مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اي پردی پاله وکیلانو! تاسو اوس ولس ښه پیژنی،


پداسی حال کی چی د ولسی جرګی د ټاکنو نیټه تر اوسه لا نده معلومه، په ناسته ولسی جرګه کی یو تعداد ایران پلوه، خود غرضه او بی شعوره وکیلانو د خپلی راتلونکی او ایران  ته د چوپړ په مخه په خولو باندی سپی تړلی پر ولسمشر اشرف غنی سختی او بی ځایه  نیوکی کوی چی هیڅ ډول اساس هم نه لری، داسی الفاظ او ژبه کاروی  چی د هر ډول انسانی او اخلاقی چوکاټ څخه بهر ده. تاسو کولای شی چی  یوه نمونه یی په لاندی اړیکه کی وګوری.
https://www.facebook.com/yaraanweb/videos/vb.108207972620470/782732128501381/?type=2&theater
همدغه د کاپیسا د خلکو  وکیل  چی ولسمشر  اشرف غنی د ګاونډیو او نورو هیدادونو سره پر معامله تورنوی  دری یا څلور هفتی وړاندی  د کابل په ښار کی د ټکسی یو چلونکی په داسی حال کی په شهادت ورسوه چی  د نوموړی وکیل موټر په غلط لاس روان وو.  دا چی په افغانستان کی پوښتنه نشته او  نوموړی وکیل هم د قانون څخه ځان پورته بولی هیڅ چا ترینه د کړی جرم، چی یو بیګناه افغان یی شهید کړ پوښتنه هم ونه کړه. دا چی نوموړی وکیل د بیان د ازادی نوم اوریدلی دی ولی افسوس چی  د همدغه نوم په مفهوم او معنی نه پوهیږی هم د قانون د نه شتون له امله ده چی هر پردی پال چی هر څه خولی ته ورځی راوباسی. 
نوموړی وکیل او  ورته نور هغه وکیلان چی په تیرو د ولسی جرګی په ټاکنو کی د پردیو د پیسو  په کومک  او یا د ټوپک او زور له مخی اوس په ولسی جرګه کی ناست دی هیواد او ولس ته تر نن ورځی پوری  هیڅ ډول خدمت نه دی کړی ټوله ورځ په یوه وزارت او بل وزارت کی  د کمشنکارانو په توګه  دندی پر مخ وړی چی پدی توګه یی یوازی او یوازی خپل شخصی جیب ډک کړی دی
دا پردی پاله وکیلان اویا ځینی نور په حکومت یا له حکومت د باندی ولی پر ولسمشر بی بنسټه تورونه لګوی ؟
کله چی پردی یا بهرنی استخبرات د یوه هیواد وکیل، وزیر، ولی، او یا بل کس ته پیسی ورکوی او سرمایګذاری ورباندی کوی معلومداره خبره ده چی ګټه به ځینی اخلی او دا داسی هم نه ده چی خرڅ شوی کس د شپه ورځ د همهغه هیواد لپاره اخته وی خو باداران یی ځای موقع ته ګوری بیا ورته دنده سپاری. لکه اوس چس یو تعداد وکیلان او یا نور پردی پاله چی خولی خلاصی کړی دی.
. کله  چی  ولسمشر اشرف غنی  د سولی لپاره هلی ځلی پیل کړی نو په هیواد کی یو تعداد پردی پا لو او له هیواده بهر  ځینی ګاونډیو او یا لری هیوادونو ته  دا ویره پیدا شوه چی که په افغانستان کی سوله راشی نو د دوی ګټی به له منځه لاړی شی، همدغه علط دی چی  نن یو تعداد پردی پاله لکه د کاپیسا وکیل سافی  او هغه ته ورته په حکومت یا له حکومت بهر یو تعداد  پر ولسمشر بی ځایه نیوکی وکړی او کوی یی تر څو د  ولسمشر د سولی خبری اتری  سبوتاژ یا د خنډ سره مخامخ کړی.
 نوموړی وکیل او د همدغه وکیل په شان نور افراد او اشخاص پدی پوهیږی چی کله په افغانستان کی سوله راشی معنی دا چی قانون پلی کیږی کله چی قانون پلی شی بیا نو وکیل او یا بل چا ته  دا زمینه نه برابریږی چی په خړو اوبو کی ماهیان ونیسی، همدارنګه همدغه افراد او اشخاص چی د سولی مخالفت کوی پدی پوهیږی چی نامشروع شتمنی یی او قدرت چی اوس یی په نطام کی په خپل واک کی لری   هم په خطر کی وینی، همدا علط دی چی پر ولسمشر بی ځایه او بی بنسټه نیوکی کوی تر څو په افغانستان کی سوله رانه شی، ځکه جګړه ده چی د دوی ګټی پکی ساتل کیږی.
 ولس ته پکار ده  چی د افغانستان د سولی دښمنان وپیژنی  او  د هغوی خبرو ته هیڅ غوږ ونه نیسی، دغه افراد او اشخاص چی په افغانستان کی سوله د خنډ او ځنډ سره مخامخ کوی د هیواد او ولس دوستان نه دی او نه د خلکو له غمه مړه دی بلکی د ولس  دښمنان دی باید پر خبرو یی هیڅ څوک باور ونه کړی.
موږ پر ولسمشر اشرف غنی  هم غږ کوو چی باید  ځان د هغه افرادو او اشخاصو د خبرو تر تاسیر را نه ولی کوم چی د سولی سره مخالف دی همدا رنګه ولس په ټوله معنی د سولی طرفدار دی، تاسو ته سترګی په لاره دی تر څو هیواد ته سوله راولی دا ځکه که په هیواد کی سوله نه وی بیا نو هیڅ هم نشته.
په هیواد کی د تل پاتی سولی په هیله!
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۱۵/۴/۲۰۱۵

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery