مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني شرح قدوري ۸ سبق

استاذ علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، أفغاني
فضل الغني شرح قدوري ۸ سبق واجب څه ته ويل کيږي ؟ سوال : واجب په لغت کي څه مانالري جواب : پوسه چي واجب په اصل کي دواحدمذکراسم فاعل صيغه ده په لغت کي په مانا دمضطرب،يعني سرګردانه اوپه مانادلازم،اوپه مانادساقط راځي اودعلم حکمت په اصطلاح کي واجب هغه دۍ چي وجوديي ضروروي اوعدم اونيستي يي نسي راتللای بياداواجب دوی دوه قسمه کوي يوواجب بالذات دی چي الله پاک دی اوبل واجب بالغيردۍ لکه لس عقول ددوی په عقيده اودعلم عقائدپه اصطلاح کي واجب يعني هغه چي وجوديي ضروروي اوعدم يي منعه وي،يوازي واجب بالذات دی چي الله پاک دۍ وبس (سوال) واجب په شريعت کي کوم بولي اوڅوقسمه دۍ (جواب)تردې لمخه چي دواجب شرعي مانااوقسمونه زموږدمذهب مطابق درته بيان کړم په دې بايدپوسې چي دفرض اودواجب ترمنځ فرق صرف امام اعظم رحمه الله تعالي کوي نورامامان واجب اوفرض يوشي سره بولي ځکه چي واجب په اصطلاح دشرعي کي دجمهوروعلماوپه نزدمرادف دفرضو دی اوپه دغونوموسره يادېږي ،فرض،حَتْم،لازم،مکتوب،واجب، اوپه دې هم بايدپوسې چي زموږپه مذهب کي هم وقطعي فرضوته کله کله واجب ويل کېږي خوهلته واجب په مانادفرضودۍ «دواجب تعريف زموږپه مذهب > پوسه چي زموږدامام اعظم رحمه الله تعالي دمذهب مطابق دواجب په متعددوډولو تعريف کېدلای سي «۱» په دې ډول چي واجب هغه دۍ چي په داسي دليل سره ثابت وي چي هغه دثبوت اوياددلالت په اعتبارقطعي نه وي بلکه ظني وي«۲»په دې ډول چي واجب هغه دۍ چي نبي صلي الله عليه وسلم مواظبت باندي کړی وي بې له ترکه اوپه يوه ډول له ډولوڅخه له ده مبارک څخه انکارپرترک دده ثابت سوی وي،«۳»په دې ډول،واجب هغه دی چي نکونکی يي مستحق دعذاب ددوزخ ګرزي لکه دفرضونکونکی خومنکريې کافرنګرزي«دواجب قسمونه»پوسه چي واجب درې قسمه دۍ«۱»هغه چي کول يي فرض وي اومنل يې هم فرض دۍ لکه دشباروزپنځه لمونځونه ،دواجب داقسم اوفرض قطعي سره برابردي «۲» هغه چي کول يې دفرضوپه ډول ضروروي دعمل په لحاظ په قوت کي له فرضوسره برابروي البته دعلم اودايمان په اعتبارترفرضوکښته وي يعني په فرض شي خوايمان راوړل فرض دي اوانکارورڅخه کفردی اوله دغه قسمه واجبه انکارکفرندی لکه دماخستن وترځکه چي منکريې کافرندۍ اوپه عمل کي له فرضوسره برابردۍ حتي که له سړي څخه وترقضاسي نودسهارلمونځ يې ترهغه صحت نلري ترڅوددغووتروقضارانه وړي لکه فرضي لمونځ چي قضاسي«۳»هغه دۍ چي کول يې دونه سخت ضرورنه وي لکه دفرضوکول مګرترسنت موکدويي کول په قوت کي زيات وي لکه دالحمدلله ويل په لمانځه کي چي په ترک سره يي لمونځ نه فاسدېږي مګرسجده سهوه پرسړي باندي لازميږي . نوربيا ..
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery