مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کورنيوچارو وزیر ته!

 

له کومه ځایه، چې زه ستاسو په اړه کره معلومات لرم تاسو پر هېواد، خاورې، ولس، وظيفې او ورسپارلې شوې دندې مين شخص ياست، ستاسو په راتګ سره د کورنيو چارو وزارت په اکثره برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته شول او تر ډېره بريده ولس ستاسو د کړنو راضي ښکاري، دا چې تاسو په خپله دنده کې موفق او بريالي یاست همداء لامل دی، چې تاسو د خپل وظیفوي صلاحيت پر وړاندې د هېچا انحصار نه منئ او همېشه مو پر هغه چا نيوکه کړې چې ستاسو د کارونو په مقابل کې خنډ ګرځیدلي دي.

تاسو چې کله د روان ۱۳۹۴کال د وري په ۴مه ولسي جرګې د دفاع وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست سرپرستانو سره يو ځای په هېواد کې د وروستيو ناامنيو د لاملونو، په زابل ولايت کې د ٣١مسافرو د برمته کېدو او په کابل ښار کې د تېرې پنجشبې ورځې د پېښې په اړه معلومات په اړه ولسي جرګې غوښتي وئ، تاسو هلته په ډېره ميړانه خپله ترتيب کړی شوې وينا د ولسي جرګې حاضرو غړو ته واوروله.

تاسو چې کله د ولسي جرګې يو شمېر غړو ته په خطاب کې وویل چې له دوی سره ۹۸ د پوليسو رينجر موټرونه، زرګونه غیرقانوني سرتيري موجودي او يو شمېر نورو يې د يو شمېر اشخاصو د ترفيع وړانديزونه کړي، دوی شور ماشور جوړ کړو، ستاسو بيانه يې اخلال کړه، ځکه دوی دا نه مني چې ګواکې له دوی سره دې يوازې د ملي پوليسو ۹۸رينجرموټرونه او زرګونه سرتيري وسي، تاسو چې کله دا وویل چې د جمهور رئيس د هدايت مطابق به له ټولو رينجرموټرونه او سرتيري ټول کړي، دا ټکی مو ډېر خوښ شو.

وزیر صاحب ځار ستاسو له ميړانې او شجاعت نه، ولې پام دې وي، چې دوی له تاسو مخکې يو بل پر وطن او خاورې مين په کاره پوهه شخصيت (مجتبی پتنګ) هم وداړه، له هغه يې د ۲۰۱۳کال د جولای په ۲۲مه نېټه د اعتماد رايه واخيسته او د نوموړي صلاحيت یې سلب کړو، مجتبی پتنګ چې کله د وخت مالي وزیر (حضرت عمرزاخیلوال) سره يوځای ولسي جرګې ته وغوښتل شول، مالي وزیر ډېر په صراحت دا خبره د ملت په کور کې د ملت تش په نامه استازو ته وکړه، چې فلاني فلاني راڅخه څومره امکانات او غوښتنې درلودلې، د دوی څهرې په هماغه ورځ ملت وليدې او لعنت يې پرې وویلې، مجتبی پتنګ هم ویلي و چې نوموړي ته په ۶مياشتو کې تر ۱۵۰۰۰زياتې عريضي د ولس همدې تش په نامه استازو کړي پر دوی يې سمه اغيزه ونکړه او بلاخره يې د ۲۰۱۳کال د جولای په ۲۲مه نېټه مجتبی پتنګ استیضاح کړ او د ۱۳۶رد، ۶۰باور او پنځو سپينو رايو په اخيستو مجتبی پتنګ له دندې ګوښه شو، چې تر ډېره وخت د کورنيو چارو وزارت بيا د يو غير مسلکي شخص له لوري اداره کېده.

وزیر صاحب! تاسو په اوس وخت کې تر بل هر وزیر ډېر له ستونزو مخ ياست، ځکه چې نه يوازې د دولت مخالفين غواړي نوی حکومت چلينج سره مخ کړي، بل لور ته د سړک د غاړو له ماينونو او چريکي بريدنو سره هم همداء ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنيت مخامخ دي.

دا چې تاسو د کورنيو چارو وزارت اړوند بستونو کې د قانون د تنفيذ، له فساد سره د مبارزې، د وړتياوو لوړولو او د پوليسو په ليکو کې د مکافاتو او مجازاتو د پلې کولو لپاره پياوړې اراده لرئ، دا اراده مو د ولسي جرګې يو شمېر غړو ښه نه لګېږي او غواړي تاسو ته دسيسه جوړه کړي.

وزیر صاحب! تاسو له داسې يوه تدبيره کار واخلئ لکه څنګه چې د مالي پخواني وزیر (حضرت عمر زاخیلوال) اخیستی و، له یوه طرفه يې د همدې وکیلانو څهرې بربنډې کړي او له  بل لوري يې د وزارت څوکۍ وساتله، ځکه تاسو ته د کورنيو چارو وزارت ډېره اړتيا لري.

ستاسو د موفقيت په هيله.

ستاسو کشر

صمد افغان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery