مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

یو بل لاریون ته هم اړتیا شته، هغه د پاکستان پر وړاندی!


دوی ورځی وړاندی په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایاتونو کی د ایران  او د هغو  د تلیڅټو په وړاندی افغانان کوڅو ته رووتل او د ایران د کلتوری یرغل پر وړاندی یی کلک عکسلعمل وښود، ډیر ښه کار وشو موږ یی طرفدار یو باید همدغه کار همدغه ډول شوی وای او بیا هم وشی.باید ورته او  لا شدید عکسلعمل د پاکستان پر وړاندی هم تر سره شی دا ځکه که ایران زموږ پر کلتوراو ژبه باندی عیرغل راوړی تر څو یی لاندی کړی پاکستان دا څلویښت کاله کیږی چی د افغانستان د ولسونو په وژلو کی نیغ په نیغه لاس لری افغانان وژنی، په افغانستان کی چی هر ډول حکومت په قدرت کی راغلی دی په مقابل کی یی په ډول ډول نومونو باندی مخالیفین روزلی دی په خپله خاوره کی یی ځای ورکړی دی وسله یی ورکړی ده بیا یی افغانستان ته د تخریب او ړنګونی له پاره رالیږی دی،همدغه د پاکستان په لاس روزل شویو بیا  دلته په افغانستان کی خپل هیواد وال په شهادت رسولی دی، د خلکو کورونه یی وران کړی او سوځولی دی د خلکو شتمنۍ یی لوټلی، همدارنګه همدغه د پنجاپ په لاس روزل شویو د افغانستان ملی شتمنۍ د خاورو سره خاوری کړی معنی دا چی د افغانستان  پلونه ، سړکونه، ښونځۍ او روغتونونه ، د اوبو بندونه  او نوری دولتی او غیری دولتی ودانۍ یی په بامونون الوزولی دی چی د دغه ټولو مسول پاکستان په ځانګړی ډول د پاکستان پوځ دی.
پداسی حال کی  چی  پاکستان په خاصه توګه پنجاپ  د افغانستان تر ټولو سرسخت دښمن دی باید پر وړاندی یی لا وړاندی لاریونونه شوی وای او د پاکستان د لاسوهنو مخه نیول شوی وای. خو هغه د چا خبره چی اوس هم سر وخت دی باید د پاکستان پر وړاندی افغانان سخت عکسلعمل وښی باید ټول افغانان په یوه اواز او یوه خوله د پاکستان په مقابل کی ودریږی ټول کوڅو ته راووزی د پاکستان پر وړاندی لوی لاریونونه په کار واچوی تر څو پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کی د مداخلی لاس واخلی.
همدارنګه موږ د حکومت څخه هم په کلکه عواړو تر څو د پاکستان پر وړاندی روڼ سیاست ولری او پر  وړاندی  یی داسی پالیسۍ غوره کړی چی د پاکستان د لاسوهنی چی په افغانستان کی یی کوی مخه ونیسی. د افغانستان حکومت لپاره پکار ده چی د نړیوالو حقوقی چینالونو له لاری پر  پاکستان فشارونه راوړی تر څو پاکستان  دي ته مجبور شی چی د افغانستان د ورانولو لاس واخلی. او په افغانستان کی د لاس وهنی لاس په سر شی
پاتی د نه وی، موږ د افغانستان د ملی امنیت  څخه په ټینګه عواړوی چی پر خپل  دنده  چی د پاکستان د اسخبراتو پر وړاندی  او د پاکستان د لاس وهنو پر وړاندی یی لری  له سر غورو وکړی او داسی لاری چار په کار واچوی چی د پاکستان مخه په افغانستان کی ونیسی تر څو پاکستانی استخبرات  د لاسوهنی لاس واخلی کوم چی دا ۴۰ ماله یی په افغانستان کی کوی .د افغانستان ملی امنیت دنده لری چی د افغانانو سر او مال د بهرنیو هیوادونو پر وړاندی دفاع کړی. همدارنګه ملی امنیت ته پکار ده چی  په داخل د دولت او په ځانګړی ډول په حکومت   کی چی  کوم  پاکستان ته وفادار تلیڅټی وجود ولری وپیژنی او سخته سزاورکړی.
په اخر کی موږ پر هغه افغانانو چی د ایران او د ایران  د کلتوری یرغل پر وړاندی د لاریون تابیه کړی وه غږ کوو چی ورته عمل د پاکستان پر وړاندی هم سازماندهی کړی د پاکستان پر وړاندی هم ولسونه راوباسی تر څو د پاکستان مخه هم ونیول شی.
نابود او شرمیدلی د وی د افغانستان داخلی او بهرنی دښمنان، مړه د وی تالیڅټي!
تل د وی د افغانانو تر منځ ملی یوالی!
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۹/۵/۲۰۱۵

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery