مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بیان د آزادۍ نقض او طلوع

سردار محمد همدرد

که څه هم د رسنيو په اړه ډېر څه ويل کيږي او ډېر څه ويل سوي او ليکل سوي دي، خو زه خپله په افغانستان کې د ځينو رسنيو کارونه او پرمختګونه ستايم.
رسنۍ دي چې په ټولنه څارنه کوي او له داسې رازونو پردې پورته کوي چې ټولنه د پرمختګ، عدل او روڼتيا لوري ته کشوي.
خو زموږ په  هېواد کې داسې رسنۍ هم شتون لري چې خپل ريښتنی رسالت یې د ځینو چارواکو او یا د یو چا د ناوړه کړنو په خاطر خپل اصلي رسالت له لاسه ورکړی دی ، ځیني رسنۍ دولت پدې خاطر خپلې کړي دي چې خپلې ناوړه کړنې پکې په مثبته توګه منعکس کړي، ممکن دغه ډول رسنۍ او د رسنيو مسؤلين به يا د دولت تر سخت فشار لاندې وي او يا به هم پيسې اخلي.
د پورته خبرې د ښه ثبوت لپاره به ژوندۍ بېلګه راوړم:
د روانې اونۍ په لومړيو کې له مرکز کابل څخه زنګ راته ووهل سو، راته وويل سول: ((دوه ورځې وروسته زموږ همکاران درځي په هلمند کې د ((خلکو غږ)) په نوم يوه خپرونه ثبتوي، د دې لپاره چې د خلکو رښتينې غږ واورېدل سي، په واقعي ډول د ولايتي ادارې کړنې د خلکو پر ژبه ارزيابي سي نو ستاسې همکارۍ ته اړتيا لرو او تاسې خپله هم په خپرونه کې راسره مېلمه ياست)).
ما هم هوکړه ورسره وکړه او خوشاله سوم چې ځه ښه سو، د مرکزي ادارې پام را اوښتی دی، د رسنيو هم نه يو هېر سوي، زموږ د مظلوم ولس چغې او کوکې به واوري ګوندې خدای ج د کابل مسؤلين او د ارګ تر څلورو ديوالونو دننه چارواکي به مو له ستونزو خبر سي.
دوه ورځې وروسته د طلوع تلويزيون همکاران هلمند ته راورسېدل، کوم کسان چي د خپروني د ثبت لپاره هلمند ته راغلي وه د هغوئ څخه مي د مېز د میلمنو پوښتنه وکړه د مېز په میلمنو کښي تغیر راغلی وؤ بیا مي د هغه چا سره اړیکه ټینګه کړه چي ماته یې د خپروني د ګډون بلنه راکړې وه ، د هغوئ په وینا چي د هلمند ولایتي ادارې لخوا د مېز دمېلمنو په نومونو کښي تغیر راویستی دی چي د هغه لړ څخه یو هم زه وم او بل د ولایتي شورا  تکړه غړی بشیر احمد شاکر وؤ.
ښاغلي شاکر هم داسي راته وویل چي زما سره هم په مېز کي د ګډون خبره له مرکزه سوې وه.
اوس مو ګیله داده چي داسي یو رسنۍ چي په هیواد کښي تر ټولو ځان معتبره ګڼي او بیا دغه ډول کړني ترسره کوي نو د افسوس خبره ده داسي یوه رسنۍ چي ډیري غټي دعوې کوي هغوئ باید په یو ولایت کښي د هرچا په اړه  ښه پلټنه وکړي او بیا که په رښتیا د خلکو آواز ته په رښتیا ډول انعکاس ورکوي نو بیا دچا په خوښه دغه ډول کړني ترسره  نه کړي .
دغه شان رسنۍ چې دومره امکانات هم لري، يو ولايت ته سفر هم وکړي، مصارف وکړي او بيا هم خپل هدف تر لاسه نه کړي او پخوانۍ بابولالې وايي نو ګټه يې څه ده؟
د دوی خپرونه د ولس غږ نه بلکې د ځینو چارواکو غږ دی، ځکه د خپرونې نوم يې له منځپانګې سره دومره توپير لري لکه ځمکه او اسمان.
پر ځای ددې چې د ولس رښتينې اواز پورته سوی وای، پر هغه موضوعاتو خبرې سوي وای چې مهمې دي، د دولتي ادارې پر منفي کړنو خبرې سوي وای چې ولس ترې ژاړي، دوی داسې کسان د ولايتي ادارې په فرمايش او غوښتنه خپلې خپرونې ته وغوښتل چې فقط د يو څو تشو ولسي خبرو په کولو سره به ولايتي ادارې ته برآت ورکړي، او هغه نا ويلي کيسې به د ولس په زړونو کې پاتې سي د کومو لپاره چې د دغه رسنۍ محترم استازي په داسې نازکو شېبو کې هلمند ته راغلي و.
پای

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery