مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کابل یی ولړزوه!


هغه پیښه چی دری ورځی وړاندی د کابل د دوه شمشیره  په زیارت کی پیښه شوه  په کومه کی  چی د فرخوندي په نوم یوه تور سری پدی   تور چی ګویا قران شریف یی سوځولی دی  په زړه بګنونکی حالت مړه  او بیا یی مړ شوی جسد  وسوځوه   نه یوازی کابل  بلکی ټول افغانستان ته یی شوک او  ټکان ورکړ.د پیښی شدت هغه وخت لا نور زیات شو چی د کابل پولیس ولاړ خو په مړه شوی  جسد باندی اور لمبی وهی  پداسی حال کی چی د پولیسو دنده د خپلو وګړیو سر، مال او د قانون ساتل دی.
 اوس اساسی پوښتنه دا ده چی  ولی یاده شوی  پیښه  دومره شدیده وه؟ یا شدیده شوه؟
زما په اند همدغی د دوه شمشیره د زیارت خونړۍ پیښی وښوده چی موږ لکه څومره چی په خوله د اسلام ناری او سوری وهو هغومره د اسلام څخه خبر نه لرو. لکه څنګه چی په یوه هیواد کی د همهغه هیواد د اساسی قانون څخه ناخبری جرم دی د اسلام څخه د یو مسلمان ناخبری هم په جرم کی راځی  نو کله  چی قران کریم د مسلمانانو اساسی قانون دی خو ډیری  زموږ هغه نه شی لوستلای او څوک یی چی لوستلای شی ډیر یی بیا په معنی نه پوهیږی، پکار ده چی موږ داسلام نه ځانونه خبر کړو.
 کله چی الله سبحان وتعالله انسان ته امر کړی وی چی د انسان سوځول ناراوا دی نو په کومو منطقو او په کوم علم بیا موږ د خدای پاک پر امر پښه ږدو هغه نه منو په خپل سر د اسلام بر خلاف عمل تر سره کوو؟ دا خو اسلام ته هیڅ ډول فایده نه رسوی بی له دی چی زیان ورواړوی.نو ځکه د تولو مسلمانانو لپاره پکار ده چی قران شریف په  یوازی  لوستلو نه بلکی په تفسیر او ترجمه سره یی ولولی ځانونه ورباندی پوهه کړی، د الله سبحان وتعالله له امورو او احکامو ځانونه خبر کړی او بیا یی پر ځان تدبیق کړی تر څو مستقیمه لار ځانته پیدا کړو.
پدی کی هم شک نشته چی د اسلام او مسلمانانو دښمنان په اعظمی اندازه کوشش کوی تر څو اسلامی ارزښتونه او اسلامی مقدسات لکه د نورو ادهانو په شان کم ارزښته او یا بیخی له منځه یوسی  چی په دا تیرو وختونو کی موږ د افغانستان په داخل او د افغانستان څخه د باندی یو تعداد بیلګی ولیدلی هغو ته هم باید اجازه ورنه کړل شی خو باید د اسلام په چوکاټ کی یی مخه ونیول شی نه دا چی موږ د اسلام له دایری نه بیرون او په افراطی ډول د هغو مخنیوی کوو.
همدارنګه د اسلامی علماوو لپاره هم  پکار ده چی  اسلام لکه څنګه چی خدای پاک رالیږلی دی د ولس غوږونو ته ورسوی، د داسی لارو چارو کار وا نه  اخستل شی چی مسلمانان افراط ته مخه کړی او یا دا چی د مسلمانانو بی ځایه احساسات راوپارول شی.په اسلام کی افراط او بی ځایه احساسات ځای نه لری او نه باید څوک ځای ورکړی.
په اخر کی  موږ د افغانستان له حکومت بیا په ځانګړی ډول له  پولیسو هم عواړو چی په راتلونکی کی خپلو دندو ته متوجه اوسی قانون تر پښو لاندی نه کړی بلکی ویی ساتی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/مارچ/۲۳

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery