مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د جهاني په وړاندې لویه توطیه!

سرلوڅ مرادزی


په دوشنبه د مۍ په ۴ مه، د وزیرانو شورا په غونډه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني په ګډون ۱۶ تنه نوي وزیران پکې ورپېژندل کېدل، د پېژندغونډې د دود په توپیر د اطلاعاتو او کلتور د نوي وزیر ښاغلي جهاني په اړه، یو شمېر داسې ننګونکې چارې د پاروونکو موخو په نیت د غونډې په اجندا کې ونیول شوې چې په اصل کې د دې وزارت په تېر وزیر رهین مخدوم پورې تړلې وې او په دې تړاو اجراییه رییس عبدالله ته له مخکې پوره پته وه!


د وزیرانو د دې غونډې د اجندا په دوهمه برخه کې چې په حقیقت کې ټوله اجندا پرهمدې موضوع راڅرخېده، یو ځای لولو« ارایه معلومات از سوی محترم وزیر اطلاعات و فرهنگ در مورد ارسال احضاریه به چهار روزنامه (روزنامه اطلاعات روز، روزنامه هشت صبح، روزنامه ماندگار و روزنامه جامعه باز) در روز جهانی آزادی رسانه و مطبوعات از سوی وزارت محترم و هم چنان ارایه گزارش در مورد مساله نگران کننده ممنوع الخروج شدن چهار عنوان کتاب و هم‌چنان ملاحظه و بررسی در مورد هشتاد عنوان کتاب دیگر از سوی وزرات اطلاعات و فرهنگ»
البته د دغه موضوع په تړاو ښاغلي جهاني د وزیرانو په غونډه او روسته د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په تفصیل څرګندونې وکړي او په دې اړه يي ټولو پاروونکو او لمسوونکو پوښتنو ته منلي او کوټلي ځوابونه وویل. په دې اړه یوه برخه کې لولو«مساله واکنش ما در قبال طنز نبود. برخی نویسنده ها با کلمات تند از من انتقاد کرده است. از جمله روزنامه ماندگار قضیه را طوری بازتاب داده است که گویا جنجال کتاب ها کار من است. در حالی که کمیسیون قبل از من در این مورد تصمیم گرفته است. من در مساله این کتاب ها هیچ نقش ندارم. و هنوز اطلاعات کامل از چگونگی کار این کمیسیون و اعضای آن ندارم. اما، در مورد رسانه ها جلب نبوده است. یک پیام فرستاده شده که باید یکبار به وزارت تشریف بیاورند تا بنده شخصاً با این دوستان معلومات بدهم که کمیسیون قبل از من این تصمیم را گرفته است. من به هیچ وجه با سانسور موافق نیستم. از آزادی بیان حمایت و دفاع می کنم. هدف من از ارسال این پیام این بوده که رسانه ها را در جریان اصل مساله قرار بدهم. نه چیز دیگر»
دا چې د وزیرانو په غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله په هېواد کې له نورو مهمو پېښو په تېره بیا د داعش له خطره چې څو ولایتونه يي نیغ په نیغ تر ګواښ لاندې دي، مخ اړوي او د داسې عاجلو چارو پرځای یوه پریوتې، لوېدلې اوڅنګنۍ خبره هغه هم د ځینو وزیرانو د پېژند په ورځ منځته رااچوي او تر خپلې وسې يي شاربي، څرګندوي چې دا ډول چلند تصادفي نه دی او لکه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارانشا د پخواني مشر ضیالحق امرخېل په وړاندې، له مخکې پلان شوې توطیه ده چې شا ته يی نورې پټې اجنداوې او لاسونه کار کوي!
دلته له ټولو لومړی عبدالله عبدالله غواړي د اطلاعاتو او کلتور نوي وزیر ته په ډاګه کړي، له ۱۹۹۲ کال راهیسې چې پر افغانستان کوم ایراني کلتوري او ژبني یرغل دوام لري او اوس يی د دوی په بربنډ ملاتړ روزنامه ماندګار، روزنامه هشت صبح، روزنامه اطلاعات روزاو روزنامه جامعه باز او همدارنګه د طلوع او بیات تلویزیونونه په خپرولو او دودولو کې پرانیستی لاس لري، نظارشورا او جمعیت ته د سرې لیکې حیثیت لري او د دوی په اند، هغه باید له هر ډول تیري څخه خوندي وګڼل شي!


همدارازعبدالله عبدالله غواړي د اطلاعاتو او کلتور نوی وزیر د وزیرانو په لومړۍ غونډه کې په داسې ګواښونو وډاروي او بلخوا د ملي کلتور پلویان په غوږ ووهي چې که چیری دا وزارت او په ټوله کې افغانان، دایراني کلتور او ژبني یرغل مخه نیسي او د دوی د دې ملي ضد چوپړ په بدل کې پر دوی ایراني ډالر او په افغان حکومت کې د غوښن واک لپاره ایرانی ملاتړ دروي، نو دوی به هم لکه داعش او هېواد ته د نورو وسلوالو پشان، خپله ټوله وسه او هڅه د دولت سبوتاژ او د جهاني غوندې د نورو ملي شخصیتونو د راپرځولو لپاره پکار واچوي!
لږ مهال وړاندې د عبدالله ډلې په توطیه او ګواښ، د ټاکنو د سمون کمیسیون لپاره د اغلې شکريې بارکزۍ نوماندې رد کړه او ویل کیږي چې پر دې ویاړلې میرمن، وسلوال برید هم چې نوموړې پکې سخته ټپي شوه، په کور دننه همداشان لنډه غرو ترسره کړې وي.


بلخوا په ولسي جرګه کې د پلان شوې توطيې په مټ چې د عبدالله ډله پکې ځانګړی مهارت لري، د ملي دفاع وزارت ته د سترجنرال شیرمحمد کریمي ردېدا او لږ روسته د ډګر جنرال محمد افضل لودین په استعفی کې هم د عبدالله په مشرۍ د نظارشورا لاس له چا پټ نه دی!
له اوه میاشتو راهیسې چې د هېواد حالات ورځ تربلې تاوجن کیږي، وسلوال دوښمن او داعش د افغانانو د کورونو دروازې ټکوي او بلخوا د ملي دفاع وزیرنشته او د ګمارلو په مخکې يي لکه څنګه چې ورته پاس اشاره وشوه، نظارشورا او جمعیت خنډ دي، خو دوی بیا په سپینسترګۍ او بېشرمۍ سره له دې پړې غاړه باسي او پړه ټوله پر ولسمشر اشرف غني وراچوي!


هغه کتابونه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا(د رهین مخدوم د وزارت په مهال) پرې بندیز لګېدلی وو، د اریايی بریښناپاڼې په لیکنه چې د عبدالله خېلو سره خواخوږي او تړاو لري، ځینې يی دا لاندې دي:
• تذکره‌الانقلاب/ ملا فیض محمد کاتب هزاره/ با ویراستاری: دکتر حفیظ شریعتی سحر
• تذکره‌الانقلاب/ ملا فیض محمد کاتب هزاره/ با ویرایش و تعلیق علی امیری
• تاریخ باستانی هزاره‌ها/ نوشته عباس دلجو
• خرد آواره/ نوشته علی امیری
• نژادهای افغانستان/نویسنده میجر جورج ایج/برگردان به فارسی دکتر لعل زاد
• نگاه مختصر به تاریخ اقوام افغانستان/نویسنده سیدمحمدباقر مصباح زاده
• پشستونستان خواهی عامل تباهی افغانستان/نویسنده غلام‌محمدمحمدی
• تاریخ افغان‌ها
• عاشورای خونین کربلا
• ایران و احمدشاه مسعود
• تاریخ اندیشه‌های سیاسی در اسلام/نویسنده عبدالحفیظ منصور
• حزب التحریر از نگاه موافقان و مخالفان/نویسنده گان خواجه بشیر احمدانصاری/عبدالحفیظ منصور و مستنیر
• افغانستان و حکومت آینده/به کوشش محمدعیسی رحیمی
• جنگ اشباح/نویسنده ستیوکول/برگردان به فارسی مهندس محمداسحاق
• نقش استعمار نوین
• جهان و ابر قدرت‌ها در افغانستان
• شناسنامۀ افغانستان
• جهاد(اسلام پیکار جویانه، آسیای میانه)
• افغانستان تاریخ، مردم سرزمین.
• پژوهشی در تاریخ حوزه‌ها
• هزاره‌ها
• تاریخ سیاسی معاصر افغانستان
• مردم هزاره و خراسان بزرگ
• حقوق اداری افغانستان
• ظهور افغانستان نوین
• میراث شهرزاد در افغانستان
• زنی با حریر آبی در طبقۀ هفتم
• قطعه ای از بهشت/علی پیام
• دهن خون آلود آزادی/پرتونادری
• افغانستان از جهاد تا جنگ‌های داخلی
• گریه‌های مریم مصلوب/شریعتی سحر
• تاریخ احمدشاهی

 البته په لومړۍ ځغلنده کتنه کې هم سړی ویلای شي چې د دې کتابونو ډیرکي لیکونکي لکه عبدالحفیظ منصور چې د اسلامي جمعیت د پیام مجاهد رسنۍ مسول چلونکی دی، خواجه بشیر احمد انصاري، لعل زاد او نور د جمعیت، نظارشورا او د ستمیانو په ډلې پورې تړلي کسان دي. یو شمېر نور لیکونکي بیا هزاره توکمې دي چې ټول سره په ګډه دا اوس هم په بېلا بېلو رسنیو کې (له هغه ورځپاڼو او تلویزیونو پرته چې پاس يي نومونه یاد شوي) فعال دی او هر وخت د افغانستان د تاریخ، ملي هویت، ملي ګټو او ارزښتونو پر ضد لیکنې کوي. د دوی یو شمېر په ښکاره د لوی خراسان د بیا رغاوي په اړه چې هلته به افغانستان د ایران د خاورې یوه برخه وي، په اصطلاح تحلیلونه وړاندې کوي. یو شمېر نور بیا د احمدشا مسعود تر پکول او تر یزکۍ (نرښځي) ږیرې لاندې، په تاجیک میډیا او خاوران بریښناپاڼو کې په بې ننګۍ او بې شرمۍ سره د افغانستان په تجزيي شخوند وهي او د پدرام پشان کسان چې د ډبل عبدالله، عطا محمد نور، یونس قانوني او رباني خېلو په بنګلو او ماڼیو کې لاندې باندې کیږي، هم داسې طرحو ته په ولسې جرګه کې په یوه پښه ګډیږي او غمبور وهي!


که چیری د داسې ناروغو او په سل ګونو رنځونو ککړو کسانو لیکنې او د کتاب په نوم د کښل شویو جعلیاتو بنډلونه او ټوکونه، هغه هم د سیمې شیطان هېواد ایران ته چې زموږ د تاریخ او کلتور پېژندل شوی غل دی، واستول شي او د ایرانیانو لپاره د افغان دولت لخوا په رسمي توګه داسې چټیات او جعلیات تر ګوتو شي، په حقیقت کې به مو پخپل لاس د خپل تاریخ او کلتور کمپله راټوله کړې وي! هم باید ایران په دې وپوهیږي او هم په کور دننه د ایران ګوډاګیان باید دا واوري چې دا عبدالباري جهاني نه وو چې ایران ته يي د دغو جعلیاتو د استولو مخه نیولې ده، بلکې له جهاني مخکې هم په کلتور وزارت کې ویښ افغانان شته چې د هر ډول ملي ضد عمل مخه نیولای شي!
له نیکه مرغه د کتابونو په نوم د نظارشورا جوړه شوې او وړاندې شوې توطیه د اطلاعاتو اوکلتور د تازه دمي وزیر ښاغلي جهاني په هوښیارتیا او تدبیر راوپرځېده، خو د کتابونو له توطيې پرته، نورې توطيې هم د جهاني په مخکې پرتې دي.


نن مې د روزنامه ماندګار د خور اریايي بریښناپاڼې پر مخ ولوستل « شنیده می شود که عبدالباری جهانی وزیر اطلاعات و فرهنگ افغانستان، با تقلب در روز رای دهی مجلس نمایندگان به این سمت انتخاب شده است.
از جانب دیگر نامه ای که گفته می شد سلب تابعیت خارجی جناب وزیر را تایید می کرده از طرف وزارتخارجه به مجلس نرسیده و نامه ای تقلبی به مجلس ارایه شده بود.
گفته می شود که وزارتخارجه فعلا پیگیر این قضیه است.»
دلته داسې ښکاري کله چې د وزیرانو غونډه کې د ښاغلي جهاني په وړاندې جوړه شوې توطیه ناکامه او رسوا شوه، د نظارشورا د توطیو فابریکې فنکارانو، سمدلاسه پورته توطیه رسنیو ته راوتوغوله!
هغه ځوانانو ته چې نن يي په هلمند او زابل ولایتونو کې، د ښاغلي جهاني په وړاندې جوړې شوې توطيې وغندلې او لاریونونو ته راووتل او سبا به په کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړي او مټینګ به جوړ کړي، نه یوازې د کور ودانۍ او شاباس وړ دي، بلکې د دوی په ملاتړ باید له هرخوا غږ پورته شي او لښکرې يي باید لا پیاوړې او غښتلې شي.


همدارنګه « د اطلاعات او کلتور وزير د خپلې دندې په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې، هغه رسنۍ به ورغواړي او پوښتنې ګروېږنې به ترې کوي چې د بهرنيو په مالي مرسته او اشاره افغانستان کې رسنيز فعاليتونه کوي.» د پوره او بشپړ ملاتړ وړ دي!
د ۲۰۱۵ کال د مۍ ۶ مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery