مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

کله ،کله دانسان حوصله هم ختمه اودصبر کاسه ډکه سي .

حبيب الله غمخور
سره له دې چې آيات شريف دی وايي : دجاهلانوپر وړاندي په سلام ورکولوتير سی . خودې دپرديو پيسو مستو جاهلانوته بايد هرڅه ورپه گوته سي . تورن اسماعيل ،سياف اودا نور ټول دجهادپه نوم سوداگر وايي شوروی ته مو شکست ورکړی،ددې خبري په اورېدو تل ماته خندا راسی ځکه ددوي درواغ راته معلوم دي . پوښتنه ده چې داسي قهرمانان ياست خو اوس دپنځوطالبانو له لاسه ځانته يوځل بيا دپټېدو غارنسی پيداکولاي،داولئ؟؟؟ .نوچي داسي قهرمانان واست پدې ۱۳ کاله چي دولتي حاکميت دټول نړيوال زبرځواک دملاتړ سره ستاسو پلاس کي وو ،ولې مو امنيت تامين نسوکړاي؟ ولې ددې ملک دولتی اداره په نړۍ کي لمړی دولتی اداره وه چي په فساد ککړه وه ؟ولي مودولتي شتمنۍ لوټ کړې ؟ ولي موشخصی شتمنۍ لوټ کړې ،ولي مو رشوت ،ظلم ،ستم ،چور اوچپاول ته قانونی بڼه ورکړه ؟؟ دادکابل او ولاياتو ښرگوټی ، لوړمنزله تعميرونه ،رستورانتونه ،هوتلونه اودډبی جايدادونه مو له کومه کړه؟؟؟ ولي مو پر ماشوم اوبېوزلو نجونوجنسی تيری ته لارپرانستل ؟ اوداسي په سلهاو ولي ، چي ستاسودمنحوس ژوندپه شتون کي به متاسفانه لاجوابه پاته وي ! په دې هر پاکستاني ،ايراني اوبل بهرني اجنټ پسي چې دجهادی مشرلقب ورکړه شوی وو ولي ۱۶ باديگاردان ترغاښو په وسلو سمبال ځغاسته ؟ تاسو خودجهادمشران ياست اوپر ملت گران ياست ،ملت موساتي بيانو دا۱۶ بايدگاردان اوپه کورکې بي حسابه وسلې دڅه لپاره ساتئ؟ داپدې معنا چي تاسو هم پوهېږئ چې ملت ستاسو هره يوه نه نفرت لري . دوستانو ! نن لکه داڅوکاله يوځل بيادجهادسوداگروته ددوي دحاکميت اودولتي صلاحيت په برکت دا زمينه برابره وه چي دهيوادپه يوشمېر ولايتونوکي دا جهادی سوداگر چې په حقيقت کي دوي هم پرې پوهېږې چې دپاکستان ،ايران ،امريکا اوروپايي ټولنو استخباراتی شبکو وزېږول ،وروزل ،په وسلو يې ترغاښو مصلح کړل اودافغان وژنې لپاره یې دخپل سياسي موخو ته درسېدوپه خاطر استعمال کړه اوترهمدا اوس لکه نوکر غوندي تري نه استفاده کوي. داخبره به اوس پرېږدو .جالبه نن يوځل بيا داوه چي تورن اسماعيل په کابل کي دشوروی دنظام دړڼگېدو دروغجن داستان ناخبره ناستو کسانوته توضح کاوه .دادشوري نوکر ايرنی او امريکا يي استخباراتی شبکوسره جاسوسی اونوکری خوپر خپل ځاي پرېږده ، وايي موږ په خپل مقاومت شوروی ته ماته ورکړه . دتورن داهيره نده چې شورويانو یي رهبرانوته پيسي ورکولې اودې بېچاره ته هم ونډه کله رسېدل اوکله به په رښتياسره بې ونډي پاته سو . جمعيت اوشمالی ټلواله پسله هغه چې دداودخان پر خلاف یې دپاکستاني استخباراتو لخوا دامريکا په هدايت شپرمياشتني نظامي تعليمات وليدل تر همدا اوس پوري له هغه حساب نه پيسې ترلاسه کوی ،دا ځکه چې ددوي سره شوروی استخباراتی سازمان هم اړېکه ونيول اوداړېکی موخه یې يوازي داوه چي پوه سی امريکا ددوي له وجود نه په کومو برخوکي استفاده کوي. دهر منطق له مخې نوکر څنگه اوپه کوم دليل داحق پيدا کولاي سي چې بادار له خپلو سياسي اوسيمه ايزو گټونه محروم کړي ؟ دوي دپيسو په مقابل کي شوروی استخباراتوته هغه معلومات ورکاوه چي هغوي ورته اړتيا درلوده . دالمر غوندي روښانه ده چې اوه په پاکستان او اته تنظيمونه په ايران کي دشوروی دهغه وخت له نظام سره دمخالفت په خاطر امريکا،انگلستان او اروپايي نړی راوزېږول . پدې ټول خبردی اوپه افغانستان کي هر څوک داخبره کوي وايي دهغه وخت دانگلستان لمړی وزيري تاچر چې ددوي مور او دپاکستان داستخباراتو رئيس دپلار په نوم شهرت لري ، ودې دملت پرسر سوداگروته وويل : (( مهراب خپل کړی اوداسلام څخه دفاع وکړی. )) دې ښاغلو دجهادسوداگرونه بايد پوښتنه وسی ،نن طالبان اوداعش داسلام څخه دفاع کوی ،نوبياولی امريکا اوانگلستان او همدا بې جرآته دجهاد سوداگر ورته داسلام دښمنان وايي؟ اويا یې دبل نوکران بولي؟ داځکه چې ددوي حاکميت ته زيان رسوی .مگر تاسو ټول دبل پلاس جوړ نه سواست ؟مگرتاسوته پيسي او وسلی دکوم مسجد په محراب کي له مځکې نه راپورته کېدې؟ اويا له آسمان څخه اورېدې؟ دريگن خبره دا مريکا يي ډالر وه چې ستاسو افغان وژنې ته یې دجهادنوم ورکړ .او اوس مو په خپل اصل نوم يعني ترهگر يادوي. طالبان یې ستاسونه وزېږول اوس به داعش هم ستاسو مجاهد سياسي سوداگرونه زېږوی .هر دپردوپلاس جوړ سوی سياسی جوړښت دژوند دبقامعين وخت لری ،داسي څرگندېږې چې ددې دولتی څوکيو په عيش اونوش مستو جهاديانو وخت نور پوره سوی دی . خبره رانه اوږده سول ،خو کله کله بايد دالنډغر خپلې خبري ته يوڅو متوجه کړل سي .وايي شورويانوته موشکست ورکړ. همدا اوس چي ټول دولتی اونړيوال امکانات مو پلاس کي دې په شمال کي دپنځوطالبانونه ولې په غار ننوزي ؟؟؟ څه سو معلم عطا؛تورن اسماعيل ،سياف اوداسي نور دشمالی ټلوالی پښتون دښمنه لنډغر چې په پاکستان کي روزل سوی اوس په ډالر مست دی ؟ روسيې ته ئې شکست ورکړئ !مهرباني ، کندوزله څوطالبانونه وساتئ ،ولې چوپ ياست ؟ ولي شعارونه ، نه ورکوی ؟ له دې لعنتي خېمې بيرون يوه خبره وکړئ .داخبري پدې خاطرنه کوم چې زه ددي ټولو انسان وژونکوډلو سره موافق يم ،همدا اوس هم په کندوز کي هغه پښتانه ،تاجک ، ازبک اونور زورېږي چې ددې افغان دښمنو څېروسره هيڅ ډول اړېکي نلري ،هغوي خپل ،خپلوال اوملاتړي ډير پخوا له کندوزنه ايستلی دي . پدې ليکنه چې ډيره بربنډه ده غواړم ملت پدې پوه سی چې داپردې پروره دومره شهامت نلري چې له وطن څخه دفاع وکړي .هغه وخت دوي دوطن څخه ددفاع خبره کوی ،کله چې کوم زبرځواک ورته په لکس دفترکي دميز پر سرډالر کښېږدي او ورته ووايي خلک راټول کړی ،پسي ورکړي ، وسله به درته ورسېږي بيانو ددې ښاغلو خبروته غوږ سئ . زما دمعلوماتوله مخې تراوسه دطالبانو اويا بل انسان دښمنه حرکت پرخلاف نه يوازي په کندوزبلکه دهيوادپه مختليفو سيموکي دهغو دانسان وژنکې حرکت پر خلاف دويته دراپاڅېدو په خاطر نه ډالر اونه هم دو سلې ترلاسه کولو پيغام رسېدلی. ځکه يوازي دادلویی جرگي په خيمه اودولايتونو په لکسو صالونوکي دمستی خبری دولس دغولېدولپاره کوي . اديو غواړي پدې تاکتيک افغان ولس ته ځان ورپه يادکړي ،چې دا پاټکسالار اوجنگسالار لاتراوسه په دولتی حاکميت کې غوښن ځاي لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery