مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګلاب منګل، د افغانستان که د پاکستان استازی؟

سورګل نيازی

د هلمند پخوانی والي، چې له دې وړاندې د پکتيکا او لغمان ولايتونو ولايت هم کړی دی، د بهرنيو استخباراتو په لاسپوڅۍ، قاچاق او د هروئينو پر توليد تورن دی. نوموړی، په دې وروستيو کې، د ولسمشر له خوا د سرحداتو او قبايلو وزارت ته نوماند دی، چې ډېر ژر به د باور د رايو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي. خو پوښتنه دا ده، چې ايا په دغه وزارت کې د نوموړي شتون به د افغانستان په ګټه تمام شي که د پاکستان؟ ايا د ولس استازي، له دې وړاندې چې د باور رايه ورکړي، د ده د تېر په اړه يو ځل بيا فکر ونه کړي؟
ويکي ليکس، د ۲۰۱۰ کال په خپرو کړيو اسنادو کې، منګل د بهرنيو له خوا د قوي ملاتړ لرونکی بللی و. په دغه بهرنيو هېوادونو کې، برتاينا او پاکستان د يادونې دی. برتانوي لوړپوړي چارواکي چې افغانستان ته راتلل؛ نو لومړی به هلمند کې کوزېدل؛ له منګل سره به يې وکتل او بيا به د ولسمشر کرزي د ملاقات لپاره کابل ته راتلل. د کليد ګروپ د ۱۳۸۹ کال د ليندۍ د مياشتې په يو راپور کې ويل شوي و، چې منګل د برتانيا له خوا د هلمند والي دی. همداسې، نوموړی له پاکستان سره خوږې اړيکې لري. له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۶ کاله، کله چې د پکتيکا والي و، ددغه ولايت يوه ولسوالۍ د پاکستاني پوځ له لوري نږدې ټوله نيول شوې وه؛ خو د منګل له خوا کوم غږ پورته نه شو. 
همدرانګه، ګلاب منګل په قاچاق هم تورن دی. نوموړی، د ډاکټر نجيب په وخت کې چې د نهمې غرنۍ لوا قوماندان و، لومړنی کس و، چې پر پاکستان د کونړ د ځنګلونو لرګي په قاچاقي ډول خرڅول پيل کړل. ويل کېږي، چې نوموړي د رييس خدايداد له مافيايي شبکې سره هم لاس درلود.
له بلې خوا، ګلاب منګل—که څه هم ظاهراً په هلمند کې د هروئيونو د توليد د کمولو ادعا لري—په خپله د هروئينو يو زيات شمېر شخصي فابريکې درلودې، چې له دې لارې يې بې کچې ډېرې پيسې پيدا کړي. 
پر دې ټولو سربېره، ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې د تېر حکومت لوړپوړي چارواکي به د دې حکومت لوړو پوستونو ته نه کانديدوي؛ ګلاب منګل بيا ولې استثنا‌ء دی؟
د ګلاب منګل، او نورو نوماند وزيرانو په اړه له نورو سره هم معلومات وي؛ راځئ، چې د هېواد د راتلونکي لپاره مسؤلانه برخورد وکړو. په ولسي جرګه کې خپل استازي، له دې وړاندې، چې د باور رايه ورکړي، د نوماندوزيرانو په اړه بيا غور ته وهڅوئ.
درنښت
کابل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery