مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ښاغلي جان کيري نه مننه

سيد حسين پاچا

له ښاغلي جان کيري نه مننه
په نوره نړۍ کې هر هېواد يو مشرتابه لري، خو موږ د ملي يووالي په نامه نوی حکومت دوه تنه په سر کې لرو چې يو هېواد مشر او بل اجرائي مشر دی چې يو بلل کيږي، نو بل هم بايد وبلل شي

که بهرنی ملاتړ نه وای، نو يو بېسواده ملا معنوي ټاکنې نه شوای ځنډولی

ښاغليه کيريه ،
موږ يو نقل لرو. وايې چې يوه ورځ يو سړی بېده وو، په خوب کې يې پر سينه مار تېر شو، نو هغه ډېر خفه او وارخطا وو. چا ورته وويل چې ولې خفه او وارخطا يې؟ مار خو څه چيچلی نه يې، خو خالي پر سينه دې تېر شوی. هغه ورته وويل چې ((خفه په دې نه يم چې مار زما پر سينه تېر شوی)). خفه پر دې چې ((دا به يې پر ما لاره جوړه شي)).
موږ خفه په دې نه يو چې ښاغلي غني سره جلالتمآب عبدالله ته بلنه ورکوئ، خفه په دې يو چې دا زموږ راتلونکيو حکومتونو ته يوه لاره جوړه شوه. گټلې ټاکلې به د اعتبار وړ نه وي او واک به سم نيمايي کيږي چې پنځوس + پنځوس. ټاکنې به شپږ مياشتې په دې او هغه پلمه ځنډول کيږي او بالاخره سوله به نيمايي په نيمايي کيږي او منتخب ولسمشر به په مياشتو مياشتو کابينه نه شي جوړولی.

تاسو خو د امريکا په کانگرس او سنا کې يو واکمن سناتور واست. د جمهوري رياست لپاره هم يو وخت له ښاغلي بوش سره ولاړ وئ، او اوس د هېواد د بهرنيو چارو اړيکې سمبالوئ. ستاسو نوي سناتور چې ايله دوه مياشتې نه کيږي چې سنا ته راغلی او کاري تجربه يې هم ترتاسو پورې کمه ده. ښاغلی نتنياهو يې د ښاغلي اوباما له خوښې او خبرونې پرته راغوښتی وو او اوس يې ايرانکي چارواکيو ته ليک استولی او خبر يې ورکړی چې که تاسو هره پرېکړه يا معامله د اوباما له حکومت سره وکړۍ، نو دا به له خطر سره مخ وي او راتلونکی ولسمشر کولی شي چې بې اعتباره يې کړي. که تاسو هره پرېکړه د اوباما له حکومت سره د کانگرس له خوښې پرته وکړه، نو دا به تر پايه دوام ونه لري او له ستونزو به مخ وي. تاسو هغه سناتور د پوره تجربې خاوند نه بولئ او د ديموکراتيکو اصولو خلاف يې بولئ، بلکې له اخلاقي معيار سره يې برابره هم نه بولئ، نو څنگه تاسو د يو هېواد د مشرتابه په صورت کې اجرائي رئيس ته سمه يوځای بلنه ورکوئ؟ ايا له اخلاقي او ديپلوماتيکو اخلاقو سرغړونه نه ده؟

له ښاغلي نه مې پوښتنه دا ده چې تاسو د کمپاين په وخت کې ويل چې ((موازي حکومت نه شي زغملی))، نو که هلته دې په هېواد کې موازي حکومت نه شو زغملی، نو نن څنگه له ځان سره په بهرنيو سفرونو او ديپلوماتيکو چارو کې يو موازي اجرائي مشر زغمئ؟

دلته په برتانيا کې د حکومت په سر کې د يو ملي زغيم په توگه ملکه په سر کې ده. اگر چې هغه کوم خاص سياسي واک نه لري او په خيريه امورو کې خپل واک لري. واک دلته له صدراعظم يا له لومړي وزير او د هغه له کابيني او حکومت سره دی او اپوزيسيون هم لري. په نړۍ کې به لا تراوسه داسې نه وي شوي چې هېواد مشر او اجرائي رئيس يا راتلونکی صدراعظم دې يوځای ورسره بلل کيږي، نو دا لږ نوې شانته خبره ده چې دلته اوس ترسره کيږي. همدارنگه د اروپا نور هېوادونه درواخله.

داسې برېښي چې يا خو نړۍ بدله شوې او يا د اسرائيلو درنښت له مينځته تللی. نن نتنياهو دومره نازولتوب نه لري، لکه څومره چې زموږ جلالتمآب ډاکټر صاحب عبدالله يې لري. ولسمشر اوبا هم مرستيال لري، دا اوس اوس هند ته تللی وو جوبايډن خو ورسره نه وو.  يا دې د نړۍ له نورو مشرانو سره د هغوی مرستيالان او يا مخالفين يوځای بلل شوي وي، خو مشر لالا دلته نړيوالی اصول تر پښو لاندې کوي او که خپل اخلاقي معيار نه پېژني او تر پښو لاندې يې کوي.

د مشر لالا په راتگ سره د سپينې ماڼۍ د چارواکيو ډېر سفرونه ترسره شوي دي، خو يو ځلې هم داسې نه دي چې د ولسمشر سره دې يوځای د هغه مرستيال او يا مخالف له جهموري غوښتونکيو څخه يوځای څوک راغلي وي. اگر چې يوځل نيم د دواړو گوندونو سناتوران راغلي وو، خو دولتي لوړپوړي چارواکي لا تراوسه يوځای نه دي راغلي.

له ولس نه لار ورکه ده، څوک خپل اصلي مسوول وبولي؟ غني که عبدالله؟ تاسو خو په لوی لاس غني ورته له پښو ولاسو وتړه. دوه ځلي ټاکنو ته څه ضرورت وو؟ ولې د خلکو گوتې پکې غوڅې شوې؟ ولې د معنوي غوندې يو بېسواده ملا ته دومره واک ورکړ شو چې ټاکنې يې له رسوايي سره مخ کړئ؟ يو بېسواده ملا او ټاکنو ته دومره چلند ورکول له عقل نه وتلې خبره ده، تر څو چې بهرنۍ نغوته او ملاتړ ورسره نه وي، يو بېسواده ملا که په خېټه ځان وساتي، نو زه يې نر گڼم. پاتې لا ټاکنې چلينجول، خو په افغانستان کې هر څه کېدونکي دي. دا ځکه چې دلته د ډېره کي په مقابل کې پر يوې وړې ډلې خاصه پانگونه شوې او دا د هغه پانگونې زور دی چې دومره نازولتوب او د چلينج واکونه ورکول کيږي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery