مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-12   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په هيوادکي دشعيه اوسونی تبليغ دملی يووالي په زيان دی .

حبيب الله غمخور
دپارلمانی مصوينت اودبيان له ازادی نه په نامعقوله بڼه دملت دملی گټو پرخلاف تبليغات ملی خيانت بولو،ددا ډول پارلمانی مصونيت بايد ژر تر ژره په ملي مسوليت بدل سي . وروسته ترهغه چې چې شاوخوادوې مياشتي وړاندي ايرانی داعش دکندهار-کابل پر لويه لار دايران څخه راستانه سوی ۳۱ نفره هزاره مسافر کښته اوله ځان سره يو نامعلومه ځاي ته له ځان سره يرغمل بوتلل . چې له نېکه مرغه همدا نن یې ۱۹ نفره روغ رمټ راخوشی سول . داپه خپله دهغې پروژې پيل بولم ،کوم چې په افغانستان کي دداعش ترنامه لاندي ايرانی اخوندانو خپلو افغان دښمنه موخوته يعنی دمذهب اوژ بې اختلاف زېږېدل اوچاغېدل درسېدو لپاره داکار وکړ . له هغې پېښي نه وروسته په ځانگړو ډله ايزورسنيو اودهغې جملې نه يوشمير تلويزيونی کانالو په خپرونو اودسياسي بحث گردی مېزونو کي ديوشمېر ايران پلوو لخوااوهمدا ډول په پارلمان کي دهغونه چې په سرکي یې هغه دچاخبره ((الف)) په زره بين نه ليدل کيږي ،دټولو لاسوندونواوشواهدوله مخې دغه دپارلمان وکيلان دپيل نه بياتراوسه چي دولسی جرگې اويامشرانو جرگې ترلوکسو چوکيو پوری دايران داستخباراتوپه پيسو او امکاناتورسېدلی اود هغوپه پيسو ژوندکوی ،ولس اوخپل پلويان غولوي،دايرانی اخوندانو اوددوي داستخباراتی ادارې لخوا ور سپارل سوی دندي سرته رسوی . داډول کسان دپارلمانی مصؤنيت نه په استفادې سره دايرانی اخوندانو په هدايت دادی دتلوېزيون دکامرې پر وړاندي ددشعيه او سونی خبری کوی اوپه ځانگړی مهارت غواړی دشعيه اوسونی ترمنځ اختلاف چي له نيکه مرغه تراوسه نسته راوزېږ وي . حيرانونکې داوه چي دعربی متحده عماراتو (( ۶۰۰ ))افغان سوداگرونه ټول امتيازات واخيستل اواعلان یي ورته وکړچې ددواونيوپه منځ کي به هيواد دخپلو ټولوشتمنيوسره پرېږدي .دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وياند وويل موږ دامسله څېړواويوداعتبارخاوند هيئت به ډير ژر دمسلې دسپيناوی لپاره دې هيوادته ولېرو. داچي دبهرنيوچاروزارت تراوسه پردي ندی توانېدلی ؟ پدې کي دشعيه اوسونی مسله ولي راگډه شي ؟ دبهرنيوچارو وزيرچي دهمدي وکيل صاحبانومشری کوم چي دشعيه اوسونی مسلې ته لمن وهی،ولې دا وکيل صاحبان دهغه نه داپوښتنه نه کوی چې په تلويزيونوکي سترگی پټی ، خوله وازه ونسی او وايي که داسونيان واي نودولت به دومره بي تفاوته نه واي .دغه کسان دومره شرم نلری چې له ځان سره قضاوت وکړی اودې پوښتنې ته جواب ووايي : ((وکيل صاحب ! ته دشعيه گانو درايوپه مټ ترپارلمان پوري راورسېدلی يې ؟ اوکه دايرانی استخباراتو دپيسو دشندلوپه برکت ؟؟؟)) يو وکيل هم په هرقوم پوری چي تړلی وي يوازي دهغه قوم خلکونه بلکه په سيمه کي ټولو مېشتوافغانانوپه هربڼه چې وه ددې ښاغلو درايو صندوق ته رايه اچولې ده . زموږ دهيواد بهرنيو دښمنانو په ځانگړې توگه ايرانی اخوندانو اوپاکستانی جنرالانو دهمدې ټکي په پوهېدوسره چې خپل اجنټ اولاسپوڅۍ بايد دډاډمن استخباراتی چوپړ لپاره دپارلمانی مصونيت نه برخمن کړي،خپل ډير نوکرصفته پلويان یې دخپلو مالی لگښتونوله مخې تر پارلمان پوري ورسول ،ترڅودپارلمانی مصونيت ترنامه لاندي ددوي اهداف سرته ورسوی اوددوي داهدافولپاره پراخ تبليغ ، فعاليت او امکاناتو توان ولري . په همدې دليل اوس دوي تربل هرچا دواړي پښې په يوه موزه کي اچولي دمذهب ،قوم ،ژبې پرسره له سوداگری نه په استفادې سره ورسپارل سوی دندي پلي کوي . دا ماهر بهرنی اجنټان له يوې خواپه خپلودروغجنو خبروځان دغوبېچاره گانوته ددوي خواخوږ ۍ معرفی کوی اودبلې خوا دايرانی استخباراتی چارواکولخوا ورکړه سوي دندي،دتبلېغاتو او سياسي فعاليت په بڼه سرته رسوی . که دولتی اړونده چارواکی اوترټولووړاندی جمهوررئيس چې ځان دافغان ولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانوسره همږغی نه بولي دې اساسی اوحياتی ټکی ته جدی پام راوا نه ړوی او دوي دغه ډول حرکتونه اوتبليغات عادي وبولي،بيابه نو که غواړو اويانه افغانستان دمصر اوعراق غوندي دانسان وژونکو اوتمدن ورانونکو پېښوهنداره وي . وړانديزمې دادی ،په هربڼه چې کيږي ددې مرموزو مزدورانو او ددوي دبهرنيو بادارونودتوروهڅومخه ونيول سی . دپارلمانی مصؤنيت اودبيان دازادۍ داصل نه داډول نامعقوله او افغان دښمنه استفاده نه يوازي دافغانانو، بلکی دټول بشريت په منځ کي اختلاف ته لمن وهل او دا ډول لمن وهل بشری جرم دی .دبشردنړيوالوحقوقواعلامې ته مراجعه وکړئ . په اوسنيو باريکو شرايطوکي چې زموږ هيواددهري خواد سياسي ،پوځی او کلتوری تېريو اوترغل سره مخامخ دی دهر افغان اوبيا دپارلمان د يووکيل داډول خبرې چې دمذهبونوترمنځ اختلاف رازېږوی دملی خيانت په توگه بايد تعبير او دسرغړونکی نه ئې هرڅوک اوپه هرمقام کي چې وي بې درېغه پوښتنه وسي . ددولتی امکاناتونه په استفادي سره دملت دښمنانوته مورال ورکول اويادهغوي دموخولپاره په ماهرانه بڼه تبليغ کول دملی گټواو دبشرد حقوقو دنړيوالي اعلاميې خلاف حرکت دی ،چې بايد محکوم اومخه یي ونيول سي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery