مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ولس دکتاتوري که خپلسري افراطي ډیمکراسۍ څخه کړیږي

دکـتور محمــد عـلي هــومـا

د بوداپشت کنفرانس -  د ۲۰۱۵ ميلادي کال

 د جنوري شپاړسمه نېټه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه : په پام کې وه چې د بوداپشت کنفرانس د ۲۰۱۴ ميلادي کال د دسمبر په پنځمه نېټه جوړ شي . ما خپله ليکنه د نومبر مياشتې په دېرشمه نېټه د کنفرانس دايروونکو ته ورواستوله. دوې ورځې وروسته خبر راغی چې کنفرانس د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ مياشتې ترشپاړسمې نېټې پورې وځنډيده.
ددې سره سره چې د ليکنې له وخت څخه څو مياشتې تېريږي، خود ليکنې منځپانګه لاتراوسه تازه ده. دهېوادوالو دلوستلو لپاره يې دلته خپروم.

محترمې ډاکتر نسرين کتونا، درنو ملګرو او دوستانو!
له ډېرو کلونو راپه دېخوا افغان اولس يا له ترکچې زياتې دکتاتورۍ او یا د انارشۍ او خپل سرۍ تربريده له زياتې  افراطي  دموکراسۍ څخه کړيږي . په دا وروستيو کلونو کې خو ان د دولتي او شخصي ځمکو او نورو ملکيتونو په ګډون د اولس ټولې شتمنۍ چور او تالان شوې . په دولتي ادارو کې فساد لوړې څوکې ته پورته شو. قضاء، څارنوالۍ، د ښوونې او روزنې او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارتونو د زيات فساد له امله خپل معنوي ارزښتونه له لاسه ورکړل. د وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې پروګرامونو دخپلې ناسمې تګلارې له امله ځانته تجارتي بڼه غوره کړه. دملي شورا او اولسمشرۍ په رنګارنګ ټاکنو کې د اولس ونډه په خوشي فارماليټۍ بدله شوه.دټاکنو سره د اولس مينه او شوق له منځه لاړل. د سياسي ګوندونو جوړونه د هېواد د سمسورتيا په لاره کې د دوی ترمنځ د ګډو هلوځلو پرځای د هغوی په خپل منځي اختلافونو او تفرقې واوښته.

اولسونه د مشروع حکومت او دولت منځته راتلو او د رښتيني دموکراسۍ ټينګيدو ته سخت لېواله وو. همدا سبب و چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال له اولسمشريزو ټاکنو څخه يې خورا زياته هيله درلودله. د ډېری روڼ اندو له نظره اولسمشرۍ مقام ته د پلان شويو زيات شمېر نوماندانو او دهغو سره د پوهې،صداقت او ملي ګټو ته د ژمنتيا پر خلاف د قومي ترکيب تړاو، دغه هيلې تر ډېره بريده په ناهیلۍ واړولې. نو ځکه د ټاکنو په لومړي پړاو کې د اولسونو د خوښې پر خلاف له مخکې نه پلان شوي پايله لاسته راغله.
خلکو په ډاګه ويل چې  اولس په کستي توګه د پاڼ او پړانګ ترمنځ رابند کړای شو. دغې وضعې اولس اړکړ چې د اولسمشريزو ټاکنو په دوهم پړاو کې په ټول ځواک سره راپورته او د خپلې خوښې نوماند ته  په ډېرې مېړانې سره  رايه ورکړي. محترم اشرف غني د دوهم پړاوټاکنو پر مهال مخکې له مخکې نه خپلو پلويانو ته په ټينګار سره ويل چې د ده ملاتړي دې هر ډول امتيازاو ونډې ته له هيلې پرته د هغه پروګرام او کړنلارې پر بنسټ چې د زړه له تله  ورته  ژمن وي خپل  کامپاين پرمخ بوزي. خو دا پړاو د نويو ستونزو او لانجو سره مل شو.            
څرګنده نه وه چې د چا په زور خو د ناکام نوماند له خوا د موازي حکومت جوړولو په ګواښ د امريکا متحدو ايالتونو له خپل اغېز او ځواک څخه په ګټې اخيستو سره سلا ورکړه چې منتخب جمهور رئيس دې په خپل فرمان سره د اجرائيه رئيس پُست ايجاد او بيا دې دواړه په ګډه سره له مسلکي، صادقو او ملي ګټوته له ژمنو کسانو څخه د ملي يووالي حکومت جوړ کړي.
د دواړو نوماندانوله خوا د ملي يو والي حکومت د جوړولو په موخه  هغه بنسټيز اصل ومنل شو چې  د  دولتي چارو پرمخ بېولو لپاره به د مسلک، پوهې او ملي ګټوته د ژمنتيا له مخې وړکسان ورپېژني. خو پورتني روښانه اصل ته د ژمنتيا سره سره د موازي حکومت جوړولو په ګواښ او بيا د اجرائيه رئيس د صلاحيتونو او په واک کې د ده د ونډې معلومولو په پلمه د دوهم پړاوټاکنو د پايلو څرګندې شمېرې په کستي توګه اعلان نه شوې. د حکومت جوړونه هم دا ده  څو مياشتې په لوی لاسوځنډيدله. له دې کبله د ناکام نوماند او نړيوالو پر وړاندې د روڼ اندو په منځ کې ژورې اندېښنې او بې باورۍ  راپيدا شوې.

ما د ټاکنو بهير په بهر کې د وېبپاڼو او تلويزيوني خپرونو له لارې څاره، خو د هغو پايلې دومره ډېرې وځنډيدلې چې افغانستان کې د رخصتيو تېرولو مهال ته مې لږ وخت پاتې شو. تکل مې وکړ چې هغه هلته له نېږدې څخه وګورم .
افغانستان ته ورسيدم . په خپل سفر کې مې کابل، کندهار او خوست وليدل. ترټولو د اريانتيا خبره دا وه چې په لومړۍ ورځ مې په کابل کې د دوستانو کره د مېلمستيا په وخت کې زما پر شاوخوا له چاپېر شویوکوچنيانو څخه د شورماشور او خنداوو څخه په ډکو اوازونو کې داسې اريانوونکي خبرې واوريدلې چې دڅوشيبو لپاره ورته هک پک پاتې شوم. دوی به هم ماته کتل او هم به يې دماشومتوب په چڼيدونکو خندا وو کې يو څه ويل چې دقيق باور مې ورباندې نه شوای کولی . د ځان سره مې فکر وکړ چې لکه چې دا کوچنيان غواړي ماته کوم څه ووايي.صبر مې ونه شو،کوچنيانوته ورنېږدې شوم ؛ په خوږه ژبه مې پوښتنه ترې وکړه چې ايا تاسې غواړئ ما ته کوم څه ووايئ ؟ دوی په خپلو منځونو کې کټ کټ سره وخندل او بيا يې ماته مخ راواړاوه اوپه يوه اواز يې  راته وويل چې :
“ ګل مرجان يې نه مني ! “ دا خبره مې په کومه وېبپاڼه کې تر سترګو شوي وه، خو هېڅ فکر مې نه کاوه چې هغې  به دومره  پرګنيزاهميت پيدا کړی وي چې ان تر څلور کلنو او پنځه کلنو کوچنيانوپورې دې ورسيږي . په ژور چُرت کې ډوب شوم؛ په خوست کې د کلونوکلونو پخوانيو سياسي مبارزو وختونه او خبرې را په ياد شوې. هغه وخت هلته د انقلابي غورځنګ څپه دومره پراخه شوي وه چې کوچنيانو به هم د انقلابيونو په ټاکلي ډلې پورې ځانونه تړل ، د يو او بل په پته به يې له خپلو خولو څخه د اوس  په شان خبرې را ايستلې .    
په کابل، کندهاراو خوست کې مې د روڼ اندو، روحانيونواوعاموخلکود ګڼ شمېرډلو سره وليدل .
ټولو د ډاکتر غني په صداقت،پوهه او د خپل هېواد د رښتيني بچي په څېر د ده پر کړو وړوباندې  باور درلود  او مخکې له مخکې څخه يې د راتلونکي اولسمشر په توګه دزړه له کومې منلی و.
دغو ټولو ډلو له نړيوالې ټولنې څخه  د ژورې ګيلې په بڼه  راته ويل چې د اولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو خو پای ته ورسيده، مګرافسوس دادی چې د امريکا متحدو ايالتونو په مشرۍ نړيوالې ټولنې د افغانستان له وياړه ډک دموکراتيک انتخابات په لوی لاس په خوشي، بې مفهومه اوستونزمن بهير بدل کړل.هيله کيدله چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې به د دموکراتيکو اولسمشريزو ټاکنو له لارې په هېواد کې رښتيني اولسواکي ټينګه شي، خو نړيوالې ټولنې د نا ارامۍ او ګډوډۍ د منځته راتلوپه ګواښ سره  د ملي يووالي حکومت تر نوم لاندې داسې عجيب جوړجاړي ته لاره اواره کړه چې په هېواد او نړۍ کې ساری نه لري. هغوی ويل چې دا څنګه کيدای شي چې د نړيوالو په پوځي شتون کې دې په رژيم کې دننه کوم څوک وتوانيږي د ګدوډۍ په راوستلوسره زمونږامنيت،اقتصاد اوملي ګټې دګواښ سره مخامخ کړي؟ 
زيات شمېر روڼ اندي په دې باور دي چې دغه د ملي يووالي حکومت د ښاغلي حامد کرزي له تېرو ائتلافي حکومتونو څخه ډېر توپير نه لري . د ښاغلي حامد کرزي په ائتلافي حکومتونو کې د مختلفو تنظيمونو او کړيو ونډې مخامخ ، ښکاره او تر ډېره بريده بربنډې وې ؛ خو د ملي يووالي  په  راتلونکي حکومت کې د مختلفو ډلو ونډې غير مستقيمې اود خلکو له نظره ظاهراَ پټې دي .  
ډېری روڼ اندي په ناهيلۍ سره وايي چې تر ټولو بده خبره خو داده چې د اولسمشر او اجرائيه رئيس ترمنځ ستونزو داسې عجيبه بڼه ځانته غوره کړه چې د حل کيلي به يې همېشه د نړيوالو په لاس کې وي .      

د نوي غوره شوي رژيم پر وړاندې مهمې او بيړنۍ دندې پرتې دي. تر هرڅه دمخه هېواد امنيت ته اړتيا لري، خو  امنيت بيا  رښتيني سر ترسري سولې ته. هغه وخت چې دا موخې تر لاسه شي ، بيا نو د هېواد اقتصادي ، سياسي، کلتوري او ټولنيزو ودو ته هر اړخيزه زمينه برابريږي. بايد په زغرده ووايو چې منتخب اولسمشر دا کار يواځې د خپل کمپاين د انډيوالانو په مرسته نه شي تر سره کولی . ځکه هغوی د مختلفواو متضادو اندونو خاوندان دي چې ځينو خو يې بيا يواځې د خپلو ځانګړو موخو د لاسته راوړلوپه هيله د نوموړي په کمپاين کې برخه اخيستي وه. د دغوسترو وطني موخو د لاسته راوړلو لپاره  پاکو،صادقو،هېوادپالو، مسلکي او خپل هېواد ته د ژمنو کسانو ټيم ته اړتيا ده. په داسې حال کې چې زاړه پالي او ارتجاعي ځواکونه پټ په سنګر کې ورته ناست دي د داسې يوه ټيم په نشتوالي کې به د اولسمشر هره هڅه د ناهيليو په څپو کې لاهو شي.
 
لکه څنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه د اولسمشر مهمه دنده په هېواد کې امنيت  راوستل دي چې د وسله والو مخالفينو سره د رښتيني روغې جوړې له لارې ټينګيدای شي.
اوس دا پوښتنه راولاړيږي چې ايا په اوسنيو شرايطو کې د وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې امکانات شته او که څنګه؟
زمونږ په نظر د داسې امکان لپاره ترډېره بريده  اوس عيني شرايط برابر شوي دي ، ځکه چې :
د۲۰۱۴ ميلادي کال تر اولسمشريزو ټاکنو وروسته د متخاصمو اړخونو ماهيت تر ډېره بدل شوی دی. دا په دې مانا چې په پخوانيو رژيمونو کې د جګړه مارو ونډه غوښلنه او د جګړې دوام يې په ګټه و. خو اوس د ملي يووالي حکومت له خوا د منل شويو اصولو پر بنسټ داسې نه ده .
د مخالفينو په منځ کې هم پراخ چاودونه پيدا شوي دي.سخت دريزي کسان يې تر ډېره بريده  د ريالستانو له خوا تر فشار لاندې دي.
 په مخکېنيو رژيمونو کې د مخالفينو سره د روغې جوړې په موخه په دولتي اډانه کې داسې شورا جوړه شوي وه چې په هغه کې د سخت دريزو پراخه ونډه او ډېر واکونه له ورايه څرګند وو. نو ځکه د مخالفينو لپاره په هېڅ ډول د منلو وړ نه وه.
مخکېنيو رژيمونو به له يوې خوا مخالفينو ته د دوستۍ لاس ورغځاوه ، خو په بل لاس به يې دومره سخته کستي څپړه ورکوله چې د دوستۍ لاس به يې ورته سل متره شا ته وغورزاوه . څرګنده وه چې دا ډول دوه مخي چلند هېڅ ګټه نه کوله .
 څرګنده نه ده چې ولې، خو مخکېنيو رژيمونو د خپلو مخالفينو سره د روغې جوړې لپاره رښتيني اراده نه لرله، مګر اوسنی رژيم له لومړي سر څخه داسې اراده لري.
 برسېره پر دې  ډېری بهرني ځواکونه له هېواد څخه په وتلواوپاتې برخه يې د دوی په وينا د افغانانو د روزنې او سلاکارانو  دنده سرته رسوي چې د  ډېر مخکې په څېر د افغانستان په اردو کې ورځنۍ چاره ده . په دې اساس اوس د مخالفينو د پلمو ساحه د پخوا په پرتله ډېره تنګه شوي ده .    

اوس بايد د پخوا پر خلاف  مخالف لوري ته د احساساتو له مخې په ټوليزه توګه د سرسخت او نه پخلاکيدونکي دښمن  په سترګه ونه ګورو. ځکه مونږ همېشه په خپلو خولو  تکراروو چې د افغانستان جګړه نيابتي جګړه ده . بيا نو مخالف لوری ولې متجانس  ګڼو، په داسې حال کې چې د هغه په منځ کې د مختلفو هېوادونو د ګټو سا تونکو تر څنګ صادق او په خپل هېواد مين افغانان هم شته.
که چېرې غواړوپه هېواد کې مو امنيت ټينګ او سياسي ثبات منځته راشي، دا شهامت بايد ولروچې د مخالفينو  ترمنځ  توپير وکړای شو. 
روغې جوړې ته د رسيدو لپاره اړينه ده چې مخالف اړخونه خپل منځي شخړې  د پخوا پر خلاف له دولت څخه بهر د بشپړصلاحيت لرونکو صادقو، ملي او خير غوښتونکو مخورو ، ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب اوارې کړي. د دغې پخلاينې په ټوله موده کې د دواړو خواوو صادقانه مرسته او له اخلاصه ډک کړه وړه هم له يو بل څخه د هغوی د بېليدو  پرځای د دوی په  سره  نېږدې کيدو کې مرسته کولای شي.

د ملي روغې جوړې بهرنی اړخ پاکستان او دهغه ملاتړي هېوادونه دي. په هېواد کې د ټينګ امنيت اوسياسي ثبات لپاره اړينه ده چې د پراخ نړيوال فشار له لارې پاکستان اړ کړای شي چې په افغانستان کې خپلوځانګړو موخوته له رسيدو  څخه لاس په سر او ملاتړي هېوادونه مخ ترې واړوي.

د دغو دندو د سرته رسولو ترڅنګ اقتصادي چاروته ژور پام ډېر اړين دی . لکه څنګه چې ټول پوهېږو افغانستان يو کرنيز هېواد دی ، خو اوس د کورني صنعت د ودې په لاره کې هم لومړني ګامونه پورته کوي. کرهڼه او صنعت د اوبود سترو بندونو او برېښنا سټېشنونو دجوړولو له لارې پرېمانو اوبو او کافي برېښنا ته اړتيا لري.خو ددې لپاره  دومره ډېره پانګونه په کار ده چې د نړيوالې ټولنې او دوستو هېوادونو له  مرستو پرته زمونږ وس نه ورته رسيږي. که چېرې نړيواله ټولنه په رښتيا د افغانستان د ودانولو سره مينه لري بيا نو اړينه ده چې په دې برخه کې له مونږ څخه خپلې مرستې ونه سپموي. هرکله چې دا کار وشي، هغه وخت به وزګار خلک په کارونو بوخت او د مخالفينو د ښکاراو فعاليت ساحه به  تنګه شي . 
په افغانستان کې تر ځمکې لاندې د قيمتي ډبرو، نفتو او ګازو پراخې زېرمې شته چې په راايستلو کې يې بيا د نړيوالو دوستانو مرستو ته اړتيا لرو. نوی رژيم بايد په دې اړه د بېخبناوو او مخبناوو د جوړولو ترڅنګ د نړيوالو دوستانو سره داسې تړونونه لاسليک کړي چې د ټولو اړخونو عادلانه ګټې په کې خوندي وي .      
د پياوړي او سمسور افغانستان په هيله !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery