مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوستم د لوی پاسوال عبدالرازق په مقایسه!


تیره ورځ د دوستم یو تالي څټې ګوډاګي په ولسي جرګي کې د کندهار د امنیې قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي په وینا، چې نور ملیشو ته اړتیا نسته، کلک غبرګون څرګند کړي ۰ نوموړي لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي ته چې د هیواد معاصر تاریخ پرې ویاړي سپکي سپورې ویلي، او زه یې دیته وهڅولم چې د نوموړي په غبرګون کې په مقایسوي ډول دوستم او لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي د شخصیتونو په هکله څه ولیکم۰
 د افغانستان تول ملت ته دوستم دا جوته کړي چې هر څه کولي سي۰ د انسانیت او اسلامیت پروا نه لري۰ د ژوند فلسفه کې پرته له وحشت خپرولو نه بل مقصد او نه هم مدعا لري۰ خو د بشریت او د ښکلا لوی څښتن د دوستم ظلمونو ته صبر کوي۰ کوم ولسونه او ټبرونه چې ظلم پرې کیږې هغه څه کولي نه سي، او دوستم له پروردګاره په زړه کې خوف او له ولسونو حیا نه لري۰ د مظلومانو په ژړا یې زړه نه نرمیږي، ځکه مرګ، د اخرت سوال او ځواب ترینه هیر او د قیامت د حساب غم او سودا نه لري۰ د چور تالان، قتل او وحشت د پاره سل ډوله ظلمونه کوي، او د خیانت ځای چې راسي نه دین، نه قول او وعده، نه وطن او نه هم انسانیت پیژني۰ دوستم نوم د شداد، فرعون، نمرود، چنګیز، هلاکو، انګریز، روسان چې په هیچا رحم نه لري۰ کابل، مزار، کندهار، خوست، پکتیا، او په شمال کې یې په لکهاوو انسانان د ژوند له جاده څخه د تورو خاورو لاندې کړي دي، او په نږدې وختونو کې دشت لیلي غوندې کربلا خو د معاصر تاریخ په زړه کې په تکو تورو ټکو لیکل سوي دي۰ پاک او ناپاک، ښه او بد نه پیژني او نه هم سترګي بینا لري۰ ښارونه، کلي او بانډې سوځي، انسانان وژنې زړه یې په هیڅ چا نه سوځي¸هغه متل قهر افغان رحم دوستم دود د تباهې، بربادۍ، او وحشت لري خو هیڅ رڼا نه لري۰
 همدارنګه په افغانستان کې په هغه سر د ویاړ تاج ایښودل سوي، چې د وخت درانه او ستونزمن کارونه یې په ډیره لویه قربانۍ د خپلواکۍ، امنیت، پرمختګ، او د خاورې د تمامیت او دفاع په لاره کې په سر رسولي وي۰
 لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي دغه دروند نوم او مقام خوشې په خوشې نه دې ګټلي۰ کار هر سړي کولې سي، او هر کار شهکاری نه ګنړل کیږي۰ د ملت د هوساینې، هر اړخیزه پرمختګ او په ځانګړي ډول د خاوري له تمامیت څخه دفاع د پاره له سره تیریدل څه اسان کار نه دي۰
 لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي د چپې، پنجابي او ایراني فتنو استبداد او استعماري افکارو د بربادۍ، د ملت د ښیرازې، ننګ او ناموس حفاظت د پاره خپل سر د دې هیواد د یو ننګیالي او په خپلواکۍ مین توریالي بچي په څیر په لاس کې نیولي۰
 تاریخ دا جوته کړي، ډیر خلک مري، خو هره مړینه د ستایلو او ویاړ وړ نه وي، او نه هم د هر چا مړینه او مرګ د میړنتوب اومینې په تله کې د نه هیریدونکي یادګار په توګه پاته کیدلای سي۰ دا خو ځانته خبره ده، چې کله نا کله په یو ملت د تاریخي جبر له پلوه ملي خاینین د ملي قهرمان په توګه ټپل کیږي۰ د نړۍ په هیڅ مذهب کې حلال، مردار، سپین، تور، صادق او خاین برابر نه دي۰ د منصور مرګ ټوله نړۍ تل مدام په ډیره مینه ستایې، خو د فرعون، ظالم، جبار، قهار، جاسوس، او پروتوکولي مرګ او مړینه د خباثت او نجاست په تله کې تلي۰
 د هیواد د خپلواکۍ په لاره کې له سره تیریدل د ژوند د نام او ننګ نوم دي، ځکه د خپلواکۍ په لاره کې د میړنتوب جګړه ډیره شانداره تاریخي کارنامه جوړ وي۰ هلته چې د ای ایس ای، سپاه شیطانان، ارتجاع، ظلم، تجاوز، او فرعونیت سر راپورته کړي، نو هلته خامخا په مقابل کې د همت، ننګ او غیرت سره عبدالرازق توره په لاس د تاریخ د یو ځلانده ستوري په شان ولاړ وي۰
 عبدالرازق همیشه پورته ګوري، د خپل بابا او نیکه تاریخ ته ګوري، الهام تری اخلي، خو هغه کسان چې مخالفت ورسره لري ډیر ښکته خپل ټیټ ژوند او روزګار ته ګوري۰
 دا واقعیت د ډیرو د پاره کیدې سي ډیر تریخ وي، خو زه له حقیقت څخه انکار کولي نه سم، ځکه د پنجاب، او ایران په وړاندې ډیر پهلوانان په بریتونو لاس وهلي نه سي۰ دا زما ګناه نه دي۰ تور ته سپین او سپین ته تور ویلي نه سم، ځکه سپین ته سپین او تور ته تور ویل مې د ژوند تلل او فلسفه دي۰
 ګران او منلي ورور او دوست عبدالرازق ته !
د هیواد دفاع کې لویه قهرمانه
 د پنجاب په کور تندر د آسمانه
 د وطن د خپلواکۍ جګړې ته درومې
 له هر چا نه زړور نر د میدانه
 میړنتوب او شهامت درسره مل دي
 پنجابک په زړه د ایښې د ماتم تور پرهارونه
 ته روان د احمدشاه، میرویس په لاره
 بې ننګي ځغلې په بیړه ستا له خوا نه
 مبارک سه د وطن مور په تا ویاړي
 ننګ غیرت اخلي الهام ستا له رفتارنه
 رب درکړې ده سینه ډیره پراخه
 لویو خلکو په ځای ناست یې د کندهار رازقه ځوانه
 د هیواد په خاوره پوله تل جنګیږي
 خپل ملت باندې نازیږي درسره ملي فکرونه
 تا دننګ سبق پښتون ته دي ورکړي
 مګر ژر نه را ويښیږي ولسونه ټبرونه
 چې بې ننګه دي هغه درته بدرنګ دي
 د غیرت په فلسفه دې خبر کړي ولسونه
 احمدشاه ستا شجاعت شهامت ستایې
 بریالي د رب نه غواړم،چې ته لاندې کړي پنجاب په شان ملکونه
 احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery