مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسماعیل خان سیاسي وژنه ، دپارلمان په لاس!

تمیم هراتی

 

 

د هرات له ولایت څخه کابینې ته دوه نوماندان وزیرانو د اسماعیل خان غوسه یرا پارولې ده. اسماعیل خان باوري دی چې که داودشاه صبا او عبدالرحمن صلاحي کابینې ته لاره وموندله، دی او ډله یي په هرات کې ختمه شي.

د داود شاه صبا دریځ او سابقه ټول افغانستان ته څرګنده ده او اړتیا نشته چی دلته یی ولیکو!

اوس اړینه ده چی پښتانه وکیل صاحبان و پوهیږي، چې انجینیر عبدالرحمن صلاحي څوک دی.

لند به وایو، انجینیر عبدالرحمن صلاحی د هرات ولایت د متخصصانو د شورا مرستیال دی، کومه شورا چې د لمړي ځل لپاره یې د اسماعیل‌خان د ولایت پر مهال کې د هغه پر وړاندې بغاوت پیل او پرضد یی اوږد مهاله فعالیت کاوو. دا هغه شورا ده چی اسماعیل خان یې د ځمکی په غصب، د جهاد او مقاومت په نامه چور او په نژادي تعصب تورن کړی وو. په لاندې لینک یا تړینه کې د اسماعیل‌خان په هکله د دې شورا دریځ لوستلای شی(اسماعیل خان در مسند خلافت و چپاولگري‌هاي بي‌نهايت )

http://www.ariaye.com/dari11/siasi2/images/sabah8.pdf

انجینر عبدالرحمن صلاحې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې له‌خوا معرفی شوی دی، چی غیر متعصب او یو تکنوکراټه متخصص  کس دی. په هرات کې به هېڅ داسې پښتون یا غیرپښتون پیدا نه‌شی، چې د هغه په هکله به هیڅ منفی نظر ولري.

کابینې ته د ډاکټر داودشاه صبا او انجینیر عبدالرحمن صلاحي معرفی کیدل، په دې معنا دی، چې په هرات کې د ټوپک‌والو او ټوپک‌مارو او پښتون‌ضدو کسانو لړۍ د ختمیدو به حال کې ده او دی ولایت ته به حداقل د لومړي ځل لپاره زمینه برابره شی چی په کې نسبي قومي انډوال پلی شی.

د اسماعیل غیراخلاقي لوبه!

هوکې، اسماعیل خان خپل ورستۍ سلګۍ وهي. مرګ یې د ولسی جرګې د غړو پلاس. د مرګ نه د خلاسون لپاره یی غیر اخلاقي، غیر انساني او غیر اسلامي لوبه پیل کړې ده.

تېره شپه د هغه ځانګړو کسانو د طلوع نیزو خبریالانو ته داسی معلومات ورکړ، چې ګواکې انجینر صلاحي د اسماعیل خان ځانکړی کس دی، او دا خبره هیڅ حقیقت نلري. اسماعیل خان هڅه کوي، چې انجینیر صلاحې د پارلمان څخه رایه ترلاسه نه‌کړي. هغه غواړي، چې د صلاحې پرځای داکترخلیل آذر مخ ته شي او دا هغه وخت شونې ده، چې صلاحي ته پښتانه وکیلان رایه ورنه‌کړی. اسماعیل خان له هم دی کبله طلوع نیوز ته دا معلومات ورکړ، چی صلاحي د هغه کس دی او به لڼد وخت کې به صلاحي و نه توانېږي، چې پښتنو وکیلانو ته سپیناوی وکړي او صلاحی به له ماتې سره مخامخ شي. اسماعیل‌خان په پارلمان کې ۷ وکیلان لري او ټولو ته یې امر کړی دی، چې د صلاحې او ټاکټر صبا پر ضد فعالیت پیل کړي.

بله غیر اخلاقي لوبه یې داده، چې د انجنو یو ډله یې جوړه کړې ده او هغوی ته یې دنده سپارلې ده، چې د پارلمان د غړیو سره خبرې وکړي. دا انجونې په ناسمه توګه داسې ښيې، چې ګواکې د داود شاه صبا او انجینیر صلاحي پلویانې دي او په غیر انساني او غیرخلاقی توګه د وکیل صاحبانو شمېرو ته زنګ وهي او ورڅخه غوښتنه کوي، چې دې کسانو ته رایه ورکړي. د پارلمان غړي د دې پېښو شاهدان دي او دوی به هم ویلي وي، چې دا څه  ډول کمپاین دی!؟ داکمپاین د دوو نوماند وزیرانو پر ضد، اسماعیل خاني کمپیان دی.

اوس تاسو هم کولای شی، په خپله یې وڅېړۍ او ځان ته یې وګورئ. ډاکټر صبا او انجینیر صلاحي ته د رایې ورکولو له لارې د اسماعیل خان تنظیمي او توپک‌سالارانه ژوند ته د پای ټکی کیږدئ. دا د هر افغان او بیا د هر پښتون وکیل دنده او دین دی. هر مدني فعال باید دا پیام خپل ملګری وکیل ته ورسوي، او زمونږ هراتیو پښتو سره خپله مرسته روانه وساتي.

سر لوړی او آزاد دې وي لوی افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery