مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان شیعه ګان د دمشق په کوڅو کې

فایز وردګ

 

لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې شیعه مذهبه په افغانستان کې یو اقلیت دی چې د تاریخ په اوږدو کې یي د نورو افغانانو تر ځنګ په خپل هیواد کې په سوله کې ژوند کولو .
مګر د ایران د ( اسلامي )  انقلاب له کامیابیدو څخه وروسته چې د خپل انقلاب داعیه یې ټولې نړۍ ته رسول غوښتل او په عین حال کې د سرو لښکرو یرغل په افغانستان کې ایران ته دا زمینه مساعده کړله چې تر څو په خپلو هم م‍ذهبو شیعه ګانو باندې پانګونه وکړي ، او خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره یی وکاروي هماغه وو چې په افغانستان کې یي مختلفې شیعه ډلې جوړې کړلې او د نجیب د حکومت په ړنګیدو سره همدغه ډلو بیا شیعه ګانو ته د حق غوښتنې په  پلمه په کابل او نورو سیمو کې  دنورو سنې جهادي ډلو سره اوږدې جګړې وکړلې ،او د بشریت ضد هغه کړنې  یې وکړې چې د افغانستان د تاریخ په پاڼو کې به تل تر تله د یوې تورې کرښې په څیر پاتي وي.
   او وروسته د طالبانو په راتلو سره ایران نور هم دي ډلو ته خپلې مرستې ګړندۍ کړلې او کله چې د امریکا یرغل په افغانستان کې پیل شو دا شیعه مذهبه ډلې د ایران په مستقیمه لارښوونه د اسلامي امارت په را پرځولو کې نه هیرودونکی رول ولوبولو چې د بن د غونډې په اساس په کابل کې د کرزي په مشرۍ په جوړ شوي حکومت کې پوره ونډه ورته ورکړل شوه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو لویه ونډه ده .
    مګر ایران چې غواړي خپله داعیه او د نفوذ ساحه نوره هم پراخه کړي او په هر هیواد کې د لبنان د حزب الله په شانته ډلې جوړې کړي چې هر وخت وغواړي د اړتیا په وخت  کې ورڅخه استفاده وکړي.
    او د ایران دولت هر وخت د امریکا د احمقانه کړنو څخه اعظمي استفاده کړي ده او لا لګیا دی کوي يي  او خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره يي په پوره اخلاص د امریکایانو سره د اسلامي هیوادونو په نیولو  او ځپلو کې مرسته کړې.
    او که مونږ د افغانستان د جهاد لنډ تاریخ ته وګورو نو په پوره ډاډ ویلی شو چې افغانان هیڅ وخت د نورو هیوادونو په شخړو کې نه دي دخیل شوي .
مګر ایران له دي امله چې وکولی شي چې تر څو په سوریه کې د خپل ملګري بشار الاسد د رژیم منګولې ټینګې کړي نو د قم د علمي حوزې د تقلید د مراجعو نه يي وغوښتل چې په خپلو مقلدینو باندې غږ وکړي چې د اهل بیت د زیارتونو د ساتلو لپاره سوريي ته  جهاد لپاره ورشي .
هماغه وو چې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه شیعه مذهبه ځوانان د ایران د سپاه پاسدارانو په مرسته سوريي ته ورسیدل اوهلته يي لومړۍ د ابو الفضل عباس تر نامه لاندي یوه لیوا جوړه کړله.
چې په د دې لواء تر چتر لاندې ډير افغان شیعه ګان هم ځای په ځای شول .
 چې وروسته افغان شیعه ګانو چې اکثریت په افغانستان کې د هزاره ملیت سره تعلق لری د فاطمیانو د لوا‌ء په نامه یوه نوې ډله جوړه کړله چې علی رضا توسلي ورته د قاسم سلیماني له پلوه د قوماندان په توګه وټاکل شو چې د ۲۰۱۵ کال د فبروري میاشتي په ۲۸ نیټه باندي  له شيږو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو او د جنازي مراسم  يي بیا د مارچ د میاشتې په ۳ نیټه د ایران د مشهد په ښار کې تر سره شول.
    که څه هم د سوريې په جنګ کې د افغان شیعه ګانو د ونډې په هکله ځانګړې څیړنې نه دي شوي او نه داسي کره معلومات شته چې په افغانستان کې د شیعه ګانو  سیاسي ډلې په دې موضوع کې لاس لري او که نه خو د دې ډلو د چوپتیا څخه داسي جوتیږي  چې اقلا  که د خپلو اتباعو په لیږلو کې دخیل نه دي مګر د خپلو اتباعو د ورتګ مخه هم نه نیسي.
که څه هم  علي رضا توسلی چې په ابو احمد باندې یي شهرت لرلو او  شپږ کسه ملګریي چې د سوريي د درعا په ولایت کي ووژل شول لومړی کسان نه دي چې په سوریه کې د بشار الاسد په پلوی په جکړو کي له منځه ځي.
بلکه له کومې ورځې نه چې فیلق القدس چې د سپاه انقلاب بهرنۍ څانګه ده په سوريه کې د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ له ۲۰۱۱ کال څخه را په دیخوا خپله مستقیمه مداخله پیل کړې ده د افغانانو ورتګ هم ورپیل شوی دی او په ډيرو جګړو کې برخه اخیستی ده خاصتا هغه وخت کله چې علی رضا توسلي وکولی شول چې د فاطمیانو د لوا‌ء بنسټ په ۲۰۱۲ کال کې کیږدي.
او په سوریه  کې هغه شیعه افغانان چې د بشار الاسد  دحکومت په پلوۍ جنګيږي په عمومي توګه دری ډوله دي.
لومړی : هغه ډله شیعه افغانان چې د بي بي زینب رضی الله عنها د مزار په اطرافو کي په سوریه کې د سوريي د شخړې څخه مخکې هلته اوسیدل او د شخړې له پیل څخه وروسته د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ يي په جنګ کې برخه واخیستله.
دوهم : دا هغه مهاجر افغان شیعه ګان دي چې په ایران کې اوسیدل او بیا د سوريي د شخړې له پیل څخه  د ایران د فوځ له اړخه ورته نظامي زده کړې وشوي او په ایران کې د ځینو مالي مرستو او د اوسیدو د پیژند پاڼو د تر لاسه کولو لپاره سوريي ته ولیږدول شول چې دا ډله په سوريه کې د جنګیالي افغانانو اکثریت تشکیلوي او په جګړو کې هم موثر واقع کیږي.
په     دي ډله کې هغه افغانان هم راځې چې په افغانستان کې اوسیږې او د خپلو مالي مشکلاتو د حل کولو لپاره د میاشتنۍ تنخواه  چې د میاشتي ۵۰۰ ډالرو په مقابل کې د سوريې جنګ ته ورځې او داسي ویل کیږي چې په هرات کې د ایران قنسلګرۍ دا چاري په مخ وړي.
دریمه ډله هغه شیعه افغانان دي چې په مختلفو هیوادونو کې اوسیږي او د خپلې مذهبي انګیزې په اساس سوریي ته تللي او هلته د بشار الاسد د حکومت د مخالفینو په ضد چې دوی يې جهاد بولي په جګړه کې ونډه اخلي.
د شیعه  د تقلید د مراجعو رول :
که څه هم د ایران حکومت په دي  نه دی توانیدلی چی شیعه افغانی مراجع چې په راس کې يي ښاغلی سید اصف محسنی راځي په دې قانع کړې چې په سوریه کې د جهاد د فرضیدلو فتوی ورکړي مګر د قم په علمي حوزه کې نورو علمي مراجعو  دفتوی په اساس  د ایران  سپاه انقلاب وکولی شول چې په زرهاوو شیعه ځوانان په افغانستان او ایران او عراق کې دیته وهڅوي چې د سوریې د حکومت په پلوۍ  د دوی په اند په مقدس جهاد کې ګډون وکړي.
شاید ښاغلی اصف محسنی ونه غواړي چې افغان شیعه ځوانان د یوې داسې جګړې قرباني کړي چې دوی ته يي له تاوانه پرته بله ګټه نه رسیږي.
     خو سره له دي ایران اوس هم  د سوريي ته د افغان جنګیالیو د انتقال لپاره هوايي پول جوړ کړی چې په هفته کې ځلو پروازه د لاذقیه ښار کوي چې له څو ورځو نظامي زده کړو څخه وروسته د جګړي لیکو ته استول کیږي.
    که څه هم ایران په افغانستان کې پراخه نفوذ لري او لا لګیا دی د خپل نفوذ ساحه د امریکا په مرسته نوره هم اوږدوي او دخپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره افغانان قربانوي
د کابل حکومت باید په نظام کې شریکو سیاسي شیعه ډلو باندي فشار واچوي چې تر څو د شیعه ځوانانو سوریي ته د ورتګ مخه ونیسی ، او شیعه سیاسی ډلې هم باید په دي پوه شې چې په پردیو جګړو کې د افغانانو برخه اخیستل هغه هم د پردیو موخو د ترلاسه کولو لپاره  د افغانستان لپاره د داعش له خطره که ډیر نه دي خو کم بالکل نه دی.
او داسې کړنې په افغانستان کې  مذهبي جګړو اور ته د لمنې د وهلو په معنی دي چې په کې به پرته له افغانانو  څخه نور هیڅوک ونه سوزیږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery