مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ریموت کنټرولې مشران او د ولس غوښتني ورنه د خپلواکه مشرانو په توګه؟

 

لیکوال : انجینر الفت مومند

 

هیواد مو مخ په تجزیه کې دي خو زموږ ځیني مشران دي آند کې دي چې بیا څرنګه لار جوړه کړي چې د ولس نه څرمن وکاږي څرګند ډول باندي د افغان وژنې لپاره کار روان دي خو زموږ مشران دروغو وینا باندي ولس سترګو کې خاوري اچوي داعیش افغانستان کې ورځ په ورځ پیاوړي کیږي خو نه ولسمشر او نه اجرائیه رئیس ته کوم باک لري ځکه ددوي ټاټوبې خو سپینې ماڼې تضمین کړي. په لکهاو خلک نن د بیکاري او فقر نه سرټکوي او حکومت اوس هم خپل منځې لانجو کې بوخت دي . د نړۍ مفکر او ورسره مل ډاکټر پدي ښه پوه دي چې هیواد یې کوم لوري ته روان دي خو دوي ریښتیا نه ولس ته ویلې شي او نه هم خپلو ملګرو نه مرسته غوښتي شي.د ملی وحدت پنوم حکومت اصلا زما په آند د افغانستان په برخو برخو ویشلو بنست ایښودونکې حکومت دي ځکه پیل نه یې داسي کړنې پیل کړي چې لري به نه وي چې دلته به افغان وژنه عام او داعیش زور پیاوړي او حاکم وې هره ورځ به په لسګونو افغانانو نه سر غوسول کیږي او ورباندي به د کفر ټاپه وهل کیږي چې ټاپه به یې هم د امریکا او برتانیا لخوا تاید شوی وې البته خلکو ته به پدغه کار باندي ددي ښودنه کوي چې موږ د اسلام ریښتني څیره یو او پدي ډول باندي به دغه راغلې بهرنیان په یو تیر باندي څو ښکاره وکړي خو افسوس چې ددي ښکار کولو زمینه ورته زموږ دغه شته مشرانو جوړه کړي او کله چې یې موسم راغي نو بیا به په ګډه د افغان وژنې لړې ورسره پیل کړي باور لرم چې نوي حکومت خپل کارونه په مستقلانه ډول باندي مخ ته نشي وړلې مخکې هم دا پنوم حکومت و او ددي نه وروسته به هم وي او اوس خو بیخې هیله تري نه لرم کاش چې زه د یو بل هیواد اوسیدونکې وې او د افغانستان پنوم هیواد حال چې مې لیدلې نو خپل هیواد به مې دي ته اړ کوو چې ددي افغانستان پنوم هیواد سره مرسته وکړي او ددي هیواد مشران پوه کړي چې د لنډمهالو ګټو پخاطر خپل ولس سره دومره لوی جفاګانې مه کوي خو افسوس چې ددي خاوري اوسیدونکې یم پرته د چیغو او فریاده  پس لدي بل توان هم ونه لرم ځکه زموږ مشرانو خو ځانونه کاڼه، ړانده او ګونګیان کړي دي ولس ته یې خپل سیمه کې د دوزخ جوړولو کار روان کړي دي تاسو یقین وکړي ای افغانانو دغه اوس چې زه دغه لیکنه کوم سترګې مې د اوښکو نه ډکې شوي ځکه راتلونکې راته ډیر خړ بریښي او که همدا حال وې نو تاسو یقین ولري چې پورته مې کومې خبري یادي کړي ددي نه به شومې پیښي رامنځ ته شي زه یو لیکوال یم پرته د لیکني نور وڅ او توان نلرم که توان مې درلودلې نو خپل وروستي هڅه به مې کړي وې چې روان کړکیچ ته د پای ټکې کیږدم که مالداره وي نو خپل ټوله شتمني به مې دغه د قارون اولاد مخ ته ایښودلې وی او یوه غوښتنه به مې تري کړي وې چې مه کوي نور تیري د ولس په حق کې بس دي د افغانستان خلکو څلویښت کاله کیږی چې د فقر ولیږي او مهاجرت سره لاس او ګریوان دي دغه  ولس مسافر شو ډیرو خپل اولادونه په پردیو هیوادونو کې دلاسه ورکړل ډیرو خپل شتمنې دلاسه ورکړي. آیا موږ نور باید راتلونکې کې بیا هم دغه حلاتو لیدونکې اوسو آیا موږ باید بیا نورو هیوادونو ته ګډه کیدو چمتوالې ونیسو اخیر ترکومه؟ خیر دا هغه څه دې چې زما زړه یې دغه کړیدلې ولس لپاره هره ورځ راته راپیادوي د رمضان بشر دوست وینا مطابق چې وایې ع او غ نو زه ورته یو ځل بیا یو ته غني بابا او بل ته ډاکټر صیب عبدالله وایم او ددوي نه د افغانستان راتلونکې لپاره هیله کوم او ورته یوه وینا لرم چې دغه پتمنه ځمکه پخوا نه د یرغلګرو د نظر لاندي وه او ده نور یې ددي یرغلګرو بند نه خلاصه کړي او ددوي کړي ژمنو باندي باور ونه کړي ځکه ددوي ملګرتیا کول هم ځان سره ظلم کول دي او خپل دین خلاف عمل کول دي نور باید افغانستان کې خپلواکه ولسمشر شتون ولري نور باید دغه ریموت کنټرولې مشران خپلو کړنو ته د پای ټکې کیږدي که سبا بیټریګانې مو خلاصي شوی یقین ولري که په ګټه یې نه وي نو د کثافت دانې پرته به بل ځاي ونه لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery