مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ایران یوازی د اسلام نه ، بلکی د بشر سره هم ستره دښمنی کوی!


د بی بی سی راډیو د راپور له مخی((عیني شاهدانو ویلي، د شنبې په ورځ ګهیځ د ښاروالۍ مامورین د تهران پونک سیمه کې د سُنیانو د لمانځه ځای ته ورغلي او د جومات ټولې دروازې یې ولډینګ کړې او تړلې دي)) همدارنګه تیره ورځ د افغانستان د ۱ تلیوزیون یو ويډیو خپره  کړه چی ډیره شوک ورکونکی وه په کومه کی چی د ایران  چی ځانته اسلامی حکومت هم وایی چارواکیو یی له یو افغان مهاجر څخه عواړی چی په عام مظهر کی خپل پتلون وباسی او شکنجه کیږی.دلته یی په لندی اړیکه کی لیدلای شی:
https://www.facebook.com/video.php?v=759841810763786&set=vb.269498366464802&type=2&theater
دایران دا عمل چی د سنیانو جومات یی په تهران کی تړلی دی او سنیانو ته د لومنځ کولو اجازه نه ورکول کیږی په سختو ټکیو د غندلو دی باید اسلامی نړۍ د ایران سره روابط وشکوی. تر اوسه  یهودیان،عسویان، هندوان، بودایان اویا  د نور دینونو یا مذهبونو خلکو  د نړۍ په تاریخ کی  هیڅ چیرته  د مسلمانانو جومات  نه دی تړلی،چی مسلمانانو ته یی د لومنځ کولو  اجازه  نه وی ورکړ. خو په ایران کی چی ځان ته اسلامی حکومت هم وایی سنیان نه پریږدی چی د اختر، او د جمعی د ورځی لومنځ چیرته په عام مظهرکی کی په جمع سره  ادا کړی.
ایرانه!  کله چی ته بل مسلمان لومنځ ته نه پریږدی بیا د اسلام او مسلمانۍ دوا څنګه کوی؟ ته نو بیا د اسلامی حکومتداری دوا څنګه کوی.؟ ته چی د بل انسان کرامت له پښو لاندی کوی ته نو بیا څنګه خانته انسان وای؟
زما په ګمان د ایران دا عمل د فرانسی د شارلی ابدو د مجلی چی د مخمد ص کاریکاتور یی رسم کړی وو څو واری بد تر عمل  دی باید اسلامی نړۍ یی په مقابل کی راولاړه شی او د ایران دا غیری اسلامی عمل وغندی، باید د ایران سره اړیکی پری کړی.لکه د ترکیی ولسمشر چی له فرانسی څخه د کاریکاتور د رسمولو پخاطر پریکړه وکړه چی که فرانسه بښنه ونه عواړی سفیریانو ته اړتیا نه شته .
ایران نه یوازی د اسلام سره بیا په ځانګړی ډول د سنیانو سره دښمنی لری بلکی د بشر دښمن هم دی.تر اوسه یی په زرهاوو افغان مهاجر  په هیڅ جرم اویا په  ډیرو کوچنیو جرمونو اعدام کړی دی، چی د ایران دا عمل د بشر د ټول قوانینو خلاف او د اسلام سره په ټکر کی  دی.همدارنګه  یو څه وخت وړاندی رسنیو یوه  بله ویډیو خپره کړی وه  چی د ایران حکومتی چارواکیو یو ډله افغانان را ایسار کړی دی غیری اسلامی او غیری انسانی جزا ورکوی او توهینوی.
 تیره ورځ  د افغانستان  یو۱  تلویزیون بله ویډیو خپره کړه چی بیا د ایران ظالم حکومتی چارواکو یو افغان مهاجر رانیولی  او په ډیره بیشرمانه توکه یی شکنجه کوی او تری نه عواړی چی پتلون وباسی خو د افغانی غیرت له مخی وهلو ته تن ورکوی ولی بی عزتي  ته نه. تاسو به یاده شوی ویډیو په پورته اړیکه کی لیدلی وی.  د ایرانی چارواکو دا غیری اسلامی او  غیری انسانی عمل په سختو ټکیو د غندلو دی باید وغندل شی.
همدارنګه  په ایران کی چی خلک یی  د مسلمانۍ  دوا هم کوی او خپلو ځانونو ته مسلمانان هم وای  په سلهاو حتا په زرهاوو  زموږ افغان مهاجر   پداسی حال کی چی له سهاره تر بیګاه پوری  شا خه او سخت کارونه یی کړی وی،   بی له دي  چی لاس مزد ورته ورکړل شی،  تهدیدوی او توهینوی لاس مزد نه ورکول کیږی.
موږ د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه لرو چی افغان چارواکی د  د ایران سره په پورته یادو شوی موضع ګانو باندی د دیپلوماتیکو چا ینلونو له لاری تماس ونیسی او  پر شته ستونزو چی د افغان مهاجرو پر وړاندی په ایران کی  موجودی دی خبری وکړی او د ایران حکومت دي ته وهڅوی چی له دي وروسته نور افغان مهاجر اعدام، شکنجه او توهین نه شی.اسلامی او انسانی رویه د ورسره وکړی.
په اخر کی  موږ د ملی وحدت له حکومت څخه عواړو چی په داسی لارو چاری د غور وکړی تر څو په ایران او پاکستان کی افغان مهاجر بیرته خپل کور افغانستان ته راستانه شی  پدی سره به نه یوازی افغان  مهاجرین چی په یادو شوی هیدادونو کی ژوند کوی له کړاونو خلاص شی بلکی افغان جکومت یا جکومتونه چی له دی وروسته په افغانستان راځی هم د ازادی اکسجن تنفس کړی، د ایران او پاکستان له فشارونو به خلاص شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/جنوری/۱۸
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery