مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ماپه دارکړئ چې منصورخلکوته یادشي

 

 محمدحسن حقیار
 ماپه دارکړئ چې منصورخلکوته یادشي
 موده وشوه څوک په دار نه دي ختلي

 په ډېرې خواشینۍ خبرشوو چې داسلام او افغان ولس دښمنانو تیره ورځ یوځل بیا دجلالاباد رنګین او ګلورین ښار په وینو ولمباوه.
په هغو پر لپسې دري چاودنو کې چې دجلال اباد په ښارکې یو بل ته نږدې ترسره شوې دعیني شاهدانوپه وینا،له سلوډېر شهیدان ، اویونیم سل تنه ټپیان شول او ښاریانو ته هم درانه مالي زیانونه وراوښتي دي
 ډېرقربانیان دهغې چاودنې اړوند دي چې دجلالاباد ښار په زړه کې دمخابراتودریاست او ښاروالۍ ترڅنګ دکابل بانک پرمراجعینو ترسره شوه ، څوکاله وړاندې هم په همدې ځای کې پرهمدې بانک دزرعجم په نوم دیوه وزیرستاني لخوا برید وشوچې لسګونه کسان پکې ووژل شول .
دا لومړی ځل ندی چې په افغانستان کې ملکي وګړیو ته درنه مرګ ژوبله وراوړي خو ښايي لومړی ځل وي چې په یوه چاودنه کې دې شاوخوا دوه نیم سوو تنو ته مرګ ژوبله ورواوړي
 دملکي او بې ګناه وګړیو وژنه او هغوی ته مالي او ځاني زیان وراړول داسلام له نظره قطعا حرام دي اومرتکبینو ته یې له شریعت سره سمه سزا په کارده .
دجهاد فلسفه په حقیقت کې اصلاح او نورو ته خیر او ددین ډیوه رسول دي . اسلام وایی چې جهاد مو باید دانسانیت دګټې اونیکمرغۍ لپاره اوپرځمکه الهي دین ته درابللولپاره وي جهاد ځانته اداب او لارې لري په بخاري کې دجهاد د ادابو لپاره یوځانګړی باب بېل شوی دی . رسول الله ص به غازیانو ته ویل چې بې ګناه وګړي ، ښځې ، سپین ږیري غیر محارب کفار ، کوچنیان او ناخبره کسان مه وژنئ یواڅې هغه کفار ووژنئ چې تاسو وژني ، پرتاسو او ستاسوپرخاوره تیری کوي اوددین دخپرېدو مخه نیسي .
اسلام دبې ګناه انسانانو ژوندله پام سربېره مجاهدینو ته وايي چې آن ددښمن څاروي هم مه وژنئ ونې یې مه پرې کوئ او پرځمکه دهيڅ ډول فساد لامل مه ګرځئ ځکه چې داکارونه داسلام له روح سره په ټکر کې دي .
دجلالاباد دتیرې ورځې پېښه او دې ته ورته ټولې هغه پېښې چې پکې بې ګناه مسلمانانوته مرګ ژوبله وراوړي او دمالي زیانونو لامل ګرځي دشریعت او دجهاد دسپېڅلې فریضې له روح سره په ټکر کې کاردی . اسلام دبې ګناه کفارو وژل هم غندي او اجازه یې نه ورکوي مسلمانان او آن معصوم کوچنیان خو لاپرېږده .
داکار هغه څوک کوي چې غواړي اسلام خلکو ته دوحشت ، دهشت ، ظلم ،زیاتي ، ترور ، افراط اختناق دین معرفي کړي او غواړي نړيوالو ته تفهیم کړي چې جهاد یعنې دبې ګناه انسانانو وژل ، یعنې کوچنیان ، دوکانداران ، میرمنې سپین ږیري اوپرلاره تېریدونکي ناخبره انسانان وژل ، سوځول ، معیوبه کول اوپه یوه ورڅ دویرپرټغر ددوه سوه کورنیو کینول .
زه پردې باوري یم چې مسلمان داکار نه کوي او بیا هغه څوک چې مجاهد وي او ددین او عقیدې ددفاع لپاره راوتلی وي.
زه ډاډه یم چې دا او دې ته ورته کارونه داسلام ، افغانستان او افغان ولس د دښمنانو کاردی دا دغرب دهغو پياوړو استخباراتي کړیواو څارګرو ادارو کاردی چې دلته دناامنئ دوام ، اوبه خړول او له دې ځایه دژاندارم دنقطې په توګه کاراخستل غواړي .
نښې ثبوتونه او قراین دادي چې امریکایان دلته لا هم نامني جوړوي او له دې ځایه منځنۍ اسیا اودافغانستان ګاونډیو ته انقلاب او دجهادترنوم لاندې فساد صادروي .
ددې خونړۍ او دردوونکې پېښې پړه خو په ښکاره داعش واخستله خوداعش څوک دي ، هماغه دغرب دپروژې پلي کوونکي او داسلام بدناموونکي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې په زابل کې یو کانتینر هغه وسله ونیول شوه چې دکابل له لارې داعش ته روانه وه اوس پوښتنه داده چې داوسله چا ترکابل پورې راورسوله او له کابل څخه ترزابل پورې چاویوړه په داسې حال کې چې پرلویه لار په هرکیلومترکې یوه دولتي پوسته پرته ده .
دزابل دولایتي شورا رییس وایی چې داعش ددوی په ولایت کې ترامریکایانو قوي بيزونه او ودانۍ جوړ کړي دي طبعي ده چې دا بیزونه په یوه ورځ او یا یوه اونۍ کې نه جوړېږي نوایا امریکایان له دومره قوي استخباراتو سره چې په وینا یی پرځمکه پروت مېخ له پنځلس زره متره ارتفاع څخه ویني دابیزونه نه ویني ؟
 رسنیو خبر ورکړ چې پاکستانیوچارواکیو د افغان طالبانو ځینو مشرانو ته ویلی چې یا له افغان دولت سره خبرې وکړي او یا دې له داعش سره یوځای شي .
دپاکستان لخوا پرطالبانو دافشار چې له داعش سره یوځای شي دامریکا له خوښې او هدایت پرته دپاکستان لپاره ممکن دی؟ نه هیڅکله هم نه .
همدا تیره ورځ په افغانستان کې دروسيې سفیرضمیر کابلوف دداعش او امریکا ترمنځ له دوستۍ پرده پورته کړه هغه رسنیو ته وویل چې امریکایان یواځې هغه طالبان وژني او بمبار پرې کوي چې له داعش سره له یوځای کېدلو انکار کوي .داپه دې معنا ده چې نړیواله ټولنه هم پردې پوهه شوې چې امریکایان دلته څه غواړي.
په منحنی ختیځ کې هغه امریکايي الوتکه رانسکور کړل شوله چې داعش ته یی اکمالات کول.
نو داسې ښکاري چې ښکیلاک دلته دیوې بلې غمیزی تابیا نیسی داځل غواړي چې دلته دداعش په نوم شل کاله نوره هم جګړه روانه وساتي .داځل غواړي چې ژوندي پاتې افغانان په دې ډول ووژني په جلالاباد کې په یو برید کې ددوه نیم سوو تنو مرګ ژوبله دهمدې پروژې پیلامه ده

 زه هم پردولت او هم پرطالبانو دواړو غږ کوم چې ددې کړنو مخه ونیسي ځکه چې داکړنې دین او وطن ته دزیان ترڅنګ دوی ته هم زیان رسوي او ددواړو دنوم بدې لامل ګرځي اوپردواړو غږ کوم چې ددې جرم مرتکبینو ته داسلام له ارشاداتوسره سمه سزا ورکړي .
زه دافغان دولت چارواکیو ته هم وایم چې تاسو دې ته مه خوښېږئ چې داعش به راشي او طالبان به له صحنې ووځي لومړی خو ښایی طالبان له داعش سره ونه جنګیږي او له تاسوسره یی مخ کړي بل داچې طالبان تاسو ته له داعش څخه سل ځله غوره دي تاسو له عراقي او سوریایی مامورینوسره دداعش چلند نه وینئ تاسواردنی پيلوټ الکساسبه ونه لید چې له دولت سره دمرستې په تور یی ژوندی وسوځاوه .
دداعش پروړاندې ستاسو سکوت دهغوی دتایید پرمعنی ده اوداتایید ته به تاسو ته په ډېره لویه بیه پریوځي .
ایا دننګرهارغمیزه کوچنۍ فاجعه ده چې داعش یې پړه ومنله ؟
 سره له دې چې ډاکټر اشرف غني دامریکا کانګرس ته په خپله وینا کې داعش دافغانستان او نړۍ لپاره لوی خطر معرفي کړ خوپه افغانستان کې یې پرضد هيڅ کوم ګام ندی اخستی .
افغان حکومت باید امریکایانو ته قناعت ورکړي چې دجګړې جغرافیه له افغانستان څخه ولیږدوي دوی ترموږ دامریکایانوپر غرضونو ښه پوهیږی او پردي هم ښه پوهیږي چې امریکایان له دوی سره دوه مخی چلند کوي له یوخ پلوه ورسره دمرستې ژمنې کوې او له بل پلو ورته دداعش په څير دښمنان رالیږي .
کرزی صا حب هم پردي حقیقت پوه شوی او چې کله پوه شو نو اوبه له ورخه تېرې وې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery