مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوستم او د ملیشو تشکیل به لویه تیر وتنه وي!


روسانو د افغانستان له اشغال وروسته له افغان ملت سره لس کاله لاس په خونړیو جګړو پورې کړ، پس له لسو کلونو جګړي روسانو ومنله چې افغانستان دختیزي اروپایې هیوادونو په څیر په خپلو منګولو کې نه سي ساتلي ، نو ځکه روسانو اعلان وکړ، چې خپل پوځونه له افغانستان څخه باسي۰ د روسانو وروستې سرتیري د زیږیز ۱۹۸۹ کال د فبروري د میاشتې په ۱۵ نیټه په ځوړنده سرونو له افغانستان څخه وتښتیدل۰ روسي مشاورینو د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله ته مشوره ورکړه، چې د اردو تشکیلاتو تر څنګ د اوزبکو ملیشو لپاره مستقل تشکیل له زیاتو امتیازاتو سره ترتیب او تنظیم کړي۰ د دوستم ملیشې ته د وسلوال پوځ او څارندویو څخه زیات مادې او معنوي امکانات ورکول کیدل۰ د محاربوي عملیاتو په وخت کې دوستم ته د نجیب حکومت په متر پیسې ورکولي۰ لنډه دا چې د دوستم یا کیلم جم ملیشه د روسانو د هغې مشورې زیږنده ، او وروسته دولت او ملت ته درد سر ترې جوړ سوو۰ د نجیب دولت د خپلې بقا لپاره مجبور وو، چې د دوستم په ملیشې تکیه وکړي، بنآ د کیلم جم یا د دوستم ملیشه یې په سپکو او درنو وسلو تجهیز سمبال او د خپل تقدیر کلي یې د منفوره او جبار دوستم په لاس کې ورکړه۰ دوستم له افغان ملت سره په خونړیو جګړو ښکیل سوو، قتلونه یې وکړل، بې ناموسۍ یې خلکو ته ور واړوله او هغه جنایات یې ترسره کړل، چې د چنګیز، هلاکو، انګریزانو او روسانو په قاموس کې یې ساری نه لیدل کیږي۰ دوستم کرار کرار خپل اقتدار پراخه کړ او ډیر ژر واک ته د رسیدو هوس یې په مغزو کې څپانده او د مختوري کارمل له جناح سره یې اړیکې ټینګي او په صفحات شمال کې یې د خپل نفوذ د خپرولو هڅې پیل کړي۰ د ملیشو تشکیلاتي موضوع دیره توده او د وخت د دفاع وزیر ډګر جنرال شهنواز تڼي او داکټر نجیب تر منځ یو لړ اختلافات برسیره کړل۰ پر نجیب الله باندې د وخت د دفاع وزیر شهنواز تڼي کودتا یو دلیل د ملیشو تشکیل په ګوته سوي۰
 په لمریز ۱۳۷۱ کال کې د نجیب الله حکومت د ملي ستونزې د حل او فصل په منظور د ملګرو ملتونو د سر منشي تجویز ومانه او حاضر سوو، چې سیاسي قدرت بیطرفې کمیټې ته د پنځه فقره ایزې سیاسي طرحې په چوکاټ کې تجویز سوي وو وسپاري۰ خو د کارمل د پرچم ډلې، دوستم، شورای نظار، شیعه وحدت، او اسماعیلي فرقه مشر منصور نادرې د نا مقدس ائتلاف او کودتا له لارې شمال سقوط وکړ، او د ویني تویدو د مخنیوي په منظور نجیب الله له واک څخه لاس واخیست او په کابل کې د ملګرو ملتونو نماینده ګي ته یې پناه یو وړه، او د ملګرو ملتونو پنځه فقره ایزه سیاسي طرحه شنډه سوه۰ کابل د شورای نظار، وحدت، د کارمل ډلې پرچمیانو لکه علومي، بابا جان او دوستم لخوا اشغال سوو۰ د کابل خلک د ویر پر ټغر ناست وو، او د وینو د سیلابونو د بهیدلو په تمه یې شپې او ورځې سبا او بیګا کولي۰ د کابل له اشغال ډیره کمه موده وروسته، کابل د چور، چپاول او غارت په ښار بدل سوو۰ د شورای نظار، وحدت او دوستم د ملیشې د بې ناموسي او چپاول له ویرې د کابل د خلکو د تیښتې کاروانونه هر لورې ته په سترګو کیدل۰ د نظار شورا، وحدت، او دوستم له ضمیر او وجدان څخه افغانیت، اسلامیت او انساني عاصفې نا معلوم لورې ته کډه بار کړی وو، د هیڅ انسان د مرګ پوښتنه نه کیده، د هیڅ افغان ناموس خوندې نه وو، او نه هم د چا پر مال صرفه کیده۰ توره تیاره د آسمان په افق کې خپره او د نوې ناورین د زیږیدو پیغام یې له ځانه سره راوړي وو۰ بلاخره شپیته زره افغانان په شهادت ورسیدل او کابل په کنډواله بدل سوو۰
 مختوري نواز شریف په قومانده تش په نامه اسلامي دولت کابل ته صادر سوی وو، او د لمریز ۱۳۷۱ کال د غوایې د میاشتې پر ۸ مه نیټه د افغانستان د دولت د چارو واګي د ډاکټر عبدالواحد سرابي د نجیب رژیم د ولسمشر مرستیال، فضل الحق خالقیار صدراعظم، خلیل احمد ابوي د ولسي جرګي مشر او عبدالکریم شادان د سترې محکمې ریس او قاضی القضات له خوا د دوو میاشتو لپاره په نوبتي او انحصاري توګه صبغت الله مجددي ته ور سپارلي وو۰
 لوی څښتن سبحانه و تعالی یو چا ته خپل حق وربخښي خو د خپل بنده حق هیڅ چا ته نه وربخښي، ولی صبغت الله مجددي چې د واک او د دنیا جاه جلال او حب لیونی کړي وو، د باطل خیال پر بنا بې له ځنډه یې عمومي عفو اعلان اود یو نیم ملیون شهیدانو وینو حق یې جنایتکاره خلق، پرچم، مجاهدینو او دوستم ته وروبخښي۰ او د دې تر څنګ یې جنایتکاره عبدالرشید دوستم مشهور په ګیلم جم ته یې د ستر جنرالي رتبه تر څنګ د والعیاضو بالله د خالد بن الولید لقب ورکړ۰ لیکلي اسناد او ثبت سوي شواهدو له مخې دا په ډاګه کیږي، چې دوستم داسې یو ظالم او جباره څیره ده، چې افغانیت او انسانیت خو لا څه چې ځناور هم د دوستم په وجود شرمیږي۰ دوستم د انسان په صورت کې د شرمښ څیره دي، دوستم د انسانیت او اسلامیت په رمه ګډ لیوه دي۰ دوستم د انسان په صورت کې د ظلم خونخواره قصاب دی۰ افغانانو د چنګیز ناولي سترګي لیدلي هلاکو پیژني، مغول یې ځغلولي، انګریزان سره یې لاس او پنجه نرم کړي، خو افغانانو په معاصر تاریخ کې د دوستم ځناور په لاس په مزار شریف او دشت لیلي کې په سرو وینو لمبیدلي خپل ځوانان لیدلي۰ افغانان په دوستم کې د انسان په بڼه د ابلیس ناولي پلیته څیره ویني۰
 نن سبا بیا دا وحشي ځناور دوستم د خپل بربریت د تکرارولو خوبونه وینې، او غواړې چې د پخوا په څیر یو ځل بیا اساسي قانون د تشناب کاغذ په ډول استعمال کړي۰ د دوستم موقف او فلسفه او دژوند د محاسبې بیلانس د انسانانو په وینو کښته پورته کیږي۰ دوستم انګیرلي چې بیا به هغه وختونه وي او هغه وحشت او بربریت چیرته چې تر ویش په تالان کې زیاته ګټه وي۰ دوستم او د هغه جنایت کاره ملیشو کړه وړه هغو قصابانو ته ورته دي، چې چړۍ په لاس د بې ګناه انسانانو سرونه پرې کوي او خپله وحشي تنده د بېوسو مظلومانو له پرهارونو د مظلومیت په را خوټیدونکې وینو ماتوي۰ خو دې خاین دا هیر کړي، چې افغان ملت نوره له درانه خوبه راویښ سوي او دوستم ته به د دې هیواد بچې اجازه ورنه کړي چې خپل ناولي هدف ته ورسیږي۰
 افغانستان اوس وسلوال پوځ او امنیتي ځواکونه لري، هیڅ ډول ملیشې ته د هیواد په یو ګوډ کې هم اړتیا نسته۰ نوره د چور او چپاول وخت تیر سوي، اوس وار د قانون د حاکمیت را رسیدلي دي او بس!
ولسمشر اشرف غنی باید په دې پوه سي،چې دوستم اوس هم د مشوري لپاره له ځان سره د کارمل د زوي په ګډون دير نور با تجربه وطن پلورونکې مختوري پرچمیان ساتلي او دوستم په دې ښه پوهیږي، چې یوه ورځ نه یوه ورځ د ولسمشر او د دوستم تر منځ به کړکیچ رامنځ ته کیږي بنآ د تهدید په ژبه چې ګواکي مسلح ملیشه لري نه یوازې دولت بلکې ټول ملت به تهدیدوي۰ که اشرف غنی دوستم ته د ملیشې د تشکیل او تجهیز اجازه ورکړي دا به نه یوازې له ملت سره د جفا، بلکې د ځان وژني تر څنګ د خپل تغر د نغښتلو معنی ورکوي۰ د داکټر نجییب الله تاریخ په ځان مه تکرار وو۰ افغانستان کې ملیشې ته هیڅ اړتیا نسته، اردو او پولیس باید پیاوړي او تجهیز سي!


احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery