مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-17   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

اوس به ددې ولس غولول ستونزمن وي!

حبيب الله غمخور
زه يوڅه ناروغ يم کنه په تفصيل بي مې يوځل بيا داښاغلی خپل ولس ته ورپېژندلي واي . دډاکتر عبدالله عبدالله یې کورودان نن یې دې دمجاهدپه نوم سوداگروته ډير معقول جواب ورکړ اودکابينې په غونډه کي وويل «د جهاد ارزښتونه تلپاتې دي او هیڅ غرض و مرض به یې له منځه یو نه سي. د جهاد او جهادي ارزښتونو د له منځه وړلو فکر په هیڅ ډول مطرح نه دی او دا ادعا هم ناسمه ده چې که زه وزیر وم جهاد او جهادي ارزښتونه خوندي دي او که نه وم، نه دي.» درنو دوستانو! پرون شپه مې دکابل ښار دلويي جرگې په خيمه کښي په افغانستان کي دشوروی دماتی اوله افغانستان څخه دتودکليزي په بهانه ددسياف ،اوتورن اسماعيل چيغې واورېدې چې ويل یې مجاهدين له دولت نه گوښه ساتل کيږې . ددوي ترڅنگ بسم الله محمدي هم راښکاره سو لکه دانور عجيبي اوغريبي خبري کولی . تورن صاحب اوسياف خو خلکوته وعده ورکړه چې ډير ژر به ددوي په اصطلاح مجاهدينو ديووالی په نوم دکوم سياسی حرکت زيری واوري اوهم یې اخطار ورکړحې موږ پدي دولت کي کمونستان اواجنټان نسومنلاي يعنې ددې نظام پر خلاف به حرکت کوي .دفادسوي کار دی يوداعش یې یې بيا سياف اوتورن اسماعيل . دغوجنابانوچې دا توندي اوتيزی ويناوي کولې اوځانونه ئې دمجاهدينو استازي بلل ،هغه کسان وه چي پرون یې په دولت کي غوښن ځاي درلود ،اوسی يوازي ايسته سوي خومالي اومادی امتيازات ترلاسه کوی ،تاسو یې گوری چيغي یې تر آسمان پورته سوې ؟ ددوي داډول ويناوي نه يوازي داچې دسياسي حرکت په نوم دبغاوت شعارونه اوخلک ددولت پرخلاف راپاڅولوته هڅول دي ، ددې شاهدي ورکوی چې ددولتی واک دلاسه ورکولوته ندی حاضر ،دوي بايد تل وزيران اورئيسان اوسی ،انجوگانی ولري ترڅودهرډول چوراوچپاول حق اوصلاحيت ولري . که دوې وزيران وي بيانو مجاهدينوته درناوی سوی اوکه دوي بېواکه سی نوسمدواره دمجاهدينو دحق خوړلو اوسپکاوی خبره راپورته کيږی .يوازي دوي خدمت کوي دانورهيوادوال اوروشنفکران خدمت نشي کولاي .خودوي تراوسه دې پوښتنې ته جواب ندی ويلی چې پرون خو یې هيڅ نه درلوده، داپه شيرچور،هرات ،اوپغمان کي دا جايدانونه له کوم آسمان څخه ورته راکښته سول ؟ دا دهغه ملت ويني دی چې دوي یې دمجاهدپه نوم داستازيتوب نارې وهی اوبخلک غولوی .ډيره جالبه خوداده بسم الله خان چې ترپرون پورې بيله استحقاق نه ددفاع وزيروو اوسترجنرال سو دادولت يوملي اودخلکودملاتړ څښتن دولت باله .خوچې داښاغلی ايسته سو سره لدې چې همداوس دسترجنرالی له ټولو مالي اومادی امتيازاتونه برخمن دی بياهم نارازه اودمجاهدينواستازی سو.دخندا وړده همدې بسم الله خان پرون چې وزيروو ويل اردوبايد له سياست نه وساتل سی ،خو خپله خداي شرمولی دادی ترټولودمخه سياست ته وردانگی داپدي معنا چې دوي ټول دسکولار اومنلي علمی سياست نه ډارلري ځکه خوچي دوي پرواک وي بيانودسياست سره مخالفت اوسياسی گوندونوله فعاليت سره مخالفت کوي . يوبل مهم ټکی چې ماددوي په ويناووکي واوريد اوله حقيقت نه ليري وو،هغه دژنيودتوافقاتونه درغجن تعبير دوي تشرحو کاوه . بلې دژنيوپه توافقاتوکي داپرېکړه وسول چي روسان به له افغانستان څخه وزي اودوي به په پاکستان اوايران کي جوړسووتنظيمو باندي وسله هر ډول مالی اومادی مرستې بندوي ،همدا ډول به روسان هم افغان دولت ته دوسلودلېږلونه ډډه کوي . توافقات لاسليک سول دملگروملتودسازمان ترمشرتابه لاندي پر هغه ۵۲ فقريز سند کارپيل سو چي پايله یې ددولتی حاکميت سوله ايزلېږدوو.داچې بياچاداسند اوتوافقات مات کړه دابله خبره ده .خودغو ښاغلوپه خپلو خبروکي وويل چې غرب پر دوي وسله بنده کړه مگر روسانو دډاکترنجيب الله حکومت ته وسلې ورکولې .چې حقيقت کاملأ بل ډول وو ،روسې خپلې وسلې بندې کړي ، مگر غربی نړۍ چې بل پلان یې لاره وسلو لېږلو ته په پټه توگه دوام ورکړ .چې پدې هکله پنځه ځله دافغانستان دبهرنيو چارودوزارت اعلامې نشرسوې اوتاريخ ددي شاهد دي چي دوي حقيقت نه وايي . ترې لابله جالبه کله چي دوي دروسانوپر خلاف خبري کوی او وايي موږ له ملکه وايستل ،ماته زمادسترگو ليدلی حال راپياد سي . هغه وخت ډاکتر نجيب الله حاکم وو زه په مسکو کي وم اوخبرسوم چې دهمدې ددوي په اصطلاح مجاهدينويوهيئت مسکوته داستاد ربانی په مشری راغلی،دغه پلاوي دسياف اوتورن اسماعيل چې دجميعت يوه قوماندان وواستازيتوب هم کاوه اوله روسانونه یې وغوښتل چې دگلبدين پر خلاف دنوی حکومت په جوړېدوکي ددوي شاته ودرېږي اوددوي ملا تړوکړی اوروسانوداورسره ومنل . نوکه روسان ددوي دغه ډول دښمنان واي چې دوي اوس په ډالرمست داډول چيغي وهی ،په کوم منطق دا ومنو چې يوڅوک خپل داډول دښمن ته ورځي چې دوي یې اوس موږ ته راپېژني اودهغو نه مرسته وغواړي؟؟؟ . دا ښاغلی يوه اونۍ په مسکو کښي دکمونست گوند په ځانگړي مېلمستون کي اوسېدل ،ددې ملاقات ځينه عکسونه هرورځ په فيسبوک خپرېږي . يوروښانه حقيقت دای چې دوي روسان له افغانستان څخه ندي شړلی ،بلکې دامريکاداستخباراتی ادارې دهوشيارانه کارپايله وه چې گرباچف له افغانستان څخه دوتلواعلان په ولادواستک کښي وکړ اوهلته یې داسگنال ورساوه چې دانظام نور زوړدی اوبايد ژنگ سي .ماډيرپخوايوه ليکنه کړې ((شوروی نظام چاړنگ کړ)) علاقمن دان هغه په انترن کښي لوستلاي سي . نورموداوس لپاره پر لوي څښتن سپارم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery