مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغان کریکت زمریا نو ته یو لنډ پیعام!


 د افغانستان د کریکټ ملی  لوبډلی اتلانو ته  په لومړۍ سر کی توده او د مینی ډک سلامونه وړاندی کوم همدارنګه ورته د لوی څښتن څخه پر هر رقیب د بری دوعاګانی کوو.
ښاغلیو موږ د افغانستان ولس ستاسو پر میړانه او غیرت ویاړو چی په ډیر کم وخت کی مو د افغانستان بیرغ  د نړیوالو سیال کړ همدارنګه مو د افغانستان ملی سرود د نړیوالو غوږونو ته ورسوه او پر هغوی مو واورید ،لدغه څخه ستره لاس ته راوړنه موږ تر اوسه پوری د افغانستان د لوبو په تاریخ کی نه لرله، همدا  تاسو د افغانستان د کریکټ د ملی لوبډلی برکت وو چی افغانستان مو د نړۍ سره سیال کړ، نو پدی خاطر د افغانستان ولس باید ستاسو څخه مننه وکړی او باید ستاسو څخه خوښ  اوسی. د افغانستان ولس په ټوله معنی ستاسو تر شا  ولاړ دی پر تاسو ویاړی.
ښاغلیو که رښتیا درته ووایم د کریکټ په لوبه باندی می دومره   سر لا ندی خلاص خو ستاسو وروستۍ لوبه چی د بنګلادیش  په وړاندی مو لرله د یوی اندازی ستونزو سره مخامخ وه او عمده علت یی دا وو چی تاسو ځانونه د ډیر زیات فشار لاندی احساسول او ډیر تر فشار لاندی واست. زما ښه په یاد دی کله به چی موږ د ښونځی او یا د پوهنځۍ په وخت کی ازموینو ته ښه تیاری  نیولی وه او په پر ځان به ښه باوری وو خو کله به چی د استاد مخی ته کیشناستم نو کله خو به ډیر ساده شیان چی ښه به پری پوهیدمه دا څخه د  یاده   ووتل  دا ځکه چی روهی فشار به راباندی تاسیر کړی وو. ورته حالت ستاسو هم وو چی د بنګلادیش پر وړاندی تاسو ورسره مخامخ شوی واست. نو پکار ده چی په راتلونکو لوبو کی د ورته حالت څخه ډډه وشی بی له کوم فشار لاندی چی ځانونه راولی ځانونه وساتی او په ډاډه زړه لوبی وکړی.
ښاغلیو اتلانو په پښتو کی یو متل چی وایی : لوند  به څه لوند شی.
ګرانو او قدرمنو د کریکټ لوبډلی اتلانو لکه چی وړاندی مو یادونه وکړه تاسو خپله وجیبه سرته رسولی ده د افغانستان بیرغ مو په نړیواله سویه رپولی دی او د افغانستان ملی سرود مو په نړیوالو اوریدلی دی لدغه بله ستره لاس ته راوړنه نشته چی تاسو د افغانستان په برخه کړی ده. نو ضرور هم نده چی په لوبو کی تر فشار لاندی ځانونه راولی. زموږ وړاندیز دا دی چی په خلاصو مټو او د الله پاک په توکل د لوبی په میدان کی ولوبیږی همدارنګه د هر ډول ویری او ترس ځانونه وساتی په راتلونکیو لوبو کی ټول ریسک په عاړه واخلی او د ځان سره داسی احساس وکړی چی مقابل لوری   چی ستاسو په وړاندی لوبیږی ماته ورکولای شی انشالله چی نوری کامیابي به هم لاس ته راوړی.
تل د وی د افغانستان د کریکټ ملی لوبډله!
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/فیبروری/۱۹ 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery