مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زړه ور سیاسی ملنګ

نثار احمد صمد


بسم الله الرحمن الرحیم ـ درنو لوستونکو ، موږ ټول پوهیږو چی ملنګ تل یو روحاني شخص وی ، دنیا ناخوښه وی ، ګوښه نشین وی ، قانع او صابر وی ، آن دا چی مجذوب او فقیر وی . خو زه چی کوم ملنګ در پیژنم ، هغه د دې ټولو ځانګړتیاوو تر څنګ یو مضبوط سیاسی فطرت هم درلود . د دې ملنګ سیاسی تومنه دومره ټینګه او جاروتې وه چی پورتني ټول خصایص یې تحت الشعاع راوستلي وو . هو ، دا زړه ور انسان صابر شاه ملنګ و چی په خپل سیاسی اقدام او نوښت سره یې تاریخ ته یو نوی لورئ ورکړ . نو ځکه یې یادونه او یاد لرنه ضروري ده .
نن ، یعنی د جنورۍ د میاشتی لومړنۍ هفته د صابر شاه ملنګ د شهادت ۲۶۷مه کالیزه ده او ځکه نو په همدې مناسبت دغه څیړنه وړاندی کوم .
 خو تر هر څه مخکی مو دغه خوږې خاطرې ته پام را اړوم : څه نا څه پنځه دیرش کاله مخکی زموږ د تاریخ استاد په صنف کی د یو شاګرد څخه وپوښتل چی صابرشاه ملنګ څوک و؟ هغه ورته وویل چی په لویه جرګه کی یې احمد شاه بابا پاچا کړ او د غنمو وږئ یې د هغه په لنګوټه کی نصب کړ. معلم صاحب ورڅخه وپوښتل چی په دې خو هر څوک خبر دی ، د دې لویی جرګې څخه مخکی هغه څه کاره و او وروسته څه کاره و او بیا څه سو؟ شاګرد ورته وویل چی صاحبه ، نور خبر نه یم . تاسو یې لطفأ راته ووایاست . معلم صاحب ځان تیر کړ او د تاریخ په آینده ساعت کی یې د ځواب قول ورکړ . خو هغه ځواب تر پایه و نه ویل سو . نو ځکه زه کوښښ کوم چی د خپل معلم صاحب پر ځای د هماغه ټولګي وال ځواب ولټوم ، خیر دی چی ډیر ناوخته او بې ربطه سوی دی . مګر دا چی نن د هغه زړه ور شخصیت د مړینی ۲۶۷مه کالیزه ده نو یو څه ارتباط مومی .
ښه ، صابر شاه یو مجذوب لاکن  دراک او سیاسی ملنګ و چی څه موده په کندهار کی اوسېدلی دی . د افغانستان معاصر تاریخ د مرحوم صابر شاه سره تلپاته او نه شلېدونکی پیوند لری . داسی هم ویلای سو چی صابر شاه د افغانستان د پخواني او معاصر تاریخ په تړلو کی یو کلیدي رول ادا کړی دی . دا رول یې کورټ رغنده و ، یعنی زور یې په رضا او نفرت یې په محبت سره بدل کړ . په بل عبارت ، هغه د افغان معاصر تاریخ په راپیلولو کی مهم ، غوڅ او ثابت کردار ادا کړی دی .
د تاریخ ځینی کتابونه وایی چی صابر شاه (رح) په کندهار کی د شیر سرخ زیارت متولي و ، خو ځینی بیا وایی چی دئ د احمد شاه بابا سره له ایرانه کندهار ته راغلی و . اکثره تاریخی آثار وایی چی  صابر شاه د لاهور اوسېدونکی و ، خو لږ آثار یې کابلیً بولی . مګر دا تر ننه معلومه نه ده چی هغه سُني و که شیعه ، آیا هغه افغان و که پنجابی او که ایرانیً و ، آیا ملنګ و که متولي ( او که دواړه )؟ چیری زوکېدلی او چیری لوی سوی و..... د هغه د اصلیت او هویت په هکله  تر اوسه بشپړ ، کره او ثابت معلومات نسته . دا هغه مجهولات دي چی تر ډیره حده به یې په همدې لیکنه کی وڅیړو او په هکله به یې د بیلابیلو تاریخ پوهانو او مختلفو آثارو دریځونه ولټوو . خو هر څه چی وو ، اساسي خبره دا ده چی هغه پر ټولو افغان ملی او قومی مشرانو خصوصأ احمد شاه بابا باندی ډیر ګران و او پر ټولو یې خورا اثر او نفوذ درلود . هر چا یې ډیر قدر او عزت کاوه او هر چا یې خبره باالکل منله . هغه له جوش او احساساتو ډک و . په جرأت یې سپینی خبري کولې او د هیچا پروا یې نه ساتله او نه یې پایله سنجوله . د زړه خبره یې په خوله وه او تل به د جذباتو پر نیلي سپور و .
په هر صورت ، کولای سو چی د بېلابیلو تاریخی آثارو په حواله د صابر شاه ملنګ ژوند تر څه حده واضح او توضیح کړو . خصوصأ د اړونده لویی جرګې څخه مخکی او وروسته به د هغه د ژوند پر حالاتو ډیر تمرکز وکړو .
خو باید ووایم تر کومه ځایه چی ما ( یعنی دغه لیکوال ) د صابر شاه په هکله مختلف آثار او مقالې لوستلي دي یا می مخامخ د ځینو کسانو سره خبری کړي دي ، له مخی یې دا ملنګ په درو څیرو او دریځونو کی رامعرفی سوی دی : ډیرو څیړونکو هغه یو مجذوب سید ، منلی درویش ، یو فقیر انسان او د لاهور اوسېدونکی بللی دی . لږو څیړونکو بیا نه سید بللی دی او نه د لاهور اوسېدونکی ، بلکی درانی او د کندهار ذاتی اوسېدونکی یې بللی دی . خو یوې خاصی ډلی بیا په بد نوم سره یو مجهول الهویه ، مشکوک او مرموز انسان بللی دی . نو زه به کوښښ وکړم چی د نوموړي ملنګ په اړه دا درې واړه ادراکونه او برداشتونه باالترتیب ذکر کړم او قضاوت درنو لوستونکو ته پرېږدم ، خو زه شخصأ د اول نظر پلوی یم .
ښه ، د علامه رشاد بابا له قوله داسی ویل کیږی چی هغه یو لیونی غوندی و ، او په خټه سید و چی په لاهور کی زوکړی او غالبأ هلته لوی سوی و . د ۱۱۵۱ هجري قمري کال په وروستیو کی چی نادر افشار پر هندوستان یرغل وکړ ، نو صابر ملنګ د هغه د پوځونو سره مل سو . هر ځای چی به نادري لښکرو واړول ، ده به هم ځانته یوه څپرۍ جوړه کړه او په هغه کی به اوسېدی ( احمد شاهي شاهنامه ؛ تعلیقات : ۵۳۵ مخ ) . هو ، د پوځیانو ، هغه هم پرديو پوځیانو سره د یو ملنګ او درویش یو ځای کېدل ، د هغوی سره له خپل وطنه تلل او په بل هیواد کی ورسره اوسېدل پخپله د هغه سیاسی احساس او کړنه راښیی .
قیصر علی آغا د « نقوش لاهور » د ۹۲ مخ په حواله کاږی چی : صابر شاه نیم مجذوب درویش و ، لاهور د هغه پلرنی ټاتوبی و . د ده نیکه چی نوم یا غالبأ لقب یې « استاد حلال خور » و ، په کابل کی د آسونو د ناروغیو ډاکټر و . هغه وروسته له دنیایی چارو سره اړیکی غوڅي کړې او درویشي یې غوره کړه . د هغه د زهد او تقوی له کبله خلکو په درنه سترګه ورته کتل . د هغه د لمسي یعنی صابر شاه پلار حسین شاه هم یو فقیر و . صابر شاه په همدې چاپیریال کی روزنه ومونده . پر هغه بې خودي غالبه وه . د نادر شاه افشار په ژوند کی هغه له احمد شاه سره د امام رضا (رح) د زوی سلطان ابوالحسن علی په مزار کی چی په مشهد کی پروت دی ولیدل ( غازی احمد شاه ابدالي : ۲۴ مخ ) .
دلته څو ټکي مهم دي چی د ده پر ژوند روڼا اچوی : لومړی دا چی صابر شاه د پلار ـ نیکه څخه د لاهور اوسېدونکیً ( یعنی پنجابیً ) دی ؛ دوهم دا چی نیکه یې کابل ته تللی او هلته په کار بوخت و ( یعنی ناقلین دي ) ؛ درېیم دا چی هغه ډیر په ایران کی اوسېدلی دی او هلته د احمد خان سره معرفی سوی دی او دا هغه مهال و چی احمد خان په ایران کی د نادر شاه په پوځ کی د افغاني ځواکونو قوماندان و ؛ څلورم دا چی یو فقیر او ملنګ شخص و چی په زیارتونو کی به ډیر اوسېدی ، مګر دا ترې ثابتیږی چی په عین حال کی یو سیاسی شخص هم و . ځکه نو را معلومیږی چی صابر شاه د پخوا څخه لا د احمد شاه بابا سره معرفت او دوستي لرله . ښایی د دې پیژندګلوۍ پیل په لاهور کی د نادر افشار د پوځیانو سره د هغه ملګرتیا او یو ځای والی وی . څنګه چی احمد خان د نادر افشار د نږدې او باوري قوماندانانو څخه و ، او هم د صوفیانو ، درویشانو او روحانیونو شایق و ، نو ښایی د ده سره یې پیژندګلوي او دوستي له همدې لاهوره راپیل سوې وی . ځکه ، که صابر شاه له یوې خوا درویش ، ملنګ او فقیر و ، له بلی خوا یو سیاسی شخص هم و ، د پوځیانو او سیاست والو سره یې جوړه وه .
داسی ښکاری چی صابر شاه به د شیر سرخ د زیارت مجاور ( متولی ) نه و ، بلکی ډیره استوګنه یې په ایران کی وه . اوڅار هندئ تاریخپوه ډاکټر ګندا سینګ د ( مجمل التواریخ په حواله ) وایی چی : ملنګ صابر شاه د نادر افشار تر وژلو درې ورځی مخکی د نظام الملک په څیر د احمد خان د پاچا کېدو اټکل کړی و . په هغه ورځ چی نادر شاه د وروستي ځل له پاره د خبوشان څخه راوګرځېد او خپل کمپ ( خیمې ) یې ودرولې ، نو دا وخت یو ملنګ ، چی وړینه خولۍ یې پر سر وه د احمد خان سره وکتل او د نادر شاه قدرت ته د پام کولو او ویری پرته یې ده ته وویل : « زه ستا په څیره کی د پاچهۍ نخښی وینم . ما ته یو نخي ټوکر راکړه ، کله چی می څو خیمې او یو لوی شاهانه تجیر ترې جوړ کړ ، نو هغه وخت به زه تا ته دعا وکړم . » څرنګه چی احمد خان خوش باوره و ، نو د پیر غوښتنی یې ومنلې او ورپسې نوموړی پیر داسی بریښېده چی د ماشومانو په څیر د وړو خیمو په درولو اخته دی او د قرآن پاک آیتونه تلاوت کوی . کله چی دریمه ورځ راغله نادر ووژل سو . احمد خان ملنګ ته د یو مبارک ولی په حیث ، چی راتلونکي اسرار یې اټکل کولی سول قایل سو او دې ته یې پام واړاوه چی د خپل راستنېدو په وخت کی هغه شا ته پرې نږدي او ترې جلا نسي . ملنګ هم احمد خان دې ته راوباله چی خپل ځان پاچا اعلان کړی ، خو احمد خان د ستری قبیلوي جرګې تر پریکړی پوری په دې باب زړه نا زړه او شکمن و ( درانی احمد شاه ـ ۶۹ مخ ) .
متل دی چی حقیقت یا زوره ور وایی ، یا لیونی ! خو صابر شاه نه زورور و ، نه لیونی چی د نادر شاه په ژوندوني یې احمد خان ته د نادر افشار د ځای نیونکي بشارت ورکاوه ، بلکی هغه یو زړه ور سیاسی او دراک ملنګ و . دا ځکه چی نادر د ژوند په وروستیو دوو ـ درو کالو کی دومره وحشي ، ظالم او داړونکی سوی و چی د قدرت په وړاندی یې هر څوک او هر تهدید تباه کاوه . آن پر خپل زوی ( رضا قلی ) باندی هم بدګومانه سو او سترګی یې ترې وکښلې او ړوند یې کړ ؛ نو بل څوک ( منجمله یو افغان ) به یې څنګه سالم پرېښووئ؟! دا لا څه ، صابر شاه ته به یې څنګه د دغسی پیش بینۍ موقع ورکوله ( هغه هم دننه په خپل نظامی کمپ کی ) ؟ یا دا چی په دغسی حالت کی یې احمد خان څنګه له ځانه اقلأ نه لیری کاوه .
په هر صورت ، سراج التواریخ بیا ( د تاریخ احمدي په حواله ) وایی چی دا صابر شاه نه بلکی په خپله نادر افشار و چی احمد خان ته یې ویلی وو چی ښایی تر ما وروسته پاچهي تا ته ورسیږی ، یعنی : نادر شاه « د ده څخه ډیر راضي او خوشحاله و . لکه څنګه چی په اکثرو مجلسونو کی به یې خپلو درباریانو او دولتي اراکینو ته په عامه ویل چی په ایران ، توران او هندوستان کی می د احمد خان غوندی د ښو ځانګړتیاوو او نېکو اعمالو کوم ځوان نه دی لیدلی..... یوه ورځ اعلیحضرت نادر شاه دئ ځانته وباله او ورته ویې ویل چی له څیرې څخه دې مشرتیا له ورایه ښکاری او تر ما وروسته به پر همدې تخت باندی کښېنې . همدا یې ورته وویل او د ده غوږ یې د خپلی دغه خبري د یادګار په توګه په خپل لاس وموښی او بیا یې داسی ورته وویل : تر ما وروسته زما حق مراعات کوه یعنی زما د اولادو سره ښه چلند کوه . او باالاخره څنګه چی اعلیحضرت نادر شاه ورته ویلی وو ، هغسی هم وسوه ( سراج التواریخ ، لومړی جلد ، نهم مخ ) .
ویل کیږی چی نادري پوځونو چی به هر ځای پړاو کاوه یعنی کمپ به یې جوړاوه ، نو صابر شاه به د کوچنیانو غوندی د څپرۍ مخی ته له خاورو څخه کوټنۍ جوړولې او ډیر ډوکي او خاشې به یې پکښی درولې . چا چی به وپوښتېد : دا څه کوې ؟! ده به ځواب ورکړ : « د احمد شاه د پاچهۍ ترتیبات نیسم . دا یې رساله ده ، هغه یې توپخانه ده او هوغه یې لښکري دي او.....» ( احمد شاهي شاهنامه ؛ تعلیقات : ۵۳۵ مخ ) .
هر څه چی وو ، یا د صابر شاه پیش بینی او یا هم په خپله د پاچا نادر شاه پیش ګویی ، خو احمد خان په ځان کی همدا لیاقت ، استقامت او قابلیت درلود چی پاچا سو .
د دې هر څه سره سره ، دئ بیا هم شکمن وبریښېدی او د خپلی ناتوانۍ معذرت یې وړاندی کړ . د ډاکټر ګنداسینګ له قوله ښایی دا عجز به ده په ځان کی د پاچهۍ د برم له پاره د ضروري وړتیاوو او شرایطو د نه لیدو په اساس وړاندی کړی وی . خو صابر شاه ملنګ داسی یو سړی نه و چی په آسانۍ سره د خپلی خبري څخه واوړی . دا وخت ده ولیدل چی افغاني مشرانو او قبایلی خلکو د احمد له انتخاب او پاچا کېدو سره علاقه وښودله ، نو د دې حساسی شېبې څخه یې استفاده وکړه او په همدې ځای کی یې د خاورو یوه چوتره جوړه کړه ، احمد یې تر لاس ونیوئ ، پر دغه لوړ ځای یې کښېناوه او بیا یې داسی وویل : « دا ستا د پاچهۍ تخت دی . » بیا یې له نږدې پټي څخه د اوربشو وږي وشکول او د ده په لونګۍ کی یې وټومبل او زیاته یې کړه : « انشاالله دا به خدای ستا د تاج جوغه کړی . » په پای کی ملنګ د دې له پاره چی مراسم بشپړ کړی ، نو یې اعلان وکړ : « اوس نو ته دُر دوران پاچا یې . » خو احمد خان دا نوم اصلاح کړ ، او دا یې غوره کړه چی خپل ځان در دران ( د مرغلرو یوه مرغلره ) او خپله ابدالي قبیله درانی وبولی . خو شیر محمد خان په خپل اثر ( انصاب رؤسای دیره اسماعیل خان ) ۳۱ بند کی داسی لیکی : « هغه پیر چی احمد خان ته یې د دُر دوران لقب ورکړی و د څمکنیو حضرت میا عمر و . » ( درانی احمد شاه : ۷۰ ـ ۷۱ مخونه ) . اوڅار تاریخپوه قاضی عطاالله خان هم په دې رایه دی چی احمد شاه بابا ته دا لقب صابر شاه نه بلکی میا عمر ورکړی دی چی شاه بابا یې مرید و ( د پښتنو تاریخ ، لومړی ټوک ، ۹۹ مخ ) .
لاکن داسی ښکاری چی ډاکټر ګندا سینګ د شیر سرخ ملی جرګه په سطحی او ځغلنده نظر څېړلې ده ، حال دا چی قاضی عطاالله خان او نور مشهور تاریخپوهان وایی چی د ۱۱۶۰ هجری قمری کال د رجب د میاشتی تر اتلسمی مخکی ، د کندهار په شیر سرخ کی  یوه لویه جرګه چی په هغې کی  ابدالیان ، غلجي ، بلوڅ ، قزلباش او هزاره ګان شامل وو جوړه سوه او په دې معامله یې غور وکړ چی په کومه طریقه به بیا آزادي حاصلوو . په دې خو ټولو اتفاق وکړ چی د ایران د حکومت سره په هر صورت اړیکی پرې کول پکار دي . ځکه چی ایرانیان او پښتانه یو پر بل باندی واک نسي چلولای . بیا یې دا فیصله وکړه چی موږ ته خپل یو پاچا پکار دی چی ټول انتظامی او پوځی اختیارات یې په لاس کی وی . په دومره قبیلو کی د پاچا انتخابول د پښتنو له پاره څه آسانه کار نه و . هری قبیلې د تخت حاصلولو له پاره خپلی خپلی ادعاګانی وړاندی کولې او ډیر بحث او مناقشې وسوې . مؤرخین وایی چی تقریبأ اته جرګې د دې معاملې د فیصله کولو له پاره جوړی سوې مګر هیڅ فیصله ونسوه . تاریخ پوهان وایی چی د احمد خان سدوزي ټول ټبر په هرات کی اوسېدئ ، او په کندهار کی د هغه د نوم ورمخته کولو له پاره هم څوک نه وو . په دې اتو واړو جرګو کی احمد خان موجود و او په ډیر غور او فکر سره یې د هر قوم د مشر وینا د خپلی خپلی ادعا په هکله اورېدله . مګر هغه پخپله د خپل ځان له پاره حتی یو لفظ هم په دې ټولو اجلاسونو کی تر خولې و نه ایستیً . په نهمه جرګه کی د حاجی جمال خان نوم چی د بارکزو مشر و ، تجویز سو او ډیر خلک یې پر طرف وو مګر ځینی پیاوړي او سرلوړي خلک د هغه پر خلاف وو . ځکه نو د هغه نوم پاته سو . د دې بحث مباحثو په دوران کی یو فقیر چی په دې ټولو جرګو کی موجود و او د احمد خان درنه او سنجیده رویه یې په ډیر غور سره لیدلې وه او اغیزه یې پر کړې وه ، راپاڅېد او ویې ویل چی د خدای له پاره دا جرګې بس کړئ او نوري جګړې مه کوئ . دا څه شور او غوغا مو جوړه کړې ده . خدای تعالی احمد خان په تاسو کی یو ډیر لوی دروند سړی او د عزت خاوند پیدا کړی دی . هغه په ټولو پښتنو کی په اصل هم ښه دی او قابل هم دی . د دې له پاره د خدای کار مه ورانوئ ، که نه د خدای قهر به درباندی نازل سی . دا الفاظ هغه درویش وویل او د اوربشو یوه قوده یې د خوا پټي نه راپرې کړه او سمدستی یې د احمد خان د سر نه تاو کړه او هغه ته یې وویل چی خدای تعالی دې دا ستا تاج کړی . په دې سره حاجی جمال خان او د نورو ټولو قبیلو سردارانو خپل خپل نومونه بیرته واخیستل . ځکه هغوی ولیدل چی احمد خان په جرګه والو کی تر ټولو خاموش انسان او تر ټولو هوښیار و چی د ځان له پاره یې هیڅ پاچهي نه غوښته او تر ټولو مهمه دا چی د یو درېیم کس له خوا پیشنهاد سو . نو هر یوه د فصیح او بلیغ تقریر څخه وروسته احمد خان ته بیعت وکړ . احمد خان هم د ټول قوم  په مخکی په بې غرضۍ د حکومت کولو او د ټول ملت د ګډی ښیګڼی لټولو اقرار وکړ ( د پښتنو تاریخ ، لومړی جلد ، ۹۷ ـ ۹۸ مخونه  ؛ د افغانانو تاریخ ، فیریر ، ۷۳ ـ ۷۴ مخونه ) .
خو د یاوني وړ ده چی قاضی عطاالله خان او فیریر دواړو د دغه « فقیر » او « درویش » نوم نه دی ذکر کړی مګر اشاره او قرینه واضح ده چی هغه صابر شاه ملنګ و ، او فیریر یې د شیر سرخ د زیارت متولی معرفی کوی ( چی ده شیر سرخ نه بلکی شیخ سرخ لیکلی دی ) . ولی ځینی مؤرخین ( مثلأ غبار ) لیکی چی جرګه والو صابر شاه ته د منځګړي په حیث اختیار ورکړ او داسی کاږی چی د دې جرګې غړي نه سره جوړېدل ، څو چی ګډه فیصله یې وکړه چی د جرګې یو برخه وال به حَکم ټاکی او هغه چی هر څوک د پاچا په حیث وټاکی ، ټوله به یې منی او بیعت به یې کوی . دا حکم یو روحانی شخص صابر شاه و چی په هیڅ قوم ، حتی په کندهار پوری یې اړه نه لرله . د کندهار بیلابیلو طبقو هغه ته خاص ارادت او احترام درلود او د هر چا د باور وړ و . دغه سیاست مدار صوفی هم را ولاړ سو او احمد خان ابدالي یې د پاچا په حیث معرفی کړ او د غنمو یو وږی یې د تاج په توګه د هغه په خولۍ کی نصب کړ ( افغانستان د رمسیر تاریخ ، ۳۵۵ مخ ) .
دا طبیعی ده چی احمد خان صابر شاه ته ډیر زیات احترام درلود . د کابل والی ( نواب ناصر خان ) وویل چی زه یوه ورځ د احمد شاه دربار ته ولاړم . ما ولیدل چی احمد شاه پر تخت ناست و او یو لوڅ لغړ او په خاورو لړلی ملنګ یې په غیږ کی غزېدلی و . ملنګ په وار وار هغه تر پزي او غوږو نیوئ او راکش کوئ او ورته ویل به یې چی « او افغانه ، ګوره ته ما پاچا کړی یې . » او احمد شاه په داسی حال کی چی سر یې کښته اچولی و ، د ده سره په ډیره مهرباني خبری کولې .
کله چی ما د خونې له خلکو د دغه ملنګ د نوم پوښتنه وکړه ، دوی راته وویل چی دا ملنګ صابر شاه نومیږی ( درانی احمد شاه : ۷۱ مخ ) .
په هر صورت ، کله چی شاه بابا د ۱۱۶۰ هجری قمری کال په وروستیو کی د هندوستان په نیامت له کندهاره پوځونه وخوځول ، نو صابر شاه (رح) هم په یوه روایت تر ( روهتاس ) پوری او په بل روایت د لاهور تر ( شاهدرې )  پوری د دغو افغاني پوځونو سره مل و . هو ، د شاه بابا او افغان پوځ سره د هغه ملګرتیا یو ځل بیا د صابر شاه سیاسی توب ثابتوي .
احمد شاه بابا ځکه لاهور ته وخوځېد چی والی ( شاهنواز خان ) د لاهور اخیستلو ته وربللی و چی علت یې د مغولي واکمن محمد شاه سره د هغه مخالفت و . خو وروسته د شاهي فرمان او صدراعظم د هڅونو له امله بیرته د ډیلی سره پخلا او د احمد شاه بابا پر خلاف سو . نور نو اوبه تر ورخ تیري سوي وې او شاه بابا حرکت کړی و .
په هر صورت ، شاه بابا د شاهنواز خان د دې اوښتي موقف په اورېدو سره اندښمن نسو . د ده پوځ د جیلم  پر خوا وخوځېد او د روهتاس چوڼۍ یې پرته له مقاومته ونیول . شاه بابا له همدې ځایه خپل پیر ( صابر شاه ) د خپل ضراب باشي ( محمد یار خان ) سره لاهور ته واستاوه . په ظاهري توګه د پیر استولو مقصد دا و چی هغه هلته د خپلی مور سره وګوری او د ځینو سیمه ییزو ولیانو زیارت وکړی . پیر لاهور ته له رسېدو وروسته د مفتی عبدالله په کور کی اوسېدئ . د ده شهرت د « نکرو مانسر » په حیث یعنی هغه څوک چی د مړو له ارواحو سره رابطه لری او پیش ګویی کولای سي ، دمخه لا خپور سوی و . په ښار کی دا آوازه وه چی صابر شاه د دې له پاره دلته راغلی دی چی د افغانانو په مقابل کی د مغولو پوځ او توپونه بې اغیزې کړی .
شاهنواز خان د داسی یو فوق العاده ملنګ د راتلو د خبر په اورېدو سره خپل دوه غټ افسران آدینه بیګ او دیوان کورامل ور واستول چی د ده د راتګ اصلی مقصد معلوم کړی او خوله یې وپلټی . صابر شاه هغوی ته وویل : « زه د هیچا سره کوم کار او معامله نلرم . د هغه درناوي تر څنګ چی زه یې دغه ښار ته ( چی زما د زوکېدو ځای دی ) احساس کوم او دا په جرأت سره ویلای سم چی بې وفایی د خدای (ج) او بنده دواړو رضایًیت نه حاصلوي . او دا هم باید درته واضح کړم چی ستاسو توره د احمد ابدالي سره برابره نه ده . »
دا مهال یو تن په خبرو کی ور ولوېد او ورته ویې ویل چی « ستا مقصد څه دی ؟ آیا زموږ تورې د لرګي او د ده له اوسپني څخه جوړي دي ؟ »
پیر په ځواب کی ورته وویل : « یا ، دواړه یې له اوسپنی څخه دي ، خو د ده اقبال او بخت لوړ دی او ستاسی ستوري د هغه سره نه برابریږی . »
آدینه بیګ دا خبري شاهنواز خان ته ورسولې او هغه یې په اورېدو ډیر خواشینی سو ، او امر یې وکړ چی ملنګ او د هغه ملګری ( محمد یار خان ) دې بندیان او تر کلکی څارنی لاندی ونیول سی ، چی د دراني د کمپ لور ته و نه تښتي .
وروسته شاهنواز خان پخپله د پیر سره وکتل او داسی یې ترې وپوښتل : « احمد شاه ورور څه حال لري ؟ »
پیر په جرأت سره ځواب ورکړ چی : « هغه د ولایتِ افغانستان او خراسان پاچا دی او نیت لري چی هندوستان ونیسي او تاسو یوازی یو صوبه دار او د کوم بل یوه رعیت یاست . تاسو په کوم جرأت داسی خبري کوئ ؟ »
د انند رام د تذکرې په اساس صابر شاه ، شاهنواز خان ته وویل چی د هند امپراتور ستاسی سره ښه تمایل نلري او هغه په دې لټه کی دی چی ستاسی څخه غچ واخلی . دا به ستاسو په ګټه وی چی د احمد شاه سره یو ځای سیً او په دې توګه مو عزت او شان لوړ سی او د هیواد وزارت به په قانوني ډول درکړه سی .
 دغسی او ځینو نورو خبرو پر شاهنواز خان بده اغیزه وکړه . پیر دئ په بې ایمانۍ او بې وفایی وښکنځی او داسی سپکی سپوری یې ورته وویلې ( مثلأ دا چی تا د احمد شاه سره خیانت کړی دی.... ) چی دغه ځوان والی یې زغم ونکړای سو .
شاهنواز خان د زیات خپګان او قهر په سبب امر وکړ چی ملنګ دې بخشي خواجه عصمت الله ته وسپارل سی او هغه هم د هدایت سره سم د صابر شاه په ستونی کی د ویلی سوو سرپو په تویولو سره هغه وواژه ( درانی احمد شاه : ۹۳ ـ ۹۴ مخونه ؛ احمد شاهی شاهنامه : ۵۳۷ ـ ۵۳۸ مخونه ؛ د افغانستان نومیالي ، درېیم ټوک : ۱۵۶ مخ ؛ احمد شاه وارث مجدد ، لومړی جلد : ۸۷ ـ ۸۸ مخونه ) .
خو د ځینو آثارو په حواله صابر شاه حتی د احمد شاه بابا له رضایًیته پرته پخپله خوښه د روهتاس څخه نه بلکی له شاهدرې څخه لاهور ته تللی و . ویل کیږی چی ده د لاهور په بازار کی د کوچنیو خیمو هماغه زړه لوبه تکرار کړه او ویې ویل چی زه به دې سیمی ته د احمد شاه حکومت راولم . شاهنواز خان دا خبري نسوای زغملای او امر یې وکړ چی ملنګ دې اعدام سی . ځینی لیکوال په دې نظر دي چی د ده سر په توره ووهل سو . د عمدة التواریخ په قول د ده خېټه څیری او د لاهور په کوڅو کی پر آس سپور وګرځول سو . د احمد شاه بابا د دې هیًت پر بل غړي ( محمد یار خان ) باندی کوم اعتراض موجود نه و ، نو ځکه خوشی او بیرته د تګ اجازه ورکړه سوه .
مګر د شاه بابا د سفر او حضر ملګری او منشی محمود الحسینی د یو عینی شاهد په توګه لیکی چی کله شاه بابا لاهور ته نږدې ( شالیمار باغ ) ته ورسېد ، هغه نه غوښته چی د بې ګناه انسانانو وینی توی سی ، نو صابر شاه ملنګ یې له همدې ځایه د شاهنواز خان د پوهولو او هغه ته د نصیحت کولو له پاره ور ولیږی . خو شاهنواز خان سربیره پر دې چی د صابر شاه ملنګ نصیحت په باک رانه وړ ، هغه ملنګ یې په ساحري او جادوګري سره تومتي کړ او پسی ویې واژه ( تاریخ احمد شاهی : ۴۱ مخ ؛ د افغانستان نومیالی ، درېیم ټوک : ۱۵۵ ـ ۱۵۶ مخونه ) . خو د یو بل روایت له مخی صابر شاه د شاه بابا لخوا له شالیماره نه بلکی وختی لا آن د پیښور څخه لاهور ته لیږل سوی و تر څو شاهنواز خان متوجه کړی ( احمد شاه وارث مجدد : ۸۷ مخ ) .
مرحوم عزیزالدین وکیلی لیکی چی کله شاه بابا له پیښوره حرکت وکړ او پوځونه یې لاهور ته نږدې ځای پر ځای سول نو د توپونو ږغونه یې د شاهنواز خان تر غوږو ورسېدل . هغه د خپلو قوماندانانو سره په مشوره بوخت و چی بخشي خواجه عصمت الله ورته راغی . شاهنواز خان ورڅخه وپوښتل چی صابر شاه څه سو ؟ بخشی وویل چی هغه می په دې لګه درګه ( ازدحام او منډو ) کی وواژه . شاهنواز خان له درده سور او شین سو او د مځکي له فرشه یې یوه ډبره راکش کړه او بخشی یې په ځکر کی په وواهه او داسی یې مخاطب کړ : که می د احمد شاه دراني سره لیدنه کتنه کوله او د کومی روغی جوړی هیله می ترې کوله نو تا دا هر څه په اوبو لاهو کړل . هغه و چی بېله تیښتی یې بله چاره نه لرله ( احمد شاه وارث مجدد : ۸۸ مخ ) .
کله چی شاه بابا د خپل پیر له برخلیک څخه خبر سو نو ډیر غمجن سو او بېله ځنډه یې د لاهور د ښار خوا ته مخه کړه او د ۱۷۴۸ د جنورۍ پر دوولسمه یې لاهور ونیوئ خو شاهنواز خان ډیلی ته وتښتېدی . شاه بابا وروسته د صابر شاه قبر ته ورغی او د هغه د قبر او زیارت د جوړولو هدایت یې ورکړ . پس داسی ښکاری چی شاه بابا به دا مهال د خپل پوځ سره په پیښور کی نه بلکی لاهور ته نږدې مستقر و چی داسی ژر یې پر دغه ښار حمله وکړه او په دې هکله د محمود الحسینی خبره صحیح ده .
د صابر شاه ملنګ د وژلو پیښه د ۱۷۴۸ کال د جنورۍ په لومړۍ هفته کی رامنځته سوه یعنی دا غمیزه د شاه بابا د پاچا کېدو څخه فقط پنځه نیمی میاشتی وروسته پیښه سوه .
اوس به د صابر شاه ملنګ په هکله هغه نظر وڅیړو چی نوموړی نه سید بولی نه لاهورئ ، بلکی درانی او کندهارئ یې بولی .
مشهور افغان تاریخپوه ، منجم او خطاط عزیزالدین وکیلی یوازینی هغه څیړاند دی چی همدا ادعا کوی . مرحوم وکیلی آن تر دې چی دغه ملنګ ته صابر شاه نه وایی بلکی ( محمد صابر درانی ) یې بولی او هر ځای یې په همدې نوم سره یادوي . دئ د نورو تاریخپوهانو دا تسمیه نه منی او وایی چی هغه صابر شاه نه بلکی درویش محمد صابر درانی دی . مرحوم وکیلی داسی ادعا کوی : درویش محمد صابر دراني قندهاري الاصل د کوچنیوالي او زلمي توب راهیسی په ظاهره څیري کالي اغوستل ، مجذوب الحاله و خو اصلأ د معنی او معرفته ډک او په عین حال کی د وجد او جذب څښتن و او د خواصو د طبقې په وړاندی یې لوړ مقام درلود . دئ د جلال الدین حلال خور کړوسی او د قندهار د صحیح النسب خلکو څخه ګڼل کېدی چی په کابل کی اوسېدی . او سید حسین شیرازي او د ده په پیروۍ ځینو نورو تاریخ لیکونکو سهوأ یا قصدأ نعلبند حلال خور د لاهور اوسېدونکی بللی دی ( احمد شاه وارث مجدد ، ۴۶ مخ ) . ولی مرحوم وکیلی د خپلی دغه ادعا د ثبوت له پاره او یا د نورو تاریخ لیکونکو د اړونده ادعا د نفي له پاره هیڅ دلیل ، مأخذ او شواهد نه دي وړاندی کړي . نو ځکه موږ اصولأ د ټولو تاریخپوهانو په پیروۍ هغه « صابر شاه ، سید او د لاهور اوسېدونکی » بولو ، نه « محمد صابر درانیً قندهارئ » !
اوس به د صابر شاه ملنګ په اړه درېیم نظر ته مراجعه وکړم . دا ډله ټپله صابر شاه په ډیر بد نوم او مرموزتوب سره غندي او ترټی . ځینی مغرضین او د افغاني تاریخ مسخ کونکي عناصر تل ادعا کوی چی احمد شاه بابا ولی ناحقه پر هند باندی حملې کولې او په دې توګه یې د وینو ویالې بهولې .  ما ( یعنی دغه لیکوال ) په خپلو دوو څیړنو کی دغسی تکراري او مغرضانه پوښتنو ته مستند ځوابونه ورکړی دي چی د لومړنۍ عنوان ( پانی پت د افغانانو هلاکت ) و او د دوهمی عنوان و : ( آیا شاه بابا د هند شتمنیو ته ورتی ؟ ) دا دواړی لیکنی می د دغو مغرضینو سایټونو او یا د هغوی فېسبوکونو ته ور لیږلی دي ، خو هیڅ غبرګون یې نه دی ښودلی . اوس دغو فدرال پالو ، بیلتونپالو او پردي پالو عناصرو په خپلو مغرضانه او منافقانه لیکنو کی علامه حبیبی صاحب تر ګرېوان نیولی دی او هغه د شاه بابا په خاطر ، د صابر شاه په خاطر ، د پټی خزانې په خاطر او د پښتو ادبیاتو د لټولو ، ځلولو او تکثیرولو په خاطر سخت غندی ، مثلأ :
دغه مغرضین په اغماض او مضرتوب سره د علامه حبیبی صاحب لخوا د صابر شاه د راپیژندلو خبره داسی اقتباس کوي : « په دې وخت کی صابر شاه نومیً ملنګ د استاد لایخوارکابلي زوی چی د شیر سرخ په هدیره کی اوسېد له خپلی کوډلي راووت او هدیرې ته نژدې له کښت څخه یې څو وږي پرې کړل او د دې نوي انتخاب سوي زلمي پاچا په بګړۍ کی یې د پاچهي د ( خول ) په توګه وټومبل ( د افغانستان لنډ تاریخ : ۵۲۳ مخ ) . دغه ټګماران په دې ارتباط داسی لیکی : دا صابر شاه د استاد لایخوار زوی بیا څوک دی ؟ او د کوم ځای او کومي خوا یو دم د افغانستان په تاریخ کی راشین سو او پاچا یې انتخاب کړ او د هغو ټولو اختلافاتو سره سره چی د پیړیو راهیسی د پښتني قومونو تر منځ موجود دي او په تیره بیا په دې سیمه کی چی د غلجیو او درانیو او نورو قبایلو تر منځ شتون لری چی هیڅکله په هغوی کی د نظر یووالی نه دی راغلی ، دا څنګه کېدای سی چی د پاچا په ټاکلو کی ، لکه حبیبی صاحب چی د صابر بابا داسی تعریف کوی ، بېله چون و چرا څخه سوی وی او ټولو د دې عمل په وړاندی سکوت غوره کړی وی ؟ باید عوامل بل ځای ولټول سی نه په هغه څه کی چی صابر شاه تر سره کړل.......
دوی زیاتوی : ښاغلي حبیبی د محمد صابر شاه د پلار دغه کابلیً هویت له کومه کړ ؟ حال دا چی تاریخی اسناد او شواهد څرګندوي چی محمد صابر شاه یو لاهورئ و او په تاریخ کی د یو خورا مشکوک هویت لرونکی دی . چی ناببره په تاریخ کی را ظاهریږی او د ملا ادریس سره په ګډه د احمد شاه په رکاب کی ورسره مل وی او هغه هند ته د سوقیاتو له پاره هڅوي...... افغانستان هم یوه عجیبه ځمکه ده . د پاچهانو له پاره یې همدغسی معجزې او الهامونه سوي دي.....  همدا علت دی چی د ښاغلي حبیبی درواغونه ( جعلیات ) د خپلو منابعو او مأخذونو څخه د صداقت او دقت له مخی نه دي..... بلکی دا هر څه یې درباري تاریخ دی..... لاکن غبار د حبیبی چی په دربار کی به و ، برعکس یا به په زندان کی او یا به هم په تبعید کی و....
دغه بیلتون پال او پردي پال عناصر وروسته « پټه خزانه » یو درواغ او د علامه حبیبی اختراع بولی او وایی چی حبیبی صاحب د خپلی فقیری ژبی ( چی د دربار والاوو ژبه هم وه ) د رامخته کولو له پاره په لسګونو ناپیدا او مجهولي څیرې له ځانه جوړي کړي دي او هغوی یې په درواغو سره پخواني شاعران او اتلان بللی دي.....
خو دغو منافقانو ته باید وویل سی چی ستاسو د مننی وړ تاریخپوه مرحوم غبار هم کټ مټ صابر شاه کابلي بللی دی ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۵۵ مخ ؛ احمد شاه بابا افغان : ۴۷ مخ ) . آن غبار تر حبیبی صاحب هم یو ګام مخته ځی او وایی چی د جرګې برخه والو صابر شاه ته اختیار ورکړ چی د دوی له منځه یو کس د پاچا په حیث غوره کړی ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۵۵ مخ ) . لا اوس هم دغه مغرضین مختوري نه دي ؟ بل دا چی یوازی حبیبی صاحب نه بلکی په لسګونو مشهورو تاریخپوهانو او معتبرو آثارو همدا خبره په لږ توپیر سره ذکر کړې ده ( مثلأ محمود الحسینی ، احمد علی کهزاد ، فیض محمد کاتب ، علامه رشاد ، ګندا سینګ ، منشی غلام حسین ، شیر محمد خان ، امام الدین حسینی ، فیریر ، الفنسټن او ډیر نور اوڅار تاریخ پوهان او د هغوی معتبر آثار ) . نو آیا دغو ټولو د صابر شاه په هکله اړونده خبره درواغ کړې ده ؟ که ځواب مثبت وی نو چا صحیح  ویلی دي ؟ خو دغو منافقانو هیڅ داسی اثر او کوم تاریخپوه نه دی ښودلی چی په دې هکله یې دغه لویی جرګې او صابر شاه ته اشاره نه وی کړې . پس دغسی حاسد ، بدخواه ، کاذب او منافق عناصر به همداسی مختوري او تجرید پاته وی او الله به یې ضرور د خپلو قصدي ګناهونو په سزا رسوي .
په هر صورت ، اوس به بیرته اصلی موضوع ته راسم . کله چی صابر شاه (رح) شهید کړه سو نو په بیړه او وارخطایی سره پر یوه لوړه خاورو ته وسپارل سو .
د صابر شاه قبر د تاکسالې دروازې پر لور د یوې غونډۍ له پاسه د لاهور د لوی شاهي مسجد شا ته موقعیت لری . د ده زیارت ته یو تنګ سړک ورغلی دی چی د انګریزانو د وخت څو ودانۍ هلته جوړي دي . هیچا ته د سړک نوم معلوم نه دی او نه یې څوک پوښتنه کوی . اوس د دې سیمی نوم « کلا ګهاټی » دی .
د صابر شاه په دې مقبره کی د آصف جاه کاظمی نومي کس له خوا د صابر د نوم سره هم « کاظمی » او « مشهدي » لقب لیکل سوی دی او قبر یې هم هلته د زیارت په غولي کی جوړ دی .
هر کال د شعبان د میاشتی پر پنځلسمه نېټه دلته عُرس وی چی په زرګونو خلک اوعقیدت مندان د خپلو استدعاوو او نذر له پاره ورځی . د خلکو ورتګ زیات دی او لنګر یې هم چلیږی ، یعنی زایرینو ته ډوډۍ ورکول کیږی .
د صابر شاه ملنګ قبر لوړ پر تپه باندی جوړ دی چی د دوو خواوو څخه زینې ورختلی دي . د مقبرې حالت ډیر ښه دی او د هري خوا څخه په جالۍ پوښلی دی . پر چت یې د کوچنیو هیندارو ملتاني هنر ښکاری او د مرمرو فرش یې پاک ساتل سوی دی . د زیارت متولی ( مجاور ) یو لوستی کس دی او د صابر شاه د قتل داستان ټول ورته معلوم دی . لاکن دلته په کندهار کی هم د شیر سرخ زیارت یو متولی لری او هغه هم ځان د صابر شاه ملنګ د اولادې څخه بولی ( صفیه حلیم ، آنلاین تحقیقی مقاله ) .
ډاکټر ګندا سینګ د تاریخ سلطانی په حواله وایی چی ملنګ صابر شاه چی احمد شاه دراني پیر صابر باله ، د پنجاب د لاهور اوسېدونکی و چی د آسونو د نعلبندۍ کار یې کاوه . د ده اصلی نوم رضا شاه و او صابر شاه یې د درویش یا ملنګ په شان لقب و . د صابر شاه ورور باقر شاه نومیً په ۱۲۱۲ هجري قمری کی  په پیښور کی اوسېدی او د افغاني دولت څخه د کاله پنځه زره روپۍ ورته رسېدلې . د تاریخ حسین شاهي مؤلف امام الدین حسینی پخپله د ده سره پیژندګلوي درلودله او ویلی یې دي چی نوموړی د ښه استعداد خاوند و ( درانی احمد شاه : ۷۰ ـ ۷۱ مخونه ) . یعنی دا د تیمور شاه د مړینی څخه آن د پنځو کالو وروسته خبره ده چی د شاه بابا لمسیانو لا هم د صابر شاه کورنۍ ته دومره احترام درلود .
په هر صورت ، که پورته ټول بیان ښه ترا وشنو ، نو معلومه به سی چی صابر شاه ملنګ د احمد شاه بابا سره فقط څه باندی پنځه میاشتی تیری کړي دي او بس . خو په دې لنډه موده کی یې په خپلو سترو کارونو سره د تاریخ پاڼي زرینی کړي دي . صابر شاه د خپل سیاسی جرأت ، شهامت او درایت له مخی د شیر سرخ نهه ورځنۍ خطیره او بحراني لویه جرګه د نفرت پر ځای په محبت سره بدله کړه او داسی کارنامه یې اجرا کړه چی افغانان یې تل ممنون او مدیون دي . دا لا څه ، د ژوند په وروستیو څو ورځو کی یې د لاهور د والي شاهنواز خان په مقابل کی دومره سیاسی او روحانی کفایت وښود چی له امله یې د هغه حواس خراب او د پوځیانو جنګی روحیه ماته کړه . همدا تأثیر و چی د هغه ۹۰۰۰۰ کسیز خورا منظم او هوسا پوځ د شاه بابا د فقط اتلس زره کسیز نامنظم او ستومانه پوځ په مقابل کی مات سو چی له امله یې مغول په تیښته او افغانان په برم سره تر ډیلی تیر سول ، خو ځان یې قربان کړ . نو الله (ج) دي یې د ټولو مرحومینو او شهیدانو سره جنت الفردوس ځای کړی . هو ، د صابر شاه یعنی دغه زړه ور سیاسی ملنګ د شهادت ۲۶۷مه کالیزه دې قایم او دایم وی .
والسلام ، ( ن . صمد )

اړونده مأخذونه
۱ ـ درانی احمد شاه ، د اوسني افغانستان پلار ؛ ډاکټر ګندا سینګ ، پښتو ژباړه : د سرمحقق مرستیال نصرالله سوبمن ، دوهم چاپ ، دانش مطبعه ، کابل ، ۱۳۸۸ لمریز .
۲ ـ غازی احمد شاه ابدالي ؛ څیړندوی قیصر علی آغا ، پښتو ژباړن : مولوی محمد غفور پیروز ، پوپل زی داماني خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۸۷ لمریز .
۳ ـ د افغانستان نومیالي ، درېیم ټوک ؛ عبدالرؤف بېنوا ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۵۶ لمریز .
۴ ـ تاریخ احمد شاهی ؛ محمود الحسینی ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۱۳۷۹ لمریز .
۵ ـ احمد شاهی شاهنامه ؛ حافظ مرغزی . پیژندنه او تعلیقات : علامه اکادیمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد ؛ د متن سمَوَنه  ، سریزه او لمنلیکونه : محمد معصوم هوتک ، علامه رشاد اکاډیمی ، کندهار ، ۱۳۸۷ لمریز .
۶ ـ احمد شاه وارث مجدد امپراتوری افغانستان ، جلد اول ؛ عزیزالدین وکیلی پوپل زایی ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۵۹ ش .
۷ ـ سراج التواریخ ، جلد اول ، فیض محمد کاتب ، کابل ، ۱۳۳۱ هجری قمری .
۸ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ، میر غلام محمد غبار ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .
۹ ـ د پښتنو تاریخ ، لومړی ټوک ، درېیم چاپ ، قاضی عطاالله خان ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، پیښور ، ۲۰۱۲ میلادی .
۱۰ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ اووم چاپ ، عبدالحی حبیبی ؛ مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .
۱۱ ـ احمد شاه بابا افغان ؛ میر غلام محمد غبار ؛ پښتو ژباړن : امین الله دریځ ، دانش کتابخانه ، پیښور ، ۱۳۷۷ لمریز .
۱۲ ـ تاریخ افغانها ؛ ژوزیف پیری فیریر : ترجمهً فارسی آنلاین : سهیل سبزواري ، جون ۲۰۰۹ میلادی .
۱۳ ـ صابر شاه ملنګ ؛ میرمن صفیه حلیم ، آنلاین تحقیقی مقاله ، اپریل ، ۲۰۱۴ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery