مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان جنګي جغرافیه ، نن او سبا

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


دویمه برخه
( په لومړۍ برخه کي ددې خبري یادوونه وشوه چي ایا د هیواد جنګي جغرافیې بدلون موندلی ؟ ایا دا جغرافیه د بدلون په حالت کي ده ؟ او یا داچي یوازي جنګي جبهه د پراخیدو په درشل کي ده یاني د جنوب او جنوب ختیز  برسیره د شمال او شمال ختیز په لور هم غځیږي ) .
       په هر حال ، نه د جنګي جغرافیې بدلون او نه یې هم پراخیده زموږ غوښتنه ده . موږ غواړو چي ددغه لعنتي تپل شوي جنګ د اور لمبې هر څه ژر خاموشه او د ( جغرافیې ) د اسم تر څنګ نور د ( جنګي ) صفت کلمه و نه وینو . موږ نور نه یوازی له جنګ نه بلکه د جنګ د کلمې له ارویدو څخه هم ستړي یو . موږ پدې هم ښه پوهیږو چي د توپک په زور یو لوری هم ددغه ناورین نه وطن ژغورلای نشي ، کنه نو دا نژدی یوه نیمه لسیزه کیږی چي د امریکا په مشرۍ د نړۍ ۴۵ سترو هیوادونو خپل بشپړ جنګي ماشین پرې و ازمایه او نه یوازی داچي د مخالفو وسله والو جنګي توان یې له منځه وا نه خیست او یايې کمزوری نکړ ، بلکه ورځ تر بلي یې توان پیاوړتیا مومي ، غښتلي کیږي او د جنګ جبهه پراخوي .
     ددې خبري نه یو واقعیت په ډاګه کیږي او هغه دا چي یوازي او یوازي د سولي په نرمو اوبو سره د جنګي ښامار زامي ور ماتولای شو او بس . له بده مرغه د سولي تر عنقا پوري په رسیدو کي تر اوسه پوري د هیواد ټولو قشرونو او ډلو لکه څنګه چي اړینه ده ، برخه نده اخیستي او د تماشاچیانو په توګه پاته شوی دي .
    اوس راشئ دې خبري ته را وګرځو چي ایا د هیواد دا بې شمیره اوسنی سیاسي ګوندونه د خپلو بډایو تجربو سره سره د غمیزي څخه د وتلو په موخه کوم د پام وړ رول لوبولای شی کنه ؟ فکر کوم ډیرۍ سیاسی ګوندونه اوږدې پرګنیزي ریښې لري او که یې فعالیت په ښه توګه تنظیم شي ، کولای شي د پېښو په پرمختګ کي اغیزمن رول و لوبوي . د سولي او امن پدې ملي پروسه کي د اغیز ښندلو په موخه زه لاندي وړاندیزونه د سیاسي ګوندونو د فعالیت د سمون او لیدلوري د ټاکلو په هیله د هغوی مخته ږدم او ټینګه پاملرنه ورته را اړوم :
       اول ــ هغه ګوندونه چي تګلاري او سلیقې یې ورته والۍ لری ، ښه به دا وي چي مشران یې د ځان غوښتني څخه تیر او تشکیلاتی یووالۍ ته هر څه ژر لاره هواره کړي . پدې توګه هم د نوموړو ګوندونو سیاسي اغیز جګیږي او هم یې خپلو موخو ته د رسیدلو لاري لنډیدلای شي . که دا کار تر سره شي ، نو هیواد به درې ډوله ګوندونه ولري :
       الف ــ کیڼ لاسي ګوندونه ،
       ب ـــ ښی لاسي ګوندونه او
       ج ـــ  منځلاري یا معتدل ګوندونه .
      که داسي وشی ، نو دا کار هم د پارلماني ټاکنو په پایله کی د نوموړو ګوندونو ونډه زیاتوی او هم په اولسمشریزو ټاکنو کی یې اغیز لوړوي .
        دویم ــ هغه ګوندونه چي تګلاري یې تر ټاکلي بریده ورته والۍ لری مګر د سلیقو توپیر یې د ورته والي په پرتله زیات دی ، هغوی باید په یوه سیاسي متحده جبهه کي سره راټول شي . پدې توګه په ګډ کار سره د غمیزي څخه د خلاصون په موخه د نوموړو ګوندونو اغیز په نسبي ډول لوړ ځي او دا چي دا موخه یې د تګلارو یوه برخه هم ده ، نو د خپلو تګلارو په عملي کولو کي یې ګټور ګامونه شمیرل کیدلای شي .
       دریم ــ هغه سیاسی ګوندونه چي هم یې د تګلارو او هم یې د سلیقو تر منځ توپیر تر ورته والي زیات وی ، هغوي ټول که کیڼ لاسی یا ښی لاسي او یا هم منځلاري وی ، باید د وطنپالو روحانیونو ، دیني علماوو ، پوهانو ، قومي مشرانو ، ملي او اغیزمنو شخصیتونو او ټولو هغو کسانو سره چي د رواني غمیزي څخه د خلاصون لاری لټوي ، د سولي او امن په یوه پراخه ملي جبهه کی سره یو ځای او په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو لاس پوري کړي .
       که دا ډول هر اړخیزي ګډي هلي ځلي د اوسني دولت د هلو ځلو سره په صادقانه ډول یوځای شي ، پوره باور لرم چي پایلي به یې په زړه پوري او د هیوادوالو سره به ددې غمیزي له شره څخه په  ژغورلو کي مرسته وکړي .
        د اوس د پاره په همدومره بسنه کوم .   و من الله توفیق
                                                                  ډنمارک ـ ۲۵ / اپریل / ۲۰۱۵
        یادوونه :
        د سولي د انتظار په اړه می لاندي شعر په ډیرو ستاینیزو ایمیلونو سره نازول شوی ، ځکه نو غواړم دلته  خپله لوړه لیکنه پرې بشپړه کړم :
د سولي په انتظار

سکروټي  مي  لــیمـو  کي  نـڅــولې ،  ته  رانغـلې
شېبـې  د  انـتـظـار  مـي  زوکـلولې ،  تـه  رانـغـلې
جـــنــون مـي  بیله  تـانـه ګـرېـوانـه سره پـخـلا ســو
د  عــقـل  زولــنـې  مـي  مـاتـولې  ،  تـه  رانـغــلې
ما وې  چي  به  سوغات  راته اذان د بلال  راوړې
سجـدې  مي  پر یاغي  تندي  شمیرلې  ، ته رانغلې
تر مصره پوري راغی زوړ یعقوب په ړندو سترګو
بي  پایه  قافلې  وې  چي  راتــلــلې   ، تــه رانغـلې
پر تېر پلونو  دي  پریوتل  غونډی غونډی ګړځـونه
خــیالــونــو  مي  تــڼــاکي  کـــړولې  ، تـه  رانغـلې
د مـاتـــو  مـیـکـدو  ســره  دي  پـرېښـودم  یــوازي
توبې مي تر محراب پوري  در وړلې ، ته رانـغـلې
په لـر او بـر کي ښخــي وې د خـړ سـېلاب منګولي
هر موج کي یې کښتۍ وې ډوبېید لې  ، تـه رانغــلې
قاصد  د  تــودو  اوښکــو  به  سهار ماښام  در تلـلو
نــارې د  نـوزادي  دي اروېــدلــې  ، تــه رانـغــلې
                               ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۵       

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery