مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

داعش د افغان وژنې بله پروژه‎


خان ولي کامران‎
څرنګه چې افغان وژنه له تېرو دري څلور لسیزو راهیسي په هېواد کې روانه ده او په مختلفو نومونو باندې افغانان په خپلو منځونو یو پربل باندې وژني د بیلګي په توګه د روسي ښکیلاک پرمهال په هېواد کې روس پلوه حکومتونو افغانان او په تېره بیا پښتانه د اشرارو په نوم له تیغه تیرول او په مقابل کې جهادي ډلو په کوزه پښتونخوا او د هېواد دننه زیات افغانان او په ځانګړي توګه د پښتنو په قوم پورې تړلي خلک ډېر ژر د صحرایې محکمو لخوا په دې نومونو وژل کیدل چې ته کمونیست یې، خلقي یې، پرچمي او افغان ملتي یې حال داچي وژل شوې کسان به په دواړو غاړو کې یو طرف ته هم مایلان نه درلوده او یوازې به یې له خپل هېواد سره مینه درلوده خو د بهرنیو استخباراتي شبکو چې په یادو غاړو کې نفوذ کړي وو د هغوی پواسطه په نښه کیدل او د یادو نومونو په تور به له منځه وړل کیدل.
دغه لړۍ په دې وروستیو یانې د طالبانو له سقوط وروسته د ښاغلی ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په رامنځ ته شوې حکومت کې هم روانه وه او یو بل نوم یې ځانته غوره او د سرښیلو افغان وژنو لړۍ یې همداسي ګرمه وساتله او ددغه دیارلس کلن حکومت پرمهال په هېواد کې د ناټو، امریکایې ځواکونو، د افغان حکومت په امنيتي بنسټونو کې د بیلابیلو استخباراتي شبکو د نفوذ له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه د ډیورلین پر اوږده کرښه د پراته قومونو او ولسونو مشران او مخور په دې نومونو تورنیدل چې ته ترهګر یې، له ترهرګرو سره ملاتړ لری، طالب یې او له طالبانو سره ملاتړ لري د شپي په درانه خوب ویده له ښځو او کوچنیو ماشومانو سره د هوایې او ځمکنيو بریدونو پرمهال وژل او له بلي خوا وسلوالو مخالفینو ( حزب اسلامي او طالبانو) به په ګډه په مقابل کې په یادو سیمو کې ( د ډیورن لین پر کرښه د پراتو قومونو او ولسونو) هغه د کار خلک په نښه کول چې یو پنځه کسه به پرې راټولیدل نو دوی به د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو سره د تړاو په تور له منځه وړل چې زه ددغه ډول زیاترو پېښو د هېواد په ختيځو ولایتونو کې شاهد یم ځکه ما په مطبوعاتي ډګر کې کار کوه او حتی زموږ د خپلې سيمي خپل خپلوان او سېمه ایز مشران هم پکې له منځه تللي دي که زه یوازې د ننګرهار ولایت بیلګه راوخلم نو په دغه ولایت کې زیاتره قومي مخور او جهادي پیاوړي مشران په دغو تېرو دیارلسو کلونو کې له منځه تللي دي او دغه لړۍ لا اوس هم روانه ده چې اوس مهال د دویمي کتګوري قومي مشران په نښه کيږي او له منځه وړل کيږي.
نو داچي موضوع بلي خواته لاړه نشي نو په دې وروستیو کې په هېواد کې د داعش په نوم وسلوال خوځښتونه زموږ هېواد ته یو ځل بیا د افغان وژني زیري را کوي چې افغان دولت او نړیوال میشت ځواکونه به مو ددوی په نوم او دوی به مو د دولت په نوم له منځه وړي خو په عمل کې به د یو قوم (پښتون) وژنه وي چې د پردیو موخه ده نو دا ځل دغه لړۍ له پخوا څخه یو څه پراخه ښکاري یاني د ډیورن کرښي هاغاړه د کوزې پښتونخوا د پښتنو میشتو قومونو هغه مشران چې خپلو خلکو سره مینه لري او د هغوي د یووالي فکر په ‌ذهن کې لري په ګوته کيږي او له منځه به وړل کيږي او دیخوا به هم د ګوتو په شمېر د دویمي کتګوري پاتې قومي مشران او مخور چې د خلکو سره د میني او د ملي یووالي فکر په ذهنونو کې لري نو ددغو ښکیلو غاړو لخوا به د خپلو لاس پوڅو خلکو په لاس به لمنځه وړل کيږي او وژل کېږي.
نو هغه تېره ورځ د ازادۍ راډیو ته یو کلیوال له پکتیا ولایت څخه د افغان نوې کابیني په اړه د تیلفون پر کرښه خپل نظر څرګندولو نو یوه کلیوالي کیسه ورته وکړه چې زما ډېره خوښه شوه نو دلته یې هم را نقلوم ویل یې په دې وروستیو لسیزو کې موږ په مختلفونو نومونو سره ووژل شو خو په حقیقت کې دوی یوازې د څوکیو تږي ول او دا دې اوس هم په کابینه او پارلمان کې څنګ په څنګ ناست دي نو ویل یې ( په پکتیا کې یوې کونډي ښځي دوه زامن درلودل چې یو یې زمبیل نومیده او بل یې چامبیل نومیده نو دوی د سیالانو خانانو په منځ کې اوسیده چې بالاخیره یو یې له یو خان سره مزدور شو او بل یې له بل خان سره مزدور شو نو کونډي به هره ورځ ویل چې خانان به بیاسره خانان شي خو چې زما د سر ګلونه ونه ریژوي نو په پای کې همداسي وشول جنګ ونښته او له دواړو خواړو همدغه د کونډی زامن په نښه او ووژل شول نو څه موده وروسته بیا خانان سره جرګه او سلا شول خو هغه د کونډی زامن پکې له منځه لاړل) نو مطلب یې ډېر روښانه دي نو دده په وینا په افغانستان کې جنګ پردی، ټوپک پردی، سنګر پردي ، نومونو پردي دي خو یوازې د اور خوشاک او خځلي افغانان دي چې د پردیو په لمسه د خپلو لاسپڅو خلکو پواسطه له منځه وړل کيږي. د پکتیا د یاد کلیوال په وینا نور باید یاد نومونه او وژنې هیری کړو او په یو ټغر سره ګډ کینو او د خپل هېواد د ابادۍ او د خلکو هوسایني فکر وکړو نه د ترور او وژلو فکر ، نو زما په اند په هېواد کې دداعش په نوم د نوې ډلې منځ ته راتګ هم یوه بله سیاسي او د پردیو لخوا وژونکي پروژه ده چې په افغانستان کې پر افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتانه قوم د وژلو باندې د خپلو خلکو پواسطه به تطبیق کيږي.
نو په پای کې له ټولو افغانانو ، ځوانانو، مشرانو،خویندو او نورو مخورو څخه هیله کوو چې نور نو راځی چې جنګ ته بس ووایو او د یو اسلام دین تر سیوري او د یو بیرغ لاندې راټول شو او په خپله سوله وکړو ترڅو پردیو دلاس وهنې زمینه برابره نشي او د پاتې ژوند څو شپی او ورځي په خیر او خوشالۍ سره له خپلو خلکو او کورنیو سره په خپل کور او کلي کې تیري کړو او په مختلفو نومونو باندې له افغان وژني څخه لاس په سر شو.
بس همدومره ، په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery