مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنبي عليه السلام سره محبت ولي ضروري دی؟

مولوي عصمت الله عزام


نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:

په تأسف سره موخبرترلاسه کړچي دپرانسې سپکي مجلې پرځای ددې چي دالله پاک له لوري دشريف،سعيداوورسره ملگري غازيانوپه لاس دورکول شوي عذاب څخه عبرت اخيستی وای،خودوی برعکس په ډېري بې حيايۍ اوبې شرمۍ سره يوځل بيادانسانيت دسترخيرخواه جناب محمدرسول ا لله صلی الله عليه وسلم په سترشان کي گستاخي وکړه.

په دې کارسره په حقيقت کي دوی ځانونه سپک کړل،دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم په سترشان کي ددغسي سپکو،ذليلو،نجسواودانسان په شکل کي ترټولوبدترين مخلوق دگستاخۍ له امله فرق نه راځي.

دوی په خپل دې سپک کارسره غواړي داسلام دمبارک دين مخه ډب کړي،کوم چي په غرب کي په تېزۍ سره په خپرېدودی خوبرعکس تاريخ ثابته کړې ده چي دغسي کارونونه يوازي داچي داسلام مخه نه شي ډب کولای بلکي لازيات دنامسلمانوکسانوداسلام په لورپام اوړي اوترداسي ناوړوحرکاتووروسته لاډېرپه اسلام کي داخلېږي.

لکه څنگه چي الله پاک په خپل عظيم الشان کتاب کي دد ې خبري يادونه کړې ده.

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ(الصف:۸)وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

الله جل جلاله خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم  دمخلوق لپاره رحمت گرزولی اورالېږلی دی اودادالله پاک په ټولونعمتونوکي تر ټولو ستر نعمت دی.

دالله پاک دپيغمبرصلی الله عليه وسلم سره بايدمسلمان تربل هرچازياته مينه ولري ځکه دامحبت دايمان يوه برخه  اوددې محبت زياتوالي اوکمۍ دايمان په قوت اوضعف پوري اړه لري.

که دچاايمان قوي وي،نودده محبت به هم دنبي عليه السلام سره زيات وي اوکه يې ايمان کمزوری وي نودامحبت به يې هم کمزوری وي.

لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم  قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ ِ(رواه البخاري ص:۸ج۱ومسلم واللفظ له ص:۴۹ج۱)

له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:درې صفتونه دي چي په چاکي موجودوي،دهغې له کبله به دايمان خوندپيداکړي:چي الله(جل جلاله) اودهغه رسول(صلی الله عليه وسلم)ورته ترنوروټولوډېرمحبوب اوگران وي

۲:چي ديوه سړي سره مينه يوازي دالله لپاره کوي،دبل څه له امله نه وي،

۳:اوچي کفرته بېرته گرزېدل وروسته له دې چي الله پاک ترې خلاص کړداسي بدگڼي لکه څنگه چي اورته غورزېدل بدگڼي(بخاري،مسلم)

نودالله پاک اودهغه درسول سره تربل هرچابايدډېره وي اوددې له امله انسان دايمان په خوندپوه کېږي.

کله چي دادرجه چاته حاصله شي نوبياله دې وروسته دغه دايمان ونه مختلفي مېوې اوگڼي فائدې په هروخت کي ورکوي.

همدارازدنبي عليه السلام سره په محبت کي ډېري زياتي فائدې  نغښتې دي چي ځيني ددُنياسره اوځيني يې هم ددين سره تعلق لري.

همدارازدنبي عليه السلام محبت دبل چاسره دمحبت په څېرنه دی،چي که دچاخوښه وي محبت دي ورسره ولري اوکه يې  نه وي خوښه ،هيڅ فرق نه لري .

  دنبي عليه السلام سره محبت لازمي دی،له دې پرته څوک دايمان خاوند نه شي جوړېدی.

عن أنس قال : قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : " لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين " . رواه البخاري ص:۷ج۱ ومسلم ص:۴۹ج۱ ) .

له حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسوکي يوتن پوره مؤمن نه شي کېدای ترڅوچي زه هغه دده ترپلار،دده تراولاداوټولوخلگ زيات محبوب نه شم.!!

په عمومي توگه محبت اومينه يادمشرانوسره کېږي،يادکشرانوسره اويادهمزولوسره .

په دې حديث کي دغودرودرجوته اشاره شوې ځکه والداشاره مشرانوته ده،په ولده سره اشاره کشرانوته اوپه والناس اجمعين کي اشاره همزولوته ده.

يعني دهرمسلمان لپاره ضروري ده چي دده په زړه کي بايددنبي عليه السلام مينه ترخپل ځان،خپلوکشرانو،خپلومشرانو او خپلو همزولو او ملگروزياته وي

دنبي عليه السلام دمحبت لپاره ځيني اسباب شته چي په هغوسره کېدای شي چي دانسان محبت ورسره زيات شي هغه ځيني دادي:

۱: الله جل جلاله  خپل پيغبرصلی الله عليه وسلم په ټول مخلوق کي خوښ کړی دی څودده دين خلگوته ورسوي.

همدارازالله پاک له ده څخه راضي دی اودالله پاک دده سره محبت دی.

نوپرموږباندي لازمه ده چي دهغه چاسره محبت اومينه ولرودچاسره چي دالله پاک محبت وي.

ځکه موږدالله پاک بندگان يو،دبندگۍ يومهم رُکن هم دادی دی چي دالله پاک دوست به مودوست وي اودالله پاک دُښمن به مودُښمن وي.

عن ابي الاحوص قال سمعت عبدالله بن مسعوديحدث عن النبي صلی الله عليه وسلم  انه قال:لوکنت متخذاخليلالاتخذت ابابکرخليلاولکنه اخي وصاحبي وقداتخذالله صاحبکم خليلا(رواه مسلم ص:۲۷۳ج۲)

له حضرت ابوالاحوص څخه روايت دی چي ماله عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه واورېدل چي له نبي عليه السلام څخه يې بيان کوی چي هغه وفرمايل:که زه دخليل نيوونکی وی نومابه ابوبکر(رضی الله عنه )خليل نيولی وی،ليکن دی زماوروراوملگری دی اويقيناستاسوملگری (نبي عليه السلام)الله جل جلاله په دوستۍ سره نېولی دی!!

خليل خاص اورښتوني دوست ته ويل کېږي داپه دوستۍ کي يوه اعلی درجه ده چي الله جل جلاله  زموږپيغمبرصلی الله عليه وسلم ته ورکړې لکه څنگه چي يې ابراهيم عليه السلام ته هم دغه درجه ورکړې وه.

نوچي نبي عليه السلام دالله پاک خاص دوست اوخليل دی نوموږبايددهغه سره ډېرمحبت ولروځکه دالله پاک ورسره محبت دی.

۲:نبي عليه السلام دامرتبه ده چي ترټولوانسانانوغوره دی

عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  : " أنا سيد ولد آدم يوم القيامة وأول من ينشق عنه القبر وأول شافع وأول مشفع " . رواه مسلم ص:۲۴۵ج۲).

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه دآدم(عليه السلام)داولادسرداريم اواولنۍ هغه څوک يم چي قبربه ترې څېري شي(يعني ترټولوړومبی به زه دقيامت په ورځ له قبرڅخه پورته کېږم)اواولنی شفاعت کوونکی يم اواول هغه څوک يم چي شفاعت يې قبلېږي.!!

۳:دنبي عليه السلام سره بايدموږله دې امله هم ډېرمحبت ولروچي هغه ددې لپاره څوموږته دين راورسوي په دې لارکي ډېرتکليفونه گاللي اوزغملي دي اودهغوپه ترڅ کي دادی نن موږمسلمانان يو.

نوترالله پاک وروسته تربل هرچادنبي عليه السلام پرموږباندي ډېرحق دی اوډېرلوی احسان يې راسره کړی دی چي خپله يې هرڅه برداشت کړل خودادی موږته يې دين راورسوی.

په دې لارکي نبي عليه السلام هرڅه وزغمل:ښکنځل ورته وشولې،ووهل شو،زخمي شو،بدورپسي وويل شو،دليوني،جادوگراوشاعرورباندي وويل شول.

دُرواغجن ورته وويل شول،دجنگ اوفسادجوړوونکی ورته وويل شول.

ده ته نږدې خلگوله ده څخه برائت اووېزاري وکړه.

په دې لارکي ورسره جنگونه وشول،له خپل گران وطن مکې مکرمې  څخه وايستل شواودمقابلې لپاره يې لښکرونه ورته تيارشول.

داهرڅه يې وزغمل اودين يې ترموږپوري په کامله توگه راورسوی.

داپه داسي حال کي چي ددين تربيان مخکي يې هرچاقدراواحترام کاوو،رښتونی اوامين ورته ويل کېدل خودی تردې هرڅه تېرشواودالله پاک ددين دبيان لپاره يې داهرڅه قربان کړل.

۴:دصحابووداقتداءاوتابعدارۍ هم داتقاضاده چي بايدموږدنبي عليه السلام سره تربل هرچازيات محبت و لرو.

ځکه هغوی دنبي عليه السلام سره تربل هرچازيات محبت درلودی،ترځان،اولاداومال هرڅه ورته نبي عليه السلام محبوب ووچي له امله يې داسي درجې ته ورسېدل چي وروسته امت ته ددوی داقتداءامروشو.
۵:دمحبت نښه داده چي موږبايددنبي عليه السلام طريقې پلې کړواودهغه مبارک سنت بايددځان لپاره تگلاره وگرزوو.
دنبي عليه السلام دخبري اوطريقې په مقابل کي بايددبل چاخبر ي اوطريقې ته پاملرنه ونه کړواودده خبرې ته بايددبل چاترخبري لومړيتوب ورکړو.
۶:دنبي عليه السلام دمبارکوملگروسره هم بايدمينه اومحبت ولرواوبايدددوی له لاري هم بېله تگلاره ونه لرواوبايدددوی اوهمدارازدتابعينو،تبع تابعينو،امامانواونوروعلماووله عقېدې اونظرڅخه بېله عقيده اونظرخپل نه کړو.
۷:دمحبت چي څومره عوامل دي،چي له امله يې دچاسره محبت کېږي هغه ټول په نبي عليه السلام کي موجوددي.
که ښايست دی،که کمال دی،که نسب دی،که نوروته فائده رسول دي  اوکه نوردغوره والي صفات.
نوبايدچي مسلمان دنبي عليه السلام سره محبت اومينه ولري څوددُنيااوآخرت نېکمرغي موپه برخه شي.
الله جل جلاله  دي زموږزړونه له خپل اودخپل دپيغمبرله محبته ډک کړي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery