مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان او عراق باندی د امريکا بربنډه حمله!!!

پاچا- کليفورنيا- امريکا


۱ جنوری ۲۰۱۵

"په افغانستان او عراق باندی د امريکا بربنډ تجاوز او فلسطينيانو باندی د اسرائيلو ظالمانه تيری او تجاوز د نړۍ په ټولو (رسنيو.ژ) او ټلويزنونو کی خپور شو چی د خلکو قهر او غضب يی د اسرائيلو او يهوديانو او د هغو د خواخوږی او طرفدار يعنی امريکا پر ضد  راوپارول. په اسلامی نړۍ کی د امريکا ستراتيژی او اقتصادی ګټي په حقيقت کی د افغانستان ، عراق او فلسطين لخوا چی مجبور وو د امريکا د شتمنيو(منافعو) او خلکو پر ضد په ترهګريزو (ترورستی) عملياتو لاس پوری کړي د خطر سره مخامخ کړي وي.
ليکونکی په ډير وضاحت او صيانت سره د لوستونکو توجه د رسنيو هغه نشراتو ته چی د معمول سره سم په مخفی ډول د حکومتی شرکتی رسنيزو سازمانونوپه ګټه په خپرونو کی د اسلام تاريخی، سياسی او مذهبی فکتورونو ته چی د غرب په مقابل کی د پارونکو دشمنیو څخه ډکه ده  په ډير شدت پخپلو رسنيو کی نشر ته سپاری.
د نولسمی پيړۍ په اوږدو کی چی د برتانويانو او روسانو تفوق طلبی (هژمونی Hegemony)  په منځنی ختيځ، مرکزی او سهيلی (جنوبی.ژ)آسياکی  خپل اوج ته رسيدلی وه چی د (بريتانوی ملکی.ژ) ويکټوريا او تزاری روسي د سپکاويو او ترخو حوادثو څخه ډکه زمانه وه  د اوسنۍ زمانی (عصر) سره بيخی مطابقت کوی. د نوی (عصر) زمانی د ښکيلاک په اړه چی د "تروريزم يا دهشت اچولو" تر عنوال لاندی کومه جګړه په لاره اچول شويده په  دی اړه ليکونکی  مارګوليس په ډير وضاحت ليکلی دی چی د تاريخی او اقتصادی ستونزو له امله په وچ زورد جعلی يعنی مصنوعی پولو (سرحدونو) جوړول يا ايستل، د حکومتونو او رژيمونو بدلول، د ظالمو او ديکتاتوری رژيمونوڅخه  ملاتړ، د اوباشانو لخوا د بيګناه خلکو وژل او د جګړی هغه لاره چی د پخوا په پرتله په ډير قوت سره د غرب پر ضد( هم ددی غربيانو لخوا په ډيرمهارت سره.ژ) په لاره اچول شويده، په لنډ ډول بايد وويل شی چی غـربـی نړۍ دا جـګړه  په ځـانـګـړی ډول د جـنـګی ګـټـو تــر عـنـوان لانـدی  د يــوی "مقـد سی او بر حقی مداخلی" په شکل  پر مخ بيول کيږی. (۸،(۹).

د افغانستان په اړه په سياسی مصلحت ولاړه افسانه:
په دی اړه چی اسامه بن لادن د يولسم سپټمبر ۹/۱۱ د حملاتو اصلی عامل او طراح وو چی د هغو پر بنسټ امريکا د تروريزم تر عنوان لاندی نه تماميدونکی جګړه پيل کړه د هغه (اسامه بن لادن.ژ) د ګناه او بيګناهۍ په اړه د شک څخه ډک سوالونه وجود لری. د هغه بيشميره "حقايقو" پر اساس چی د ځينو ځانګړو سازمانونو لخوا د يولسم سپټمر په باره کی  په رسمی ډول څيړني او تحقيقات تر سره شويدې، د يولسم سپټمبر دغميزی په اړه  د متحده ايالاتو د رسمی مقاماتو د څرګندونو سره په مطلق تناقض کی قرار لری. مونږ اوس په دی پوهيدلي يو هغه کسان چی ددغو(تښتول شويو.ژ) الوتکو قومانده يی په غاړه درلوده د سعودی عربستان د استخباراتی عمالو سره تړاو درلود، د سعودی عربستان په مورد کی چی د متحده ايالاتوسره د يو متحد، ثابت قدم او دوست په شکل اړيکي لری بايد دا موضوع د جدی پلټنی لاندی ونيول شی.  سره ددی چی د ۲۰۰۱ کال د جولای په مياشت کی ډيرو ورځپاڼه ليکوونکو او ليکوالانو پخپلو پلټنو کی دا په ثبوت ورسوله چی د هغو رقابتونو او سـيالـيـو له امـله چـی د امـريـکا د (CIA اوFBI) د کمزوريو او اختلاف له امله چی ددوي تر منځ موجود وو  دا سی خطرناکه پيښه را مـنـځته شوه، دوي (FBI-CIA) کولی شول چی ددغی پيښی مخنيوی  او يا يی هم شنډ کړی اقدام کړی وی خو دوي پکی ناکامه شول. د ۲۰۰۱ کال د جولای په مياشت کی،  اسامه بن لادن د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په يو روغتون کی د طبی معايناتو لاندی وو، د امريکا جنرال قونسل او د (CIA) دوه تنه استخباراتی مـآمورين د هـغـه (بن لادن.ژ) ليدلو(عيادت) ته ورغلل. دا هغه وخت وو چی اسامه بن لادن په افريقا او سعودی عربستان کی په تروريستی حملو متهم او د تعقيب لاندی و. وروسته، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د مياشتی په ۱۱، ۱۲، ۱۳ او ۱۴ اساما (بن لادن.ژ) د پاکستان په راولپنډۍ(ښار.ژ) کی په يو روغتون کی د علاج لاندی و، په دی اړه د (Global Research)  يو ژورنالست، ميخائيل چوسوډوفسکی يوه مقاله چی عنوان يی دی " په يولسم سپټمبر؟(۹)   اسامه بن لادن چيری و" ليکلی ده. ۹/۱۱؟(۹)
يو ځل بيا هم د اسامه بن لادن سره د امـريـکايـی پـوځی مـقامـاتـو، د(سفارت.ژ) شـارژدافـيـر او د سی- آی- ای دوه کارکوونکو (مآمورينو) لخوا په دوبۍ (متحده عرب امارات.ژ) کی ليدنه کتنه وشوه. د پام وړ او په زړه پوری خبره داده چی ددغسی دوو فرصتونو په درلودلو سره چی اسامه بن لادن د ۱۱ سپټمبر د پيښی له طراحانو له ډلی څخه بلل کيده، د هغه په نيولو او محاکمه کولو کی هيڅ ډول اقدام ونه شو چی دا د تعجب وړ خبره ده. دا خبره د تعمق او حيرانتيا وړ ده کله چی د اسامه بن لادن په باره کی د طالبانو لخوا ليږل شوی هيآت بدون د رسمی تشريفاتو د (امريکا.ژ) د دواړو ولسمشرانو کلنتن او بش لخوا رد کړل شول، نو اوس دی نتيجی ته رسيږو چی ولسمشر جارج ډبليو بش  مخکی له مخکی داسی په نظر کی نيولی وه چی شيخ اسامه بن لادن ته دا وښايی چی امريکا په سيمه کی د خپلو ځواکونو د ځای په ځای کولو(استقرار) پلان له ډير پخوا څخه په نظر کی نيولی دی. ددی ځواکونو ځای پر ځای کول يواځی ددی لپاره وو چی په سيمه کی خپل اقتصادی او ستراتيژک نفوذ(اغيز) زيات کړی. او يا په بل عبارت  ددی کار صحنه سازی لکه" د فيلم په پرده باندی د امنيت د يوی تهديدونکی دسيسی په مقابل کی رول يا نقش ته ورته وه".

ښاغلی مارګوليس په دی باور دی چی د لومړی ځل لپاره د اسامه بن لادن دجرم په اړه معلومات چی د روسيی  د استخباراتی منابعو لخوا برابر شوې  وو د شمالی ټلوالی لخوا ورکړل شوي وو . (۱) بيا به دغه استخباراتی معلومات د (شمالی ټلوالی لخوا.ژ) (CIA) ته ورکول کيدل. د شمالی ټلوالی لخوا ددغه استخباراتی معلوماتو ورکړه په ښکاره ډول (CIA) ته خدمت (چاپلوسی) کول وو. د شمالی ټلوالی لخوا   (CIA)ته ددغه معلوماتو په ورکړه سره د متحده ايالاتو هوايی ځواک د طالبانو په ضد چی اسامه بن لادن ته يی پناه ورکړی وه په قهر او غضب کړل. ليکونکی د هغه ويډيو په باره کی چی اسامه بن لادن پکی د سپټمبر د يولسمی نيټی په حملو کی دخوشحالی جشن نيولی وو جعلی په ګوته کړی ده. (۲) په تکرار سره وايم چی د دی ويډيو اصلی سرچينه يعنی منبع د روسيی د ملی امنيت اداره وه چی د دغی جعلی مستندی (ويډيو.ژ) په جوړلو سره په ټوله نړۍ کی د هغی د کاميابۍ په اړه جشنونه ونيول شول او لويه مشهورتيا يی په نصيب شوه. ليکونکی د اسامه بن لادن سره ليدلی وو او مره کي(مصاحبي) يی ورسره کړي وي، دی (ليکونکی) په دی هکله وايی چی د فزيولوژی علم (قيافه شناسی) پر بنسټ اسامه  بن لادن په دغه ويډيو کی ډير احساساتی  ښودل شوی او مرکچی يو جعلی سړی دی. ليکونکی په دی اړه داسی اشاری کوی چی د اسامه بن لادن سره د مصاحبی په وخت کی د هغه اواز او ګفتار په ډير مهارت سره داسی جوړ شوی چی د قهراو غضب څخه  ډک دی. دلته پوښتنه پيدا کيږی چی هغه کومه لمسونکی انګيزه باعث شوه چی ماسکو اسامه بن لادن د يولسم سپټمبر د پيښی اصلی محرک ګڼلی دی؟ د متحده ايالاتو په مورد کی ماسکو داسی وانګيرله چی دامريکا متحده ايالات، سعودی (عربستان) او نور چی د (تيلو) د پايپ لاين  په سرمايه ګذارۍ ، د انرژی داستخراج او پراختيا او زياتوالی سره دلچسپی لری زړه توري  او نا اميده  کړي او په دی کار سره سيمه ناکراره وساتی. يوعام متل دی چی: (اوبه خړې کړه او ماهی ونيسه.ژ)
مشترکه تاريخی افسانه (اسطوره):
هغه څه چی ما د افغان / شوروی په جګړه کی  د ليکونکی په ياداشتونوکی پيدا کړي  چی د  ثقه معلوماتو او مجموعو پر بنسټ  په نړيواله کچه پيژندل شويو معتبرو مؤرخينو د بيلګو او اسنادو په ډول پخپلو بي شميره شواهدوکی منابعو ته په حقيقی توګه وړاندی کړي دي د ځانګړی توجه وړ دي. د مثال په ډول، اسامه بن لادن د استخباراتو لخوا په لومړی ځل د "سپټمبر د يولسمی نيټی د پيښی "وتلی (طراح) څيره وګڼل شوه، د (پخوانی شوروی اتحاد.ژ) د کی- جی- بی اود شوروی د  ملی امنيت د منابعو لخوا چی شمالی ټلوالی ورته  معلومات په منظمه توګه ورکول، ليکونکی د "احمد شاه مسعود لخوا ددغو استخباراتی معلوماتو په ورکولو سره چی د کی- جی- بی د پخوانيو ملګرو څخه وو" د دغو اطلاعاتو د صحت په باره کی هيڅ شک  او ترديد نه کوی ( بدون له شکه احمد شاه مسعود به دغه معلومات د پخوانی شوروی اتحاد د کی- جی- بی استخباراتی سازمان سره شريکول.ژ). برسيره پر دی ليکونکی اريک س. مارګوليس د خپلی ليکنی په ۱۹۶ مخ کی د شمالی ټلوالی د مشر احمد شاه مسعود په باره کی ليکلی دي: چی په لاندی ډول وړاندی کيږی: (۳،۸،۹)

د شورويانو په مقابل کی لس کلن جهاد، د غربيانو لخوا تاجک تبار احمد شاه مسعود د يو اتل او قهرمان په ډول چی د کمونيستانو په مقابل کی جنګيده د "پنجشير د زمری لقب" ورکړل شو." خو په حقيقت کی هغه "احمد شاه مسعود" په پټه د شوروی د کی- جی- بی جاسوسی سازمان سره همکاری درلوده، دا حقايق په دی ورستيو ورځو کی د شوروی د  کی- جی- بی جاسوسی سازمان لخوا يو متقاعد افسر پخپلوخاطراتو کی بربنډ کړيدي. مسعود به په ظاهری لحاظ داسی ځان ښودنه (تظاهر) کوله چی د شورويانو پر ضد جګړه کوی، خو په حقيقت کی مسعود خپلي ټولي جګړيزی هڅي د پښتنو مجاهدينو د هغو جنګی فعاليتونود شنډولو وظيفه په غاړه لرله چی د پاکستان د جاسوسی سازمان (ISI) لخوا ورته د شورويانوپه مقابل کی  د سالنګ داکمالاتی ستراتيژيکی لاری بندولو او د سالنګ سرنګ(تونل) د الوځلولو وظيفه ورکړل شوی وه. مسعود همدا راز د ماسکو  مقامات ديته هڅول چی د (ډاکټر) نجيب الله د ګوډاګی حاکم پر ځای هغه (احمد شاه مسعود.ژ) د افغانستان واکدار مقرر کړی. (۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹)
په زړه پوری او د يادولو خبره داده چی امريکايی خپروندويانو (ناشرانو) ډيری ليکلي نسخي منع کړي او ليکوال ته يی داسی مشوره ورکړه، څه چی مونږ غوښتل هغه وشول او متحده ايالاتو ته مودا سلام انځور (تصوير) د يو تهديد (ډارونکی) په شکل معرفی کړ. ددی څخه وروسته دغه کتاب په کاناډا کی چاپ شو.
(ښاغلی.ژ) ايرک س. مارګوليس چی په نړيواله کچه (معيار) د بهرنيو (خارجی) جنګونو د ليکنو ليکوال (مؤلف) او د ټورنټو سټار (Toronto Star)  او د افغانستان د جنګونو په اړه د څو لسيزو راهيسی د خپلو تجربو څخه ډک راپورونه له منځنی ختيځ، ليری ختيځ او سهيلی (جنوبی) اسيا په باره کی خپاره کړيدي، ددغه برجسته خدمتونو پر بنسټ ورته په دی اخرو کی د وياړ(افتخار) د " ځانګړی سبک"تر عنوان لاندی جايزه ورکړل شوه.
د تاريخی  وخت او زمان په تيريدو سره ممکن دغه پورته ذکر شوې مآخذونه يوه بحث برانګيزه موضوع وګرځی خو په دی تړاو د افغانستان  د جمهوری رياست د اوسنيو کانديدانو لپاره د ډيره اهميت وړ خبره داده چی ددغه جريانونو په نظر کی نيولو سره د يو بل سره متحد شي. زما هيله داده  چی دا کتاب به په پراخه اندازه  د هغه دولتی کارکوونکی  لپاره چی د رسنيو، استخباراتی سازمانونو او پوځياتو ته په  زړه پوری وی چی  په متواتر ډول غلط اطلاعات ورکوی د استدلال او تصميم  نيولو په باره کی  د لازمو دلايلو مصدر وګرځی. (۹)" 
بروس جی. ريچارډسن



ياداشتونه:
له  فهرست څخه غوره شوی معلومات:
(۱، ۳،۲، ۴) د امريکايانو راج: آزادی يا ښکيلاک، د غرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، ايرک س. مارګوليس، ۲۰۰۸. مخونه. ۱۷۸، ۱۹۶.
ليکونکی، ايرک س. مارګوليس د ليکوالولانو د ټولنی (اتحادی)  نړيواله جايزه تر لاسه کړيده. د هغه لـيکـنـي او مـقـالي په( New York Times, The International Herald Tribunal, The Los Angeles Times, Times of London, The Gulf Times, The Khaleej Times, Dawn and The Afghan Post.)  کی خپري شويدي. مارګوليس هميشه د بهرنيو اموراتو په اړه د يو متخصص په حيث د (CNN, Fox New, BBC, France 24,CTV and CBC) په ټيليويزونی چاينلونو کی برخه اخستی ده. همدا راز مارګوليس په انګولا، شمالی افريقا، موزنبيق، سينای، افغانستان، کشمير، هند، پاکستان، ايلسلوادور او نيکاراګوا کی د جګړو د خبريال په توګه دنده (وظيفه) تر سره کړيده.
٭٭ د هغه(مارګوليس.ژ) کتاب، د امريکايانو راج، آزادی يا ښکيلاک؟ د غرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل له  (Key Porter Books, 6 Adelaide St. East, Tenth Floor, Toronto, Canada, MSC 1 H6) څخه تر لاسه کولای شۍ. همدا راز د  (Amazon.com) څخه يی هم لاسته راوړلی شۍ.
(۵)  د شوروی اتحاد د مسلح ځواک  مرکزی اداره د ځانګړو استخباراتو عمومی مديريت: عنوان: د پنجشير زمری،اتلسمه/ ۱۸ مقاله، (شميره ۸۸۲/۸۳-۳-۵-۷۷) اتيايمه (۸۰) ضميمه، څوارلسمه (۱۴) دوسيه، ۷۷ سند، د ماسکو د معلومات اداره، ژباړه: ايلينا کريټوا .
 (۶)(افغانستان کی .ژ)'محدود ځواک' ګروموف بوريس. وی. (Gromov, Boris, V) ماسکو، (Progress Press) ۱۹۹۶، پاڼي. ۱۸۸-۱۹۷. دغه متن (ليکنه.ژ) د هارورډ په پوهنتون کی د سلواکی ژبو او ادبياتو د څانګی پروفيسر ايان هلفنر لخوا ژباړل شوی.(جنرال ګروموف په افغانستان کی د شوروی پوځونو د څلويښتم (۴۰) ځواک عمومی قوماندان وو.ژ)
(۷) افغانستان، سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله، د ډاکټر نبی مصداق ليکنه، پاڼي. ۱۶۲، ۲۱۰، ۲۱۱، ۲۱۲، ۳۳۰، کال ۲۰۰۶.
(۸) پنجشير له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پوری، د (ښاغلی.ژ) س.ای. ګريګوريف (S.E. Grigor’ev)  ليکنه، کال ۱۹۹۷، پاڼه ۴۰، د سينټ پيټرسبرګ پوهنتون مطبعه، چی د هارورډ پوهنتون د سلواکی ژبو او ادبياتو د څانګی پروفيسر ايان هلفنر لخوا ژباړل شوی.
(۹) د افغانستان د رهبرانو لخوا د متحده ايالاتو، ملګرو ملتونو او نړۍ نورو مشرانو  ته د افغان مهاجرينو د مهاجرت د کړاوونواو ناخوالو قيصو بيان، ۲۱ سپټمبر ۱۹۷۸-۷- اکتوبر ۲۰۱۳، ډاکټر محمد صديق نورزوی، ۲۰۱۳."

تبصره: د قدر وړ لوستونکو ددغه پورته عنوان لاندی ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی ليکل شوی او ما پښتو ته اړولی ده. زه نه غواړم په دی اړه کومه ځانګړی تبصره وليکم، يو متل دی چی وايی" څه چی عيان دي، بيان ته يی حاجت نشته". که چيری دا ليکنه په غور ولوستل شی، معلومه به شی چی د افغانستان د ښکيلاک (اشغال) لپاره له کومو  دسيسو څخه کار اخستل کيده او لا اوس هم اخستل کيږی، که هغه روسان وو او يا هم د امريکا متحده ايالات. په دي  دسيسو کی يواځی بهرني هيوادونه لاس نلری بلکه د افغانستان کورني وطن پلورونکي لکه برهان الدين ربانی د جمعيت د ګوند مشر، احمد شاه مسعود د شورای نظار د ستمی ډلی مشر اود شمالی ټلوالی نور غړې لکه عبدالله عبدالله، اوسنی اجرئيه رئيس، عطا نور د بلخ مطلق العنان او متمرد والی، يونس قانونی، جنرال دوستم، کريم خليلی، محمد محقق، قسيم فهيم، جنرال داود داود، د مسعود پنجشيری ورونه، ضرار احمد مقبل، صديق چکری، د ربانی زوم چی د حج او اوقافو وزير وو او په ميلونونو ډالر يی وتښتول او اوس په لندن کی اوسيږی هم شامل دي. ښاغلی ريچارډسن په دی اړه ډير په وضاحت سره ددی ليکنی په دوهمه پاڼه کی  " د افغانستان په اړه په سياسی مصلحت ولاړه افسانه" تر عنوان  لاندی هر څه په ښکاره ډول ليکلی دي، لطفآ يی ولولۍ اوبيا پخپله قضاوت وکړۍ.
په درنښت
پــــا چــــا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery