مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نن دپرون په رڼا كښې‎

محمد نعيم كاكړ‎


كه يوه خواته دنړۍ سياست ډېر پيځلۍ او كړكچن دي خو بلي خو بلي خواته دنړۍ او دسيمي سياست ډېر په چټكي سره مخ په وړاندي روان دي او هغه رښتياوي هم رامخ ته كيږي چي تر ډېره پټ ساتل شوي وو ددي سره سره چي دنن په سياست ځان پوهول هم دومره آسانه كار نه دي ځكه چي يوه خواته نړۍ دتشددياد تهره ګري سره مخامخ دي په زياته بيا په پښتو او د دوي په سيمه خو دڅو لسيځو څخه ديوه ناورين سره مخامخ دي څومره پيښتانه او نور ووژل شول څومره ژوبل شول څومره مالي زيانونه وشول هم دومره چي تراوسه يې چاشمېر هم نه دي كړي خو دبده مرغه تراوسه څوك نه دي تواتيدلۍ چي دهغه ځائي او مالي زيانو شمېره څوك وكړي ځما په اندهم دهغه ځموږ ټولو نالواني او تيروتنه ده چي دهغه وخته څخه دموږ سره ملګري ده يو سوداګري هم دخپلي ګټي او زيان ځان ته دڅرګنده لو دپاره هر كال دخپلي شتمني شمېرنه كوي خو په موږ باندي دتيرو پنځه ديش كلو څخه ناورين جوړ دي او په ډېر لوئي شمېر ځائي او مالي زيانونه هر ورځ كيږي خو موږ په دي نه يو تراوسه توانيدلۍ چيري خو داپوښتنه ده چي ولي موږ ددي ناورين سره مخامخ شو؟ چا ورسره مخامخ كړو؟ ولي مخامخ كړو؟ تركومه به ددهغه ناورين سره به تركله په بشپړه قام مخامخ وي؟ څوك بل څوك به موږ ددهغه ناورين څخه راباسي كه به موږ پخپله هڅي وكړو چي خپل قام او ټاټوني ددهغه ناورين څخه راوباسو؟ دهغه او دي ته ورته ډيري پوښتني دي چي هغه ځواب غواړي څوك به ددي ځواب وركوي دايه وخت او حالات راڅرګنده وي.
ټوله نړۍ او په زياته پښتانه داخبره كوي چي دجګړو وژنو او دوراينو ټولي لاري دخبرواترو ويوه تغرته درسيږي كه هر خو او وختو پوري دهغه ورانۍ دوام وكړي او موږ په وارو ارودا خبره كړي ده چي پښتانه افغانان يواځي او يواځي په خپلو كښې دفاستي دلاري ددهغه ناورين مخ نوي كوي شي هيڅوك دچاغم نه خوري ولي چي نن هر څه داقتصادي ګټو په رڼا كښې مخ په وړاندي وړل كيږي او دهغه ګټو ته ځان درسولو دپاره دبشر او انسانيت دنامه څخه هم اخلي دمذهب څخه يې هم اخلي خو ددي دڅنګه دزور او سياست څخه دېر كار اخلي او دنن په سياست كښې داهر څه دورا ځايه اخلي خو ددي دڅنګه د زور او سياست څخه ډېر كار اخلي او دنن په سياست كښې داهر څه دورا ځايه څخه ښكاره كيږي او هغه ملكونه چي ښه مشران ښه اقتصاد او ښه سياست او كړنلاره ولري هغه وخپلو دهغه هدفونه ته ځان رسوي اوكوم قامونه چي ددهغه ياده شو وارزښتونو څخه بي برخي وي هغه د داسي ناورينو نو سره مخامخ كيږي لكه پښتانه افغانان چي دتيرو اوږ دوكلو سره را روان ناورين كښې نښتي دي چي دوتلو لار يې هيچاته نه څرګنديږي نه ورښكاره كيږي كه څه هم دهغه قام باندي اسلام سپيڅلۍ نوم هم ګارشو داشتراكيت يې هم آزماو شو دقام او دټاټوبي چغاري هم ډېري وشوي سيمه ايزه ناري هم وشوي خو زيان يې ټانولي قام او ولس ته ورشيدي خو لانجي او جګړو تراوسه دوام كوي هيڅوك دانه شي ويلي چي په بيلو بيلو نومو شوي جګړي او ناخوالي چي ځموږ ولس او ټاټوبي په كښې راګير شو ګټه چاوكړه ماته چاو خوړله ددي سره سره چي هر ډلي دځان سره باندني ځواكونه دخپل ورور دپاره وخپل هيواد ته را داخل كړل ياد بلي ډلي وشاته په پټه باندنيان ولاوو خو هر يوه خپل ورور پخپله وواژي يا يې په نورو واژي خو خبره چي دكومه ځايه څخه پيل شوي وه هم په هغه ځائي ودريده.
هر چاچي دخپلۍ ګټي دپاره په ښكاره ياپه پټه باندي ځواكونه خپل هيواد ته را داخل كړي وو دوي دي پخپل ګريوان كښې وګوري چي باندنيان په دي جګړو كښې څومره ووژل شوي څومره ژوبل شول څومره مالي زيان يې وشو او دپښتنو افغانانو څومره وګړي ووژل شول څومره ژوبل شول او هيواد يې څوني مالي زيان وشو؟ په افغانستان كښې چي په دي نزدي څلوښيت كلو كښې چي څومره جګړي وشوي ددي سرفيه واتلسمي نولسمي او شلمي پيړي ته رسيږي كه موږ وتاريخ ته پاملرنه وكړو نو دابه راته څرګنده شي چي افغانستان يا ځموږ ټاټوبي دايران موغلو اودمنځني آسيادسياليو څخه ناكراره وو دهغه وروسته دانګريزروسيه اودايران په دسيسو كښې راګير وو چي ټوله په دي باندي په يوه خوله وو چي افغانان يو موټي نه شي نه دوي پخپلو پښو ودرسږي ولي چي هر چادافغانانو ديو والي څخه ويريدل چيري دوي يو شو نو بياد صغير نه شته دوي چي هر څويو دبل دښمنان وو خوافغانانو ته دوي يو وو خو كله چي دميرائيس نيكه او دلوئي احمدشاه بابا په سياسي پوهنه افغانان په دوي راټول شول نو دهغه باتوره قام او ملت يې تراصفهانه او د رويې ترسره ورساوي او دهند ټوله وچه يې ترخپلي ياتوره قام او ملت يې تراصفهانه او درو يې ترسرحده ورساوي او دهند ټوله وچي يې تر خپلي ولكي لاندي راوستله اودشمال منځي آسياحكمرانان يې ولړځول او دايران ياچايې په پښو ورولويدي دازه نه وايم داتاريخ دي خو بيا دانګريزرو يې او ايران په دسيسو افغانستان نيمګړي شو چي كله انګريز په زوره او دافغان سياست مدارانو په ځان ځاني او جاه طلبي باندي د ډيورنډ په نامه دپښتنو په ځګر باندي چاړه راوسته هم ددهغه وروسته دافغانانو او پښتنو بدمرغي پيل شوه چي ترننه پوري دوام كوي بلكي هم ودي ځائي ته راورسيده چي هر څه هر لوري دخپله لاسه څخه هر شي وركړي دي او خپل ټول واك او اختيار يې دنورو په لاس كښې دي چي دروانو درې نيمو لسيځو څخه بيله ددي چي په يوه نامه او بل نامه باندي يو بل سره ووژني نور هيڅ په لاس كښې نه لري خو يو شي ياچانس چي دهر لوري په لاس كښې دي هغه هم دا دي چي هر خوابيله دڅه غوښتني په خپل ګريوام كښې وګوري او داپريكړه وكړي چي دنن څخه وروسته به خپل ورور نه وژنم دجګړي په ځائي به دپښتانه په لوئي نغربه دخپل وروسره سوال ځواب كوم دهيواد دڅخه به جګړه دمنځ څخه وړم او هغه باندنيان چي ځموږ په هيواد كښې په پټه او ښكاره لاس دهنه كوي دهغو لاسونه به دخپل دګريوان څخه ارومرو كاږم.
دافغانستان اودپښتنو افغانانو تر ټولو لويه لانجه دباندنيانو په هيواد كښې پټ لاسونه دي چي هم ددي دپاره كار كوي چي پښتانه افغانان سره يونه شي دهغه عمل دتيرو دروپيږيو څخه راروان دي خلګه داوائي چي افغانان اتفاق نه لري ځما په اندداخبره دسره څخه بيځايه ده څومره چي افغانان په زياته بيا افغان ولس چي څومره يو وال او اتفاق لري ددي ساري په نړۍ كښې ډېر لږ ليدل كيږي داځكه چي دنړۍ زور ځواكي چي دري پيړي څخه په يوه نامه او بل نامه په يوه ملت كښې ددي دپاره دسيسي كوي چي دوي سره يونه شي نو هر يو ددي څخه اټكل كوي شي خو هومشرتابه د جاه طلبي دكبله دملت ديو والي څخه ګټه اخستي ده.
په كار دي چي موږ دخپل تاريخ په رنا كښې په ډېره پوهنه دنن ورځي ناخوالي وګورو او بيا حل او فصل لار په كښې وسنجو ودابه ومنو چي دنړۍ دزور ځواكو سياست په تغيرخوړلۍ دي خو دافغانانو پښتنو دپاره هم هغه سياست مخ په وړاندي وړل كيږي چي دوي پيړي پخوا دوي سبخولي وو دبيلګي په ډول په اتلسمي پيړي كښې دهغه دروسيې حكمرانانو و برتانيې ته داويلي وو چي دهغه افغانان وحشيان او تهره ګردي او روسيه غواړي چي دهغه خلګه دمنځ څخه يو وړل شي او بيا موږ په يو شتمي پيړي كښې ګاونډي هيواد دمشر په يوه نړۍ واله غونډه او په (FORUM) كښې په وازه خوله وويل چي پښتانه ټول طالبان دي او طالبان ټول تهره ګري دي او دا ډول كه موږ دڅو كلو ناخوالي وګورونو دابه راته څرګنده شي چي دافغانستان په اړه اوس هم دګاونډيانو او دپخواني وران كار انګريز په سياست كښې يو بدلون نه دي راغلۍ اوس هم هغه زوړ سياست لويوي دابيله خبره ده چي دپردي وشاته ناست دي چي نه داسلام په ګټه دي نه دپښتنو او افغانانو په ګټه دي دا بيله خبره ده چي ځيني اسلامي ملكونه په دي كار كښې د دوي مرسته كوي ځيني رڼ انده او سياست پوهان شي چي دانګريز دپښتنو افغانانو څخه دنولسيځو او شلمي پيړه بدل اخلي خو په دي كښې بله خبره نه شي كيدي چي انګريزانو چي څومره زيان وافغانستان پښتنو افغانانو ته رسولۍ دي هيچابه نه وي ورسولي او په زياته بيايې داسلام سپڅلي دنامه څخه ډيري ګتي كړي دي چي دتاريخ پاڼي ددي دسيسو څخه ډكي دي او افغانان كه دنوي نړۍ سره نګ كول غواړي نو به دوي دهيواد څخه دنورو لاسونه نه كار دي په يوه ټغربه دوي سره كښنېي او دنړۍ دنوو نړۍ والو غوښتنو سره ځان سنجوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery