مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوې واکمني .. آيا دسولې لپاره ګد دريځ شته!؟

عبدالرحمن فرقانی

                         د طالبانو سره د اړیکو محورونه تېر اوس او راتلونکې
                                            غربي استخبارات او داعش
نوې  واکمني آیا دسولې لپاره ګډ دریځ شته؟
د نوي حکومت په راتګ سره د سولې د بروسې د پلېکېدو لپاره نوې هیلې او تمې د خلکو سره راوتوکېدې، د افغانستان د ملی حکومت لپاره که د خلکو سره کوم عذر شتون لری، هغه د سولې د تینګښت په موخه د حکومت هلې ځلې دی، که نو تر دې هخوا حکومت د حکومتدارۍ په برخه کې د ګنو ستونزو سره مخ دی، په هیڅ ډول یې د خلکو سره شوې ژمنې نه دی پلې کړې د دېرو سیاسي شننونکو په باور د سولې د تینګښت لپاره نوموړې هلې ځلې نه وي نو نوموړی نیمګړی حکومت په له وړاندې د سقوط سره مخ شوی ؤ.
خو له کومه ځایه چې د افغانستان د کړیدلي ملت لپاره تر هر څه وړاندې د سولې د تینګښت اړتیا لېدل کېږی او د افغانستان لپاره تر هر څه وړاندې د سولې د ټينګښت لومړیتوب مطرح دی نو د حکومت هلې ځلې په دې اړه د ستایلو او قدر وړ دي او هېره دې نوي، چې د افغانستان حکومت چې  قانونی مشروعیت یې هم د قانونی اصولو له مخې تر پوښتنه لاندې دی، د سولې په اړه هم د واحد تصور خاوند نه دی،  ځینې مطرح کړې بیا په یوه او بله پلمه د سولې د خبرو د سبوتاژ کولو هلې ځلې کوي،  که څه هم چې په دې اړه د ملت د ارادې د ویرې له کبله د پریکنده اقداماتو جرات نه شي کولی،  خو د ځینو بهرنیو او کورنیو مصلحتونو په عنوانولو سره د سولې اوسنۍ پروسه تر پوښتنې لاندې راولی.
که یوه لور ته د جمهوری ریاست چارواکي د سولې د ټينګښت لپاره د سولې د اغیزمنو کړیو د اعتماد د خپلولو هڅې کوی، بل لور ته بیا د اجراییې ریاست چارواکي د افغانستان د استراتیژیکو ملګرو اعتماد له لاسه ورکول د افغانستان په زیان یوګام بولی.  که یوه لور ته استدلال کېږی؛ چې د افغانستان د سولې په ټينګښت کې پاکستان کلیدی رول لري او کولې شی د سولې د ټينګښت په اړه اغیزمن ګامونه پورته کړي، هغه څه چې د افغانستان د لومړیتوب غوښتنه ده، هغه د پاکستان د مرستې فکتور دی، چې باید ترې کار واخیستل شی . خو بل لور ته بیا استدلال کېږی؛ چې هند د افغانستان استراتیژیک ملګری دی او دېرې سترې اقتصادی پروژې په افغانستان کې پلې کوی، چې د پاکستان د نږدېکت پرحساب یې له لاسه ورکول سم کار نه دی.
خو د منطق او انصاف غوښتنه بیا دا ده، چې افغانستان تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري، نو هر هغه څوک چې د سولې په ټينګښت کې موثر وي، باید افغانستان یې اعتماد تر لاسه کړی،  ځکه چې په نه ټېکاو او بې ثباتۍ کې هیڅ ډول پراختیایی پروژې د پلېکېدو وړ نه دي. 
د دېرو شواهدو پربنسټ هغه څه چې د سولې په اړه بدل شوی، هغه د نوی حکومت او پاکستان تر منخ د اړیکو بدلون دی او د ولسمشر وروستی سفر هم سعودی عربستان ته د اهمیت وړ سفر دی،  ځکه څرنګه مو چې له وړاندې اشاره درلوده، پاکستان، طالبان او سعودی عربستان ټول غواړی، چې نوموړی خبرې اترې د قطر له محور څخه لیرې په بل ځای کې تر سره شی، ځکه وېره دا ده، چې که چېرې دا خبرې په قطر کې تر سره شی، د سولې د ښکېلو اړخونو د تماس کرښې په شلېدلې وي او امریکا په د خپلو اهدافو لپاره د سولې ټينګښت ټکنۍ کوي او له ضایع وخت نه په استفادې سره په په افغانستان کې استخباراتی کړۍ د داعش د میشت کولو لپاره فعالیت ولري او دا هغه څه دی،  چې هم د حکومت او هم د طالبانو په زیان تمامیږی او په ټول کې د ټولو افغانانو په زیان تمامېدای شی.
که څه هم چې داعش په پیل کې یوه سیمه ییزه پروژه ګنل کېده خو د شرایطو په بدلون سره او د داعش د اغیز سره سم دا پروژه د  پراخېدو په حال کې ده،  د داعش را منخته کېدل او د هغه موخې په لږ تفصیلی ډول ترځانګړي عنوان لاندې وڅېړو.
دطالبانو سره  د اړیکو  محورونه  تېر اوس او راتلونکې
د افغانستان د نظام پر وراندې د طالبانو سره د سولې د تینګښت په موخه د مذاکراتو په لاره اچول تل یوه لویه ستونزه پاتې شوې ده، د بېلابېلو هڅو نه وروسته کله چې د سولې خبرو ته چمتوالی ښودل شوی بیا د مذکراتو لپاره ادرس او د مذاکراتو څرنګوالی تر هر څه وړاندې کړکیچ رامنځته کړی.
لومړی محور هغه مهال را څرکند شو، کوم مهال چې د سولې لپاره د مذاکراتو اړتیا رامنخته شوه او د افغانستان حکومت دطالبانو د جوړښت په منځ کې د ځینو کړیو او شخصیتونو سره تماس  ټينګ کړ، خو د هغو کړیو پر وړاندې د پاکستان حکومت غبرګون د امریکا د اشارې سره سم دا ؤ، چې نوموړې کړۍ تر فشار لاندې واقع او ځینې شخصیتونه خو یې ان د زندان میلو شاته ولېږل شول او پدې سره د افغانستان د حکومت هلې ځلې د ستونزو سره مخ شوې، خو د حکومت د مکررو هلو ځلو په پایله کې په دې ټینګار رامنخ ته شو، چې د سولې د تینګښت په موخه د مذاکراتو لپاره باید مستقل ادرس شتون ولری، تر څو حکومت د مذاکرتو لړۍ ورسره پیل کړی. د خینو مرموزو دلایلو له کبله امریکا و غوښتل، تر څو د دغو مذاکراتو بهیر د پاکستان بر وړاندې د یوه فشار په ډول په خپل واک کې ولري او په یوه ډول دا مذاکرات د پاکستان، سعودی عربستان او چین له مثلث له اغیز څخه لیری په قطر هیواد کې چې په منخنی ختیځ کې د امریکا ترټول مهم استراتیژیک ملګری پاتې شوی او د سیمه ییزې مشرۍ لپاره یې د لویدیخ استعماری ځواک ته هر دم غاړه ایښې ده، او په سیمه کې د سعودی عربستان سره د سیالۍ په موخه یې دېرو شکمنو اړیکو ته لاس اوږد کړی دی. قطر په خلیجی سیمه کې تل د سعودی عربستان پر وړاندې د یوه پیاوړی سیال په توګه فعالیت کړی.
دوهم محور پاکستان، سعودی عربستان او چین
له کومه ځایه چې سعودی عربستان د پاکستان سره استراتیژیکه ملګرتیا لري او په دېرو حساسو شرایطو کې یې خپله ملګري تینګه ساتلې ده، نو له دې امله پاکستان تل هڅه کړې، ترڅو د سولې لپاره د خبرو تر ټولو د اعتبار وړ مرکز سعودی عربستان وي او له کومه ځایه چې د سعودی عربستان او پاکستان اغیز تر نورو کړیو پر طالبانو ژور  او زورور دی، نو طالبان هم د سولې د خبرو اترو لپاره مناسب ادرس سعودی عربستان ګنی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واکمنۍ بر مهال کله چې د سولې د تینګښت لپاره هلې ځلې جدی شوې او د امریکایانو سره دا باور پیدا شو، چې طالبان کیدای شی، د افغانستان د حکومت سره دخبرو لپاره چمتو شی نو یې د خپلو اهدافو لپاره د سولې بهیر یرغمل  او د پاکستان څخه یې د سولې بهیر اختطاف او په  قطر کې یې د سولې د خبرو لپاره دروازه پرانیسته.
له کومه ځایه چې د امریکا او افغانستان د پخوانی حکومت تر منځ د سولې د تینګښت لپاره ګد تصور شتون نه درلود، نوځکه د قطر له دفتر سره د افغانستان حکومت کلک غبرګون وښود او هغه یې د افغانستان لپاره د موازي حکومت په بڼه کې د افغانستان لپاره یوه خطرناکه دسیسه وګنله، دافغانستان دحکومت د غبرګون په پایله کې د قطر د بهیر د ځنډولو پریکړه وشوه او په رسمی محافلوکې دا بهیر بیا یاد نه شو.
غربي استخبارات او داعش
د داعش  د جوړښت، د تمویل سرچینې او موخو اړوند خو بیلابیل  نظریات او اندونه شتون لري، که په پیل کې یو کلک باور په عربي او په تېره بیا په خلیجی سیمه کې دا ؤ  او یا دا ذهنیت د نوموړۍ سیمې چارواکو ته تلقین شوی ؤ، چې ګواکې داعش په سیمه کې د ایران د نفود د مهار کولو لپاره وجود ته راغلی او په پیل کې ځینې کړنې هم داسې وې چې نوموړی ذهنیت پوخ کړی، خو وروسته بیا دا مساله هم د ایران او امریکا تر منځ د اړیکو په توګه چې په ظاهر کې د دښمنۍ رنګ لري. خو په باطن کې د همکارۍ شواهد لري،  کرار کرار خپل شواهد مومي او هغه دا چې په حقیقت کې داعش ایران ته د لا زیات نفود ورکولو په موخه را منخته شوی دی.  بل لور ته د دېرې حیرانتیا او پاملرنې خبره خو بیا دا ده، چې د داعش د تحرکاتو او امکاناتو اړوند تر هر چا وړاندې د غربي نړۍ استخبارات د لومړی لاس معلومات وړاندې کوي،  د داعش د څرګندېدو او پلانونواو استراتیژیو په اړه دقیق او کره معلومات بیا د غربی نړۍ استخبارت وړاندې کوي  او د هغو معلوماتو بر بنیاد بیا د سیمه استخبارت په هغو د تایید مهر لګوي. 
که د رسنیو له لارې د داعش امکاناتو او سمبالښت ته ځیر شو او په دې اړه هغه نیمګړی انخور و ګورو په ټول باور ویلی شو، چې دا امکانات داعش ته د اسلامی  نړۍ کوم هېواد نه شی چمتو کولای بلکې هرو مرو دا امکانات د یوه بډایی هېواد په وس پوره کار دی.
د لوېدیخ استعمار تل د اسلامی نړۍ سره د مبارزې لپاره پخپله په اسلامی نړۍ کې داسې بهیرونه را منخته کړي، چې د اسلام د لمنخه وړلو لپاره ترې کار واخلي د تاریخ له شهادت سره سم لوېدیخ د خپلو اهدافو لپاره لومړی د فکری جګړې بر عناصرو تکیه کړې او د فکری انګیزو د تغدیه لپاره یې دځمکې پر سر عملی شواهد رامنځته کړي دي.
لوېدیځ استعمار د اسلام د بدنامولو لپاره د افغانستان د جهاد دپیل حخه لږ وروسته د ترهګرۍ اصطلاح را منخته کړه او بیا یې د خمکې پر سره داسې بهیرونه په بښو ودرول، تر څو دا اصطلاح د اسلام له مبین دین سره و نښلوي، د هر ډول تطرف او تشدد  زیرمه د اسلام مبین دین وبولی.  که یو وخت لوېدیځ د دې اړتیا لېدله، تر څو د کمونیزم دا راپرزول لپاره د اسلامی حرکتونو او په ټول کې د اسلامي هېوادونو له امکاناتو څخه ګته پورته کړي، د کره شواهدو بر بنسټ د لوېدیځ استعمار د کمونیزم په راپرزولو کې اسلامی حرکتونه د افغانستان په دګر کې داسې متحرک کړل، تر څو یې د دوی په واسطه کمونیزم د افغانستان په لوړو غرو کې په ګوندو کړ، د اسلامی ولولو څخه یې د خپلو اهدافو لپاره ګته پورته کړه.
خو د دې سره سم لوېدیځ د افغانستان په دګر کې د سره لښکر بر وړاندې د اسلامی جهاد له انګیزې څخه هم غافل نه ؤ د جهاد له سنګر څخه د را وتلو جنګیالیو ګواښ هم له دوی څخه پټ پاتې نه ؤ له دې کبله یې د جهاد سره سم داسی فکري اصطلاحات د رسنیو په نړۍ کې خپرول چې په ترهګرۍ او تطرف باندې یې دلالت کاوه او له هماغه پیله یې موخه دا وه، تر څو په اسلامی نړۍ کې داسې بهیرونه راوزیږوي، چې له یوه اړخه د افغانستان له ډګر څخه د راستانه شوو مجاهدین مخه ډب کړی او د دوی د خوځښتونو لپاره په اسلامی نړۍ او ټوله نړۍ کې د تحرک ساحه نه وي او له بله اړخه په ټول کې اسلام په دغه راز اعمال باندې بدنام کړي.
خو د دغه فکري تحرک لپاره لوېدیځ دې ته اړتیا درلوده، تر څو په اسلامی نړۍ کې داسې بهیرونه را منخته کړي، چې کړه وړه یې د لویدیځ دغه فکري جګړې ته حقیقت وروبښی،  اوس که موږ د داعش کړه وړه په دقیقه توګه وګورو دا ترې جوتیږي، چې ګواکې اسلام یو متطرف دین دی،  د وژنې، رټنې، ترور او وحشت څخه پرته بل څه پکې نه شته! که دا راز کړنې په غربي نړۍ کې عام وګړي ګوري خامخا به د اسلام اړوند دا باور ورسره تینګیږي، چې اسلام تر وحشت او ترهګرهۍ پرته بله څه نه لری، ځکه عام خلک خو د داعش کړنو ته داسلام په استازی توب ګوری او کم خلک به په لوېدیخ کې په دې بوهېږي،  چې په حقیقت کې داعش د غرب د استخبارتی اجنټانو د شهادت بر بنسټ د اسلام د بدنامولو لپاره د غربي اوصهیونیستي استخبارتو ګده پروژه ده .
که څه هم چې داعش د افغانستان په اړه یوه پردۍ پروژه ده او ستونزمنه په وی و چې د طالبانو په شتون کې داعش په افغانستان کې غربي استخبارتی اهداف تعقیب کړي،  خو که خدای مه کړه د طالبانو سره د افغانستان د حکومت مذاکرات ځنډمن کږي او داعش او په تېره بیا غربي استخبارات وخت مومي، چې د داعش د بنسټ ایښودنې لپاره په افغانستان فعالیت وکړي،  بیا په دا د ټولو افغانانو د برخلیک اړوند یوه نه جبرانېدونکې بیښه وي،  هیله او تمه داه ده، تر څو د افغانستان حکومت او طالبان ژر تر ژره د سولې په لار کې تفاهم او جوړې ته ورسيږي او دا موکه له لاسه ورنه کړي.

     

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery