لپاره د پلورنې اوپیرودنې آسانتیاوې برابرول اولارې چارې لټول اود هیواد په د ننه او د باندې سمه عملی بڼه ورکول ددې برخې غوره دنده او ذ مه واری ده اوباید سمه وده وکړي.  که څه هم د ي برخې ته یوڅه کارشویده خود نورو پورتنیو برخود کمزورتیا اونشتوالي له امله دومره نه ځلیږي ځکه ټولې پورته یادې شوې برخې یوله بل سره تړاو لري . 
و.   قوانین، لایحې او پالیسي : د پورتنیوبرخود عملي کولواو له هغوی څخه د اغیزمنې ګتې اخیستلو لپاره حدود اوچوکات ته اړتیا ده ترڅود ښې اوبدې یا دهغوی پایلې وکتل شي اوکارونه څنګه عملي بڼه ومومي او څنګه وارزول شي، چې دقوانینو، لوایحو اوتګ لوري شته والی د کرنې په بیلو بیلوبرخوکې د کارکولود څرنګوالي لپاره چې باید ترسره شي ډیره مهمه برخه ده.  خو له بده مرغه دې برخې زموږ د هیواد په کرنیزسکتورکې وده نده کړې اود خپل ماشومتوب په حالت کې هما غسې پاتې ده.    
 که د اوسنیواقتصادي اوټولنیزوشرایطو په پام کې نیولوسره د پورتنیو یادوونوترڅنګ په ټولیزه توګه د کرنې سکتورته توګه د یوې دایرې په د ننه کې وګوروداسې بریښی چې لویه اصلی برخه يې مؤلد ین ( څاروی ساتونکي اوکروند ګر) جوړوي اود دې برخې د پیاوړتیا، ملاتړاوآسانتیا وو برابرولولپاره د کرنې اوبولګونې اومالداري وزارت مسؤلیت لري اوترڅنګه یې د بین المللي ټولنې استا زیتوب، غیردولتی مؤسسې اوخصوصی سکتور چې باید سمه وده وکړي د کرنې سکتورمرستند ویان بلل کیږي.
د ځا يي مالداري اوکرکیلې ترڅنګ ګرځنده (کوچي توب) څاروي ساتنه زموږ په هیواد کې د کرنیزسکتورمهمه برخه اود ځا یي څاروي لرونکو لپاره د څارویو دبانک حیثیت لري چې ډیرځلي د ناوړه سیاستونوپه لومه کې راګیرشوی اوخپلوڅړځایونو ته د څاروي ساتنې لپاره نشي تللی، کوچیان کیدی شی په نیم کوچي یا پوره کوچي ډولو باندې وویشل شی چې دا ځانګړي تګ لاره غواړي، خوله بده مرغه کوټلې کړنلاره او تګ لوری ددې ډول څاروي ساتنې او ژوند کولو لپاره تراوسه مینځ ته نده راغلی اوباید له سیاسی لومې د باندې وایستل شي.
د کرنې اوڅاروي ساتنې سکتورزموږد هیواد د خوړوسرچینه،  د کارکولو ( کارموند نې) بڼسټ او اقتصاد د ملا تیرجوړوي، خوکله چېهره ورځ له بهرنیوهیوادونو څخه د اوړوډ کې لارۍ یو پربل پسې را روانې وګورۍ اوهمدارنګه د هیواد دګوټ ګوت په ټولوهټیواو بازارونوکې بهرنیوخوراکي توکو اوحیواني محصولات لکه هګۍ ، غوښه ، مایع او وچې شیدو بي دریغه شته والي ته نظرواچول شي بیا قضاوت کید لی شي چې دا د خوړو سرچینه، د کاربڼسټ اود اقتصاد د ملا تیرڅومره کاواکه، وروسته پاتې اوله ستونځوسره مخامخ ده اوخلک د خوراکي توکو د بیې لوړوالی اوبیکاری له امله څومره کړاوونه ګالي.
هغه سروې چې د ۲۰۰۸م کال پای او۲۰۰۹م کال ترپیل پورې د کرنې آوبولګونې اومالداري په وزارت کې د بڼوالي اوڅاروي سا تنې د پروژې ( HLP)  په چوکات کې د نړیوال با نک په مالي لګښت پيل شوې وو د استرلیایي کمپنۍ ( GRM-International ) له خوا ترسره شوه وښودل چې افغانستا ن ته په کال کې د ۱۵ملیونه امریکايي ډالرو په لګښت یوازې پاکتي مایع شیدې را واردیږي چې دا پانګه ټوله د خلکو له جیبونولګول کیږي، که په غیرقانوني توګه د شیدوراوړل ورسره یوځای شي د پیسولګښت به له دې نه خورا لوړوي اوکله چې د وچو( پودري) شید ولګښت ورسره یوځای شونو ټول لګښت ۱.۵ بلیونه افغانیو ته ورسید.
د کرنې اوڅاروي ساتنې د سمون چارې اوڅیړنې باید د ۳۴ ولایتونو په ولسوالیواوکلیو بانډواوهمدارنګه د کوچیانو په کیږد یو اوڅړځا یونوکې له مؤلد ینوسره په ګډه ترسره شی نه د کاغذ ونوپه ډکولو سره د میزونو ترشاه په دفترونوکې،  که اړونده ادارې وي یا نوي له پخوا تراوسه د کلیوالي سیمواوسیدونکوګذران اومعیشت په کرنه اوڅاروي ساتنه پورې اړه لري خواړوند ې ادارې باید هغه ژمنې چې د نوموړي سکتورد پیاوړتیا، ملاتړاو آسانتیاوو برابرولو په هکله يې کړې دي ترسره کړي.
څنګه چې د کرنې اوبو لګونې اومالداري محترم وزارت په ملي کچه د کرنیزسکتورد پیاوړتیا، مؤلد ینود ملاتړاود تولید د کچې لوړولو ټټروهلی لازمه ده چې لږڅه مکث ورباندې وشي،  نوموړی وزرات د فعالیتونوپه پام کې نیولوسره دوه اړخه لري چي یویې خپله د وزارت تشکیل ده چې ګڼ شمیرریاستونه لري اود ا ریاستونه با ید په اصل کې د تسپود مریوپه څیرپه یوه مزي سره پييل شوي وي او د دوي کارونه هم باید له یوبل سره باید اړیکې ولري خو له بده مرغه  دلته ګډ ې اړیکې او د ډله ایزکارروحیه ډ یره کمزورې  ده، ځکه نود پورتنیوشپږو ذکرشویو اجزاوو جوړښت کمزوری ده چې شته تشکیل اونویوجوړښتونومینځ ته راتلل ډ يرځلې ترپوښتنې لاندې دي او پدې جوړښتونوکې د کرنې اومالداري مسلکي اوتخنیکي ارزښتونه ترپښولاندې کیږي او مناسب سړی په مناسب ځاي نه ټاکل کیږي (هرڅوک مدیر صاحب ده خو مدیریت نشته) او وزارت یوازې هرڅوک په خپله محدوده کې ګوري نه دهیواد په ۳۴ ولایتونوکې، دولایتونودکرنې ریاستونواړیکی لکه څنګه چې ښايي له مرکزسره اوبدلې وي هسې کلکې ندی اوهرڅوک خپله آجندا پرمخ بیایی.
بل اړخ يې پروژې دي چې اکثراٌ د نړیوالې ټولنې، نړیوالوا دارولکه نړیوال بانک، آسیا يي بانک،  دکرنې د پرمختګ نړیوال وجهي صندوق( IFAD )،  کرنې او خوړو نړیواله اداره (FAO ) اوداسې نوروله خوا تمویلیږي او انکشافي موخې لري،  په ګڼ شمیرپروژو کې اوس د کرنې اوبو لګونې اومالداري وزارت، د مالې وزارت او بسپنه ورکونکي درې واړه خپل خپل رول لري چې باید د هرفعا لیت د پیل اوپرمخ بیولولپاره اوږد واټن ووهی چې دا کارډ یرپیچلی او وخت ضایع کوونکی ده اوسره له دې چې کارونه په خپل وخت اوله موخې سره سم سرته نه رسیږي د فساد لپاره يې هم لاره خلاصه کړې ده، له همدې امله د ډیروکسا نو لپاره پروژې لنګه غوا ښکاری اوډ یرځلې هڅه کیږی چې انکشافي بودجه دعادي اوشخصي موخولپاره وکارول شي اوله بلې خوا د پروژو او وزارت د بیلوبیلو ادارو د منسوبینوترمینځ ګده مرسته کمزوري ده اوډ یرځلې پروژې د یوه اضافی عنصرپه توګه ګڼل کیږي.                      
کله چې د کرنې اوڅا روي ساتنې تولید د پیاوړتیا اومؤلد ینود ملاتړخبرې کیږي باید د پور تنیولنډو معلوماتو پربنسټ چې د دي سکتوراوسنی حالت انزوروي د ا لاندې سپارښتني کیږي:
۱.   دمؤلد ینواواړوند لویواوکوچنیو وادارو ترمینځ د اړیکو پراختیا اوسمه پیژند ګلوي:  ترڅوهغوي وانګیري چې دا اداري دهغوي د پیاوړتیا او ملاتړلپاره مینځ ته راغلي دي.
 ۲.   مسلکي او تخنیکی ارزښتو نو ته اهمیت ورکول : د کرنې اوبو لګونې اومالداري وزارت باید تروسې وسې  ډیرتخنیکی او مسلکی وي اولږ سیاسي، اوځان باید د ۳۴ ولایتو نوپه ولسوالیواوکلیوکې وګوري .
۳. د مالداري برخه چې ډ یره وروسته پاتي ده دهغه پیاوړي کول، ترڅود حیواني محصولاتو دوارداتوکچه را ټیټه اوله هیواد څخه په بي ساري توګه دخارجی اسعارود وتلومخنیوی وشي.
۴. د کرنې د وزارت او اړوندوښونیزو ادارو لکه دوترنري او کرنې پوهنځي، ا نستیتیوتونه ، ښوونځي اونوروترمینځ  نیږدې اړیکې ، ترڅود هغوی د زده کړې نصاب نوي شی او د وخت له غوښتنواواړتیاووسره سمه وده وکړي .
۴. یومنځ موده ایزڅوکلن پلان مینځ ته راوړل: چې د کرنیزواوحیواني محصولاتو د واردولو کچې څومره را ټیټې اود اسعاروسپمونې کچه څومره لوړه بوزي.
۵ . د کرنیزو ځمکو د ژغورنې لپاره یوه مناسبه کړنلاره اوقانون را مینځ ته کول: چې با ید د ښارګوټو جوړونکواومافیایې کړویو له  شره خلا صه وي ، که نه نو په څو نیږدې راتلونکو کلنوکې به د کابل شا وخوا ولایتونوکرنیزه ځمکه له مینځه ولاړه شي.
۶.   له نورواړوندو اداروسره په ګډه د چاپیریال ساتنې  په برخه کې رغنده رول لوبول،  چې یوه برخه یې د حلالې لپاره اوهمدارنګه د څارویود خرڅلاو او پیرودنې لپاره مناسب ځایونه ټاکل اولارې چارې پیدا کول مهمه خبره ده.
۷.  د وترنري او نباتاتود ژغورنې په برخه کې د مناسبو درملواوواکسینونو د واردولولپاره لایحه اوقوانین را مینځ ته کول او د هغه په بنسټ د ټیټ کیفیت درملومخنیوي.
۸. دحیواناتو د تغذ یي، د فارم د مدیریت،  د شیدو دتولید، د چرګ روزنې، د وړیود پوهې په برخه کې، د کرنیزي انجنیري، اپید یمولوژي اونسل د اصلاح په برخه کې د کارکونکوپوهه لوړول،  باید پدې لارکې انډول او تعادل په پام کې ونیول شی،  نه د ارتباطاتواوواسطوله مخي دباند ینیوهیوادونو ته د تخنیکی اومسلکي کسا نواستول ( اکثراٌ غیرتخنیکي کسان لیږل کیږي اوهلته بیا  خپله فیصله بدلوی اوبله لاره غوره کوي) اوپه منځنۍ کچه تخنیکی کارکونکو روزنه ډیره ضروري ده.
۹. دڅاروی ساتنې اوکرکیلې په برخه کې مناسبه تکنالوژي لټول: په ځینې سیموکښې ښايي ماشینونه اوځینې برخوکې بیا له څارویو څخه کا راخیستل ښايي مناسبه تکنا لوژي وي او د دې  تکنالوژی د پراختیا او پرمختګ لپاره کارته سمه لاره پرانستل اوسم کارکول پکارد ي.
۱۰.   د اداري اصلاحاتواوسی ‌‌بي آرپه نامه  پروسې له لارې د تخنیکي کسانوټا کنې اومقرري د با ور وړندي، اهمیت يې له لاسه ورکړی او پروسه د فساد په لور روانه ده اوهمدارنګه تخنیکی اومسلکي با ورته یې زیان اړولی ده.  زموږ په آند یا باید له بیخه سمه اومثبت بد لون په کې راشی او یا بله سمه لاره ورته و لټول شی، ځکه د آ زموینو سره سره دلوړومقامونواوڅوکسه وکیلانولید نه او واسطه شرط ده.                         

          

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery