مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د امریکا ژوبل سیاست!

سردار محمد همدرد


نږدې يوه نيمه لسيزه وړاندې چې کله امريکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت يې ړنګ کړ، ورسره سم يې په دغه هېواد کې نوی حکومت رامنځته کړ، پرمختيايي کارونه يې پيل کړل او پر بېلابېلو سیاسي او پرمختیایې طرحو يې کار وکړ. چې په ترځ کې یې ملياردونه ډالر ولګول،  او له بله اړخه یې  زرګونه پوځيان يې مړه سول خو لا تر اوسه هم په خپله جګړه ګیر پاتې دي.
مهمه دا ده  چي امريکا د څه لپاره ېه افغانستان کې جنګېدله او څه يې وکړل؟
د طالب او القاعدې سره جګړه د امريکا ډېره ستره او لويه  سیاسي پلمه وه چې، ګواکې په افغانستان کې ورسره جنګيږي، خو د امريکا هدف یوازې د طالب او القاعدې ختمول نه و بلکې د دوی له لوري د هغه وسله وال مقاومت له منځه وړل وو، چې په سیمه کې د دوی د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو په وړاندي یو اساسي خنډ وو.
هر څوک په دې پوهېږي چې امريکا ملياردونه ډالر په افغانستان کې مصرف کړل خو تر اوسه څوک دې ته ځير نه دي چې په کومو برخو کې يې مصرف کړل او څه معلومه ګټه يې وکړه؟
امريکا پر داسې پروژو پيسې ونه لګولې چې بنسټيزې وې او ګټه يې تل پاتې وه، بلکې په داسې هوايي پروژو يې پيسې مصرف کړې چي یوازې یې د دوی د جګړې د ګټلو لپاره کمپاین، او د سیمې خلک په یو بې ثباته ټولنیز، اقتصادي او سیاسي چاپيريال کې وساتي، چې بېلګې یې د فساد تخم شیندل، جنایت کاران حاکمول، یو ځانګړی قوم له سیاسي او طبيعي ژونده بې برخي کول، او نور دي.  ددې ترڅنګ د ولس د عامه فکر د بې ثباتۍ لپاره یې په سلګونو استخباراتي مطبوعاتي رسنی رامنځ ته کړي، چې هر ګړۍ زموږ په ناخبره  ټولنه کې د زهرو د شیندلو په توګه استعماليږي.
بل پلو کله چې افغان ملي اردو جوړه سوه، امنيتي ځواک جوړ سو، بېلابېل برخو کې پوځيان وروزل سول خو پوره تجهیز او هوایې ځواک یې حمایه نه سو. امریکایانو د طالبانو روانه جګړه مهار نه کړای سوه، په افغانستان کې يې د ایران، پاکستان او نوروګاونډیو سیاسي، نظامي او کلتوري لاسوهنو پر وړاندې بې تفاوته پاتې سو او ځان يې یوازې د افغانستان په کلي کور  کې دننه جګړې ته وقف کړ چي لا دوام لري. په رښتیا باید امریکا او د دوی متحدینو د کورني کړکېچ ته د ودې ورکولو پر ځای د افغانستان بهرني او په ځانګړي توګه سیمه يیز سیاست، اړیکو، سمون او پراختیا ته پاملرنه کړې وای.
د پاکستان مداخله په افغانستان کې دومره ښکاره وه چې څو څو ځله یې په افغانستان باندې نظامي یرغلونه هم وکړل، خو امریکا او د دوی متحدین یې پر وړاندې چپ پاتې سول. او پدې اړه یې هيڅ سیاسي دریځ ونښود.
ښکاره او روښانه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه له امريکې پېښه ده او غځېدل يې هم دوی پورې تړاو لري، د خپلې بهرنۍ پاليسۍ له مخې يې زموږ په هېواد کې د جګړې د ختمېدو لپاره په تېره يوه نيمه لسيزه کې ګڼ کنفرانسونه جوړ کړل، د سيمې هېوادونه يې راوبلل، مشورتي غونډې یې وکړې او د خپلو موخو د ښه عملي کولو لپاره يې د بېلابېلو هېوادونو دريځونه تحلیل کړل تر څو د خپلو موخود پلي کېدو لپاره زمینه مساعده او ممکنه مخالفتونه له منځه يوسي.
پخواني هېواد مشر حامد کرزي د حکومت په وروستيو کلونو کې نوموړی په دې وپوهېدو چې امريکا  د افغانستان ساتنې او افغانستان جوړونې پر ځای یوازې خپل ستراتیژک اهداف عملي کوي، د هیواد مشر کرزي له لوري د امریکي سره  د افغانستان د امنیتي تړون نه لاسلیک  د امریکا لپاره یو ستر سیاسي ګذار وو.  چې سربیره پردې امريکا خپل سیاسي  فشارونه زیات کړل خو کرزی یې سیاسي ګوتڅنډونو ته تسلیم نه سو.
د امریکا اهداف یوازې په افغانستان پورې محدود نه دي، په سیمه کې پاتې کیدل، د هندوستان د چټکې ودې په وړاندې مبارزه او ورسره ملګرتیا، پاکستان، د چين سره د نویو سیاسي ګټو پالنه، د  کسپين د هېوادونو، روسیه، سوداګریزي لارې، د افغانانو د نادره ځمکني عنا صرو (REEs) ته لاس رسی او نور دي.
ددې ترڅنګ هر وخت امريکا ضد او نقيص خبرې کوي، کله غونډه جوړه کړي او استخباراتي اداره يې اعلان وکړي چې نور افغانان پر پښو ودرېدلي دي او کولی شي د نړيوالو له شتون پرته د خپل هېواد ساتنه وکړي، د دغه اعلان تر شاه چې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راسي نو بيا ووايي چې طالبان به څو کاله نور هم په افغانستان کې د جګړې توان ولري، بيا بل وخت اعلان وکړي چې په افغانستان کې د امريکا شتون ته اړتيا نشته موږ بايد ولاړ سو، بل وخت د امريکا بل لوړ پوړی چارواکی بيا اعلان وکړي چې امريکا بايد څو کاله نور هم افغانستان کې پاتې سي.
له يوې خوا د امريکا د استخباراتي ادارې مشر وینسنټ سټیوارد خبر ورکوي چې طالبان به تر ۲۰۱۸ز پورې په افغانستان کې د حملو توان ولري، بل پلو بيا د امريکا بل لوړ پوړی چارواکی خبر ورکړي چې افغانان کولی شي د طالب وسله والو مخه ونيسي.
دا او ورته د امریکا تاکتیکي څرګندونې دي، چې د روانو حالاتو پورې اړوند د دوی پر ګټو او ناګټو راڅرخي، له بله اړخه د امريکا دغه ډول خبرو او څرګندونو په افغانانو کې  يو ډول ناروغي پيدا کړې ده، چي نه سیاسي فیصله کولای سی او نه هم ځاني، هر افغان ورځ تر بلې ځان نا امنه احساسوي، د خپل امنيت او خونديتوب لپاره مجبور دي چې هر څه پر ځان ومني  او هر ډول ډلو ټپلو سره لاس يو کړي.
که امریکا غواړي چې افغانستان  د ثبات لوري ته بوزي، نو تر ټولو لومړی باید جګړه ودروي. په افغانستان کې هغه خوځښتونه حمایه کړي، چې په رښتیا سره د افغانستان د ژغورنې اود سیمې د ثبات لپاره اغېزمن دي. افغانستان باید نور د ازمویل سوي حرکتونو او حزبونو د ولکې څخه ووځي. د اداري فساد له منځه وړل یوازې او یوازې د فاسد سالارانو او جنایت سالارانو په مجازات ورکولو سره کیدای سی، نه په مکافات ورکولو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery