مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ادب پوهنې د مضمون سيلابس( مفردات)‎

 



نوم: ميراغا(ملت مل)
پکتيکا د ښوونکو د روزنې رياست
 پښتو څانګه
 د ادب پوهنې دکورس مفردات(سيلابس)
د کورس تشريح
 د ادب پوهنې مضمون چې اختصاصي او په اونۍ کې دوه کريډيټه تدريسيږي او ټول (۳۲) کريډيټه کېږي .په دې کورس کې به محصلان د ادب پوهنې په مضمون کې د ادب پوهنې اصطلاحات، مفاهيم، ادبي ژانرونه، سوژه، ادبي ښوونځی، ادبي سبک، نړيوال ادبي مکتبونه، په هېواد کې د پښتو ژبې ليکوالو غوره شوي سبکونه وپيژني او په دې اړه بشپړه پوهه ترلاسه کړي. موخه له دې کورس څخه دا ده، چې د دې کورس په پای کې محصلان وکولای شي د ادب پوهنې مفاهيم وپيژني او په دغه ژانرونو کې ليکنې وکړي او هم د نورو ليکوالو سبکونه وپيژني.
عمومي موخې:
په دې مضمون کې به، چې په اونۍ دوه ساعته تدريس کېږي، کوښښ وشي چې زده کوونکي به د ادب پوهنې علمي مفهوم زده او په خپله دنده او ژوند کې به يې پلی کړي او هم به د ادب پوهنې په اساس ادبي ژانرونه وپيژنې او په دغه ژانرونو کې کې به ليکنې وکړي او هم د نورو ليکوالو سبکونه وپيژني، چې د ليکنې او پيژندنې په اساس به په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلي.
خصوصي موخې:
۱- زده کوونکي به په پای کې د ادب پوهنې اصطلاحات وپيژني.(شناختي/ دانش).
۲- زده کوونکي به په پای کې د ادب پوهنې مفاهيم زده او بيان کړي.(شناختي/ درک).
۳- زده کوونکي په دې وتوانيږي، چې نړۍ وال ادبي ښوونځي وپيژني(شناختي/ دانش).
۴- زده کوونکي به په پای کې د ادب اغيزې په ټولنيز ژوند کې واضيح کړي.(شناختي/ درک).
۵- زده کوونکي به په پای کې په دې وتوانيږي، چې په ادبي ژانرونه وپيژني اوپه ادبي ژانرونو کې خپلې ليکنې وکړي. (حرکتي/ کارونې)
۶- زده کوونکي به په پښتو ادب کې يو ادبي ښوونځي ته منسوبو سبکونو د تجزيې سره علاق پيدا کړي (عاطفي/ علاقه درلودل ورکول او اخستل).
۷- زده کوونکي به په پای کې وکولای شي، چې ادبي سبک وپيژني او ځانګړتياوې يې بيان کړي.(شناختي/ دانش)
۸- زده کوونکي به په پای کې وکولای شي، چې په ليکنو کې د افغانستان د يو غوره شاعر او ليکوال سبک غوره کړي او ليکنه پکې وکړي.(حرکتي/ کارونې)
۹- زده کوونکي به په پای کې د پښتو ژبې ادبي سبکونه د نړيوالو ادبي سبکونو سره پرتله کړي اود غوره سبکونو سره به علاقه پيدا کړي (عاطفي او شناختي/ علاقه درلودل او تحليل).
۱۰- زده کوونکي به په پای کې د ادبي ليکنو دا وړتيا ولري، چې په خپله يوه ادبي ليکنه وکړي.(حرکتي/ د کارونې)
د کورس روش
 د دې کورس د وړاندې کولو روش په دې ډول دی، چې ښوونکی په هر درسي ساعت کې د احوال پوښتنې څخه وروسته د تير درس ارزونه کوي، د نوي درس سره اړيکه ورکوي او بيا نوی درس د (۲۰) د قيقو لپاره وړاندې کوي او په زده کوونکو باندې متمرکزو ميتودونو څخه ګټه اخستل کېږي. زده کوونکي له د ښوونکي څخه پوښتنې مطرح کوي او ښوونکی په پای کې د درس لنډيز او بيا ارزونه ترسره کوي.
د ادب پوهنې مضمون چې په او نۍ کې دوه ساعته تدريسيږي او يو ساعت (۵۰) دقيقيې تدريس کېږي. په شپاړس او نيو کې( ۳۲) ساعته کېږي موضوعات يې په لاندې ډول دي.
د مطالعې اجباري مواد او اضافي مواد موضوعات( اونۍ د اول او دويم ساعت) غونډې
 د ادب پوهنې کتاب۱-‍۱۲ او ادبي ژانرونرونه ۳۰- ۴۱ ۱- د ادب پوهنې د کورس پيژندنه
 ۲- د کورس موخې
 په ټولنه کې د ادب ځای او اغيز
 لومړۍ اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۱۳- ۲۷

 ۵۰- ۵۵ ادبي ژانرونه ۱- د ادب پوهنې پيژندنه
 ۲- دادب تيوريانې دويمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۲۸- ۴۵
 ۱- سوژه (د پېښو تابلو)
۲- په ادب کې د سوژې ځای
 دريمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۴۶-۵۰
 بديع فن او پښتو شاعري۷-۱۰ ۱- ادبي ژانرونه
 ۲- شعر
 څلورمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۵۰- ۵۸ او ژانرونه ۷۷- ۸۵
 ۱- د شعر ډولونه
 ۲- او د شعر توکي پنځمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۵۹- ۶۶
 ادبي ژانرونه ۸۰- ۸۳ ۱-داستان او ډولونه
 ۲- رومان او د رومان ډولونه
 شپږمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۶۶- ۷۷
 ادبي ژانرونه ۹۰-۹۹ ۱-لنډه کيسه
 ۲-د لنډې کيسې برخې اوومه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۷۸- ۹۱
 ادبي ژانرونه ۱۰۰-۱۱۰ ۱- ادبي ټوټه
 ۲-او ځانګړنې يې اتمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۹۲- ۹۷
 ادبي ژانرونه ۱۵۰- ۱۶۰
 شل سلنه ازموينه ۱-ډرامه او د هغې ډولونه
 ۲-تراژيدي او کوميډي نهمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۹۸- ۱۰۵
 ادبي ژانرونه ۳۰۰- ۳۰۱۵ ۱- دسبک فلسفه، ادبي ښوونځی
 ۲- او ادبي سبک پيژندنه لسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۱۰۶- ۱۱۰
 ادبي ژانرونه ۶۰- ۷۱
 ۱-په پښتو ادب کې د پخوانيو ۲-شاعرانو سبکونه يولسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب ۱۱۱- ۱۲۰
 ادبي ژانرونه ۴۰۰-۴۰۷ ۱-دسليمان
 ۲ د خوشال سبک دولسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۱۲۱- ۱۲۸
 ادبي ژانرونه ۵۰۰- ۵۰۸ ۱-د رحمان بابا سبک
 ۲-عبدالحميد سبک ديارلسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۱۲۹- ۱۳۵
 ادبي ژانرونه ۶۰۰- ۶۱۸ ا۱-روپايي ادبي مکتبونه
 ۲-کلاسيزم او رومانتيسزم څوارلسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۱۳۶- ۱۴۵
 ادبي ژانرونه۶۰۰-۶۱۸ ۱-رياليزم ۲- نچرليزم پنځلسمه اونۍ
 ادب پوهنې کتاب۱۴۶- ۱۵۵
 ادبي ژانرونه۶۰۰-۶۱۸
 اخرنۍ ازموينه
 وروستۍ ازموينه :
۱۳۹۳/۱۰/۱۰ ۱-سينتيمنتا ليزم ۲- سمبوليزم شپاړسمه اونۍ

 نوټ: له زده کوونکو څخه هيله کېږي، چې د ښوونکو د روزنې د موسيسې ټولو اصولو ته درناوی وکړي، په ټولګي کې حاضري ورکړي، په درسونو کې فعاله ونډه واخلي او د مضمون په اړه د ورښودل شويو ماخذونو سربيره نورې سرچينې هم وګوري او په فعال ډول په ټولګي کې حضور ولري او زده کړه وکړي.
د ارزونې روش او د ازموينې د پوښتنو نمونې په نښلونو کې موجودې دي.
د کورنۍ دندو برخه
 ۱- کورنۍ دنده: د کورس په پای د ټولو لوستو موضوعاتو لنډ راپورليکل او ښوونکي ته ورکول، چې د لس صفحو څخه تر پنځلس صفحو پورې د ټولوموضوعاتو لنډيز پکې موجود وي.
۲- کورنۍ دنده: د کتاب له مخې زده کوونکو ته موضوعګانې ټاکل او په دوه يا درې صفحو کې، د نوموړې موضوع په اړه معلومات
 ۳ – ډله يزه دنده زده کوونکي دې په پنځه کسيز ګروپ کې په خپله خوښه دافغانستان يو شاعر انتخابوي او د هغه سبک واضيح کول،چې پخوانيو کومو سبکونو سره ورته والی لري او د کومو ځانګړنو له مخې د هغه پيرو دی.
د کورنۍ دندو بشپړه لارښوونه په نښلونو کې موده ده.
د درې جلسو درسي پلان
 موضوع: ( دپښتوژبې او نړۍوال ادبي سبکونه او ښوونځي)
د اولې جلسې درسي پلان
 د لومړۍ جلسې عمومي موخه: زده کوونکي به د دې جلسې په پای کې د ادبي ښوونځي تعريف، اهميت او ارزښت وپيژني او په خپل ادبي ژوند کې به د يو ادبي ښوونځي د را منځته کيدو، په ادبي ښوونځي کې د ليکنې او يو ښه ادبي ښوونځي ځانګړني وپيژنې او په خپل ادبي ژوند کې به ګټه ترې واخلي.
د دويمې جلسې عمومي موخه: زده کوونکي به وکولای شي، چې د نړۍ والو ادبي ښوونځي وپيژني او هم وکولای شي، چې د نړۍ والو ادبي ښوونځيو ځانګړنې او ډولونه وپيژني او د پښتو ادبي ښوونځيو سره يې پرتله او د پرتلې له مخې خپلې ليکنې د غوره ادبي ښوونځي په چوکاټ کې وکړي.
د درېمې جلسې عمومي موخه: زده کوونکي به وکولای شي، چې ادبي سبک وپيژني او په پښتو ادب کې د سبکونو ډولونه او د هغوی ځانګړنې وپيژني او د ځان لپاره د ليکنې يو ښه سبک غوره کړي.
خصوصي موخې:
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې په پښتو ادب کې د موجودو ادبي ښوونځيو نومونه واخلي(شناختي/ دانش).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې په پښتو ادب کې د ادبي ښوونځيو د پيژندلو ارزښت بيان کړي(عاطفي/ ارزښت بيانول).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې د ادبي ښوونځيو د پيژندلو سره علاقه پيدا کړي(عاطفي/ علاقه، ورکول او اخیستل).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې د خپلې ليکنې سبک د يو ادبي ښوونځي تابع وګرځوي(حرکتی‎/ په کار وړل).
• زده کوونکي به وکولای شي، چې د پښتو ادب ادبي ښوونځي او د دري ادب ادبي ښوونځي سره پرتله کړي(شناختي/ تحليل).
 زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې د نړۍ والو ادبي ښوونځيو نومونه واخلي(شناختي/ دانش).
 زد کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې د نړۍ والو ادبي ښوونځيو ځانګړنې بيان کړي(شناختي/ درک).
 زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې د نړۍ والو ادبي ښوونځيو سره علاقه پيدا کړي (عاطفي/ علاقه او ارزښت ورکول).
 زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې نړۍ وال ادبي ښوونځي د پښتو ادب له ښوونځيو سره پرتله کړي شناختي/ تحليل).
 زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې په رومانتسيزم نړۍ وال ادبي ښوونځي اړوند مفکوره ليکنه وکړي (حرکتي/ په کار وړل).
 زده کوونکي به د نړۍ والو ادبي ښوونځيو رنګ په پښتو ادب کې پيدا کړي (حرکتي/ ترکيب).
 زده کوونکي به په نړۍ والو ادبي ښوونځيو انتقادي ليکنه وکړي.(حرکتي/ ارزشيابي، قضاوت).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې په پښتو ادب کې د موجودو ادبي سبکونو نومونه واخلي(شناختي/ دانش).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې په پښتو ادب کې د ادبي سبکونو د پيژندلو ارزښت بيان کړي(عاطفي/ د ارزښت بيانولو پوهه).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې د ادبي سبکونو د پيژندلو سره علاقه پيدا کړي(عاطفي/ علاقه درلود اوپوهيدل).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې د خپلې ليکنې لپاره ادبي سبک وټاکي، چې د چا د سبک د ليکنې په طرز روان دی( حرکتي/ په کاروړل).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې په پښتو ادب کې د يوشاعر سبک او د دري ادب کې ديو شاعر سبک سره پرتله کړي(حرکتي/ تحليل).
• زده کوونکي به د دې درس په پای کې وکولای شي، چې په پښتو ادب کې د(پيرمحمد کاروان سبک) د کومو ځانګړنو له امله د کوم ادبي ښوونځي پيرو دی(حرکتي/ ترکيب).
د موخو تحليل
 لومړۍ موخه ځکه شناختي ده، چې زده کوونکي يواځي په پښتو ادب کې د ادب ښوونځيو نومونه اخلي او هغه پيژني، چې پيژندل او نومونه اخستل په شناختي ساحه او د پيژندل او نومونه اخستل د سطحې له مخې ټيټه سطحه او دانش يا د پوهې سطحه ده.
دويمه موخه ځکه عاطفي ساحې پورې اړه لري، چې زده کوونکي د ادبي ښونځيو د ارزښت سره علاقه پيدا کوي، چې علاقه په عاطفي ساحې راځي او د ارزښت ورکولو سطحه پکې راغلې.
دريمه موخه ځکه عاطفي ده، چې زده کوونکي د ادبي ښوونځيو د پيژندلو سره علاقه پيدا کوي او علاقه په عاطفي کې راځي، چې د سطحې له مخې اخستل او ورکول دي.
څلورمه موخه ځکه حرتي ده، چې زده کوونکي په دې توانيږي، چې د خپلې ليکنې طرز د يو ادبي ښوونځي تابع ګرځوي او په عملي ډول ښه يو سبک کې ليکنه شروع کوي او د په کار وړلو سطحه ده، ځکه چې زده کوونکونکي هغه څه چې په ښوونځي کې زده کړې هغه په خپل ژوند کې کاروي.
پنځمه موخه ځکه موخه ځکه په شناختي ساحه کې راځي، چې د پښتو ادب او دري ادب سبکونه سره پرتله کوي، چې پرتله کول اوپيژندل په شناختي ساحه او پرتله کول بيا د تحليل په سطحې پورې اړه لري.
شپږمه موخه ځکه شناختي ده، چې زده کوونکي يواځي د نړۍ والو ادبي ښوونځيو نومونه اخلي، چې د نومونو اخستل په شناختي کې راځي او د دانش سطحه ځکه ده، چې زده کوونکي په ابتدايي ډول يواځي نومونه اخلي.
اوومه موخه ځکه په شناختي کې راځي، چې زده کوونکي د نړۍ والو ادبي ښوونځيو ځانګړتياوې بيانوي او د درک په سطحه کې راځي، ځکه چې زده کوونکي ادبي ښوونځي درک نه کړي او په هغې ونه پوهيږي د هغې ځانګړتياوې نه شي بيانولای.
اتمه موخه ځکه عاطفي ساکه کې راځي، چې زده کوونکونکي د نړۍ والو ادبي ښوونځي، سره د هغې د پيژندنې له امله علاقه پيدا کوي او د ارزښت سطحه يا د علاقې ښوودلو سطحه ده.

د اولې جلسې درسي پلان
 هر درسي ساعت يا جلسه درې پړاوونه لري:
لومړی پړاو: په دې پړاو کې سلام، احوال پوښتنه، حاضري او د تير درس ارزونه ترسره کېږي. د لس دقيقو لپاره.
دويم پړاو: په دې پړاو کې د انګيزې په توليد سره د نوي درس شروع، په مختلفو ميتودونو سره د درس وړاندې کول، زده کوونکو ته د فعاليت وخت ورکول او د هغوی پوښتنو ته وخت ورکول. د څلويښت دقيقو لپاره
 دريم پړاو: په دې پړاو کې په جالبو ميتودونو او طريقو د ټول درسي ساعت لنډيز او په پای کې د درس ارزونه کول، چې ښوونکی باوري شي، زده کوونکو درس زده کړی دی او هم د کورنۍ دندې ورکول. د لس دقيقو لپاره.
د دې جلسې موضوعات: د ادبي ښوونځي پيژندنه، د ادبي ښوونځي ځانګړنې، په پښتو ادب کې د ادبي ښوونځيو ډولونه دي.
د دې جلسې لپاره اړين درسي توکي په لاندې ډول ټاکل شوي: سپينه تخته، مارکر قلمونه، قلمونه، کتابچې، سپينې پاڼې، چارتونه، پراجکټور، کمپيوتر، کتابونه. دا درسي توکي ځکه ټاکل شوي، چې د دې موضوع د روښانه کولو لپاره لازم دي، چې په تخته مهمې ټکي وليکل شي، زده کوونکي هغه نوټ کړي، په سپينو پاڼو کې فعاليتونه ترسره کړي، چارتونو کې ګروپي کارونه ترسره کړي، او د کمپيوټر او پراجکټور په وسيله ښوونکی موضوع ښه وړاندې کړي.
د دې درس لپاره لاندې ميتودونه او فعاليتونه په پام کې نيول شوي: مغزي طوفان، لکچر، ګروپي، ذهني نقشه، Hangman. د دې درس لپاره مو ځکه دا ميتودونه په پام کې نيولې، چې لومړی له زده کوونکوڅخه د طوفان مغزي په ډول پوښتنه کوو(چې د ښوونځي او ادبي ښوونځي ترمنځ توپير څه دی؟) په دې سره زده کوونکي د تير درس سره د نوي درس اړيکه يادوی. بيا د هينګ مين فعاليت ترسره کوو، چې دا په نوي عنوان د زده کوونکو توجه زياتوي او انګيزه توليدوي. خپل معلومات د لکچر په ډول وړاندې کوو، ځکه چې په لکچر سره دا موضوع ښه وړاندې کيدای شي او ټولو زده کوونکو ته پوره معلومات په کم وخت کې لېږدول کېږي. ګروپي دنده ورکوو، ګروپي دنده ځکه ورکوو، چې د لکچر درس چې ادبي ښوونځي دی په ګروپونو کې زده کوونکي په هغې کار کوي، چې هغه موخې چې مونږ ټاکلې هغه په لاس راوړي او ادبي ښوونځي او ځانګړنې يې وپيژني. او د ذهني نقشې په وسيله د درس ارزونه کوو، ځکه مو دا ميتود د ارزونې لپاره ټاکلی، چې د زده کوونکو لپاره د سيالۍ زمينه برابروي او هم د زده کوونکو لپاره په زړه پورې دی، چې هر يو برخه واخلي او په دې ډول دی، چې له زده کوونکو څخه يو کس تختې ته را پورته کوو او د نورو ځوابونه د ذهني نقشې په ډول په تخت کې ليکو.


د دويمې جلسې درسي پلان
 هر درسي ساعت يا جلسه درې پړاوونه لري:
لومړی پړاو: په دې پړاو کې سلام، احوال پوښتنه، حاضري او د تير درس ارزونه ترسره کېږي. د لس دقيق لپاره.
دويم پړاو: په دې پړاو کې د انګيزې په توليد سره د نوي درس شروع، په مختلفو ميتودونو سره د درس وړاندې کول، زده کوونکو ته د فعاليت وخت ورکول او د هغوی پوښتنو ته وخت ورکول. د څلويښت د قيقو لپاره.
دريم پړاو: په دې پړاو کې د درسي ساعت د ټول درس لنډيز په جالبو ميتودونو او طريقو سره او په پای کې د درس ارزونه کول، چې ښوونکی باوري شي، زده کوونکو درس زده کړی دی، د کورنۍ دندې ورکول. د لس دقيقو لپاره.
ددې جلسې موضوعات: دنړۍ والو ادبي ښوونځيو پيژندنه او ډولونه، د نړۍ والو ادبي ښوونځيو ځآنګړنې، د نړۍ والو ادبي ښوونځيو پرتله دافغانستان د ادبي ښوونځيو سره.
د دې جلسې لپاره درسي توکي: سپينه تخته، مارکر قلمونه، قلمونه، کتابچې، کتابونه، سپينې پاڼې، چارتونه، پراجکټور، کمپيوتر. د دې جلسې لپاره مو ځکه دا درسي توکي ټاکلي، چې د موضوع اړوند دي او موضوع ښه روښانه کولای شي، چې په تخته مهمې ټکي وليکل شي، زده کوونکي هغه نوټ کړي، په سپينو پاڼو کې فعاليتونه ترسره کړي، چارتونو کې ګروپي کارونه ترسره کړي، او د کمپيوټر او پراجکټور په وسيله ښوونکی موضوع ښه وړاندې کړي.
د دې جلسې لپاره مو لاندې ميتودونه او فعاليتونه ټاکلي: سوال او ځواب، Hangman، لکچر، انفرادي کار، دوه کسيزه کار. درس لپاره مو ځکه دا ميتودونه په پام کې نيولې، چې لومړی له زده کوونکوڅخه د سوال او ځواب په وسيله د تير درس ارزونه کوو، چې مونږ سره د موخو په لاسته راوړلو کې ځکه مرسته کوي، چې زده کوونکي د هر درس ارزونې لپاره اړ دي، چې موضوع زده کړي. په دې سره زده کوونکي د تير درس سره د نوي درس اړيکه يادوی. بيا د هينګ مين فعاليت ترسره کوو، چې دا په نوي عنوان د زده کوونکو توجه زياتوي او انګيزه توليدوي. خپل معلومات د لکچر په ډول وړاندې کوو، ځکه چې په لکچر سره دا موضوع ښه وړاندې کيدای شي او ټولو زده کوونکو ته پوره معلومات په کم وخت کې لېږدول کېږي. ګروپي دنده ورکوو، ګروپي دنده ځکه ورکوو، چې د لکچر درس چې ادبي ښوونځي دی په ګروپونو کې زده کوونکي په هغې کار کوي، چې هغه موخې چې مونږ ټاکلې هغه په لاس راوړي او ادبي ښوونځي او ځانګړنې يې وپيژني. او د ذهني نقشې په وسيله د درس ارزونه کوو، ځکه مو دا ميتود د ارزونې لپاره ټاکلی، چې د زده کوونکو لپاره د سيالۍ زمينه برابروي او هم د زده کوونکو لپاره په زړه پورې دی، چې هر يو برخه واخلي او په دې ډول دی، چې له زده کوونکو څخه يو کس تختې ته را پورته کوو او د نورو ځوابونه د ذهني نقشې په ډول په تخته کې ليکو.

د دريمې جلسې درسي پلان
 هر درسي ساعت يا جلسه درې پړاوونه لري:
لومړی پړاو: په دې پړاو کې سلام، احوال پوښتنه، حاضري او د تير درس ارزونه ترسره کېږي. د لس دقيقو لپاره.
دويم پړاو: په دې پړاو کې د انګيزې په توليد سره د نوي درس شروع، په مختلفو ميتودونو سره د درس وړاندې کول، زده کوونکو ته د فعاليت وخت ورکول او د هغوی پوښتنو ته وخت ورکول. د څلويښت دقيقو لپاره.
دريم پړاو: په دې پړاو کې د درسي ساعت د ټول درس لنډيز په جالبو ميتودونو او طريقو سره او په پای کې د درس ارزونه کول، چې ښوونکی باوري شي، زده کوونکو درس زده کړی دی، د کورنۍ دندې ورکول. د لس دقيقو لپاره.
موضوعات: د ادبي سبک پيژندنه، د ادبي سبک ځانګړنې، په پښتو ادب کې مشهور ادبي سبکونه.
د دې جلسې لپاره اړين درسي توکي: سپينه تخته، مارکر قلمونه، قلمونه، کتابچې، کتابونه، کوچني کارتونه، چارتونه، پراجکټور، کمپيوتر. د دې جلسې لپاره مو اړوند اصلي درسي او مرستندويه درسي توکي ټاکلي،چې موضوع لا ښه روښانه کړي، چې په تخته مهمې ټکي وليکل شي، زده کوونکي هغه نوټ کړي، په سپينو پاڼو کې فعاليتونه ترسره کړي، چارتونو کې ګروپي کارونه ترسره کړي، او د کمپيوټر او پراجکټور په وسيله ښوونکی موضوع ښه وړاندې کړي.
د دې درس لپاره مو لاندې ميتودونه او فعاليتونه ټاکلي: Hangman، سوال او ځواب، لکچر، مباحثه، ذهني نقشه. د دې درس لپاره مو ځکه پورته ميتودونه او فعاليتونه ټاکلي، چې د درس موخې په لاس راوړلای شي. چې لومړی له زده کوونکوڅخه د سوال او ځواب په وسيله د تير درس ارزونه کوو، چې مونږ سره د موخو په لاسته راوړلو کې ځکه مرسته کوي، چې زده کوونکي د هر درس ارزونې لپاره اړ دي، چې موضوع زده کړي. په دې سره زده کوونکي د تير درس سره د نوي درس اړيکه يادوی. او بيا د هينګ مين په وسيله د موضوع پيژندنه، چې د هينګ مين په فعاليت کې په تخته باندې د (سبک) کلمې ته د تورو په شمير کورونه جوړوو اوزده کوونکي د فکر په وسيله هغه توري بيانوي او په نتيجه کې عنوان پيدا کېږي، چې په دې سره په نوي عنوان د زده کوونکو توجه زياتوي او انګيزه توليدوي. د لکچر په وسيله په سلايډونو کې موضوع وړاندې کو، چې خپل معلومات د لکچر په ډول وړاندې کوو، ځکه چې په لکچر سره دا موضوع ښه وړاندې کيدای شي او ټولو زده کوونکو ته پوره معلومات په کم وخت کې لېږدول کېږي. ګروپي فعاليت مو ځکه ټاکلی چې په اړونده موضوع باندې په څلور کسيزه ګروپ کې مباحثه کېږي، چې د مباحثې په ترڅ کې زده کوونکي د ادبي ښوونځي په ځانګړنو بحث کوي او تدريس شوې موضوع د موخو سره سمه زده کيدلای شي او په پای کې د د ذهني نقشې په وسيله د درس ارزونه کوو، ځکه مو دا ميتود د ارزونې لپاره ټاکلی، چې د زده کوونکو لپاره د سيالۍ زمينه برابروي او هم د زده کوونکو لپاره په زړه پورې دی، چې هر يو برخه واخلي او په دې ډول دی، چې له زده کوونکو څخه يو کس تختې ته را پورته کوو او د نورو ځوابونه د ذهني نقشې په ډول په تخته کې ليکو.

اوله نښلونه
 د کورنۍ دندو لارښوونه
 د پاملرنې وړ ده ، چې د دې کورس يوه مهمه برخه د کورنۍ دندو ترسره کول دي، چې د سمستر په اوږدو کې زده کوونکي اړ دي، چې کورنۍ دندې په خپل وخت ترسره کړي.
۱- کورنۍ دنده: د کورس په پای د ټولو لوستو موضوعاتو لنډ راپورليکل او ښوونکي ته ورکول، چې د لس صفحو څخه تر پنځلس صفحو پورې د ټولوموضوعاتو لنډيز پکې موجود وي. دا په دې ډول، چې محصلان د هردرسي ساعت د مهمو موضوعاتو لنډيز د نېټې، ورځې او ساعت سره سم ليکي او په پای کې يې ښوونکي ته سپاري. د دې کورنۍ دندې پيل د سمستر له لومړۍ ورځې پيل او ښوونکی يې د سمستر يه جريان کې څاري، چې د زده کوونکو کارونه څه ډول روان دي اود وروستۍ ازموينې څخه پنځه ورځې مخکې بايد ښوونکي ته وسپارل شي.
د دې دندې موخه دا ده، چې د ټولو جزيي موخو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي، ځکه چې د ټولو موضوعاتو لنډيز ليکل کېږي، چې هم په دې کې د سبکونو، سوژو، ادبي ښوونځيو او ادبي ژانرونو پيژندنه په نظري ډول زده کوي او هم هغه عملي مثالونه چې ښوونکی یې د درس په بهير کې وړاندې کې د اسانۍ لپاره په لنډ ډول ليکي.
۲- کورنۍ دنده: د کتاب له مخې زده کوونکو ته موضوعګانې ټاکل او په دوه يا درې صفحو کې، د نوموړې موضوع په اړه معلومات ليکل او په موضوعګانې( هر زده کوونکي ته يو ادبي ژانر) کې له همدې کتابونو او دوه نوروسرچينو څخه ګټه اخستل او دا کورنۍ دنده د (۱۰) دقيقو لپاره په ټولګي کې وړاندې کوي، چې نيمې نومرې يې د ليکلو او نيمې يې د وړاندې کولو دي.
د دې کورنۍ دندې څخه موخه دا ده، چې د دې په ليکلو سره به زده کوونکي د جزيي موخو پنځمه موخه په لاس راوړي، چې زده کوونکي به ادبي ژانرونه وپيژني او د هغه د ځآنګړتياوو په بيانولو سره به په ژانرونو کې ليکنې وکړي.
د ماخذ ليکنې طريقه:
- په متن کې د ماخذ ليکنې لپاره که خلاصه وي، د متن په پای کې د کتاب نوم او د چاپ کال( بديع فن او پښتو شاعري، ۱۳۸۸).
- که نقل قول وي، د هغې کتاب نوم، ليکوال،چاپ کال، چاپ خونه، او صفحه).
- د مقالې په پای کې ماخذونه د الفبا د تورو په ترتيب او د کتاب نوم، د ليکوال نوم، د چاپ کال او چاپخونه ذکرکول.
- په ماخذ ليکنه کې په( ليکوال نوم، تخلص او کتاب نوم) کې که هر کوم ډېر مشهور و، هماغه په سر کې راوړل کېږي.
زده کوونکي بايد په دې مقاله کې د د لوړو زده کړو د ماخذ ليکنې په طريقه خپله مقاله کې ماخذونه وليکي.
۳ – ډله يزه دنده زده کوونکي دې په پنځه کسيز ګروپ کې په خپله خوښه دافغانستان يو شاعر انتخابوي او د هغه سبک واضيح کول،چې پخوانيو کومو سبکونو سره ورته والی لري او د کومو ځانګړنو له مخې د هغه پيرو دی. درې صفحې. د سمستر ترپای مخکې بايد ښوونکي ته وسپارل شي. ماخذ ليکنې ته اړتيا نشته.
د دې کورنۍ دندې تر سره کول مونږ سره د (اوومې او اتمې) جزيي موخو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي، چې زده کوونکي د ادبي سبک له ځانګړتياوو وروسته ځانته د ليکنې ښه سبک غوره کړي. دا کورنۍ دنده د کورس په موخو کې زمونږ سره مرسته کوي او زده کوونکي هغه څه چې په دې مضمون کې يې زده کوي، کولای شي چې هغه په عملي ډول ترسره کړي.

 

 

 

 

 


دويمه نښلونه
 د ارزونې روش
 دا چې دا کورس د فعالې زده کړې په اساس مخته ځي، د هرې ورځې د حاضرۍ او په ټولګي کې د ونډې اختسلو او د سمستر په اوږدو کې د مشاهدې او کورنيو دندو او ازموينو په وسيله د زده کوونکو ارزونه کېږي.
۱۰ - نومرې د ټولګي د فعاليت او حاضرۍ
 ۲۰ - نومرې د کورنۍ دندو او پروژو لپاره.
۲۰- نومرې د منځنۍ ازموينې
 ۵۰ - نومرې د وروستنۍ ازموينې، چې ټولې سل نومرې کېږي.
د نومرو ورکولو درجه په لاندې ډول ده.
۹۵-۱۰۰ A+ ۹۰- ۹۴ A
۸۵- ۸۹ B+ ۸۰- ۸۴ B
۷۵- ۷۹ C+۷۰ – ۷۴ C
۶۰- ۶۹D+ د ۵۵- ۵۹ D او د (۵۵) څخه ښکته ناکام شميرل کېږي.
په دې مضمون کې ۹۰- ۱۰۰ لوړه درجه، ۸۰ – ۸۹ دويمه درجه ۷۰- تر ۷۹ دريمه درجه او له ۶۰- تر ۶۹ څلورمه درجه او(۵۵) يو يواځي کامياب او له ۵۵ څخه ټيټه نومره ناکامام شمیرل کېږي.
د شل سلنه ازموينې د پوښتنو نمونه
 ۱- د ادب پوهنې لس اصطلاحات تعريف کړئ؟ / د لومړۍ موخې ارزونه کوي.
۲- د ادب پوهنې مفهو واضيح کړئ؟ / د دويمې موخې ارزونه کوي.
۳- نړۍ وال ادبي ښوونځي راوپيژنئ؟ / د دريمې موخې ارزونه کوي.
۴- په ټولنيز ژوند باندې د ادب اغيزې واضيح کړئ؟ / د څلورمې موخې ارزونه کوي.
۵- ستاسې په خوښه يو ادبي ژانر کې د فساد په اړه څو کرښې ليکنه وګړئ، چې يو مفهوم بيان کړي؟ / د پنځمې موخې ارزونه کوي.
۶- لاندې جملې که سمې وي په (س) او که ناسمې وي په (ن) يې ځواب کړئ.
د سمو او ناسمو پوښتنو برخه:
۷- سبک د يو شاعر يا ليکوال د ليکنې طرز ته وايي او څو سبکونه چې يو ځای شوي يو ادبي ښوونځی جوړوي( )./ اوومې موخې ارزونه کوي.
۸- سوژه د موضوع په نوم او په ادب کې د پېښو پرلپسې ليست ته وايي( )./ د عمومي موخې د يوې برخې ارزونه کوي.

څلور ځوابه پوښتنه
 ۹- په پښتو ادب کې له هندي سبک څخه را زيږيدلی دنازک خيالۍ سبک له لاندې يو دی.
الف- د خوشال ادبي سبک ب- د رحمان بابا سبک ج- د حميد مومند سبک د ټول ناسم دي./ د اوومې موخې ارزونه کوي.

د وروستۍ ازموينې د پوښتنو نمونه

 ۱- ادبي سبک څه ته وايي د بېلګې سره يې واضيح کړئ؟/ د اوومې او اتمې موخې ارزونه کوي.
۲- د عبدالحميد مومند ادبي ښوونځي اړوند سبکونه کوم دي او هم يې ځانګړنې بيان کړئ؟ / د شپږمې موخې ارزونه کوي.
۳- د يو ښه ادبي سبک ځانکړتياوې وليکئ؟/ د نهمې موخې ارزونه کوي.
۴- تاسې د خپلو ليکنو لپاره کوم ډول سبک انتخابوئ او هم واضيح کړئ، چې ولې مو دا سبک انتخاب کړی دی؟/ د اتمې موخې ارزونه کوي.
۵- د ادبي سبک او ادبي ښوونځي تر منځ توپير د مثال سره واضيح کړئ؟ / د اوومې او شپږمې موخې ارزونه کوي.
۶- د پښتو ژبې ادبي ښوونځيو او نړۍ والو ادبي ښوونځيو ترمنځ د ورته والي او بيلوالي ټکي کوم دي واضيح يې کړئ؟ / د دریمې او شپږمې موخې ارزونه کوي.
۷- په نړۍ والو ادبي مکتبونو کې د رومانتيسيزم او رياليزم ترمنځ کوم توپيرونه او ګډ ټکي موجود دي بيان يې کړئ؟/ د دريمې موخې ارزونه کوي.
۸- د خوشحال ادبي سبک ته ولې نړۍ وال ادبي سبک وايي؟ / د اوومې موخې ارزونه کوي.
۹- په ادب کې سوژه څه ده او د سوژې اهميت بيان کړئ؟ / د لومړۍ موخې د يوې برخې ارزونه کوي.
۱۰- د لسو نثري ادبي ژانرونو او لسو نظمي ادبي ژانرونو نومونه وليکئ؟‎‎ / د پنځمې ارزونه کوي.
د سمو او ناسمو پوښتنو برخه:
۱۱- سبک د يو شاعر يا ليکوال د ليکنې طرز ته وايي او څو سبکونه چې يو ځای شي يو ادبي ښوونځی جوړوي( )./ د اوومې پوښتنې ارزونه کوي.
۱۲- سوژه د موضوع په نوم او په ادب کې د پېښو پرلپسې ليست ته وايي( )./ د لومړۍ پوښتنې د يوې برخې ارزونه کوي.
څلور ځوابه پوښتنه
 ۱۳- په پښتو ادب کې له هندي سبک څخه را زيږيدلی دنازک خيالۍ سبک له لاندې يو دی./ د نهمې موخې ارزونه کوي.
الف- د خوشال ادبي سبک ب- د رحمان بابا سبک ج- د حميد مومند سبک د ټول ناسم دي.
۱۴- لاندې ليکنه په کوم ادبي ژانر کې راځي په ځير يې ولولئ او يواځي نوم يې وليکئ؟ / د پنځمې پوښتنې ارزونه کوي.
ديکتاتوري له چازده کړو؟
 د نن نه تقريباَدوه پيړۍ وړاندې د ديکتاتورۍ نظام ته په ځانګړي ډول ښوونه او روزنه کې عالمانو او پوهانو د پای ټکی ايښی دی؛ ځکه چې دا نظام ښې پايلې نه لري او زده کوونکي نه شي کولای خپل استعدادونه څرګند کړي او هغې ته پرمختګ ورکړي او دې ته په اصطلاح تړلې ښوونه او روزنه هم ويلی شو، چې د يو تړلي او محدود نظام او اصولو تر سيوري لاندې ترسره کېږي، که ددې سيوري لاندې ک زده کړې کولای شئ ، د ښوونکو په نظرياتو پسې که تللای شئ ، که خپل نظريات د ځان سره ساتلای شئ ، که خپل حق نه شئ غو ښتلای ، بشين! بشين! او که داسې نه شئ کولای برايد ! برايد ! برای تان اجازه است.
په افغان امريکايي پوهنتون کې مرستيال ښوونکي هم د ديکتاتورۍ له لمره رڼا اخلي او په ټولګيو کې ځيني وخت محصلانو ته د نظر بيانولو او خپل حق غوښتلو حق نه ورکوي. که مرستيال ښوونکي د کوم محصل نومرې په اشتباه يا قصدي ډول کمې کړې وي او محصلان يې غوښتنه وکړي، نو په وړاندې يې د پوهنتون اصول څرګند دي. په توهين کولو او د دوه( CC) په اخستلو سره د پوهنتون څخه د خارجولو اختار ورکول کېږي.
په نوموړي پوهنتون کې مو څو شيان وليدل ، چې ډېر تاکيد په کېږي، خو لومړی همدلته نه عملي کېږي.
- ديموکراسي چې د بيان ازادي هم ورته وايي او هرڅوک د نظربيانولو حق لري او هم کولای شي چې خپل حق په ازاد ډول وغواړي، خو د لته دا نه ترسترګو کېږي.
- ټولنيز عدالت چې بايد ټولنيز عدالت رامنځته کړو او له همدې ځايه شروع کړو، خو له همدې ځايه ټولنيز عدالت نه مراعت کېږي او د ډيری کسانو حق ښکاره ترپښو لاندې کېږي.
- په ښوونه او روزنه کې بايد زده کوونکي توهين نه شي ، خو دلته د محصلانو توهين په يو نه يو ډول کېږي او د توهين لپاره پلان شوي تصميمونه نيول کېږي.
- اختار ورکول، که په لکچر او يا ټولګيو کې کومه ستونزه د ښوونکي يا موضوع په اړه پيدا شي، د دې پرځای ، چې هغه د نورو لارو څخه حل شي ، هغه د توهين او اختارونو له لارې حل کېږي ، چې په ازموينه کې به ګورو که دوه (CC) مو واخستل نو...
که همکار ښوونکي په کورنيو دندو کې سمه لارښوونه ونه کړي او د محصلانو په کورنيو دندو کې لږه ستونزه هم وي؛ نو بيا خو همکار ښوونکي سره قلمونه د هغې د اصلاح لپاره لري. داسې هم کيدای شي د ځينو محصلانو سره د مور ميرې چلند وکړي او د اصلاح وروسته ورته لارښوونه وکړي ، چې دا اصلاح کړه بيا به پوره نومرې درکړم.
دلته چې اوس د مديريت او رهبريت خبره هم ده، تريوې اندازې ديکتاتورانه رهبريت ښه وي ، بيا په ځانګړي ډول په افغانستان کې، ځکه چې غير له ديکتاتورۍ څخه نه شي کولای چې خپله اداره او لاس لاندې کسان کنټرول کړي يا په ځينو ځايونو کې چې نه شي کولای د محصلانو غوښتنو ته د نورو لارو څخه قناعت بښوونکي ځواب ووايي؛ نو دا خو يې لاره ده.
د تصميم ګيرۍ خبره چې هم تيره ورځ مطرح شوه او د افغانستان د تصميمونو په ستونزو خبره وشوه ، چې يوه ستونزه يې همدا يادولای شو ، چې تصميمونه يواځي د رهبريت او مديريت لخوا په لوړه کچه نيول کېږي او د تطبيق د ساحې ورسره دومره فکر نه وي، چې په تطبيق کې يې چاته ستونزه شته او کنه. لکه: د مهال ويش جوړول ، چې يواځي د همکار ښوونکو په ګټه او ادارې په خوښه جوړ شوی ، دا پکې نه شته ، چې محصلان به ستونزې لري، کورونو ته به ځي ، د پنج شنبې په ورځ ولې ترپنځه بجو کښېني. د دې پرځای به د اونۍ په منځنيو ورځو کې ډېرساعتونه واخلو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery