مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راحيل شريف :د افغانستان دښمن زموږ دښمن دي ؟؟؟

سيد حسين پاچا

زموږ پخواني دوه زلمکيان او نيمه مخلی ((ستمی - اخوانی)) او نننی امپړ ملا جني خو يې د اسلام په نوم دوکه کړل، خو چې مفکر غني راڅخه د سولې په نوم دوکه نه کړي


پرويز مشرف :
Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban

هند او پاکستان د افغانستان په خاوره کې پر نيابتي جګړه بوخت دي. د پاکستان جګړه اصلاً د هند پر وړاندې يوه مشروع دفاع ده. هلته د پاکستان دښمنان دي چې بايد پاملرنه ورته وشي. هلته زما دښمن وي زه يې هم بايد يو څوک پر وړاندې استعمال کړم


نوټ : طالبان او تش په نامه اسلامپال سياسي ملايان مشرف په ډاگه پخپله تعريف کړل. له دې وروسته نوره اسلامي صبغه نه شي کارولی. افغانان بايد پوه او هوښيار اوسي. د چا په مدرسو او اسلامي ماسک دوکه ونه خوري. له هېواد مشر غني نه هيله کيږي چې د پخواني هېواد مشر ښاغلي کرزي په خلاف د طالبانو په شان ونه کارول شي. طالب او د مدرسو خاوندان به په ورځ د محشر کې د دې نيابتي جگړې په هکله رب العالمين ته څه ځواب وايی؟


ښاغليه ،
ستا به هم پر ياد وي چې ښاغلي زلمي خليلزاد مشرف ته د طالبانو او د هغوی د مشرانو په اړه يادوري کړې وه و. هغه ورته منکر شوی وو او په ځواب کې يې ورته ويلي وو چې نه طالبان په پاکستان کې نشته. که له تا سره يې پته يا د تېلېفون نومره وي ما ته يې راکړه چې زه يې پيدا کړم، خو نن د برتانيه په گارډين ورځپاڼه کې نړۍ ته په سپين سترگۍ وايی چې ((that he cultivated the Taliban.)). د کرزي يې پښې وهلې، خو ستا د ملاتړ سپارښتنه کوي. تاسو بايد لږ سوچ وکړئ چې د کرزي پښې وهل د چا پښې وهل دي؟ تر پرونه منکر، خو نن په زغرده وايی چې ((ما زېږولي دي)). ملايان به يې په تېره بيا فضل الرحمن، سميع الحق وسراج الحق به رب العالمين ته په محشر کې څه ځواب وايی؟ د ښاغلي خليزاد مرکه دلته اورېدلای شئ چې همدې ټکي ته اشاره کوي.
http://www.pashtovoa.com/content/afghanistan-pakistan-relation/2655017.html

همدا مشرف د ښاغلي کرزي په وخت کې کابل راغلی وو او هلته يې د پارلمان په مخ کې دروغ وويل چې ((زه يو ساده عسکري صاحب منصب يم او په سياست دومره نه پوهېږم او سياست کول د سياسي خلکو کار دی، خو زه هر څه تاسو ته صادقانه وايم، خو نن يې رښتيا او درواغ په خپلو سترگو وگورئ چې ده مخکې څه ويلي وو او اوس څه وايی؟ رښتيا چې دروغژن عقل او حس نه لري. لږ تر لږه خو به يې د خپلو خبرو توازن ساتلی وای. حق اول وي او که آخر الله تعالی يې د دروغژن له خولې راوباسي چې نن يې د دغه ظالم ديکتاتور، دجّال وکذّاب جنرال له خولې راوويستل او په نړيواله کچه يې اقرار وکړ.

ښاغليه :
ستا به پر ياد وي چې امريکا د سلالې پوسته وويشته او تر دېرش تنو پورې پاکستاني ملېشه ووژل شول، نو تر هر چا مخکې لومړی زموږ د ستر باچا خان لمسي سيکولر اسفنديار ولي خان تر ملگرو ملتونو پورې بډې راووهلې، خو يو وخت يې په زغرده د بوټو زوم لوفر زرداري ته گيله ونه کړه چې ولې موږ له ښاغلي کرزي سره دومره ستره دوکه او دوه مخې لوبه روانه کړې ده. موږ د باچا خان لمسي ته وايو چې ملگرو ملتونو ته منډې مه وهه! په اسلام اباد کې خپل غږ پورته کړه. ولې بيا هم د پيپل او باچا خان گوندونو له طالبانو څخه د ټاکنو په وخت کې د سر زيانونه وگالل او پرې سخت خواشيني يو.

زموږ بل مذهبي بنسټگر مولانا سميع الحق خو د ((دفاع پاکستان)) په نوم کونسل جوړ کړ او ويی چې ((موږ په خلکو کې د جهاد جذبه راپورته کوو)). ښه شوه چې نن يې د جهاد جذبه د مشرف له خوله نه د برتانيه له گارډين نه خپره شوه چې طالبان ما پيدا کړل. زه په زغرده دغه اسلامپال سياسي ملايان  فضل الرحمن، سميع الحق وسراج الحق ننگوم چې که دا د اسلام جذبه وي چې له امريکا نه يو ميليارد ډالر پکيج ترلاسه کړه او په بدل کې يې وزيرستانيان ووژنه او د خلکو هر څه ژوند وشتمني نيست ونابود کړه، نو مهرباني دې وکړي د الهي ونبوي ارشاداتو په رڼا کې دې ثبوت وړاندې کړي او کنه، نو دوی به هم عندالله او عندالرسول مأخوذ وي. دوی چې د وزيرستان او اسلام اباد ترمينځ منډې د روغې جوړې منډې ترړې وهلې، نن ولې چوپ دي؟ ولې رسنيو ته نه راوځي؟

اگر چې ښاغلي ډاکټر شير زمان طايزي لا د مخه په ۱۹۹۵ ز کې ((د وفا The WUFA)) انگرېزي مجلې په خاصه گڼه د ((The Rise of Taliban)) کې همدې ټکي ته اشاره کړې وه چې دوو تنو برتانوي ديپلوماتانو په پيل کې د جمعيت علمای اسلام د ف او س گروف يعنې فضل الرحمان وسميع الحق انتخاب کړل. او ورپسې په دې وروستيو کې چې د لال يا سره جومات پېښه کېدله او مشرف پر جومات ومدرسه عمليات کول، نو د حامد مير د مرکې په بنسټ دوی درېواړه يعنې فضل الرحمن، سميع الحق وبيت الله محسود په همدې شپه په جي بلاک کې ول. هلته بېگناه خلک او بېگناه شاگردانې ووژل شوې. يو څوک چې د الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم دنيوي واخروي خيال نه ساتي، نو زموږ به څه خيال وساتي؟

زموږ يو بل سيکولر پښتون مشر د باچا خان د گوند پورې اړوند بشير بلور طالبانو ته مشوره ورکړه ((که جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ)). پوښتنه دا ده چې ولې يو سيکولر ملتپال پښتون مشر سختدريځو اسلامپال طالبانو له خپل مسلکه بهر د جهاد مشوره ورکوي؟ ايا دا د نوموړي خپله پېرزوينه وه او که د څارگرې ادارې د غوښتنو استازيتوب يې کړی؟

بل ورور يې بيا دې د همدې باچا خان د گوند پورې اړوند نامور پښتون مشر او وزير د پېغمبر عليه السلام د کارتون په تړاو په ډالرو انعام منلی وو، خو که د دې انعام پرځای لږ تر لږه خپلې سينماوې د روژې په مبارکه مياشت کې وتړي بده به نه وي. که د دې پرځای يې پر خپل حکومت باندې غږ کړی وی چې د افغانانو وينې مه تويوئ، نو د دې ثواب به له هغه کارتوني انعامه کم نه وي.

زموږ يو بل نوموتی سيکولر لوبغاړی عمرانخان چې خپله يې دلته يهوده کړې وه او ترې دوه زامن هم لري، له ځانه بېمسلکه مفتي جوړ کړی وو او هغه هم د جهاد فتوه ورکړې وه او طالبان يې برحقه بللي وو. اوس يې خو بل نوی تازه واده وکړ. زما پوښتنه او ننگونه د دوی له دې پوځيانو، استخباراتو، ملايانو، سياستوالو او لوبغاړو نه دا ده چې ايا دوی خپل حد وصلاحيت او اهليت پېژني کنه؟ زه غواړم چې خپل اسلامپال طالبان او مفسرين وننگوم، په داسې يوې اسلام کلا کې چې يو سيکولر لوبغاړی يې د يهودې څښتن وي او اسلامپالو په شمول پرې ټول چوپه خوله وي، ايا اوس به زموږ په گران هېواد کې د دوی په لمسونه او مشورو جهاد جايز وي؟ د قرآني پلوشو او حکمة الباري ليکوال دې پرې خپله ملايي وازمايي؟

ښاغليه ،
ستا به پر ياد وي، ځکه چې تاسو د ((واک د لېږد)) مسووليت درلوده او په همدې وخت کې چې د امريکا وپاکستان اړيکې سره ترينگلې شوې، نو زرداري ايران ته منډه کړه او هلته يې د گاز نلليکې تړون لاسليک کړ او گيلاني چين ته منډه کړه او له بيجنگه يې سپينې ماڼۍ ته گوتڅنډنه وکړه چې د ((چين دښمن زموږ دښمن دی))، خو موږ دغه کار نه شو کولی چې په راتلونکې ووايو چې د ((پاکستان دښمن زموږ دښمن دی)). ځکه چې هند موږ ته طالب نه دی زېږولی او زېږوونکي، پالونکي او تمويلوونکي يې نور دي، لکه چې د وخت مشرتابه يې نن له گارډين سره په سپين سترگۍ وايی چې :
Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

زما يې له فضل الرحمن سره کار نشته، خو غواړم چې د اکوړې بنسټگر وننگوم چې نر دی دی بل څوک نه دي چې ويلي وو ((د افغانستان په جهاد کې په سلو کې ۹۵ طالبان زما له مدرسې نه دي))، مشرف يې نن دغسې اپلتې وايی چې ((that he cultivated the Taliban.)). موږ څارگرې ادارې ته دنده وسپارله چې طالبان بيرته په پښو ودروي او د افغانستان دولت کمزوری کړي، نو مولانا سميع الحق ته په مخ څه پاتې شو؟ هغه د جهاد جذبه يې همدا وه چې ته من حيث يو پښتون عالم خپل مسلمان ورور کمزوری کړی؟ ايا دا اسلامي علم ده د همدې لپاره کړی؟ هغه کلام پاک و د احاديث سته وو کتابونه چې د ده په مدرسه کې تدريسيږي څه ځواب وايی؟ مولانا سميع الحق دومره بد سترگی دی چې زموږ قاتل موږ ته د دستار فضيلت لپاره راغواړي، خو زما ساده ملايان و تېروتي طالبان لا خپل ځانونه نه پېژني. همدا مشرف وو چې ويلي يي وو ((سب سی پهلی پاکستان هی))، سب سی پهلی اسلام خو يې نه وو ويلي، نو ولې چا نيوکه نه کوله، نو دا زموږ زورور ولې ((سب سی پهلی افغانستان هی)) نه وای. يعنې له هر څه مخکې موږ ته خپل گران هېواد افغانستان ارزښت لري. خو موږ له تراوسه دې حد ته نه يو رسېدلي.

امرالله صالح او مخکېنی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی دواړه ژوندي دي، مړه نه دي او هغه هم د تاريخ سره ثبت ده چې اصالح ته يې ويلي وو چې ((I am the president of banana.)). نن هماغه کېله وال نړۍ ته وايی چې طالبان زما محصول دی اوخپل حکومت او پوځي واکمنو ته وايی چې د غني ملاتړ وکړئ. بالاخره يې خپله نيابتي جگړه نړيوالو ته په ډاگه کړه. له بل لوري جنرال اسد دراني هم داسې اشارې ورکړي چې څارگره اداره يې د القاعدې مشر په وژلو کې معامله کړې. البته دوی به معاملې کولی شي، خو موږ يې نه شو کولی او نه مو کړي دي. که مو کولی، نو نن به پاکستان نه وو او سرحد به زموږ او د بل چا ترمينځ وای. زموږ له خاطره يې پر پېښور بيا بمبارد هم ونه کړ.

درست ده چې موږ د خپل هېواد ملي واسلامي گټو د خونديتوب لپاره ستا ملاتړ کړی، خو په ځينو خبرو کې بايد چې وړاندې وروسته فکر وکړې. ځينې خبرې د کولو او ويلو وي او ځينې نه. نن چې پوځي مشر ما ته په ارگ کې وايی چې ((د افغانستان دښمن زما دښمن دی))، که اوس په نژدې که نه وي، ښايي چې په راتلونکې کې له موږ څخه هم داسې هيله او غوښتنه ولري چې ووايو ((د پاکستان دښمن زموږ دښمن دی)). البته دوی به د مشر لالا د ملياردونو پکېجونو اخېستو سره سره داسې څه ويلی شي، خو موږ يې اخلاقاً نه شو ويلی چې ((د پاکستان دښمن زموږ دښمن دی)).

نتېجه :
موږ خپل يو معيار واخلاق لرو او له خپل معيار واخلاقه وتل راته ستره گناه برېښي. خلکو ته دروغ او دوکه او د خلکو وينې تويول او مسلمان گاونډي ته ضرر رسول گناه او بد اخلاقي نه برېښي، خو موږ ته داسې نه ده. افغانان ځانته خپل يو وياړلی کلتور او پرنسيپ لري. ټول ولس د سولې غوښتونکی دی، خو بايد زيات محتاطانه او مسوولانه قدم واخېستل شي. ځينو ټکو ته چې ښاغلي کرزي ورته اشاره کړې ضرر ونه رسيږي.

په درنښت

زلمی خليلزاد: افغانستان بايد د سولې او جنګ لپاره چمتو وي
http://www.pashtovoa.com/content/afghanistan-pakistan-relation/2655017.html
د افغانستان او پاکستان اړیکي یو طرفه سړک ته ورته دي
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2015/02/150225_ps-spanta-peace-talks-pakistan-role
جنرال مشرف: اشرف غني يو متوازن شخصيت او لوی امېد دی
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=36489

حامد کرزی: امريکا غوښتل افغانستان پاکستان ته وسپاري
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=36494


Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban
http://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban

Pakistan, India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop: Musharraf
http://www.dailytimes.com.pk/islamabad/14-Feb-2015/pakistan-india-s-backing-for-proxies-in-afghanistan-must-stop-musharraf

Pakistan, India must avoid proxy war in Afghanistan, says Musharraf
http://www.dailytimes.com.pk/national/26-Feb-2015/pakistan-india-must-avoid-proxy-war-in-afghanistan-says-musharraf

ISI cultivated Taliban to counter Indian action against Pakistan: Musharraf
http://www.dawn.com/news/1163376

Pakistan undermined Karzai's govt as he helped 'India stab Pakistan in the back’: Musharraf
http://tribune.com.pk/story/837797/pakistan-undermined-karzais-govt-as-he-helped-india-stab-pakistan-in-the-back-musharraf/

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery