مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د مطالعې او کتاب لوستلو لارې چارې :

محمد شفیق حقپال

که چیرې غواړی بریو ته ورسیږی که چیرې غواړی خپلو هدفونو ته ورسیږی نو دپوهې لاسته راوړل ترټولو اړین دي ،دغه پوهه کولای شئ داستادانو ، ښوونځیو ، پوهنتونونو ... له لارې ترلاسه کړئ او هم دمطالعې له لارې. له مطالعې زموږ هدف دلته دکتابونو او لیکنو لوستل دي ، دعظیم الشأ ن قرآن تلاوت او ترجمه او احادیث او نور دیني کتابونه خو ترټولو لومړی باید مطالعه شي او دخپل ژوند ډېره برخه باید ورته ورکړئ، په دې برخه کې یواځې دکتابونو او دبريښنایې وسایلو له لارې د مطالعې په هکله لنډ بحث غواړو وکړو چې کیدلای شي دهرکتاب او متن دلوستلو لپاره تاسو ته ګټور تمام شي.
مطالعه هغه بهیر دی چې په ترڅ کې یې یو شخص یومطلب یا یوه موضوع دلیدلو او ویلو له لارې ترلاسه کوي . اود ډېرو موخو لپاره ترسره کیږي: دپوهې دزیاتوالی په خاطر مطالعه ، د بیکاری دوخت تیرولو او ځان بوخت ساتلو لپاره مطالعه ، دیوې پوښتنې دځواب موندلو لپاره مطالعه او نور.
ویل کیږي چې دتلویزیون ، انترنت ، مبایل او کمپویوتر په جوړیدو سره په خلکو کې دکتاب دمطالعې شوق لږ شوی او خپل ډېر وخت نه ورته ورکوي خو سره له دې پوهان توصیه کوي چې دکتاب لوستل ګټور دي او باید چې خپل وخت ورته ورکړو.
مطالعه کول زموږ مورزادی عادت نه وي دا عادت په خپله باید په ځان کې وروزو. دنړۍ پرمختللی خلک خپل پرمختګ دمطالعې له کبله بولي راځئ چې موږ هم دپرمختګ لپاره دمطالعې فرهنګ په ځان او ټولنه کې دود کړو.
شکسپیرانګریز پوه وایی چې دبشر لویه اختراع کتاب دی. راځئ چې له دې لویې اختراع نه پوره پوره ګټه پورته کړو.
ـ دمطالعې ښه طریقه داده چې مطلب په کراره ولوستل شي او دنورو مزاحمت په کې ونه شي ، په دې ډول زموږ حواس ښه راټولیږي او په لږ وخت کې ډېر مطالب لوستلی شو.
ـ دمطالعې لپاره باید هدف او انګیزه ولرو ، باید خپله غوښتنه ولرو تحمیلی مطالعه دومره ګټوره نه وي .
ـ دمطالعې لپاره باید زموږ بدن کاملاً آرام وي دمطالعې ځای مو باید له غږونو او بېځایه مزاحمتونو لرې وي ، نه زیات تود او نه هم زیات سوړ ځای کې مطالعه وشي ، نه ډیر نور وي په کې او نه هم ډیره تیاره وي ، داړتیا وړاکسیجن باید موجود وي او که چېرې امکان ولري دمطالعې لپاره شین رنګي ځای وټاکل شي.
ـ دسهار په وخت کې دعظیم الشأن قرآن تلاوت ترجمه اوتفسیر او حفظ او دفزیک او ریاضی په څېر مضمونونه چې فکر کولو ته اړتیا لري ولوستل شي او دشپې له خوا هغه مضمونونه او کتابونه چې غواړي له یاده شي لکه تاریخ او جغرافیه او نور ولوستل شي ښه وي.
ـ پوهان وایی کله هم په ډېره لوږه او یاهم سمدستی وروسته له ډوډۍ خوړلو نه مطالعه مه کوی .
ـ دکتاب یا کتابچې واټن مو له سترګو نه له ۳۰ نه تر ۴۰ سانتی مترو پورې انتخاب کړئ، دهغو کسانو چې سترګې کمزوري دي او لرې ښه لیدلای شي او نږدې نه ، ښه ده چې دمطالعې په وخت کې طبی عینکې وکاروي، دمطالعې په وخت کې ځان پرکتاب مه کړوپوی ښه ده چې په څوکۍ او میزمطالعه وشي که هغه نه وي نو یو بالښت یا داسې یو څیز باندې کتاب کښېږدی چې له ځمکې لوړ وي او تاسو ورته کړوپ نه شی.
کله چې او ږده غزېدلی وی مطالعه مه کوی ، ځان ته قید مه ټاکی چې دومره کتاب باید مطالعه کړم.
ـ په عمیقه او دقیقه او په فکر سره مطالعه وکړئ.
ـ دمطالعې په وخت کې له نورو کارونو ډډه وکړئ ، دکتاب په لوستلو کې باید استقامت ولرئ او مفاهیم باید ښه درک کړئ ، ددې لپاره مطالعه مه کوئ چې دومره شمېر کتابونه مو ولوستل بلکې ددې لپاره مطالعه وکړئ چې له هغو مفهوم ترلاسه کړئ سره له دې چې که لږه مطالعه هم وي ، یو کتاب یا مضمون کیدلای شي څو ځلی هم ولولئ ، کله مو چې ډیروخت وتلی وي بیا هغه کتاب مطالعه کړئ .
ـ دمطالعې لپاره ښه ګټوره داده چې دخپلې عقېدې او دین مطابق کتابونه ومومئ او مطالعه یې کړئ، په بې ګټې مطالعې مه بوختیږی ، ددروغو داستانونه یا داسې کیسې چې مبتذلې وي مه یی لولئ او خپل وخت مه پرې ضایع کوئ.
له خپلو استادانو او دوستانو دښوکتابونو په هکله مشوره وغواړئ .
ـ که مطالعه مو زړه تنګوي او تاسو نوې مطالعې پیل کړي وي نوواقعي داستاني اوتاریخي کتابونه له دې کبله چې په زړه پورې وي انتخاب کړی په دې توګه به په مطالعه کولو روږدي او عادت شئ او بیا هرډول کتابونه چې تاسو یې لازمه بولی مطالعه کړئ ، په دې توګه به مو زړه تنګي لرې شي، په جبر اکراه اوزړه تنګۍ او چټکۍ سره مطالعه پرځان مه تحمیلوی ان که آزموینه مو وي باید دمطالعې انګېزه ولری او دمفهوم اخیستو زمینه ځانته برابره کړئ.
ـ په یو کتاب کې چې ((پنځه سوه ټکي دمطالعې په اړه)) نومیږي راغلی چې دمطالعې یوه ښه طریقه داده چې دکتاب مهمې موضوع ګانې په لنډیز سره ولیکئ او بیا یی تکرار کړئ ، په هغه څه چې پوه نه شوی دسواليې په شکل یې ولیکئ او ځواب ورته ومومئ.
ـ دکتاب لوستلو او مطالعې لپاره باید پلان او کړنلاره ولرئ ، مطالعه دخپل ژوند یوه برخه وګرځوی سره له دې چې اوس انترنتي او الکترونیکي مطالعه هم مروجه شوې کیدای شي له دې لارې هم دخپلومعلوماتو پانګه زیاته کړئ او اړتیا مو ترلاسه کړئ.
ـ زیار وباسی چې دمطالعې لوری مو مشخص وي او په همغه مورد کې ډیره مطالعه وکړئ. مثلاْ ددیني کتابونو مطالعه ، ارواپوهنې ، اقتصادي ، سیاست ... په هره برخه کې باید دځانګړي وخت لپاره مطالعه وکړئ ، متفرقه او متشتته او نامنظمه مطالعه مه کوئ ، زیار وباسی دخپلې مطالعې سلسله داسې جوړه کړئ چې بله ورځ خپله لیکوال شئ او په یوه مشخصه موضوع کې په خپله څه ولیکلای شئ.
دمطالعې په وخت کې یو قلم له ځان سره ولری ، سوالونه او مهم موضوعات پرې لیکئ
 کله چې دیو کتاب مطالعه پیلوئ لومړی یې فهرست وګوری چې مخکې له مخکې دکتاب له موضوع ګانو خبرشئ.
هغه کسان چې دمطالعې په وخت کې له ګوتې او خطبر نه ګټه اخلي او کرښې تعقیبوي دغه عادت باید پرېږدي ، یواځې په سترګو مطالعه وکړئ خپله ژبه او لاس آرام وساتئ.
کله چې پاڼه یا ورقه اړوئ مخکې له دې چې صفحه یا مخ مو پای ته رسولای وي تیارئ ورته ولرئ دکتاب له کيڼې پاسنئ لوري نه ورقه داړولو لپاره چمتو کړی او که انګریزي یا کومه بله بهرنۍ ژبه مطالعه کوئ بیا برعکس دکتاب دښي لوری پاسني برخې نه ورقه واړوی. په دې توګه به مو دخپل وخت سپما کړې وي.
یو پوه وایی هغه څه چې موږ یې له شلو کلونو تجربې ترلاسه کولای شو خو مطالعه یې کولای شي به یو ساعت کې موږ ته رازده کړي. نو مطالعه مه هیروئ او دخپل ورځني مهال ویش یوه برخه یې په هرصورت کې وګرځوئ. په زیاتې مطالعې سره کولای شی خپله لیکنې وکړی او بلآخره تاسو نه هم ښه لیکوال جوړشي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery