مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د څو ورځو مېلمه


 سيدنظيم سيدي

 

 شیرین عمر، چې تېرېږي درېغه درېغه
 د اوبو په څېر بهېږي درېغه درېغه
(احمدشاه بابا)
له هماغه لومړي سره يې د هند او نورو پرمختللیو هېوادونو له طبابته يې منع کړي وو، ډاکټر ویل ناروغي يې هډوکو ته رسېدلې او چې څنګه طیاره له ځمکې پورته شي، نو د ده هډوکي به هم ترخې ترخې لاړ شي بیا به له یو داسې حالت سره مخ وي، چې نه به يې کورته راوستلای شئ او نه به هلته په ارام وي.
زما مشوره دا ده، چې نور يې له کوره مه خوځوئ او مه ورته تکلیف ورکوئ، خو خدای دې يې چا ته نه پېښوي، هغه به څنګه زړه وي، چې ناروغ يې- داسې ناروغ چې جنت دې د هغه د پښو لاندې وي، قرآن او احادیثو يې په کراتو مراتو د تقدس او درناوي ټنیګار کړی وي – ټپرېږي او دی دې ورته لاس تر زنې ناست وي او یا دې هم کور ورته پرېږدې، خو د دې خبرې هېرول هم نه دي په کار، چې یوه ورځ به موږ په خپله پلرونه او میندې اوسو او موږ به هم پر همداسې ناروغۍ اخته یو او اولادونه به مو تماشه کوي، ځکه خو وايي، چې څه کرې هغه به ریبې.
د طبابت او نورو هېوادونو ته د لېږد په اړه يې مو د ډاکټر خبرې ومنلې او د هډوکو د ماتېدلو له ډاره يې هېڅ هوايي پرواز ته مو غاړه کېنښوده، خو په دې خبره کې ورسره کلک شو، چې که هر څنګه کېږي پاکستان ته يې هرومرو راولو، ځکه موږ يې اولادونه يوو او د ده درد او رنځ موږ نه شو زغملای.
د ډاکټر ټینګار پر دې و، چې ستاسې ناروغ تر یوې، یوې نیمې میاشتې زیات نه پاتې کېږي، ځکه سرطان يې پر ټول وجود جال غوړولی دی او د ډلبندۍ له مخې يې ناروغي په څلورم پوړ کې ده، چې دا نو د نه ښه کېدلو او مرګ حالت دی، خو موږ هر څه په تقدیر پورې تړلي بلل او اوس هم پر همدې ګروهه یو.
دا سمه ده، چې ډاکټر به د ناروغۍ او د خپلې تجربه شوې پوهې له مخې اټکل کوي، خو د الله ورکړه بیل شی دی، ډېر داسې کسان لیدل شوي، چې خلکو يې جنازه کړې وي او خښ کړی يې هم وي، خو چې پوره يې نه وي، نو خدایﷻ يې بېرته له قبره ژوندی را وباسي.
بس له ډاکټر سره پر همدې مشوره شوه، چې درملنه يې پیلو، درملنه يې پیل شوه او هره یوویشتمه ورځ مو د تورخم، لواړګي، جمروډ او په ټوله کې د خیبر درې ګردجنه او کنډو کپر لاره وهله او د پېښور المدینې شخصي روغتون ته به مو رساوه، هلته به ورته سیروم او پیچکارۍ تزریق او له پنډ درملو سره به يې را رخصت کړو، کابو څوارلس میاشتې کیسه پر همدې ډول روانه وه، چې په دې اوږدو کې يې په کراتو مراتو ویښتان توی او له سره شنه شول، دوه درې ځلې خو ډاکټرانو مبارکي هم راکړه، چې نوره يې له خیره ناروغي ښه شوه یوازې د احتیاط له مخې يې باید د څه وخت لپاره راولئ، خو دا داسې ناروغي ده، چې یو ځل يې درسره نکاح وشي، بیا دې چېرې په داسې اسانۍ پرېږدي.
بس هغه خوار يې هم داسې کړ، چې له اخه ټوخه يې وغورځاوه، خو له دې دومره کړاوونو سره سره بیا هم دومره صبرناک او زغمونکی انسان و، چې یوه ورځ يې هم چا ته له خپلې نارغۍ نه ګیله او شکایت ونه کړ او نه يې داسې خبرې وکړې، چې له امله يې د نوموړي په عقیدې کې خلل پیدا شي، هر وخت به يې د خدایﷻ شکرونه پر ځای کول او پر خپلې ناروغۍ به يې صبر کاوه.
ښايي صبر او زغم يې پر دینې صیغې سربېره ډېر نور لاملونه هم ولري، خو زما په اند لوی لامل يې لومړی په کوچني توب کې د ده له سره د مور سیوری ورکېدل، د یتمۍ څپېړه خوړل او درېیم د ده مسلک "نظامي والی" و، هغه هم داسې نظامي افسر، چې له هېڅ ډول تودو سړو نه خوندي نه وي، آن د پخواني شوروي تعلیمي تودې سړې يې هم ولیدلې، دومره يې ستړی او ستومانه کړ، چې پر اورېدلو يې د سړي له سترګو سیلابونه بهېدل، خو ده په هر حالت کې له شکر ایستلو پرته نور الفاظ او ناشکرۍ نه لرلې.
داسې ورځ هم راغله، چې د کټ شو، خوراک، څښاک او هر څه يې د کټ شول، خو بیا يې هم د خپلې ګروهې له مخې ناشکري او ناصبري ونه کړه. د خدای مخلوق يې پوښتنې ته راغی، خو یوه ته هم د ده له خولې د شکایت برغولی ایسته نه شو، له هر چا سره به يې د خبرو پر مهال خوله له خندا ډکه وه او په خپل حالت به يې شکر کاوه.
خو دا ځل نو د نورو وختونو په څېر نه و، رنګ يې زېړ زبېښلی اوښتی و، اشتها يې خرابه شوې وه او خبرې يې کابو نیمې شوې وې. له کابل تر تورخمه په دمو دمو لاړو او له ګېټ اخوا مو امبولانس کې مناسب ځای ورته جوړ کړ، تصمیم په دې و، چې شوکت خانم "عمران خان" روغتون ته لاړ شو، خو د هغې لپاره هم د پېښور له نماینده ګۍ نه اجازه غوښتل په کار و. د لومړي ځل دګل او سپکول مو لا هېر نه و، خو خدای راوستې وه او موږ مجبور وو. بیا هم له سوونو هیلو سره د روغتون په دهیلز کې انتظار کېناستو، انتظار هم سم انتظار و، هره شېبه يې پر موږ میاشتې او کلونه تېرېدل، خو چاره څه وه، باید ځنډ مو کړی وای. خدایﷻ مهربانه شو او د انتظار شېبې ختمې شوې، زموږ وار را ورسېد، ماما مې راسره و، کوټې ته دننه ننوتو، د کوټې په سر کې د میز تر شاه توره پېړه نجلۍ ناسته وه، په لومړي سر کې مې پرې د پنجابۍ ګومان وکړ، خو په خبرو کې معلومه شوه، چې په نامه پښتنه وه. زما د پلار دوسیه مخامخ پر مېز ورته پرته وه، وړاندې تر دې، چې زه څه ووایم، نوموړې په یو ډول ملنډو او له غوسې نه ډک خپل ولي پورته وغورځول او ويې ویل:
څه غواړئ؟ ما خو په هماغه لومړیو کې هم تاسې ځواب کړي واست، بیا د څه لپاره راغلئ؟
 ستاسې ناروغ نه ښه کېږي او بل دا چې زموږ رولز »قانون، کړنلاره، اصول" رولز دی، هغه په هېڅ صورت نه بدلېږي، د ده عمر تر څلوېښتو کالو زیات دی او موږ د دې عمر کسانو ته فنډ "پانګه، بودجه" نه لرو، ځئ، نور مې وخت مه نیسئ.
د دې خبرو په اورېدلو سره مې په ذهن کې ډېر کرل ریبل مې وکړل، خو زما مجبوري وه او جنت مې په بد حالت کې و، نو ځکه مې خوله په نه خندا بېرته کړه، په ډېره نرمه او له عجز څخه په ډکه لهجه مې ورته وویل:
ګوره بي بي! موږ په ډېرې هیلې دلته راغلي یو، خیر که هر څومره لګښت پرې راځي، موږ د هغې ورکړې ته چمتو یو، خو موږ نا هیلې مه لېږه. موږ درته عذر کوو، چې د روغتون د بسترېدلو اجازه کارټ راکړه؛ خو دې په زړه سختې په داسې وچو او سپورو الفاظو خبرې کولې، چې انسان يې له مريي سره هم نه کوي، په غوسه يې وویل:
څومره فنډ لرې؟ په دې یو کروړ مصرف راځي!؟
 ځواب مې ورکړ: باک نه کوي، موږ يې ورکو.
ويې ویل: کېدای شي دوو کروړو ته يې سر ورسي!
بیا هم باک نه کوي، موږ يې ورته پیدا کو.
دا ځل له غوسې شنه شوه راته يې وویل: ته بزنس مین یې، چې دومره فنډ لرې؟
 چې دومره فنډ لرې، نو ولې يې یوروپ ته نه وړې، چې دلته خوځېږې او زموږ وخت په بکواسو تېروې؟
 بهر ته د نه تللو لامل په اړه مې هم ورته وویل، خو دې کمبختې خپله رنډه نیولې وه او ویل يې په هېڅ صورت امکان نه لري او نور مې وخت مه ضایع کوه.
په اخر کې مې په غوسناک ډول ورته وویل: دا رولز "اصول" یوازې د مهاجرو "افغانانو" لپاره دي او که د پاکستانیانو لپاره هم؟
 په غوسه يې را وکتل: بکواس مه کوه، ما درنه پوښتنه کړې، چې ته د کوم ځای يې...
پوه شوم، چې خبره ورانه شوه، دا ځل مې سم په پیریاني توګه ورته وویل: خدای عقل راکړې تاسې غوندې بې وقوفه نه یم، زما دوسیه دې په مخ کې پرته ده، هلته يې په ټنډه ورته غټ لیکلي، چې افغان.
د دې خبرې په اورېدلو له غوسې نه توره او شنه شوه، یو خو له ځایه هم توره وه، خو چې غوسه يې زیاته شوه، سمه افریقايۍ تور پوستې ترې جوړه شوه. سم له واره يې د زنګ تڼۍ کېکاږله او په وران کومې يې اواز کړ: ګارډز! دا بې وقوفه مهاجر بهر کئ.
ما درته نه و ویلي، چې هر بې وقوفه او... مه را پرېږدئ.
زما هم زړه درد کړی و، چې څه مې په خولې راتلل ورته مې وویل، ماما مې پر خولې راته لاس کېښود او له هغوی يې بخښنه وغوښته، خو ګارډز لاس نیولی له دفتره را وایستم او په دیکو دیکو يې د وره پر لور را ټیل وهلم.
الله راوستې وه، خو یوازني زړه چې راباندې درد وکړ، هغه د هغه پیاده زړه و، چې د وره په مخ کې ولاړ و او له درده يې سر داسې شړکاوه، چې ته وا دا ټوله کیسه پر ده تېره شوې. له زړه يې راته وویل:
بچی! الله دې ناروغ غیبي روغ کړه، دا .... همداسې دي. خدای دې مې ناهیلې کوه.
پردی ملک و، بې وسي او بې کسي وه، د لومړي ځل لپاره د خپل کلي کور او هېواد په قدر پوه شوم، خو چاره څه وه، بېرته خپل معالج ډاکټر ته اړ شو، مازیګر ورغلو او په ډېر تکلیف مو نوبت واخیست.
ډاکټر په دویم پوړ کې و، خو پلار مې له پښو غورځېدلی و، ډاکټر ته د ختلو نه و، په عذر مې ډاکټر اړ ویست، چې معاینه يې وکړي، خبرې اترې يې ورسره وکړې او لازم معلومات يې واخیستل، زه يې ور وبللم، خو له ما سره مې ماما او د ترور زوی هم ډاکټر ته لاړل.
ډاکټر نسخه ولیکه او د زړه له پاسه يې وویل، خدایﷻ به يې ښه کړي. ترې را پاڅېدو، خو چې راسره مله ملګري ووتل، بېرته راستون شوم او له ډاکټر سره کښېناستم، له سترګو مې اوښکې روانې وې، له درده مې ورته وویل: ډاکټر صاحب! موږ خو له هر څه نه خلاص شو او ناروغ مو هم په دې حالت دی اخر څه وکړو، چاره څه ده؟
 ډاکټر قلم کېښود او په سړه سینه يې ځواب راکړ: تعلیم خو دې شته.
- هو لږو ډېر شته.
نو نتیجې ته رسېږو، که ستاسې په یاد وي په لومړي سر کې مې هم درته همدا خبره ویلې وه، ما ویل چې نه ښه کېږي، خو تاسې ضد وکړ او ویل مو، چې یوه ورځ هم ژوندی وي درملنه يې کوو.
ته د اللهﷻ کارونو ته ګوره، ما ویل دا به یوه یا یوه نیمه میاشت ژوندی وي، خو الله څوارلس میاشتې عمر ورکړ، داسې معلومېږي، چې یا دا ناروغ ډېر بختور او نېک سړی دی او یا هم ورته ډېر نیکان خلک دعاګانې کوي، چې تر اوسه ژوندی دی.
په هر حال! نور نو زموږ له وسې هم څه پوره نه دي، بس الله دې پرې ورحمېږي، خو خدمت يې وکړئ، د څو ورځو مېلمه دی.
- ډاکټر صاحب! ما ورته هر څه پرېښي، دا څو میاشتې کېږي، چې شپه او ورځ يې په خدمت بوخت یم.
- په دې پوهېږم، خو اوس يې له زړه نه خدمت وکړئ.
دا هم شېبه وه، وايي انسان له ګل نه نازک او له کاڼي سخت دی. دا وخت ما ومنله، چې څنګه له کاڼي سخت دی، که چېرې زړه ډز کولای یا هم چاودېدلای، نو زما د زړه همدا وخت و؛ ځکه ستا په مخ کې دې تا ته دا خبره کېږي، روغه جوړه شتمني دې له تا پناه کېږي او ته دې ورته ګورې، هر څه لرې خو هېڅ هم نه شې کولای. رښتیا هم اسلام لوی، پاک او سپېڅلی دین دی، همدغه دین او آرونه يې دي، چې تا ته تسکین او د زړه ارام درکوي او په دې دې قانع کوي، چې کل نفس ذایقة الموت.
په ژړغونو سترګو را پورته شوم، خو په تګ کې مې له ډاکټره وپوښتل: څومره به ژوندۍ وي؟
 ځواب يې راکړ: ښايي یوه اوونۍ.
د الله په امان، را ووتم او دستمال مې سترګو ته ونیو، ښه شېبه مې وژړل، زړه مې یخ کړ، خو دې ته حیران وم، چې پلار ته څه ځواب ورکړم؟
 ماما مې را پسې راغی، په وضعیت مې پوه شو، ويې ویل: سترګې دې پاکې کړه هر څه به خدای سم کړي، حاجي صاحب دې غواړي، ځان ډاډه کړه.
بس د الله امتحانونه وو، هره شېبه نوې کیسه او نوی امتحان، حیران وم څه وکړم او پلار ته څه ځواب ورکړم، خو ځان مې تېږه کړ او د پلار په وړاندې مې په سپورو شونډو خندا راوسته، په ډک ستوني مې ورته وویل: حاجي صاحب! "موږ ورته کله حاجي صاحب او کله هم آغا وایه" ډاکټر مبارکي راکړه، دا دې هم د وینې نتیجه، دا ځل انشا الله هر څه ښه دي، سپینه وینه دې هم نه ده کمه شوې – معمولاً سپین کرویات به يې کمېدل – د دې خبرې په اورېدلو سره يې تندې یو څه پراخ شو، خو دا هر څه ظاهري وو؛ ځکه هغه له وړاندې د مرګ لپاره تابیا نیولې وه او لا له هماغه پیله يې د پلار د قبر ترڅنګ ځان ته ځای خوښ کړی و، خو بیا هم زما د خوشحالۍ په خاطر ځان خوشحاله ښوده، په داسې حال کې چې له وړاندې يې زما د مخ جغرافیه مطالعه کړې وه او ولې به يې نه کوله اخر يې اولاد وم، که به مې تندې هم ګونځې و پر ده به تبه وه، موږ پرې ګران وو، دومره ګران، چې د پلارولۍ پر ځای يې ملګرتیا راسره ډېره پاللـه. د هر چا به زموږ ملګرتیا او مینې ته مینه راتله، تر اخره موږ داسې ونه انګېرله، چې ګواکې زموږ پلار دې نظامي افسر وي، ځکه نظاميان معمولاً لږ وچ طبیعته او سخت مزاجه وي، خو دی په اېرو کې لال و، د الله به راباندې تر دې ډېر پیرزو نه و.
په هر حال! د روغتون بستر کې پروت و، خو ما ته يې خندل او ځان يې هېښ ښوده، ما ته يې مرال راکاوه، خو زما د زړه مراندې لا له وړاندې شکېدلې وې، د زړه زور مې اوبه شوی و او څوارلس میاشتو ناروغۍ يې هرڅه رانه تروړلي ول، بس د ژوندیو عادت مې کاوه. ناست په روغتون کې وم، خو ذهن مې د مافیها پر اسمان ګرځېده. زړه مې پراخ کړ او د تګ مشوره مې ورسره وکړه، ویل يې شپه لواړګي ته رسوو- هلته مو د همدغه ماما، چې د تره زامن مو هم دي کور و- د ماخستن اته بجې وې، امبولانس مو پیدا کړ او د لواړګي پر مو حرکت را وکړ؛ خو دا سفر هله سخت او اوږد شو، چې زما مشر ورور دم په دم ټېلېفونونه راکول او پوښتل به يې، څنګه چل دی او څه وشول؟
 هېڅ مې په ژبه نه راتلل او نه په دې وضعیت کې وم، چې هرڅه ورته په مخ کې کېږدم، بس لنډې خبرې به مې وکړې او په دې او هغې به مې تېرویست، لنډه دا چې هغه هم په زړه وخوړه او نور، نو شک يې په یقین بدل شو.
د شپې دولس بجې وې، چې د خېبر د ګنډوکپر سړک مزل پای ته ورسېد او لواړګي ته را ورسېدو، شپه مو وکړه او پر سبا د کابل پر لور را رهي شو. خپل کور ته په را رسېدلو سره ټول خپل خپګان کور ته راغلي ول او هر چا ورته د روغتیا دعا کوله، خو تقدیر خپل کار کړی و او نور نو د پاتې نه وو.
یو ځل بیا د سختیو باران پیل شو، د کور هېڅ غړی مو په دې خبره پوه نه کړ، چې څه کېدونکي دي، آن تر دې، چې د ډاکټر له وینا او نښو سره سم د مرګ ټول حالات پرې راغلل او ښايي ازرائیل هم ورته را رسېدلی و، خو بیا هم زموږ پر خولو برغولي اېښي وو او د ده د مرګ شېبې مو شمېرلې. الله دې هېڅ انسان دومره بېوزله او بې وسه نه کړي، چې د ژوندي انسان د مرګ شېبې وشمېري. له بده مرغه ما او ورور مې دا هر څه تجربه کړل او په خپلو سترګو مو ولیدل، خو تقدیر تقدیر دی او نه منل يې هم سړی کافروي، بس موږ هم له ناچارۍ ومانه او بالاخره د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب پر اتمه نېټه د سهار په نهه بجو او دېرشو دقیقو مو دغه شتمني، دغه جنت او دغه لویه هستي، چې له مرګ وروسته يې قدر یو په لسه سړي ته معلومېږي، د تل لپاره له لاسه ورکړه او په رښتینې معنا مې ومنله، چې زه او زما کورنۍ یتیمان شو، اوس پوه شوم، چې یتیم یعنې څه، اوس راته د پلار لویي، اوسېله او قدر معلوم شو، چې څومره لوی انسان و.
ارواښاد له کوچنیتوبه د یتیمۍ څپېړه خوړلې وه، مور يې له حق سره پیوست شوې وه او پلار یې هم بلې مېرمنې خپل کړای و، نو په رښتیا چې دغه هستي له هماغه ماشومتوبه د مور او پلارله مينې بې برخې شوې وه او د یتیمۍ په حقیقي معنا پوهېده، ځکه يې پر موږ خوا ډېره را ټولېده او په ژوند کې يې هم راته داسې بده خبره ونه کړه، چې د ننګونې په توګه يې مخې ته ودرو، خو درېغه درېغه چې ژوند بقا نه لري، د افغانانو ژوند ټول په هیلو او ارمانونو کې تېرېږي او کله چې هم د هیلو او ارمانونو نسبتاً ترسراوي وخت را ورسي، بیا ژوند ملګرتیا نه کوي، خو تمه شته، چې اجر به يې الله پاک له خپلو لویو خزانو څخه راکوي، دربار يې لوی دی او ناهیلي د شیطان ځانګړنه ده.
نن مې پلار ځکه په ذهن کې زانګو اچولې، چې دویم کال يې پوره شو، ورځې، اوونۍ، میاشتې او بالاخره کلونه ووتل، خو موږ لا هم د غفلت په خوب ویده یو او دا مو هېره کړې، چې یوه ورځ مرګ هم شته، ځینو ته له وړاندې زګنالونه ورکوي، خو د ځینو بیا داسې ناڅاپي مرګ وي، چې څوک پرې خبر هم نه شي، پیغمبرﷺ فرمایلي مرګ د سترګو له رپ څخه هم مخکې وګڼئ. بختور هغه څوک دی، چې خدمت يې وشي او څوک پسې د دعا لاس پورته کړي. هیله من یم، چې خپل قیمتي او سپېڅلي لاسونه زما د ارواښاد پلار د اروا د سکون او ښېرازۍ په پار پورته کړئ او د بخښنې دعا ورته وکړئ. یا الله ته يې اروا ښاده او ځای يې جنت لرې. آمین ثم آمین

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery